وروستي خبرونه

اقتصادي خبرونه

ZhwandoonJuly 4, 2020
322.jpg

7030

د افغان سولې په برخه کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د ټویټ په خپرولو سره ویلي، هیواد کې د سولې له ټینګښت وروسته د امریکا د پانګونې په تړاو یې له طالب مشرانو سره خبرې کړي. طالب لوري هم یاده ناسته تایید کړې او زیاته کړې یې ده، چې دوحه کې دغه ناسته د دواړو لوریو د غړو ترڅنګ قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر مشر او د امریکا د نړیوال پرمختګ د مالي شرکت مشر ادام بوهلېر په شتون کې ترسره شوه، په کې هېواد کې پر اقتصادي ودې او د بیارغونې برخه کې د امریکا او قطر د ګډو پانګونو پر احتمال خبرې وشوې.

دوی دغه راز زیاته کړې، چې یاده ناسته کې د سولې پر بهیر، د بندیانو پر خلاصون او د سولې خپلمنځي خبرو د پیل په تړاو هم له امریکایي لوري سره خبرې کړي دي. تر دې وړاندې زلمي خلیلزاد پاکستان ته هم سفر کړی وو، چې ترې وروسته یې د ولسمشر غني او د روغې – جوړې شورا له مشر ډاکټر عبدالله سره هم خبرې اترې ترسره کړې.


ZhwandoonJuly 1, 2020
300.jpg

400

ولسي جرګې د ۱۳۹۹ کال مالي بودجې تعدیل طرحه د رایو په اکثریت سره تصویب کړې ده. د یادې جرګې د مالي کمیسیون منشي سید عظیم وویل، چې ولسي جرګې دغه طرحه له ځینو بدلونونو سره تصویب کړې ده.

دا طرحه د حکومت له لوري له کرونا سره د مبارزې په برخه کې د ځانګړې شوې بودجې او دغه راز د ځینې کودونو د تعدیل په موخه ولسي جرګې ته استول شوې وه.

د روان ۱۳۹۹ کال مالي بودجې تعدیل طرحه یوه میاشت وړاندې د ولسي جرګې له لوري کرونا سره د سستې مبارزې له امله رد شوه وه، خو تر یوې میاشتې جنجالونو وروسته بلاخره تصویب شوه.


ZhwandoonJune 23, 2020
244.jpg

190

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت وايي، سیمه ییزو شوراګانو سره يې د ۱۷ ولایتونو لپاره د څه باندې ۴۱۳ میلیونو په ارزښت د ۵۷ پرمختیايي پروژو هوکړه کړې، چې موخه يې ترې د خلکو بد اقتصادي وضعیت ښوالی دی. وزیر زیاتوي، کلیوال خلک ۷۰ سلنه فقر ځپلي، چې د پروژو پلي کېدا سره به، خلکو ته کاري زمېنه برابره او ۱۳۲ زره کلیوال به له دې پروژو ګټه پورته کړي. د کلیو پرمختیايي شوراګانو مشران د پروژو له تطبیقه خوښ دي، خو د لري پرتو سیمو خلکو ته د نورو پروژو پر پلي کېدا ټینګار کوي.

د کلیو بیارغونې وزارت او سیمه ییزو پرمختیايي شوراګانو ترمنځ د ۱۷ ولایتونو لپاره د ۴۱۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۵۷ پرمختیايي پروژو هوکړه لاسلیک شوه. وزیر مجیب الرحمن کریمي وايي، دغه پروژې، چې ۸ يې د اوبو لګولو کانالونو، ۱۷ يې د محافظوي دیوالونو، ۵ يې د کاریزونو، ۴ يې د پلونو او پلچکونو او کانکریټي سړکونو جوړېدو دي موخه يې ترې د خلکو اقتصاد ښوالی او ورته د ژوند کولو اسانتیا برابرول دي. د کریمي په خبره ۷۰ سلنه کلیوال فقر ځپلي، چې د پروژو تطبیق سره به کابل، غزني، بدخشان، کندهار، بغلان، بلخ، بادغیس، خوست، کونړ، کندز، لوګر، پکتیا، پنجشیر، پروان، سرپل، سمنګان او تخار ولایتونو کې سلګونه خلکو ته کاري زمېنه برابره او ۱۳۲ زره کلیوال به ترې ګټه واخلي.

د سیمه ییزو پرمختیايي شوراګانو مسوولین دغه پروژې ګټورې بولي او زیاتوي، چې دا پرمختیايي پروژې د بسنې وړ نه دي او باید لا نورې پروژې پلي شي. د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د دغو پلي کېدونکي پروژو له ډلې يې ۴۲ د ملي بودیجې، ۱۴ يې د نړیوال پرمختیايي صندوق او یوه يې د هندوستان هېواد له لوري تمویلېږي.

خبریال : نذیر شینواری / کابل


ZhwandoonJune 16, 2020
185.jpg

290

د بغلان د ځوانانو مدني غورځنګ غړي او د ولایتي شورا مرستیال په دې ولایت کې وايي چې یو شمیر ادارې او ځينې حکومتي مسوولین په دې ولایت کې ځانګړو پښتون مېشته سیمو او یوه خاص قوم ته خپل حق نه ورکوی او په دې ولایت حتی منظورې شوې پروژې هم نه پلي کيږي . ځوانانو په حکومت نیوکه کړې چې په بغلان ولایت کې یې د نورو توکمونو په څېر پښتون قام ته کار ندی کړی او نه یې هم د هغوی په سیمو کې د جګړې مخه نیولي خو ټينګار یې دادی چې وروسته ترې دې به د غورځنګ تر چتر لاندې هر اړخیزه مبارزه کوي او د خپلوخلکو حق به له حکومته غواړي. بغلان کې د بغلان ځوانانو مدني غورځنګ خپل موجودیت په دې ولایت کې خپلو خلکو ته د کار اوپه دې ولایت کې د شته بې عدالتیو د لمنځه وړلو لپاره اعلان کړ.

په دې غونډه کې د غورځنګ د غړو او د ولایتي شورا د مرستیال نیوکه داده چې حکومتي مسوولین په دې ولایت کې یوه ځانګړي قام او پښتون مېشته سیمو ته یې خپل حق نه ورکوي او هم په دې ولایت کې د پښتنو سیمو کې د منظورو شوو بیلابیلو پروژو کار په سمه توګه مخ ته نه ځي . نیوکه په حکومت دې غونډه کې داده چې د نورو توکمونو په څېر یې پښتون قام ته کار ندی کړی او لاهم دغه قام د جګړې په لومړیو کرښو کې قرباني ورکوي خو په نوم یې هغه کسان امتیا ز اخلي چې په جګړې کې په هېڅ صورت زیانمن کيږي نه .

د بغلان د ځوانانو غورځنګ غړي وايي چې په دې ولایت کې به د شته بې عدالتیو پر وړاندې جدي مبارزه کوي او خلکو ته به یې د ژوند د ښه والي په موخه اسانتیاوې برابروي خو وړاندیز ورته دادی چې په سیاسي برخه کې دې هم د غورځنګ غړي خپل فعاله رول ولوبوي او بې سیاسته مبارزه دې نه کوي .

قومي مشران او خلک وايي چې بغلان ولایت لاهم د جګړې د دوام له امله تر ټولو زیات د ډنډغوري ، ډنډشهاب الدین ، مرکزي بغلان ، بورکې ، نهرین ، دوشي او تاله وبرفک ولسوالیو اوسیدونکي قرباني ورکوي خو ګټه بیا هغه کسان ترې وړي چې په نورو ولسوالیو کې پرته له جګړې ارامه ژوند کوي .

په ورته مهال حکومت وايي د متوازن انکشاف له مخې په دې ولایت کې پروژې پلي کيږي او ټولو قومونو ته یې نفوس ته په کتو حق ورکوي .

خبریال : نورګل اندړوال / بغلان


ZhwandoonJune 15, 2020
178.jpg

220

د سیاسي چارو شنونکي وايي، د کورونا مخنیوي لپاره نړیوالې مرستې ناسمې مدیریت شوي او په کې چارواکو پراخ فساد کړی، چې د دې مرستو ډېره برخه د فاسدو لاس ته لوېدلې ده. دوی په دې باور دي، چي افغانستان کې ۸ سوه میلیونه ډالره مرستې کورونا سره د مبارزې په لار کې سمې نه دي لګېدلي او باید له نړیوال وجهي صندوقه قرضه وانه خیستل شي. د عامې روغتیا وزارت بیا ډاډ ورکوي، چې کورونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د یوې – یوې لګول شوې روپۍ حساب به ولس ته ورکړي.

کورونا ویروس ضد مبارزې نړیوالو مرستو کې د فساد شتون یا نه شتون په اړه ملي شورا ته د حساب نه ورکړې له امله مشرانو جرګې د ولسمشر سلاکار وحید عمر او د عامې روغتیا پخوانی وزیر فیروز الدین فیروز څارنوالۍ ته معرفي کړل، چې د فساد موجودیت په اړه يې اندېښنې زېږولي دي. د چارو شنونکي وايي، د کورونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې په مرسته شویو پیسو کورونا وبا مهار نه شوه او پکې پراخ فساد شوی، چې ډېره برخه يې د فاسدو چارواکو جیبونو ته تللي.

د شنونکو په وینا افغانستان کې د کورونا سره د مبارزې په لار کې مرسته شوې پیسې په سم ډول نه دي لګول شوي او باید له نړیوال وجهي صندوقه ۲۲۹ میلیونه ډالره قرضه وانه خلي ترڅو راتلونکي نسلونه په پور کې ډوب نه شي. د روغتیا وزارت زیاتوي، چې له نړیوال وجهي صندوقه پور اخیستل د اړتیا له مخې دي او ولس ته ډاډ ورکوي، چې د کورونا ویروس پر ضد د هرې لګول شوې پیسې حساب به ورکړي.

افغانستان کې د کورونا ویروس سره مبارزه کې شاوخوا ۸ سوه میلیونه ډالره لګول شوي، چې اوس ملي شورا په دې موخه له نړیوال وجهي صندوقه د کوېډ ۱۹ ناروغۍ مهار لپاره د ۲۲۹ میلیونه ډالرو پور اخیستل تصویب کړي هغه پور، چې له نیوکو سره مخ دی.

خبریال : نذیر شینواری / کابل


ZhwandoonJune 15, 2020
174.jpg

340

د دغه هېواد د انرژۍ وزارت مسوولینو ویلي، غواړي په افغانستان کې د بادې برېښنا ګډ مېدانونه جوړ کړي، چې په وینا یې افغانستان له باد څخه د برېښنا د تولید لوړ ظرفیت لري. د دوی په خبره، د افغانستان جنوبي ولایتونه د نړۍ تر ټولو مهمې بادې سمیې لري، چې د برېښنا او نوې کېدونکې انرژۍ د تولید لپاره ښې او مناسبې دي.

د یادو مسوولینو په وینا چې دواړو هېوادونو په ګډه کار پیل کړی، څو بادي میدانونه يې مشخص کړي. تر دې وړاندې نړیوالو څېړونکو هم ویلي وو، چې دغه سیمې د ۱۵ زره میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري، چې یوازي پنځه زره يې ایران تولیدولی شي او پاتي برخه به يې په افغانستان کې تولیدیږي.

د بادي برېښنا د تولید په اړه دغه خبرونه په داسې مهال خپریږي، چې اوس مهال افغانستان د برېښنا په برخه کې له ستونزو سره مخ او ډېره برخه برېښنا له بهرنیو هېوادونو څخه پېري.


ZhwandoonJune 10, 2020
134.jpg

190

دوى زياتوي یاد پلان د جلال اباد ښار راتلونکو شلو کلونو لپاره د پراختیا نقشه ده چې تطبیق سره به یې په ښاري پراختیا، اقتصادي او کرنیزه وده او داسې نورو مهمو برخو کې مثبت بدلونونه منځ ته راشي.

پلان به د کابینې تر تایید او د جمهوري ریاست عالي مقام تر حکم وروسته عملي کېږي.


ZhwandoonJune 7, 2020
101.jpg

310

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، پاکستان له خپلو ژمنو سره – سره تر اوسه د تورخم او سپین بولدک بندرونه د دوی د صادراتو په مخ نه ‌دي خلاص کړي. د دې وزارت په خبره د تازه مېوو له سوداګرو سره ګډه غونډه کې یې پرېکړه کړې، چې د بندرونو خلاصون ته دې له ډيپلوماتیکو لارو هڅه وشي، چې په باور یې د افغانستان د کرنیزو حاصلاتو په ځانګړې توګه تازه مېوو له رسېدو سره د پاکستان بندرونه د صادراتو لپاره خلاص نه ‌دي، چې ډیپلوماتیک مراجع او خصوصي سکټور باید دا موضوع له نږدې وڅاري، څو د تورخم او سپین بولدک لارې صادراتو ته پرانیستل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان د کورونا ویروس له خپرېدو سره هم‌ مهاله افغانستان سره د تګ – راتګ لارې بندې کړې، خو سوداګرۍ وزارت وایي، چارواکو یې ژمنه کړې وه چې له واړه اختر وروسته به د افغانستان صادراتو ته لارې پرانیزي.


ZhwandoonMay 27, 2020
24.jpg

110

لوموړي ځل لپاره په کونړ کې څه کم څلور سوه ټنه شفتالو تولید او باغدارنو ته میلیونه افغانۍ سپما وشوه. کونړ کې د خصوصي پانګوالو له لوري په باغدارۍ د پانګونې لیوالتیا ورځ تربلې په پراخېدو ده. د کونړ کرنې رئیس نجیب الله وایي چې د مالټې، لیمو او نارنج ترڅنګ د کرنې ریاست په تخنیکي همکارۍ د پانګوالو له لوري په ۹۵۰ جرېبه ځمکه کې د شفتالوانو باغونه جوړ شوي، چې سږکال د ۲۷۰ جرېبه ځمکې باغونه په حاصلاتو راغلي. نوموړی وایي چې د شفتالوانو باغونو له درکه خلکو ته د کاري اسانتیاوو ترڅنګ باغدارانو ته ۲،۸ میلیونه افغانۍ په لاس ورغلي.

یوتن پانګوال حاجي نظام الدین وایي خوښ دی، چې په پانګونې یې خلکو ته د کاري فرصتونو ترڅنګ په ښه کېفیت میوه بازار ته وړاندې شوه. یاد پانګوال چې په دې ولایت کې یې په ۲۶۰ جرېبه ځمکه د شفتالو باغونه جوړ کړي، د میو د ساتنې او بسته بندۍ په برخه کې د دولت د پاملرنې غوښتنه کوي.

ځایي اوسیدونکي بیا د میوو د ښه کېفیت ترڅنګ د باغدارۍ سکتور وده د هېواد د ملي اقتصاد او کورني تولیداتو پیاوړتیا په برخه کې اغېزمن بولي او د دې ولایت د شاړو دشتو ابادولو په برخه کې د حکومت او خصوصي سکتور په ګډو همکاریو ټینګار کوي.


ZhwandoonMay 17, 2020
996.jpg

90

د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ ویلي، د کورونا واکسین که وي یا نه وي غواړو بیرته خپل اقتصادي فعالیتونه پیل کړو او په ډېرو ایالتونو کې به خلکو ته اجازه ورکړل شي تر څو خپلو دندو او کارونو ته لاړ شي. د هغه په خبره چې امریکايي وګړو ته باید د کار زمینه برابره شي او اقتصادي فعالیتونه باید پیل شي.

ترمپ همدا راز د ډېرو طبي وسایلو او موادو د تولید سپارښتنه هم کړې ده او زیاته کړي ده په کور د ننه ټولې کمپنۍ باید د طبي وسایلو په تولید کې خپلې هڅې ډېرې کړي څو پر بهرنیو کمپنیو اتکا کمه شي. د امریکا ولسمشر دغه څرګندونې په داسې مهال کړي چې دغه هېواد د نوروو هېوادونو په پرتله د کورونا وبا له امله ډېر ځپل شوی چې تر دې دمه په کې له 90 زرو نه ډېرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی اوله یو نیم میلیون نه ډېر نور کسان پرې اخته دي.


ZhwandoonMay 16, 2020
970.jpg

50

د سوداګرۍ خونې مرستیال خان جان الکوزي ویلي، پاکستان د کورونا وبا له پيل سره سم پر افغانستان ټولې ترانزیټې لارې تړلې وې، چې له امله یې افغان سوداګرو ته په میلیونونه ډالره زیان اوښتی. د نوموړي په وینا چې که څه هم د د سپین بولدک او تورخم لارې په اونۍ کې پنځه ورځې خلاصې وې خو لا هم په کراچۍ او چمن کې د افغان سوداګرو نږدې ۱۵ زره کانټینره ولاړ دي


ZhwandoonMay 16, 2020
969.jpg

50

په کابل ښار کې چې د کورونا ویروس خپریدو له امله د خوراکي توکو لوړو نرخونو خلک له ستونزو سره مخ کړي وو، اوس د کوچني اختر په نږدې کېدو سره په کې د نرخونو له نور لوړوالي خلک اندېښمن کړي دي. هټوال هم مني چې د خوراکي توکو په بیو کې لوړوالی راغلي، خو ګوته پر سوداګرو نیسي، چې په لوړه بیه پرې توکي پېري. خو بل لور وچه مېوه چې بهر ته یې د کورونا د وېرې له امله په لېږد کې کمښت راغلی، په کور دننه یې نرخونه د پام وړ کم شوي دي


ZhwandoonMay 12, 2020
946.jpg

40

د اسیا بانک مشر له ولسمشر غني سره خبرو کې ویلي، چې له افغانستا ن سره به د کورونا وبا د مبارزې په برخه کې خپلو مرستو ته لا دوام ورکړي، د یاد بانک په وینا چې تر اوسه یې له افغانستان سره په یاده برخه کې ۴۰ میلیونه ډالرو مرستې ژمنه کړې او لا به نورو مرستو ته دوام ورکړو.

د اسیا پراختیایي بانک په داسې مهال له افغانستان سره د مرستو د دوام خبره کوي، چې له دې وړاندې په یاده برخه کې امریکا، چین، هند او یو شمېر نورو هېوادونو له افغانستان سره د مرستو ژمنه هم کړې وه.


ZhwandoonMay 10, 2020
922.jpg

50

امریکا کې کورونا ویروس په چټکۍ سره د پراختیا په حال کې ده چې ددغې هېواد اقتصاد ته یې ډېر زیان اړولۍ او بې کارې په کې 14.7 سلنې ته لوړه شوي. څو میاشتې وړاندې په امریکا کې د بې کارۍ کچه درې اشاریه پنځه سلنه وه چې په تېرو 50 کلونو کې د بې روزګارۍ تر ټولو ټیټه کچه وه.

د راپورونو له مخې په تېره یوه میاشت کې 20.5 میلیونه امریکایان بې کاره شوي دي چې دغه هېواد د کورونا وبا د اغېزو له امله په تېرو څو کلونو کې د کار په برخه کې شاتګ کړی. د جان هاپکینز پوهنتون د معلوماتو له مخې امریکا کې تر دې دمه د کورونا ویروس له کبله له 77 زرو نه ډېر کسان مړه شوي او له یو میلیون،2 لکو 38 زرو نه ډېر کسان پرې اخته دي


ZhwandoonMay 10, 2020
921-1024x576.jpg

50

د برېښنا شرکت رییس داوود نورزي ویلي، د ولسمشر غني په حضور کې له ننګرهاره کونړ ته د ۲۲۰ کیلو واټه برېښنا د لېږد قرار داد د یاد ریاست او KPTL شرکت ترمنځ لاسلیک شوو.

نورزي ویلي، یاده پروژه به د ۲۹.۹ میلیونه ډالرو په ارزښت د دوه کلونو په دوام پلي شي، چې د استوګنیزو، صنعتي او سوداګریزو له ۳۰ زرو څخه زیات مشترکین به ترې ګټه واخلي او همداراز د برېښنا د دې مزي له لارې به نورستان ولایت ته هم د برېښنا یو دهلېز پرانیستل شي. دغه قرارداد په داسې مهال لاسلیک کیږي، چې برېښنا شرکت ویلي، د کال له پيله تراوسه هېواد کې د برېښنا پایو ویجاړېدو او برېښنايي مزو پرېکېدو، دغه شرکت ته ۸۰۰ مېلیونه افغانۍ زیان رسولی دی.



زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008