وروستي خبرونه

2020 February 2

ZhwandoonFebruary 2, 2020
149.jpg

100

یوي تازه څېړني ښودلي، هغه حاملي ښځي چي مثبت فکر کوي، ممکن داسي ماشومان وزېږوي چي په ریاضیاتو او نورو علومو کې ښه وړتیا ولري.

د بریتانیا د بریستول پوهنتون څېړونکو د ۱۶۰۰ حاملو ښځو شخصیت مطالعه کړی تر څو وپوهېږي چی آیا مېندي داسي احساس کوي چي خپل ژوند يې په کنترول کې دی او کنه؟ د بریستول پوهنتون د څېړنو په بنسټ هغه راپور چي خپور شوی ښيي، هغه مېندي چي فکر کوي خپل ژوند يې پخپل کنترول کې دی، ځېرک ماشومان زېږوي یا هم د هغوۍ ماشومان په ریاضیاتو او نورو علومو کې د لوړ فهم او درک درلودونکي وي.

هغه ښځي چي ژوند ته له مثبتي زاويي ګوري د خپلو ماشومانو تغذيي ته يې هم پام ډېر وي. خپلو ماشومانو ته داستانونه وايي او هغوۍ تل درسونو ته هڅوي.


ZhwandoonFebruary 2, 2020
148.png

1540

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي، سعودي عربستان له ۲۰۱۵ میلادي کال نه تر ۲۰۱۹ پورې له دغه هېواده دوه لکه، ۸۵ زره پاکستانیان د بیلابیلو جرمونو له امله بېرته پاکستان رالیږلي.


ZhwandoonFebruary 2, 2020
143.jpg

1570

دوحه کې د کېدو خبرو په اړه زلمي خلیلزاد ویلي، چې طالبانو سره په تازه خبرو کې د پام وړ پرمختګ نه دی شوی، خو په وینا یې چې د عملي میکانیزم پر بنسټ د اوربند او تاوتریخوالي په اړه د طالبانو روښانه ځواب ته په تمه دي.



زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008