د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وايي، چې د ثنا اعجاز په ګډون د دې غورځنګ ۴۱ نیول شوي غړي پاکستاني پولیسو بېرته خوشې کړي دي، د هغه په خبره څلور نور غړي یې لا تر اوسه پاکستاني پولیسو سره دي. د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي وایي، چې د ثنا اعجاز په ګډون د دې غورځنګ ۴۵ غړي وروسته له هغې پولیسو ونیول، چې د ډاکټر سید عالم مسید د خوشې کېدو په تړاو یې یوه لاریون کې ګډون کړی و