د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په داسې حال کې په ناڅاپي سفر کابل ته راغلی، چې ټاکل شوې سبا دوشنبه د ولسمشر غني د لوړې مراسم تر سره کړي، یو شمیر رسنیو د دولت جوړوونکي او ثبات او همپالنې ټاکنیزو ټیمونو تر منځ د جوړجاړي خبرونه خپاره کړي، خو تر دمګړۍ روښانه نه ده چې یوازې ولسمشرغني او که عبدالله عبدالله هم د لوړې مراسم ترسره کوي.