وروستي خبرونه
ZhwandoonMarch 17, 2020
459.jpg

1050

کورنیو چارو وزارت نه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، هغه پلورنکي چې توکې په لوړه بیه پلوري قانوني چلند به ورسره وشي. د یاد وزارت د خبر پاڼې له مخې ، یو شمېر سوداګر په بازارونو کې خوراکي او د ژوند د نورو لومړنیو توکو په برخه کې احتکار کړی او غواړي چې دا توکي په لوړه بیه وپلوري، په وینا یې پولیسو ته امر شوی، چې له هغو کسانو سره قانوني چلند وکړي چې په بازار کې یې احتکار ته زمینه برابره کړې ده.


ZhwandoonMarch 17, 2020
458.jpg

1310

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د مارچ میاشتې تر ۳۱مې نېټې خپل هېواد ته د افغانانو پر ورتګ بندیز لګولی. افغان حکومت لا هم د کرونا ځپلي هېواد ایران سره پوله پرانیستې پرې ایښې ، چې هرات کې یې د ډېری وګړو اندېښنې راپورته کړي، خو د عامې روغتیا وزارت وايي، پر پوله یې د دغې ناروغۍ د مخنیوي لپاره جدي اقدامات ترسره کړي دي.


ZhwandoonMarch 17, 2020
455.jpg

1010

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د کرونا ویروس له امله د ښوونځیو رخصتېدو په دوام له پوهنې وزارته غوښتنه کړې، چې د تدریسي چارو د پر مخ بېولو لپاره دې پر یوې مشخصې برنامې کار وکړي. ولسمشرۍ ماڼۍ په وینا افغان ولسمشر د پوهنې وزارت له مسوولینو سره د یو ویډیويي کنفرانس پرمهال غوښتي چې د پوهنې وزارت د ټلوېزیون او انټرنېټ پر مټ په تدریس تمرکز وکړي.

ولسمشر غني ښوونکو ته ډاډ ورکړی، چې د رخصتۍ پرمهال به یې هم معاشات پر خپل وخت ورکول کیږي. نوموړي له پوهنې وزارته د نوي ښوونیز کال له پیل سره سم د دغې اصلاحي بستې د عملي کولو غوښتنه کړې. څو ورځې وړاندې هېواد کې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په موخه ټول خصوصي او دولتي پوهنتونونه، ښوونځي او کورسونه د حمل تر ۳۰ مې رخصت اعلان کړل.



زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008