وروستي خبرونه

افغانستان

ZhwandoonJuly 8, 2020
364.jpg

860

د راپورونو له مخې، چاودنه نن سهار د شاه ولي کوټ ولسوالۍ د ودانۍ پر لومړي قرول د کاماز موټر په واسطه شوې، چې په وینا یې چې په دې موټر بم برید کې درې سرتیري وژل شوي او څوارلس نور ټپیان شوي دي.


ZhwandoonJuly 8, 2020
366.jpg

1000

امریکایي جنرال فرانک مک کینزي ویلي، چې روسیه تل په افغانستان او نورو هېوادونو کې د امریکا د غوښتنو او اقداماتو خلاف کړنې تر سره کوي په وینا یې روسیه په هیڅ صورت د امریکا ملګرې نه شي کېدی او دغه هېواد تل هڅه کړې څو په افغانستان کې وسلوالو طالبانو او نورو ډلو ته وسلې او مالي مرستې وکړي.


ZhwandoonJuly 8, 2020
365.jpg

700

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې په دې کنفرانس کې به د ولسمشر غني ترڅنګ د ناټو، ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او امریکا چارواکي ګډون وکړي. د نوموړي په وینا چې افغانستان روانه اوونۍ د سولې او اقتصادي پراختیا اړوند درې مهم کنفرانسونه لري چې له دې ډلې یو یې د دوشنبې په ورځ د جولای په شپږمه نېټه د افغان د سولې لپاره د سمیه‌ییزې اجماع د پیاوړتیا کنفرانس’ تر عنوان لاندې پای ته ورسېد.


ZhwandoonJuly 7, 2020
358.jpg

620

وروسته له هغه چې د ښځور چاور وزارت په وړاندیز د حکومت له لوري دغه غوښتنه تایید شوه، ارګ وايي، چې له دې وروسته به د هرولایت لپاره یوه مرستیاله میرمن وي او او په وینایې، دغه ګام په دولتي ادارو کې د ښځو ونډې د ډېروالي په موخه ترسره کیږي.


ZhwandoonJuly 7, 2020
357.jpg

1730

له ولسمشرۍ ماڼۍ نه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې د سيمه اييزو ارګانونو د خپلواکي ادارې په وړانديز او د ولسمشر غني د حکم په اساس رحمت الله يارمل د لغمان، غفور ملکزى د نورستان ، صديق پتمن د خوست، تاج محمد جاهد د بغلان، او داود کلکاني د سمنګان والي په توګه ټاکل شوي دي.


ZhwandoonJuly 7, 2020
356.jpg

1130

پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي، د افغان سولې پر وړاندې خنډونه جوړیږي او باید مخنیوی دې وشي. قریشي له نړیوالې ټولنې د هغو کړنو د مخنیوی غوښتنه کړې، چې د افغان سولې لپاره خنډونه جوړوي، په وینا یې افغان حکومت او طالبان باید پر خپلو ژمنو عمل وکړي او ژر تر ژره دې د باور فضا د پیاوړي کولو لپاره بندیان ازاد او خپلمنځي خبرې دې پيل کړي.


ZhwandoonJuly 7, 2020
354.jpg

810

د بغلان امنیه قومنداني وايي وروسته له هغه چې تېره ورځ طالبانو د بغلان – شمال په لویه لاره بریدونه وکړل افغان ګډو ځواکونو پرې ځمکني او هوايي عملیات ترسره کړي چې په پایله کې يې د یوه قومندان په ګډون نهه طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي . 


ZhwandoonJuly 7, 2020
352.png

1180

 نن سهار د ننګرهار په کوز کونړ ولسوالۍ کې د سیمه ییزو پولیسو پر مشر ځانمرګی برید شوی، چې د ولایتي ادارې په وینا د سیمه ییزو پولیسو د مشر په ګډون دوه تنه په کې وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.


ZhwandoonJuly 6, 2020
350.jpg

810

 د ولسي جرګې غړي وايي، بار – بار يې له حکومته غوښتي، چې په ادارو او وزارتونو کې د سرپرستۍ لړۍ پای ته ورسوي، خو لا هم دا لړۍ دوام لري. وکیلانو بیا له حکومته غوښتل، چې ژر تر ژره د باور رايو خپلولو لپاره ولسي جرګې ته سرپرست وزیران وروپېژني ترڅو په ادارو کې سرپرستي ختمه شي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي بیا زیاتوي، چې د وزیرانو لېست يې چمتو کړی او یواځې عبدالله عبدالله ته په تمه دي څو د وزیرانو نوملړ ورته وسپاري. له تېرو پنځه کلونو راهیسې په وزارتونو او ادارو کې د سرپرستۍ اوږدې لړۍ دوام ولسي جرګه اندېښمنه کړې، چې اوس له حکومته د سرپرستۍ پای ته رسېدو غوښتنه کوي.

د ولسي جرګې غړي وايي، د سرپرستانو له لوري د ادارو مخته وړل نه یواځې د ولس کور ته ځواب ویونکي نه دي، بلکې د قانون له مخې له دوه میاشتو زیات په اداره کې د سرپرست پاتې کېدل د قانون خلاف کار دی. د جرګې مشر پر حکومت غږ وکړ، چې په ادارو کې سرپرستي پای ته ورسوي او ژر وزیران ولسي جرګې ته د باور رايو اخیستو په موخه معرفي کړي څو دا لړۍ پای ومومي. د ولسمشرۍ ماڼۍ په وینا دوی د وزیرانو لېست وروستی کړی، خو اوس دې ته په تمه دي، چې د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله هم د وزیرانو نوملړ چمتو کړي او ولسي جرګې ته وزیران د باور رایو خپلولو لپاره وروپېژني.

ولسي جرګه په ادارو او وزارتونو کې داسې مهال د سرپرستۍ لړۍ پای ته رسېدو غوښتنه کوي، چې د ولسمشر غني په تېره پنځه کلنه دوره کې د اتلس وزارتونو او ادارو چارې د سرپرستانو له لوري اداره کېدې او اوس هم ډېری ادارې د سرپرستانو لخوا مخته وړل کېږي، خو څو ورځې وړاندې ولسمشرغني په خپلو څرګندونو کې ژمنه وکړه، چې ژر به د چهارسمبال توب دغې لړۍ ته د پای ټکی کېږدي.

خبریال : نذیر شینواری / کابل


ZhwandoonJuly 6, 2020
349.jpg

2140

 د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وایي، وسلوالو طالبانو سره د مخامخ خبرو لپاره حکومت له څلور زرو ډېر طالب بندیان ازاد کړل، خو نږدې شپږ سوه بندیان ځکه نه ازادوي چې پرې د قانون خلاف لوی تورونه دي.

له دې وړاندې د زندانیانو چارو د تنظیم ادارې ویلي وو، چې دغه بندیان په جنایي او اخلاقي جرمونو تورن دي. خو طالب چارواکي د حکومت دا پرېکړه بین الافغاني خبرو ته خنډ یادوي.

که څه هم د سیاسي چارو ځینې څارونکي وایي، چې د دغو بندیانو حقوقي لړۍ باید بشپړه او مجرمین باید ازاد نه شي، خو د ملي شورا ځینې استازي وایي، د بین الافغاني خبرو پیل لپاره باید دغه بندیان ژر تر ژره ازاد شي. د سولې خپلمنځي خبرو له پیل وړاندې شرط دا دی، چې باید حکومت د طالبانو پنځه زره او طالبان د حکومت زر بندیان ازاد کړي. تر دې مهاله حکومت د طالبانو ۴ زره ۱۵ او طالبان شاوخوا ۷ سوه ۵۰ بندیان ازاد کړي، خو اوس حکومت د ۵۹۷ طالب بندیانو له ازادېدو سره مخالفت ښودلی.

د زندانیانو چارو د تنظیم ادارې ویلي، چې دغه بندیان په جنایي او اخلاقي جرمونو تورن دي. د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وایي، چې پر دغو بندیانو د حق العبدي او نور تورونه شته چې باید حقوقي پروسه یې بشپړه شي او وروستۍ پرېکړه یې وشي. خو په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند وایي، حکومت د دې پرېکړې په کولو سره د سولې خپلمنځي خبرو ته خنډونه جوړوي.

د طالبانو یو پخوانی چارواکی بیا وایي، دواړه لوري باید پاتې بندیان ازاد او بین الافغاني خبرې پیل کړي. نوموړی وایي، حکومت طالبانو سره د مخامخ خبرو پیل او د دوی له خوا د تاوتریخوالي کمېدو لپاره له څلور زره د ډېرو بندیانو ازادېدو ترڅنګ مهم ګامونه اخیستي خو طالبانو نه یواځې دا چې له امریکا سره د شوي تړون له مخې یې تاوتریخوالی کم کړی نه دی، بلکه د حکومتي بندیانو په نوم یې نیمایي ملکي وګړي ازاد کړي.

د سیاسي چارو ځينې څارونکي وایي، د دغو بندیانو حقوقي لړۍ باید بشپړه او مجرمین باید ازاد نه شي. خو د ملي شورا ځینې استازي وایي، د بین الافغاني خبرو پیل لپاره باید دغه بندیان ژر تر ژره ازاد شي. د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي دغه راز وایي، د خپلمنځي خبرو لپاره د حکومتي پلاوي پر اجنډا کار شوی او دغو خبرو ته بشپړ چمتو دی.

خبریال : بهادر خان / کابل



زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008