د نړۍ د ټولو پرمختللو هېوادونو د پرمختګ بنسټيز لامل د پوهې او زده کړې ترڅنګ صنعتي فعاليت دى، چې صنعت د هېواد د اقتصاد ملا تير جوړوي، که چېرې يو هېواد صنعتي او توليدي فعاليت ونلري طبعاً پر يو وارداتي هېواد بدلېږي او د نورو هېوادونو د صنعتي او توليدي توکيو مصرف کوونکي او نورو ته اړ وي او په اقتصادي ډګر کې پرمختګ نه شي کولى او ولس يې له خوارۍ، بې کارۍ ، جګړې، نا امنۍ او نورو ستونزو کې ښکېل او ځوانان يې پرنېشو روږدي کېږي او په ټولنه کې ټولنيزو او اخلاقي جرمونو ګراف لوړېږي.