د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره پاکستان،ارمنستان او ترکې له ایران هېواد سره خپلې پولې تړلي. له دې وړاندې د ایران حکومت لخوا د ۸ تنو مړینه د کرونا ویروس له امله تایید شوي وه، خو د ایران ولسي وګړو بیا ویلي، چې تر دې څو برابره ډېر کسان د دې ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال میخایل بوګدانوف ویلي، چې له ځینو سرچینو د ډونالډ ټرمپ له قوله داسې څرګندونې اورېدل شوي، چې په خبره یې غواړي په سیمه کې روانې ناخوالی پای ته ورسوي او همدا راز په ځینو سیمو کې د خپل سرتېرو شمېر را کم کړي، چې په وینا یې دا پرېکړه به وکولای شي پر سیمه مثبته اغېزه وکړي.
د سولې په دې خوږو شېبو کې مې اصلاً نه غوښتل ترخو سیاسي اصطلاحاتو ته داخل شم او ددې بختورو شېبو خوند پرې پیکه کړم ، خو څرنګه چې لنډغر د ټولنې د سوکالۍ او سولې دښمنان دي نو مجبور شوم تاریخ او اینده نسل ته یوځل بیا غاړه خلاصه کړم او د لنډغرانو د روحیاتو او جذباتو په باب یو څه ووایم: لنډغریزم زموږ د ټولنې په سیاسي ترمینالوژۍ کې یو نوې اصطلاح ده چې د طالب نظام تر سقوط وروسته په تېره بیا په تېره یوه لسیزه کې دود شوې ده. خو د لنډغر کلمه او عمل تر لنډغریزم دمخه موجود وو.