وروستي خبرونه

خپرونې

ZhwandoonAugust 7, 2020

14430

د سولې مشورتي لويه جرګه د ډاکټر عبدالله په خبرو ښه پای ته ورسېده، خو د ولسمشر غني د خبرو پر مهال د ولسي جرګې غړې بلقیس روشن له لورې په جرګه کې اخلال رامنځته شو او بلقیس روشن له جرګې څخه وویستل شوه.


ZhwandoonJuly 12, 2020

5420

په ننګرهار کې زما ماموریت او د هوايي ډګر مسله:

د ننګرهار د ولسونو او د بیلابیلو اقشارو د پرلپسې غوښتنو په اساس د هوايي ډګر پروژه زما د کاري لومړیتوبونو څخه وه. ځکه چې د ننګرهار هوايي ډګر د کابل نړیوال هوايي ډګر متبادل کیدلای شي، کله کله په اضطراري حالاتو یا هم په کابل کې د هوا حالاتو د خرابوالي له وجهې کابل ته تر ټولو نیږدې د ننګرهار هوایي ډګر څخه استفاده کیدی شي.


ZhwandoonJuly 3, 2020

1820

د پوهې وزر د ژوندون راډيو ټلوېزيون د مالوماتي خپرونو له جملې څخه ده. په دې خپرونه کې د  تکنالوژي له ډګره وروستي او په زړه پورې مطالب خپریږي.

دا نیم ساعته خپرونه هر سه شنبه مازدیګر ۵ بجې او ۳۰ دقیقې خپریږي، او تکرار یې په همدي شپه ۱۱ بجې او ۳۰ دقیقې خپریږي.

وړاندې کوونکی: رحمت الله محمد


ZhwandoonJanuary 29, 2020

2060

ژورليدونه د ژوندون راډيو ټلوېزيون د محوري خپرونو له جملې څخه ده. په دې خپرونه کې د هېواد په تودو سياسي، اقتصادي، ټولنيزو، امنيتي، روزنيزو او نورو ټولو هغو مسايلو چې د ورځې ګرمه او تازه موضوع وي، بحثونه کېږي. د بحثونو او تحليل لپاره د هېواد د سياسي، پوځي او علمي چارو کارپوهان راغوښتل کېږي او هغوى همدا ټاکلې موضوع په هر اړخيز ډول څېړي او نچوړ يا نتيجه يې ولس ته وړاندې کوي. په ژورليدونو خپرونه کې لکه څنګه چې پورته يادونه وشوه، بېلابېل ضروري مسايل څېړل کېږي، خو سياسي مسايل په کې تر نورو موضوعګانو يو څه زيات څېړل کېږي. د سياسي پېښو او مسايلو په څېړنه کې د ټلوېزيون له خوا د تعادل او ناپېيلتيا اصل په پام کې نيول کېږي او طرفينو ته مساوي او متناسب وخت ورکول کېږي. د ژورليدونو خپرونه کې د مبصرينو شمېر له دوو تنو څخه نيولې تر څلورو يا پنځو تنو ته رسېږي.

دا خپرونه هره شپه د شپې له خوا په ژوندۍ او يا هم ثبتي بڼه د ژوندون په څپو خپرېږي او د ورځې بيا په تکراري بڼه خپرېږي. دا خپرونه که څه هم تر ډېره حده سياسي خپرونه ده، خو له هر ډول ګوندي او تنظيمي انحصار  لرې ساتل کېږي. ددې خپرونې هدف دا دى چې د سياستوالو او کارپوهانو ترمنځ د تحمل او د يو بل د زغم کلتور، او د انتقاد زغملو روحيه عامه کړي او هر چاته ددې زمينه برابره کړي، چې خلکو ته خپل معقول سياسي پيغام او تحليل وړاندې کړي.


ZhwandoonJanuary 29, 2020
Captu۱re-1024x761.png

2270

مسافر غږ يوه تفريحي خپرونه ده، په دې خپرونه کې ملي سندرغاړي او نور هنرمندان راځي، په ژوندۍ بڼه سندرې وايي، خپرونې ته په ژوندۍ بڼه له هېواد او له هېواده بهر مينوال او په تېره بيا مسافر افغانانو زنګونه وهي، تر پوښتنې او ګروېږنې وروسته هنرمندانو څخه د خپلې خوښې سندره هم غواړي، خپلې کورنۍ او هېوادوالو ته خپل پيغامونه هم لېږي، دا تفريخي خپرونه د مسافرو افغانانو او هېواد مېشتو افغانانو ترمنځ د وصل کړۍ ده او د ذهني ستړيا د رفع کولو لپاره يوه وسيله ګڼل کېدی شي.


ZhwandoonJanuary 29, 2020
Free-hit-1024x563.png

2580

يوه سپورتي خپرونه ده چې په اوونۍ کې يو ځل خپرېږي، تر زياتې کچې پورې په کې د کرکټ لوبې اړوند خبرونه، مرکې او راپورونه خپرېږي، د کرکټ لوبو لنډيز هم خپرېږي. په ژوندۍ او ثبتي بڼه د کورني او بهرني کرکټ ځينې برخې او په دې هکله راټول شوي مطالب خپرېږي.


ZhwandoonJanuary 29, 2020
Draz-ghubal-1024x487.png

2970

دا يوه طنزي انتقادي خپرونه ده. په دې خپرونه کې د ژوندانه د ډګر د بېلابېلو خواوو او چاپېريال انځور ګري کېږي. په دې خپرونه کې د ټولنيز ژوند او چاپېريال هغه ډېر مطرح کرکټرونه، پېښې او عيني واقعيتونه را خيستل کېږي چې په ټولنه کې ډېر عام دي او خلک ورسره اشنا دي. په دې پروګرام کې د طنز او مزاح په ژبه انتقادونه کېږي، نيمګړتياوې يې رابرسېره کېږي او خلکو ته ترې يو مثبت پيغام لېږدي. خلک دا پروګرام ځکه خوښوي چې هم په کې طنز وي، هم مزاح او هم د انتقاد مالکه، خو د انتقاد مالګه يې د سياسي خبرو او سپوره انتقادونو په شان نه ده. په هر پروګرام کې به د ژوند او چاپېريال يوه مشخصه خوا تر پوښښ لاندې نيسي.


ZhwandoonJanuary 29, 2020
234cm-240-cm-Copy.jpg

2770

د ژوندون يوه سياسي، ټولنيزه او تحليلي خپرونه ده چې له شنبې تر چهارشنبې هر مازيګر په ژوندۍ بڼه، د ژوندون په څپو خپرېږي، په دې خپرونه کې د همدې ورځې يوه ګرمه او ټاپ موضوع چې د خبرونو سرټکي وي، د بحث لپاره غوره کېږي او يو مسول شخص يا د چارو کارپوه ورته رابلل کېږي، له هغه سره په ژوندۍ بڼه بحث کېږي او د ليدونکو نظرونه هم د تلفون له لارې په ژوندۍ بڼه اخيستل کېږي او مسول شخص ورته بېرته په ژوندۍ بڼه ځواب وايي، په دې ډول ټاکل شوې موضوع په ډېره ښه بڼه روښانه کېږي.



زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008