وروستي خبرونه

2020 February 6

ZhwandoonFebruary 6, 2020
10103828-16446684.jpg

30


د ترکیې په استانبول کې پرون د الوتکې د ښویدو پیښه کې ۳ تنه وژل شوي او ۱۵۷ نور ټپیان شوي دي. په دې الوتکه کې ۱۷۱ سورلۍ او ۶ عمله وې. دا الوتکه د سخت باد او باران له امله ښویېدلې. د چارواکو په وینا بوینګ ۱۷۳ الوتکه د ترکیې د پیګاسوس هوایي چلند وه چې له ازمیر ښاره استانبول ته روانه وه.


ZhwandoonFebruary 6, 2020
download.jpg

40


له تیرو شلو ورځو راهیسې د امریکا د کانګریس له لوري د ټرمپ د استیضاح قضیه مخ ته وړل کېده چې کانګرس تایید او د لا ډېر پرمختګ لپاره یې سنا ته ولېږله. د سنا ډېری غړي د ټرمپ پلویان دي او دوی ټرمپ ته برات ورکړ. دوی د دوو قضیو په اړه رای اچونه وکړه چې په دې کې ۴۷ مخالفې او ۵۳ موافقې رایې وې. په دې توګه د امریکا سنا پرېکړه وکړه چې ټرمپ ته برات ورکړي. که ټرمپ ته برات نه وی ورکړل شوی نو هغه به د امریکا درېیم ولسمشر و چې استیضاح کېده او دغه راز یې که رایې کمې وړې وی نو له دندې به ګوښه شوی وی.


ZhwandoonFebruary 6, 2020
83980174_1495164400647478_363443126179725312_n.jpg

40


. د بغلان ولایت په مرکز پلخمري ښار کې د سولې ولسي حرکت غړو د یوه لاریون په ترڅ کې د جګړې د پای او سولې غوښتنه کړې . د سولې ولسي حرکت غړو ویلي چې ټول قشرونه په افغانستان د جګړې د پای غوښتنه کوي. دوی عامه ویښونه یې د خپل سفر او لاریون عمومي موخه بللې ده . د بغلان اوسېدونکو په ټينګار سره د جګړې په ښکیلو لورو غږ کړی چې مذاکرات دې د سولې په اړه افغاني کړي او د قطر پر ځای دې په کور دننه مذاکرات پیل کړي.


ZhwandoonFebruary 6, 2020
images.jpg

30

دغې ادارې له افغان حکومت غوښتي، چې د رسنیو ستونزې دې جدي ونیسي او د مالوماتو یا اطلاعاتو ته د لاسرسي حق قانون ته دې درناوی وکړي. د سې شنبې په ورځ دېرشو رسنیزو بنسټونو اعتراض وکړ، چې مالوماتو ته د لاسرسي وضعیت بدتر شوی. دوی د یوې بیانیې په خپرولو سره دولت تورن کړ چې مالوماتو ته د لاسرسي قانون یې نقض کړی دی. د بښنې نړیوالې ادارې د اسیا برخې مرستیال عمر وراج وايي، افغانستان کې خبریالان د نړۍ له زړورو رسنوالو دي چې خورا بدو شرایطو کې فعالیت کوي او د خپل کار له امله له ګواښ، وېرولو او تاوتریخوالي سره مخ دي.lead


ZhwandoonFebruary 6, 2020
mot.png

40


د پکتیکا ولایت په برمل ولسولۍ کې ځانګړو ځواکونو عملیات تر سره کړي، چې د سړک غاړې ماینونو یو پټنځای یې کشف او له منځه وړی. ددې عملیاتو په پایله کې د میزاییل یوه دستګاه، ۱۸ مزاییل او د مخابرې درې دستګاوې د ملي پولیسو د ځانګړو ځواکونو لاسته ورغلي دي.


ZhwandoonFebruary 6, 2020
156903245.jpg

30


. د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د دغو ۱۳۷ زره رایو بېلګه ځانګړي تفتیش ته استولې. دغه کمېسیون زیاتوي، له ۱۳۷ زره ۶۳۰ مشکوکو رایو یې لس سلنه د بېلګې په توګه ځانګړي تفتیش ته استولې، که پنځه شپېته سلنه یې معتبرې ثابتې شوې، نو پاتې رایې هم باوري ګڼل کېږي.


ZhwandoonFebruary 6, 2020
download-1.jpg

40

. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو سره په خپلې تازه مرکه کې، له افغانستانه د امریکایي عسکرو د وتلو په اړه د ډونالډ ټرمپ خبرو ته په غبرګون کې ویلي، امریکا دې د خبرو پر ځای عمل وکړي. مجاهد زیاته کړې، امریکا دې خپل ځواکونه وباسي او افغانانو ته دې د خپل راتلونکي جوړولو موقع ورکړي. اخوا بیا د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د ټرمپ له څرګندونو هرکلی کړی او هیله یې څرګنده کړې، چې د امریکا ولسمشر به پر افغانانو د تپل شوې جګړې د ختمولو لپاره اغېزمن او ګړندي ګامونه پورته کړي.


ZhwandoonFebruary 6, 2020
152088064483560400-1.jpg

40


. وروسته له هغې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له افغانستانه د دې هېواد پوځيانو د ژر وېستلو خبر ورکړ او ويې ویل چې قطر کې د سولې روانو خبرو یوې پایلې ته د رسېدو سره به خپل عسکر کورونه ته ستانه کړي، اوس ناټو وايي، په افغانستان کې د خپلو پوځیانو د وېستو په اړه ارزونه کوي. ځینو سرچینو نړیوالو رسنیو ته ویلي چې ځینې غړي هېوادونه غواړي له افغانستانه خپل زرګونه سرتېري وباسي نو ځکه ناټو سازمان اړ شوی چې دغه مسئله په هر اړخیزه توګه وارزوي. تر دې وړاندې هم ناټو ویلي وو، چې ځواکونه یې له امریکا سره په ګډه افغانستان ته تللي دي او په ګډه به له دغه هېواد وځي. د ناټو ځینې غړي بیا وایي په افغانستان کې یې د سرتېرو د حضور په اړه وضعیت ته په کتو پرېکړه کوي.


ZhwandoonFebruary 6, 2020
download.jpg

30


له تیرو شلو ورځو راهیسې د امریکا د کانګریس له لوري د ټرمپ د استیضاح قضیه مخ ته وړل کېده چې کانګرس تایید او د لا ډېر پرمختګ لپاره یې سنا ته ولېږله. د سنا ډېری غړي د ټرمپ پلویان دي او دوی ټرمپ ته برات ورکړ. دوی د دوو قضیو په اړه رای اچونه وکړه چې په دې کې ۴۷ مخالفې او ۵۳ موافقې رایې وې. په دې توګه د امریکا سنا پرېکړه وکړه چې ټرمپ ته برات ورکړي. که ټرمپ ته برات نه وی ورکړل شوی نو هغه به د امریکا درېیم ولسمشر و چې استیضاح کېده او دغه راز یې که رایې کمې وړې وی نو له دندې به ګوښه شوی


ZhwandoonFebruary 6, 2020
index.jpg

30

له تېرو شلو ورځو راهېسې د امریکا د کانګریس له لوري د ټرمپ د استیضاح قضیه مخ ته وړل کېده چې کانګرس تایید او د لا ډېر پرمختګ لپاره یې سنا ته ولېږله. د سنا ډېری غړي د ټرمپ پلویان دي او دوی ټرمپ ته برات ورکړ. دوی د دوو قضیو په اړه رايه اچونه وکړه چې په دې کې ۴۷ مخالفې او ۵۳ موافقې رایې وې. په دې توګه د امریکا سنا پرېکړه وکړه چې ټرمپ ته برات ورکړي. که ټرمپ ته برات نه وی ورکړل شوی، نو هغه به د امریکا درېیم ولسمشر و چې استیضاح کېده او دغه راز یې که رایې کمې وړې وای، نو له دندې به ګوښه شوی و.



زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008