وروستي خبرونه

2020 February 15

ZhwandoonFebruary 15, 2020
228-1024x629.jpg

2340

اېپل کمپنۍ روانه اونۍ د ۶۵ زره ډالرو په بیه خپل ځواکمن کمپیوټر بازار ته وړاندې کړ, اپل کمپنۍ وايي، دا کمپیوټر د دودیزو کارنو لپاره نه دی، بلکې د ګرافیک ډیزاین، ویډیو ایډېټ او سافټ ویر انجینري څانګو کې د مخکښو کارنو لپاره جوړ شوی.


ZhwandoonFebruary 15, 2020
226.png

1310

د دغه کمېسیون غړو له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې درې وار یې له شکایتونو کمېسیونه د څارونکو د لېږلو غوښتنه کړې، خو په وینا یې چې لا هم د شکایتونو کمېسیون خپل څارونکي نه دي ورلېږلي.

د دوی په خبره که د یکشنبې ورځ هم د شکایتونو کمېسیون خپل څارونکي ورته ونه لېږي، نو دوی به د قانون پر ربنسټ خپل د تفتیش بهیر پیل کړي. دې وروستیو کې د یو شمېر نوماندانو سربېره پر ټاکنو یو شمېر څارونکو بنسټونو له ټاکنیزو کمېسیونونو غوښتنه کړې، چې هر څه ژر دې خپلې چارې ترسره او وروستۍ پایلې دې خلکو ته اعلان کړي


ZhwandoonFebruary 15, 2020
224.jpg

730

د امریکا د بهرنیو چارووزیر مایک پمپیو ویلي، وروسته له هغې چې په یمن کې حوثې یاغیانوته استول کیدونکې وسلې د دوی د بهري ځواکونو له لورې ونیول شوې، پر نړیوالو غږ کړی، چې باید د ایران پر ضد اقدام وکړي.


ZhwandoonFebruary 15, 2020
223.jpg

1490

د هلمند والي په ځانګړي نوښت او د توحید ټولنیزي پرامختیايي چارو موسېسي په همکارۍ ۵۰ تنه دیني عالمان د ۶ میاشتو په ترڅ کې له کمپیوټر زده کړو او انګیسي ژبي فارغ شول.

فارغ شوي عالمان د زدکړو دغه پروسه یو فرصت یادوي او له مسوولینو غوښتنه کوي، چې یاد پروګرام ته د دوام تر څنګ دې، ولسوالیو ته هم وغځول شي


ZhwandoonFebruary 15, 2020
222.jpg

800

ملي دفاع وزارت وایي، دکماندو ځواکونو یو لړ عملیاتو په ترڅ کې تیره شپه د غزني ولایت په ګیرو ولسوالۍ کې دوه تنه وسلوال مخالفین له څو تنه پاکستاني ماین جوړوونکو او دوه میله وسلو سره یوځای نیول شوي دي.

دیاد وزارت په وینا، دغوعملیاتو کې د وسلوالو مخالفینو یوه لوی ډیپو ۲ سوه بورۍ انفجاري توکي، او پنځه عرادې وسایط هم پکې له منځه وړل شوي دي. وسلوالو مخالفینو تر دې دمه دیادو علماتو په تړاو څه نه دي ویلي


ZhwandoonFebruary 15, 2020
221.jpg

1390

له دفاع وزارت نه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې د بغلان په جرخشک کلي کې تیره شپه د افغان امنیتي ځواکونو په هوایي برید کې د حکومت اووه مخالف وسلوال وژل شوي.

خپر پاڼه کاږي، چې په ورته مهال د تخار په بهارک ولسوالۍ کې هم د یو هوایي برید په ترڅ کې شپږ د حکومت مخالف وسلوال وژل شوي. د دغه بریدونو په تړاو تر اوسه د حکومت کومې مخالفه وسلوالې ډلې څه نه دي ویلي


ZhwandoonFebruary 15, 2020
220.jpeg

1270

پاکستان کې د چین سفیر یاوجینګ اسلام آباد کې د افغان سولې په تړاو جوړه شوې غونډه کې د وینا پرمهال، د افغانستان ثبات د ټولې سمیې پرمختګ لپاره مهم یاد کړی او له پاکستان یې غوښتي چې د افغان سولې په راوستو کې رښتینې همکاري وکړي.

د یاو جینګ په خبره، هیواد یې د افغان سولې په برخه کې د چین له لوري د هر راز همکارۍ ژمنه کوي، په وینا یې،چې هیواد یې د افغانستان روانې جګړې د حل لپاره د خبرو او سیاسي حل ملاتړی دی



زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008