وروستي خبرونه
ZhwandoonMarch 31, 2020
483.jpg

1760

سامسونګ د موبایلونو جوړولو ډیره مشهوره کمپنۍ ده چې اوسمهال یې نوی ماډل مبایلونه بازار ته وړاندې کړي دي، دي مبایلونو په خپلو جالبو ځانګړتیاوو سره وکولای شول چې د خلکو پام ځان ته واړوي.

سامسونګ کمپنۍ نوی ماډل موبایلونه د Galaxy Z Flip په نوم بازار ته وړاندې کړي دي، چې جالبي ځانګړتیاوې لري. دا موبایل چې ۲۵۶ جې بې حافظه او ۸ جې بې ریم لري، قیمت یې ۹۴۰ ډالره ښودل شوی دی.


ZhwandoonMarch 31, 2020
477.jpg

2790

د عامې روغتیا وزارت اندېښنه څرګندوي، چې په هېواد کې د کرونا ویروس له امله وضعیت بېړنی دی او باید نړیوال سازمانونه، حکومت او پانګوال د بې وزلو لاسنیوی وکړي. د ولسي جرګې یو شمېر غړي بیا له غني او عبدالله غواړي، چې خپلمنځي اختلافاتو ته د پای ټکی کېږدي او د کرونا ویروس مخنیوي لپاره خپل اقدامات جدي کړي. د کابل ښار اوسېدونکي هم پر حکومت غږ کوي، چې د ولایتونو له قرنطین سره سم دې د هغو بې وزلو خلکو ژوند ته پام وکړي، چې کرونا څخه ډېر له بې وزلۍ رنځوي.


ZhwandoonMarch 31, 2020
475.jpg

2680

په کابل ښار او شمېر ولایتونو کې د دریو اونیو لپاره محدویت وضع شوی، چې له امله یې ډېری بازارونه او هټي تړل شوي او ورسره هم مهاله بازارونو کې د خوراکي توکو په بیو کې هم لوړوالی راغلی. د کابل ښار یو شمېر بې وزله وګړي د کارونو په نشتون کې د بیو لوړېدو سخت اندېښمن کړي دي.


ZhwandoonMarch 31, 2020
bb.jpg

1300

هېواد کې د سوداګرۍ خونه اندېښنه ښايي، چې د بندرونو د بندېدو له امله سوداګرو او پانګوالو ته هره ورځ په میلیونونه ډالره زیان اوړي.د دوی په خبره د تورخم او سپین بولدک لارې تړل کېدو له امله د افغان سوداګرو ۹ زره کانټینزه له پولې پورې غاړې بند پاتي، چې د کانټینرونو د پاتې کېدا له امله ترې پاکستان هره ورځ د کانټینر پر سر یو نیم سل ډالره جریمه اخلي.دغه خونه غوښتنه کوي، چې د سوداګرو پر مخ دې دغه لارې خلاصې شي، څو خپل مالونه له پولې دې غاړې ته ولېږدوي.د دوی په خبره که د دغو مالونو لېږد ته اجازه ورنه کړل شي، نو نه یواځې دا چې خوارکي توکو موده به پای ته ورسیږي، بلکې په کور دننه به د توکو بیې لوړې او افغانستان ته به په میلیونونه ډالره زیان واوړي.د سوداګرۍ خونې له افغان حکومته غوښتي، چې د دې ستونزې د حل لپاره دې د لازمو لارو پلټنه وکړي.


ZhwandoonMarch 30, 2020
ccc.jpg

1280

روغتیا وزارت دغه لابراتوار د کرنې اوبو لګولو او مال ساتنې وزارت اړوند د حیواني روغتیا ریاست کې پرانسته. د کرنې او مالدارۍ وزیر وايي، دغه لابراتوار، چې معیاري او لوړ ظرفیت لرونکی دی د ۱۸ کسه پرسونل سره یې د کووېډ ۱۹ ناروغۍ تشخیص لپاره روغتیا وزارت ته وسپاره.


ZhwandoonMarch 30, 2020
talib.jpg

940

د هرات د عدلیې ریاست مسوولین وايي، له دې محبس څخه به 5 سوه بندیان د ولسمشر د تازه فرمان پر بنسټ او د کرونا ویروس د مخنیوي په موخه خوشې شي، چې دا لړۍ پیل شوې او تر راتلونکو دوو ورځو به یاد پنځه سوه بندیان د خپلو کورنیو سره یوځای شيد هرات د محبس قومندان مېوند صمدي وايي، په دغو زندانونو کې د کرونا ویروس د خپریدو په برخه کي جدي تدابیر لري او تر ډېره هڅه کیږي، چې څوک د هرات په محبس کي پر کرونا اخته نشي.د هرات په مرکزي محبس کي ۳۲۰۰ تنه بندیان دي، چې د دې کسانو په خوشي کېدو سره یې شمېر تر یو بریده راکمیږي.


ZhwandoonMarch 30, 2020
ccc.jpg

960

د عامې روغتیا وزارت وایي، تازه په هرات کې د ۲۲ نورو مثبت پېښو په ثبت سره هېواد کې پر دغې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۱۴۵ تنو ته رسېدلی.د دغه وزارت په وینا ښایي هرات کې حالات نور هم خراب شي، چې په وینا یې خلکو ته پکار ده څو د کرونا اړوند سپارښتې عملي او په خپلو کورونو کې پاتې شي.وړمه ورځ د عامې روغتیا وزیر ننګرهار ته تللی وو، چې هلته یې د ختیځ زون په کچه د کرونا ویروس د تشخیص لابراتوار پرانسته هم وکړه او یادونه یې وکړه، چې افغانستان کې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره سل میلیونه ډالرو ته اړتیا ده، خو په وینا یې چې تر اوسه ورته حکومت ۱۵ میلیونه ډالره په واک کې ورکړي.کرونا چې دې وروستیو کې یې ټوله نړۍ له ګواښ سره مخ کړې، له ۳۳ زرو ډېر کسان یې وژلي او کابو اووه نیم لکه نور ورسره لاس او ګرېوان دي.


ZhwandoonMarch 29, 2020
ccc.jpg

1010

د تازه راپورونو په اساس، تر دې مهال په ټوله نړۍ کې ۳۰۸۷۴ زره کسان د کرونا ویروس له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی او نږدې 7 لکه کسان نور بیا پر دغه ویروس اخته دي.په نړۍ کې امریکا د هغو هېوادونو څخه شمېرل کیږي، چې د کرونا وایروس ډېر کسان په کې اخته دي.په دغه هېواد کې تر دې دمه له یو لک نه ډېر کسان پر دغه وایروس اخته او له 2 زرو ډېر کسان په کې مړه شوي دي.ایټالیا کې بیا له ۹۲ زرو ډېر کسان پر کرونا اخته او د مړیو شویو کسانو شمېر یې له لس زرو څخه اوښتی دی.


ZhwandoonMarch 28, 2020
herat.jpg

840

د دې ولایت د حج اوقافو رییس خلکو ته سپارښتنه کوي، چې د دغې ویروس د خطر تر شتونه دې کورونو کې پاتې او لمونځونه دې کورونو کې وکړي.وړاندې تر دې داسې راپورونه وو، چې لا هم یو شمېر خلک جوماتونو کې د جمعې پر لمونځونو ټينګار کوي.د هرات حج اوقافو ریاست مشر له ښاریانو غواړي، چې د کرونا ویروس د خطر تر شتونه دې د جمعي لمونځونو پر ځای په فردي ډول لمونځونه ترسره کړي، څو په وینا یې په دې اړه د لا نور ډېر بحران سره مخ نه شو.نوموړی د هغو راپورونو په غبرګون کې چې لا هم یو شمېر خلک جوماتونو کې پر لمونځونو ټینګار کوي وویل، د جوماتونو امامان دې د یاد خطر تر کمېدو پورې خلکو ته په کورونو کې د لمونځونو د کولو سپارښتنه وکړي.هرات کې په داسې مهال ولایتي اداره او د حج اوقافو ریاست کورونو کې د لمونځونو پر کولو ټینګار کوي، چې تر دې وړاندې د یو شمېر خلکو له لوري جوماتونو کې د لمونځونو پر کولو د ټينګار راپورونه خپاره شوي وو.د هرات ولایتي اداره هم د دغې وېروس د خپرېدو له وېرې غوښتنه کوي، چې د خطر تر کمېدو دې خلکو ته په کورونو کې د لمونځونو د کولو سپارښتنې وکړي.


ZhwandoonMarch 28, 2020
ccc.jpg

3590

مخکې له دې چې ناورین رامنځته ته شي، د کرونا وایرس ساده درملنه، بې له درملو!که پر کرونا آخته شو، باید څه وکړو.؟ لومړی روغتون ته مه ځئ، حتی د ټست لپاره هم، فکر وکړئ ټست مثبت ده. دلیل یې د لیکنې په آخر کې ویل شوی. درملنه اساساً د وایرس د ضعف پر بنسټ صورت نیسي چې د جاوتز د مکروب پېژندنې په کتاب کې د وایرسونو د ضعف ټکي ته اشاره شوې ده چې د ډیري وایرسي ناروغېو درملنه حتی هغه سرطانونه چې د پاپیلوما وایرس او هرپس سیمپلکس او… وایرسونو سره تړلې ده. “اکثره وایرسونه په 56 درجې تودوخه کې له منځه ځي.”د جاوتز د مکروب پېژندنې کتابولې د ناروغۍ په وخت کې تبه کوو.؟ ځکه له 36,5 او 37 درجو څخه 38 او بیا 40 درجو ته د وجود د حرارت پورته کېدل دا مانا ورکوي چې حرارت د بدن د بکتریاګانو، وایرسونو او د ناروغېو ټولو عواملو د رشد محیط محدود کړی او د ایمني سیستم په مرسته هغوی له منځه وړي. نو یوازې په ماشومانو او هغه مسنّو خلکو کې چې له مخکې نه د زړه ناروغي لري، لوړه تبه خطرناکه او د تشویش وړ ده. بناً، لطفاً د تبې له کموونکو وسیلو، مسّکنونو او کورتونونو(د بدن د ایمنۍ سرکوب کوونکي) څخه استفاده مه کوئ؛ تر څو بدن وشي کړای چې د مکروبونو سره مقابله وکړي. که وتوانېږئ چې د بدن د ځینو اندامونو لکه د تنفسي غړیو حرارت په مصنوعي او موضعي ډول پورته بوزئ، نو ناروغي به په چټکۍ سره کنترولیږي. د عملي درملنې هغه مراحل چې د کرونا وایرس ښکر ماتوي او له پښو یې غورځوي. 1- په ستوني کې د سوی د لومړي احساس سره باید د وایرس د تکثیر مخه ونیسو، باید د بدن سره مرسته وکړو تر څو ډیر زر درمان شو، خو څه ډول.؟ د ګرمو اوبو یو مقدار مالګوبی غړغړه کړئ او تر خپلې وسې دا ګرمې اوبه په خپل ستوني کې وساتئ تر څو د اوبو ګرموالی پر وایرس اثر وکړي. که دا چاره د یوې دقیقې لپاره تر سره شي، نو په دو یا څه ډیر ساعتونو کې د ستوني له سوي څخه خلاصیږئ او په ورځ کې درې ځلې د همدې غړغړې په دوام ورکولو سره د وایرس فاتحه په همغه لومړۍ ورځ کې اخیستل کیږي. 2- که د غړغړې سره، سره بیا هم د ستوني سوی دوام کوي، نو یوه غوزه اوږه په غاښونو کې ونیسئ، کله، کله فشار ورکوئ تر څو په اوږه کې موجود آلیسین آزاد شي او بخار یې ستاسو تنفسي مجارې او سګو ته ورسیږي چې د خپل بکتریایي ضد خاصیت سره کولای شي د ستوني د درد بېلابېل مکروبونه له منځه ویسي. په همدې حالت کې مو نَفَس د 10 ثانیو لپاره قید ونیسئ تر څو د عفونت مسیر پاک کړي. د %80 په اطمینان سره ستاسو درملنه کیږي. 3- که عفونت دوام وکړ او ټوخی پیل شو؛ دا ځل باید د اوبو تبخیر صورت ونیسي، داسې چې د سرو اوبو دا بخار باید تنفسي مجارو او سګو ته ورسیږي. په %90 ډاډ سره د سرو اوبو د بخار دا معامله په لومړیو اول او دوهمو ورځو کې به د وایرس ریښې دړې وړې کړي. 4- که ناروغي شدیده وه او چا پاس موارد مخکې نه وي ترسره کړي او ناروغ شي؛ د ذکر شویو درېګونو مرحلو په علاوه، لاندې مرحله دې هم عملي کړي: یوه کاچوغه د ترش تازه لیمو اوبه دې د یوه کاچوغې عسل سره مخلوط کړي او و یې دې خوري. دا د وایرسونو د درملنې لپاره تر ټولو قوي انتي بیوتیک دی. نری چای او محلي ګرم سوپونه د روغتیا د سرعت لپاره موثره دي. په اتاق کې پر بخارۍ د بخار د تولید په موخه د اوبه یو ظرف ایښودل د تنفسي ناروغېو ډیره موثره مداوا ده. د استخر بخار سونا مخصوصاً مرطوب ډول یې نو بیخي غوغا کوي. د کوتیزول، هایدرو کورتیزون، دګزامتازون، بتامتازون او داسې نور د بدن د ایمنۍ سرکوب کوونکو درملو تزریق او کارونه جداً منع دي؛ ځکه د مرګ خطر پکې بیخي ډیر دی. د %99 په اطمینان سره د ذکر شویو 4 مرحلو په تطبیق سره د وایرسونو ټول ډولونه لکه کرونا نابودیږي او پر همغه لومړۍ ورځ پرې غلبه کوئ. روغتون ته مه ځئ، هغه ځای د مرګ لامل دی؛ هلته وایتکس ډیر مصروفوي او د وینځلو مواد ساړه تولیدوي چې سګي او ماغزه له کاره غورځوي. روغتون ته لاړ شئ، خو هغه وخت چې کومه بله ناروغي ولرئ یا هم پر دې وایرس په ککړېدو سره جدي مراقبت ته اړتیا پېښه شي. د کرونا وایرس مخکې له دې چې سګو ته ورسیږي، د 4 ورځو لپاره په ستوني کې پاتې کیږي او د ستوني درد او ټوخي باعث ګرځي. په دې وخت کې په محض د دې چې د ستوني درد یا ټوخی پیل شي، که ګرمې اوبه ډیرې وڅښل شي، د بخار اقدام وشي او همدا راز د مالګې یا سرکې غړغړه تر سره شي، په دې طریقه کولای شو سګو ته د وایرس له نفوذ څخه مخنیوی وکړو او هغه له منځه ویسو.


ZhwandoonMarch 28, 2020
aaa.jpg

1300

د ننګرهار په لعلپورې ولسوالۍ کې د يوه دينى عالم پر موتر ماين چاودنې څلور تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.د لعلپورې ولسوال نعمت الله نورزي ویلي، چاودنه نن تر غرمې وروسته د يادې ولسوالۍ په سربند سيمه کې د مولوي شيدا په موتر شوې چې له امله يې نوموړى او د هغه ځوى وژل شوي او دوه تنه نور ژوبل دي.تر اوسه د دې چاودنې مسوولیت چا نه دی منلی.


ZhwandoonMarch 28, 2020
sss.jpg

1700

د کرېکټ په نړۍ کې پېژندل شوی ځلانده ستوری شاهد خان اپرېدی د خيبر پښتونخوا ولسوالۍ کوهاټ کې د افغان کډوالو لاسنيوی کولو په موخه د ګمکول نومې افغان کډوالو يو پنډغالي ته ورغلی او يو شمېر بېوزلو افغان کډوالو سره يې د خوارکي توکو مرسته کړېپه يو لنډ وېډيوي پیغام کې نوموړي ويلي چې ((افغانانو وروڼو سره مرسته کول زموږ د ټولو حق دی بايد ټول شتمن خلک دې په دغه قرنطينه موده کې د هغه افغان کډوالو لاسنيوی وکړي کوم چې ډېر بېوزله دي))نوموړي په داسې وخت کې د خپل پلارني ټاټوبي کوهاټ کې مېشت افغان کډوالو پنډغالي ته تللی چېرته چې له دولت اړخه په ياد ايالت کې د “کورونا” ويروس له کبله بېړنی حالت اعلان شوی او هېڅ څوک اجازه نه لري چې له خپل استوګنځي څخه بهر د کار کولو په موخه ووځي.دغه مهال شاهد خان اپرېدي سره دپاکستان د لومړي وزير عمران خان سلاکار ښاغلی شهريارخان اپرېدی او يو شمېر د دولت ځاي چارواکو کډون درلود.سلاکار شهريار اپرېدي له شاهدخان اپرېدي اړخه د کډوالو سره خوارکي توکو په مرسته يې له نوموړي مننه وکړه او زياته يې کړه چې پاکستان دولت په هر ستونزمن وخت د افغان کډوالو مرسته کړې ،کډوال زمونږ وروڼه دي، دوی پر مونږ حق لري او په راتلوکي کې به هم له دوی سره مرستې کول دوام ولري.راپور: نعمت الله خان افغان


ZhwandoonMarch 26, 2020

1280

له ارګ څخه په خبره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر غني په امنیتي سکټور کې د یو میلیارد ډالر سپما پلان له دریو کلونو څخه دوو کلونو ته راټیټ کړی دی.د خبرپاڼې له مخې ولسمشر غني دفاع او کورنیو چارو وزارت ته سپارښتنه کړې، چې په راتلونکو پنځو کلونو کې د مالي لګښتونو د مخنیوي لپاره خپلې طرحې چمتو او ترې وروسته یې د سپما پلان عملي کړي.په دې برخه کې د اداري اطلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون ته دنده سپارل شوې، چې په سیستم کې پرته له اړتیا د لګښتونو سپما عملي کړي.افغان حکومت وروسته تر هغې دغه پرېکړه کوي، چې څو ورځې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر کابل ته د سفر پرمهال د ټاکنیز کړکېچ د نه هواري له امله افغانستان سره د یو میلیارد ډالرو د کمښت پرېکړه وکړه.


ZhwandoonMarch 26, 2020
55555.jpg

1170

د امریکا دفاع وزارت ویلي، که څه هم د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره یې پر ټول پوځ او د امریکايي وګړو پر سفرونو بندیز لګېدلی، خو په وینا یې چې په دغه بندیز کې له افغانستانه د امریکايي سرتېرو وتل شامل نه دي.



زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008