وروستي خبرونه
ZhwandoonMarch 21, 2020
441-1024x682.jpg

1050

د عامې روغتیا وزارت وايي، د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې د کرونا ویروس ۴۴۹ شکمنې پېښې ثبت شوې وې، چې له ډلې يې ۴۱۳ منفي، ۲۴ مثبتې او ۱۲ نورې يې تر معایناتو لاندې دي. د روغتیا وزارت مسوولین زیاتوي، دغه شکمنې ثبت شوې پېښې تر ټولو زیاتې په هرات او کابل کې ثبت شوي، چې ممکن د ورځې تر پایه نورې پېښې هم ثبت شي. په افغانستان کې د کرونا ویروس پېښو خلک اندېښمن کړي او له حکومته غواړي، چې د مخنیوي لپاره يې جدي ګامونه پورته کړي.


ZhwandoonMarch 21, 2020
438-1.jpg

1890

له کورنیو چارو وزارت نه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، د لوګر ولایت د امینه قومندانۍ د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو له لوري د یاد ولایت مرکز پل عالم کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې درې سوه کیلو ګرامه نشه یي توکي نیول شوي.


ZhwandoonMarch 21, 2020
437-1-1024x576.jpg

2720

په نړۍ کې د کرونا ویروس له امله د مړو شویو کسانو شمېر له لسو زرو څخه اوښتۍ ۲۵۰ زره نور کسان په دغه ویروس اخته شوي دي. نړۍ کې ایتالیا یو له هغو هېوادونو څخه شمېرل کیږي چې د کرونا ویروس له امله ډېر ځپل شوی ده چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۶۲۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی، له دې سره په ايټاليا کې د ټولو مړینو شمېر څلور زره دوه دیرش تنو ته رسیدلی. بلخوا بیا د روغتیا نړیوال سازمان مشر د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره سپورت کول اړین بللی او ویلي یې دي، چې د نشه یي توکو له کارولو دې ډډه وشي


ZhwandoonMarch 21, 2020
436.jpg

2140

د افغانستان ملکي او هوايي چلند ادارې ویلي ، چې له دې مخکي هره ورځ د ډیلي او کابل تر منځ نژدې دوه نیم زره کسانو سفر کاوه،خو اوس دغه شمېره ۵ سوه کسانو ته رسېدلی. د دغې ادارې مشر له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې له همدې امله دوو کورنیو هوايي شرکتونو ۱۸ میلیون ډالر تاوان کړي.


ZhwandoonMarch 21, 2020
1_01742-1024x576.jpg

2870

زه دوی څنګه پوهـ کړم، چې په ورځو کې نن نوې ورځ پیل شوې!؟ تېر یادونه او زاړه فکرونه له ذهنه وېستل غواړي؛ د ژړا ځای خندا، جفا ځای وفا او د ښکنځلو ځای دعا ته ورکول غواړي. د انتظار په دغه لار کې له ځانه دنګ چینار جوړول غواړي، څو ترې لاندې هر بزګر، خټګر او اهنګر، سوالګر او زرګر د امن یو دوکاندار اوسي. خو دلته نوې ورځ کومه ده؟ موږ ته خو لا نوې ورځ په ذره بین هم نه ښکاري. هغه پښې نه لري، چې خپله راشي او نه هم په داسې چغو، چې اوس وهل کیږي، رابه شي. دغه لاروي خو هسې لېوني دي: په خولې نوروز لمانځلو ته اړتیا نشته، نوې ورځې راتلو او راوستو ته اړتیا ده. ورځې نشته؛ پر موږ لا هماغه تورې شپې دي؛ دغو شپو رڼا کولو ته اړتیا ده.



زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008