وروستي خبرونه
ZhwandoonMarch 7, 2020
361-1024x576.jpg

1150

پکتیکا کې یو شمېر کروند ګر له اړوند ریاست غواړي، چې سږ کال دې پر وخت نیالګي او روزل شوي تخمونه راکړي، څو تر لاسه شوي نهالونه ښه نتیجه ورکړي. دوی وایي، د تېرو کلونو په شان یو ځل بیا بې وخته نهالونه که ووېشل شي نو د بزګرانو خوارې به عبس لاړه شي، د دوی په خبره پراخې کرنيزې ځمکې لري، چې په دې ورستيو کې ډېری خلکو کرکيلې ته مخه کړې، نو ځکه اړتيا ده چې کرنې رياست د ګروند ګرو غوښتنو ته لازمه پاملرنه وکړي.


ZhwandoonMarch 7, 2020
359.jpg

1690

د هېواد عامې روغتیا وزارت منلې، چې په هرات ولایت کې د کرونا ویروس درې نورې مثبتې پېښې هم ثبت شوې دي. د دغه وزارت په وینا، چې له اخته کسانو څخه دوه یې له ایران راغلي او پاتې یو له دغو کسانو سره په اړیکه کې پاتې شوی دی.


ZhwandoonMarch 7, 2020
310-1.jpg

910

ثبات او همپالنې ټاکنیزه ډله وايي، د دوی او دولت جوړونکي ټیم ترمنځ د داسې یو حکومت پر جوړېدو خبرې روانې دي، چې ټولو ته د منلو وړ وي. دولت جوړوونکي ټاکنیز ټیم هم د بندو دروازو تر شا دغه ناستې مني، خو وايي، لا کومې پایلې ته نه دي رسیدلي.



زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008