وروستي خبرونه

2020 February 14

ZhwandoonFebruary 14, 2020
211.jpg

30

د طبیعو پېښو پر وړاندې د مبارزې چارواکو ویلي، په دایکندي ولایت کې د واورې ښوئېدنې له امله ۲۱ تنه مړه شوي یو شمېر کورونه ویجاړ او په لسګونه څاروي له منځه تللي دي.

په وینا یې، د واورې ښوئېدنې، سړې هوا، او اورښتونو له امله په هېواد کې د تېرې یوې میاشت راهیسې ۷۲ کسان مړه شوي او ۴۸ نور ژوبل دي.

دغه اداره په داسې حال کې د مړو شویو کسانو د ارقامو خبره کوي، چې د هوا پېژندنې ادارې څو ورځې وړاندې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختو ورښتونو خبرداری هم ورکړی


ZhwandoonFebruary 14, 2020
210.jpg

10

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره وايي، تېر میلادي کال په افغانستان کې د ناامنیو له امله ۴۸۸ ښوونځي تړل شوي او یا تخریب شوي دي.

د یادې ادرې په وینا د دغو ښوونځیو د تړل کېدو له امله ۱۵۰ زره زده کوونکي له زدکړو بې برخې شوي. په وینا یې د یادو بې برخه شویو له ډلې یې ۷۲ زره یواځي نجونې دي، په خبره یې تاوتریخوالی، بېوزلي، او ښوونځیو په نښه کول هغه څه دي، چې د پوهنې سکتور یې اغیزمن کړی



زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008