د سولې په دې خوږو شېبو کې مې اصلاً نه غوښتل ترخو سیاسي اصطلاحاتو ته داخل شم او ددې بختورو شېبو خوند پرې پیکه کړم ، خو څرنګه چې لنډغر د ټولنې د سوکالۍ او سولې دښمنان دي نو مجبور شوم تاریخ او اینده نسل ته یوځل بیا غاړه خلاصه کړم او د لنډغرانو د روحیاتو او جذباتو په باب یو څه ووایم: لنډغریزم زموږ د ټولنې په سیاسي ترمینالوژۍ کې یو نوې اصطلاح ده چې د طالب نظام تر سقوط وروسته په تېره بیا په تېره یوه لسیزه کې دود شوې ده. خو د لنډغر کلمه او عمل تر لنډغریزم دمخه موجود وو.