وروستي خبرونه
ZhwandoonMarch 19, 2020
492.jpg

3600

نن په افغانستان کې د جګړې پر سلسلې يو بل کال هم زيات شو، جګړه تر څلوېښتو کلونو واوښته او نيمې پېړۍ ته نږدې شوه، دا تر صليبي جګړو وروسته د نړۍ په کچه يوه ډېره اوږده جګړه ده، په دې جګړه کې دوه لويې امپراتورۍ راګير شوې، يوه په کې په بشپړ ډول دړې وړې شوه او يوه بله هم په کې له خپل عزت او برمه پرېوته.


ZhwandoonMarch 19, 2020
482.jpg

1180

افغانستان کې د بشر حقونو خپلواک کمېسیون، د زندانونو او توقیف‌ځایونو له مسؤلانو غوښتنه کړې، چې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي او د بندیانو د خوندیتوب لپاره لازم اقدامات وکړي، او امنیتي، عدلي او قضايي ارګانونو ته یې لارښوونه کړې چې د قرنطین شویو کسانو د ارزونې لپاره په همغږۍ اقدام وکړي.


ZhwandoonMarch 19, 2020
432-2.jpg

1080

د امریکا دفاع وزارت په وینا د کرونا ویروس د خطر سربېره به هم له افغانستانه خپلو سرتېرو وېستلو ته ادامه ورکړي. د دوی په خبره د امریکایي چارواکو لخوا د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره په ځنډول شویو فعالیتونو او پلانونو کې له افغانستانه د خپل پوځ وېستلو مسله شامله نه ده او دوی به د جوړ شوي مهالوېش له مخې د خپلو سرتېرو ویستلو ته دوام ورکړي.


ZhwandoonMarch 19, 2020
481.jpg

1350

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ننګرهر ولایت امنیه قوماندانی له نشه یی توکو سره د مبارزې مدیریت منسوبینو د دې ولایت په مرکز جلال آباد ښار نهمې ناحیې اړوند سیمه کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې ۲۱۶ کیلوګرامه چرس کشف او ترلاسه کړي دي.



زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008