د وروستیو راپورونو له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په ټویټ پيغامونو کې ویلي دي. چې د خلکو له مدني حقونو ملاتړ کوي؛ خو هغه اقدام چې یوه ملت او یوه هېواد ته سپکاوی کوي او ملي ګټې تر پښو لاندې کړي باید وځپل شي
د وروستیو راپورونو له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په ټویټ پيغامونو کې ویلي دي. چې د خلکو له مدني حقونو ملاتړ کوي؛ خو هغه اقدام چې یوه ملت او یوه هېواد ته سپکاوی کوي او ملي ګټې تر پښو لاندې کړي باید وځپل شي
د وروستیو راپورونو له مخې، د بریټانیا حکومت ویلي هېواد کې د کورونا ویروس نوې بڼه په چټکۍ د خپرېدو په حال کې ده نو له همدې امله، چې د دغو پېښو مخنیوی وکړي د سرتاسري قرنطین امر یې کړی
د رسنیو د راپورونو له مخې د ایران حکومت د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې ته د یو لیک په استولو سره ویلي چي په پام کې لري ترڅو شل سلنه خپل یورانیم غني کړي
د ایران د قضايیه قوې مشر ابراهیم ریسي وايي، چې د قاسم سلیماني وژونکي به د ځمکې پر مخ ژوندي پاتې نه شي. د هغه په خبره په دې پېښه کې که د هر چا لاس وي، دوی به یې د غچ اخسیتو په لټه کې وي، نوموړي د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته په اشارې ویلي، چې ټرمپ د سلیماني په وژنه کې لوی لاس لري او د ایران حکومت د همدې قضیې جدي تعقیب کوي
د ایران د قضايیه قوې مشر ابراهیم ریسي وايي، چې د قاسم سلیماني وژونکي به د ځمکې پر مخ ژوندي پاتې نه شي. د هغه په خبره په دې پېښه کې که د هر چا لاس وي، دوی به یې د غچ اخسیتو په لټه کې وي، نوموړي د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته په اشارې ویلي، چې ټرمپ د سلیماني په وژنه کې لوی لاس لري او د ایران حکومت د همدې قضیې جدي تعقیب کوي. قاسم سلیمانې د تېر ۲۰۲۰ ز کال د جنورۍ میاشتې په درېمه په عراق کې د یوې بې پيلوټې الوتکې په برید کې له خپلو ملګرو سره ووژل شو
د وروستیو راپورونو له مخې، جوبایډن په خپلو تازه خبرو کې ویلي، چې د ټرمپ له لورې د امریکا مهمو امنیتي ادارې سختې زیانمنې شوي دي. د هغه په خبره، ډانلډ ترمپ خپلو بې کفایتیو ته ادامه ورکړي چې له کبله یې امنیتي او استخباراتي ادارې ډېرې زیانمنې شوې او دغو ادارو په درېیو اونیو کې د خپلو فعالیتونو معلومات هم له دوی سره نه دي شریک کړي. هغه زیاته کړي د ټرمپ د بې پرواییو له کبله د امریکا لپاره حیاتي ادارې زیانمنې شوي دي او دا د امریکا لپاره خورا بوږنوونکی خبر دی
د وروستیو راپورونو له مخې، د نړۍ په یو شمېر هېوادونو کې د کرونا ویروس د نوې بڼې مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې وروسره د خلکو او حکومتونو اندېښنې هم راپارولې دي. راپورونو زیاته کړي د کرونا ویروس د نوې بڼې پېښې په فرانسه، ډنمارک، هالنډ، ایټالیا، اسټرالیا او جاپان کې ثبت شوې دي
د وروستیو راپورونو له مخې، د اروپایي کمیسیون غړو ویلي، له بریټانیا سره پر تګ راتګ باندې بندیز خلک له ستونزو سره مخ کړي دي او دغه مسله د جدي اندېښنې وړ ده
د د وروستیو راپورونو له مخې، د امریکا منتخب ولسمشر جوبایډن په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي دي چې د روسیې سایبري بریدونو به بې ځوابه پرې نه ږدي. بایډن د دغو سایبري بریدونو مسوول ډونالډ ټرمپ یاد کړی او په خبره یې د هغه د سترګو پر وړاندې د امریکا په اطلاعاتي مرکزونو بریدونه ترسره شوي. هغه زیاته کړې واک ته رسېدو سره به د روسیې سایبري بریدونو ته ځواب ورکړي
د وروستیو راپورونو له مخې، په پلازمینه بغداد کې پر شنه ساحه کې د ناپېژنده وسلوالو له لورې توغندیز بریدونه ترسره شوې چې درې یې د امریکا سفارت ته نږدې لګېدلي دي
د امریکايي رسنیو په راپورونو کې راغلي، د جوبايډن د بهرنۍ پالیسۍ تر ټولو ستونزمنه برخه افغانستان ده، د رسنیو په خبره بایډن باید تر هر څه وړاندې خپل پلانونه د افغانستان په اړه وارزوي
د وروستیو راپورونو له مخې، د کاناډا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، که ایران د اوکرایني الوتکې د وېشتلو په قضیه کې مرسته ونه کړي نو دغه هېواد به نړیوالې محکمې ته را وکاږي
د ترکي رسنیو د راپورونو له مخې، دا چاودنه په پلازمېنه انقره کې په هغه روغتون کې شوې ده چې د کرونا ناروغۍ ناروغان پکې بستر وو. د ترکي چارواکو په خبره، په دې پېښه کې پر کرونا اخته اته ناروغان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي. تر اوسه څرګنده نه ده چې د چاودنې هدف څه و او چا کړې ده