وروستي خبرونه

ساینس او ټکنالوژي

ZhwandoonAugust 9, 2020
122-1.jpg

4780

ژباړه: رحمت الله محمد

له نن څخه ۷۵ کلونه وړاندې په همدې ورځ د نړۍ په تاریخ کې دوهم اتومي بم د جاپان په ناګازاکي ښار باندې وغورځول شو


ZhwandoonJuly 4, 2020
319.jpg

3332

ژباړه: رحمت الله محمد

یوي علمي څېړني په ډاګه کړي چې د دوبي ګرم او له انرژي ډک لمر کولای شي یوازي په ۳۴ دقیقو کې د کورونا ۹۰ سلنه ساختمان له منځه یوسي.

د کورونا ویروس ۹۰ سلنه ساختمان تخریبول کولای شي د دې ویروس زیات قدرت له منځه یوسي، او د پراخېدو مخه یې ونیسي.

د دې علمي څېړني پایله په فوتوشیمي او فوتو بیولوژي علمي ژورنال کې نشر شوې.

همدارنګه ویل کیږي چې د  غرمي ګرم لمر د کورونا ویروس د له منځه وړلو لپاره تر ټولو اغېزمن ده.

دې څېړنو همدارنګه په داګه کړي چې کورونا ویروس د ژمي په اخر کې د ورځي په جریان کې د لمر په وړاندې زیات مقاومت کول، چې حتا تر یوه ورځ یې زیات وخت دوام کولای شول.

 


ZhwandoonJune 30, 2020
275-1024x576.jpg

4690

اوي شیفمن د کورونا معلوماتو لپاره د نړۍ په کچه تر ټولو لویه وېبپاڼه لري، چې په ورځني ډول لږ تر لږه ۳۰ میلیونه لیدونکي لري. نوموړي دغه وېبپاڼه د ۲۰۱۹م کال د ډسمبر په ۲۹مه نېټه جوړه کړې.
شیفمن وایې: ماته زیاتو شرکتونو وړاندیز کړی چې په دې وېب سایټ کې اعلانات خپاره کړم، چې عاید به یې ۳۰ میلیونه ډالرو ته رسېدو، خو هغه وایې چې ما دا وړاندیز ځکه ندی منلی چې په وېب سایټ باندې د اعلاناتو لګول د ویب سایټ سرعت کموي او هغه کسان چې چټک انټرنیټ نه لري، نه شي کولای دا وېب سایټ وګوري. دی زیاتوي چې تر دې مهاله یوازي اوولس کاله عمر لري، او زیاتو پیسو ته اړتیا نه لري، د ده په خبره چې ماته دا مهم دي تر څو د نړۍ تر هر فرد پورې د کورونا وروستي معلومات ورورسوم.
د هغه تر څنګ نوموړي ته د کار وړاندیزونه هم شوي چې په دې ډله کې مایکروسافټ هم ورته د لوړ معاش په مقابل کې د کار وړاندیز کړی، خو هغه رد کړي، او وایې چې زه غواړم په خپل کار باندې تمرکز وکړم.
اوي شیفمن تر دې مهاله د ښوونځي زده کوونکی دی، او د نوموړي په خبره چې د وېب سایټ جوړول یې په یوټیوب کې د ویډیوګانو له کتلو څخه زده کړې.
د وېب سایټ پته: nCoV2019.live
ډیری خلک په دې باور دي چې شیفمن یو نابغه ده. د هغه تر څنګ د ۲۰۲۰م کال د غوره شخص د وېب جایزه هم شیفمن ته ورکړل شوې.
شیفمن وايي غواړي په هغه څه تمرکز وکړي چې خورا مهم دي.
نوموړی زیاتوي کله چې یې دا ویپاڼه جوړه کړه فکر یې نه کاوه چې د کرونا ویروس به په وبا بدل شي او ویب پاڼه به یې په نړیواله کچه پیژندل کیږي.
د شیفمن دا وېب پاڼه تر دې مهاله ۷۰۰ میلیونه کسانو کتلي ده.
شیفمن په لسو کلنو کې نوري ۳۰ ویب پاڼې هم جوړې کړي دي، خو د کرونا ویروس لپاره په اوسني کار باندې ویاړي.


ZhwandoonJune 1, 2020
64-1024x768.jpg

1150

ژباړه: رحمت الله محمد

ناسا د امریکا د فضایي څېړنو ملي اداره ده، چې د نړۍ په سطحه د فضایي څېړنو په برخه کې تر ټولو لوی مرکز دی. یاده اداره لمړۍ اداره ده چې د مریخ سطحي ته یې سټلایټونه لیږلي دي.

همدارنګه په تازه څېړنو کې یې د مې میاشتي په یوولسمه سګنس فضایي بیړۍ له نړیوال فضایي سټیشن څخه جلا شوه، دغه بیړۍ د فیبروري میاشتي په ۱۸مه بیرته له څو ټنه ساینسي تجربو سره فضایي سټیشن ته ورسېده.

ناسا وایې د سګنس فضایي بیړۍ به له نړیوال فضایي سټیشن څخه له جلا کیدو وروسته په یو لړ اکتشافي پروژو کې ونډه واخلي.

خو د کورونا ویروس له خپریدو وروسته د نړۍ د نورو بېلابېلو شرکتونو په څېر ناسا هم له یاد ویروس سره د مبارزې لپاره هڅې پیل کړې دي. یاد فضایي شرکت له کورونا سره د مبارزي په برخه کې د وایټل په نوم یو مصنوعي تنفسي سیستم جوړ کړ.

د ناسا انجنیرانو یاده وسیله په ۳۷ ورځو کې جوړه کړې، د دې شرکت یوه انجنیره میشل ایسټر وایې: زمونږ د وسیلي کیفیت ته په کتو سره مونږ یاده وسیله په ډېر کم وخت کې جوړه کړي.

د امریکا د غذا او درملو ادارې یاده وسیله له ازمایښت وروسته د آپریل میاشتي په ۳۰مه نېټه د بیړنیو حالاتو لپاره تائید کړه.

ناسا د دغو الو د تولید طرحه هغو ادارو ته وړیا ورکړه چې د دغو الو د تولید وړتیا لري.

مشل ایسټر وایې: د کورونا په دغو بحراني حالاتو کې دا آلي له ناروغانو سره زیاته مرسته کولای شي. او مونږ هڅه کوو تر څو په نږدي راتلونکې کې د دې ډول الو یوه بله نمونه هم رامنځته کړو.

دوی وایې چې کورونا یوه خطرناکه ناروغي ده، چې د نړۍ ټول وګړي باید په ګډه ور سره مبارزه وکړي.


ZhwandoonMay 18, 2020
9.jpg

1260

ژباړه: رحمت الله محمد

د روم د فیموچینو ښار په هوایي میدان کې یو ډول هوښیاري یا ځیرکې خولۍ د کورونا ویروس د ځینو نښو د معلومولو لپاره کارول کیږي. دا خولۍ کولای شي له ۷ متره لرې فاصلي څخه د انسان په بدن کې د کورونا ځیني نښې تشخیص کړي.

دا خولۍ یوه عادي او یوه هم حرارتي کیمره لري. چې کولای شي د انسان د بدن د حرارت درجه مشخصه کړي.

د دې هوایي میدان د مسؤولینو په خبره چې دوي تر دې مهاله په یاد هوایي میدان کې دری دا ډول خولۍ لري. او په یو وخت کې د یوه ګروپ خلکو د حرارت درجه تشخیصوي.

دوي وایې چې دې کیمرو ته د جوړونکو له لورې د حرارت درجې اندازه ورکړل شوي ده، که د کوم شخص د بدن د حرارت درجه له ټاکلي اندازي لوړه وي، نو یاده خولۍ کولای شي مسؤول شخص ته خبر ورکړي.

دوی وایې چې ښايي د کورونا ویروس په نړۍ کې د زیات وخت لپاره پاتي شي، نو دا کار بیا سخت ده چې خلک دې د هېوادونو تر منځ سفر ونه کړي. نو له دې امله باید په هوایي میدانونو کې دا ډول ځیرکې الي زیاتي وي، او د هغه تر څنګ باید په مسلسل ډول هوایي میدانونه ضد عفوني شي.

د کارپوهانو په خبره که چیرته دا قوانین په هوایي میدانونو کې مراعات شي، نو بیا خلک کولای شي له یو هیواد څخه بل هیواد ته په اسانۍ سره سفر وکړي.

د کورونا ویروس له خپریدو وروسته د روم په دغه مشهور هوایي میدان کې د خلکو شتون ۹۵ سلنه را کم شوی دی. د دې تر څنګ د نړۍ په ځینو نورو مشهورو هوایي میدانونو کې هم له یو ډول کیمرو څخه ګټه اخیستل کیږي، چې له لرې فاصلي څخه د انسان د بدن د حرارت درجې د معلومولو وړتیا لري.


ZhwandoonMay 18, 2020
8.jpg

1090

د امریکا کالیفورنیا کې مېشت د ټو سمپل په نوم د موټر جوړولو شرکت دا ځل داسي لارۍ موټر جوړ کړی چې بې موټروانه ده.

د لمړي ځل ازمایښت په وخت کې په دې لارۍ موټر کې یو انجینر او یو موټروان هم د احتیاط لپاره ناست وو، تر څو کومه پېښه رامنځته نه شي. د دې شرکت د مسوؤلینو په خبره چې د دې موټر لمړی امایښت د کالیفورنیا د دوو ښارونو تر منځ چې لس میله لار وه په بریالیتوب سره تر سره شو.

که چیرته دا آزمایښت هم بریالی شي نو دا به د بې موټروانه موټرونو په برخه کې یو لوی بدلون وي.

د امریکا د ځینو ښارونو تر منځ چې فاصلي یې زیاتې اوږدې دي تر دې چې له یو ښار څخه تر بل ښار پورې ۲۲ ساعته لار ده، نو یو موټر چلوونکی نشي کولای تر څو په دې اوږده لار کې موټر وچلوي، نو له همدي امله باید یو ځل سفر ته څو موټر چلوونکې موجود وي.

خو د موټر جوړولو دا شرکت وایې چې د دې موټرونو له بریالي کیدو وروسته به دا ستونزه له منځه لاړه شي. که څه هم بې موټروانه موټرونه تر دې مهاله په مکمل ډول ندي بریالي شوي، او خلک لا پوره باور پرې نه لري، خو د دې ډول موټر جوړولو شرکتونه وایې چې دا موټرونه نسبت هغو ته چې موټر چلوونکې لري، ډېر محفوظ او د باور وړ دي. او ښایي په نږدي راتلونکې کې په بې ساري ډول ترې ګټه اخیستل پیل شي.


ZhwandoonMay 18, 2020
1000.jpeg

2000

د ټېک ټاک ټولنیزې شبکې اعلان کړی چې په خپل اپلیکېشن کې د یو شمېر بدلونونو له لارې به میندو او پلرونو ته دا واک ورکړي چې پر ټېک ټاک د خپلو اولادونو فعالیت وڅاري، او ان کنترول یې کړي.

ټېک ټاک خپلو دې نویو بدلونو ته د (کورنیو لپاره خوندي بڼه) نوم ورکړی دی.

له دې لارې میندې او پلرونه کولای شي چې خپلو ټېک ټاک اکاونټ د خپل اولادونو له ټېک ټاک سره وصل کړي.

ګټه یې دا ده چې دوی د خپلو اولادونو له اکاونټه هر ډول نامناسب مواد یا ویډیوګانې را ګرځولی شي.

میندې او پلرونه همدا راز کولی شي چې د خپلو اولادونو په حساب کې د پیغام لېږلو یا (مسجنګ) اسانتیا هم بنده کړي.

ټېک ټاک د قانون له مخې د خپلو کاروونکو لپاره د لږ تر لږه ۱۳ کاله عمر شرط ایښی دی. خو په حقیقت کې په نړۍ کې ګڼ شمېر ماشومان چې عمرونه یې تر دې کم دي، دغه چینایۍ ټولنیزه شبکه کاروي.

دغه ځانګړتیاوې د ټېک ټاک په اپلیکېشن کې وار د مخه شته وې، خو اوس میندې او پلرونه کولای شي له خپل تیلیفونه د اولادونو اکاونټ کنترول کړي.

تازه شمېرې ښیي چې د برتانیا په څېر هېوادونو کې نیمایي لس کلن ماشومان زیرک تیلیفون کاروي. ټېک ټاک د دې عمر په ماشومانو کې ډېر مینه وال او کاروونکي لري، خو په ورته وخت کې د دوی د خوندیتوب په اړه اندېښنې هم شته.

کارپوهان وایي، له انټرنټ او ټولنیزو شبکو د ماشومانو په بشپړه توګه منع کول ښایي شونې نه وي، او ښه لاره دا ده چې میندې او پلرونه له اولادونو سره په ګډه دا شبکې وکاروي.

په دې توګه به دوی خبر وي چې اولادونه یې کومې شبکې کاروي، له چا سره اړیکه نیسي او څه ډول مواد ګوري.


ZhwandoonMay 17, 2020
659-1024x697.jpg

980

ژباړه: رحمت الله محمد

ښایي ساینسي تخیل غوندي ښکاره شي، خو حقیقت دا دی چې د تکنالوژۍ د یو شمیر اغوستل کیدونکو وسیلو په مټ کاروونکې کولای شي کمپیوټر او نورې وسیلي په خپل فکر سره کنترول کړي. چې دا آسانتیاوې مشتریانو او بیلابېلو سوداګریو ته د پام وړ ګټې رسوي.

دوه امریکایي ځوانانو د ۹۰۰ ډالرو په ارزښت یوه اغوستل کیدونکي وسیله جوړه کړي چې د مغزو سګنالونه کشف او پروسیس کوي او فکر په عمل بدلوي.

د دې آلې جوړونکی اې جي کیلر وایې: په دې وسیله کې ۸ سنسرونه موجود دې چې له مغزو څخه په یوه ثانیه کې ۲۵۰ ځله تصویر اخلي، دا ټول اخیستل کیدونکې تصویرونه په خپله په وسیله کې پروسیس کیږي.

اې جي کیلر

دا اله چې نوم یې نوشن ایښودل شوی دی، د مغز کمپیوټر لقب ورکولای شو.

نوشن وسیله لمړۍ اتوماته وسیله ده چې د محاسبي پوره قدرت لري، او په دې توګه د دې وړتیا لري چې له بلي وسیلي سره که هغه کوم بل کمپیوټر او یا بله داسي وسیله وي تعمل وکړي.

اې جي کیلر په خپلو خبرو کې زیاتوي: هر هغه څه چې یو عادی کمپیوټر یې کنترولوي، د نوشن کمپیوټر یې هم کنترولولای شي.

د دې کمپیوټر د کارولو لپاره باید ځیني موارد زده کړل شي، او همدارنګه دا کمپیوټر پوره تمرکز ته اړتیا لري، تر څو ستاسو له مغزو څخه سګنالونه کشف، پروسیس او له هغه وروسته په عمل بدل کړي.

دا تر دې مهاله لمړۍ اله ده چې له مغزو څخه د سګنالونو کشفولو، پروسیس کولو او په عمل بدلولو وړتیا لري.

همدارنګه دا اله کولای شي کاروونکو ته د تمرکز په لحاظ نمرې ورکړي، هغه کسان چې ښه تمرکز یې کړی وي، نو نمري او د کار سرعت به یې هم پورته وي.




ZhwandoonMay 16, 2020
973.jpeg

1490

که څه هم ځینو پوهنتونو له مخکې لا د انلاین درسونو سیستمونه درلودل خو د کورونا ویروس له خپریدو وروسته پوهنتونونه په مکمل ډول رخصت شول، او د انلاین زده کړو سیستمونه یې فعال کړل.

خو اوس که څه هم زده کړیالان او استادان له دغه ډول زده کړو سره نابلده دي، د هغه تر څنګ په زیاتو هېوادونو کې دا ډول زده کړي ځیني ستونزې هم لري.

په زیاتره هېوادونو کې زده کړیالان د انټرنیټ له ضعیفوالي څخه شکایت کوي، د هغه تر څنګ بیا هغه زده کړیالان چې مخکې یې په نورو هیوادونو کې زده کړي کولي او د کورونا له خپریدو وروسته خپلو هیوادونو ته ستانه شوي، وایې چې د هیوادونو تر منځ د وخت تغیر د دوي په درسونو بده اغیز کړي.

خو د دې تر څنګ بیا کارپوهان وایې چې پوهنتونونو له مخکې دې ډول زده کړو ته هیڅ اماده نه وو، نو ځکه د انلاین زده کړو لپاره کوم ښه آپلیکیشن شتون نه درلود، او زیاتره ښوونکې او زده کړیالان هم له دې ډول زده کړو سره نابلد دي او درس ته سم تمرکز نشي کولای.

بلخوا بیا د پوهې په برخه کې ځیني کارپوهان وایې چې د آنلاین زده کړو په وسیله زده کړیالان په ورځ کې یوازي دوه ساعته له خپلو ښوونکو سره وصل وي، او ډېر کم درس وایې، نو له دې امله زیاتره زده کړیالان د آنلاین زده کړو له امله ټمبل شوي. او ښایي بده اغیز پرې وکړي. خو د پوهنتونونو مسؤولین بیا په دې باور دي چې کورونا په ناڅاپي ډول هر څه بدل کړل، نو له دې امله پوهنتونونه دې ته اماده نه وو تر څو آنلاین زده کړي شروع کړي. دوي وایې چې که کورونا تر زیات وخت پورې پاتي شي؛ نو په راتلونکو سمسترونو کې به هرومرو ورته چمتوالی ونیول شي.


ZhwandoonMay 16, 2020
963.jpg

1260

ژباړه: رحمت الله محمد

مجازي واقیعت تر دې مهال د سترګو او غږونو له لارې کاروونکو ته د بېلابېلو سیمو او صحنو د لیدلو قدرت ورکوي. له دې لاري خلک کولای شي تر څو په مختلفو ځایونو کې وګرځي او هغه د ریښتیا په څېر تشخیص کړي.

خو اوس بیا د ایروبنکویتس ار ام اکس په نوم یو شرکت غواړي تر څو دې تکنالوژي ته د خوړو د خوند معلومولو وړتیا هم ور اضافه کړي. د دې شرکت د مسوؤلینو په خبره چې د یاد حس له اضافه کولو وروسته به د مجازي واقیعت او حقیقي نړۍ تر منځ واټن نور هم راکم شي.

مجازي واقیعت د یو ډول الو او آپلیکیشنونو په وسیله کار کوي، چې په اپلیکیشن کې د یوي سیمي یا صحني 3D موډل جوړیږي، له هغه وروسته له یادي آلي سره داسي آړیکه ورکول کیږي، چې د الې په ښورولو سره یاد 3D موډل هم حرکت کوي، او لیدونکی یې هر څه د حقیقت په څېر ګوري.

په دغو الو کې لا جالبه دا ده چې غږ یې هم د صحنو او سیمو مطابق جوړ شوی وي. چې دې کار بیا مجازي واقیعت ته لا ښکلا وربښلي.

مجازي واقیعت په ګیمونو کې هم ښودل کیږي، چې کاروونکې یې د ګیم په لوبولو سره داسي احساس کوي چې د ګیم په صحنه کې شتون لري.

د هغه تر څنګ د مصر په ځینو تاریخي نندارتونونو کې هم د مجازي واقیعت یو ډول الې شتون لري چې د مصر د ټولو تاریخي ځایونو صحني یې په کې جوړي کړي دي. او خلک په اسانۍ سره کولای شي د دغو الو له لاري د مصر ټولي تاریخي سیمي وګوري.


ZhwandoonMay 12, 2020
952-1024x683.jpg

1050

ژباړه: رحمت الله محمد

سامسونګ کمپنۍ نوی ډیزاین لپټاپ د بوک پلیکس په نوم بازار ته وړاندې کړي دي، چې د ګیمونو، ویډیوګانو او ډیزاین لپاره ترې ګټه اخیستل کیږي.

دا لپټاپ چې په د قاط کولو په ډول جوړ شوي دي کیدای شي چې په یوه ټابلیټ باندې هم بدل شي.

دا کمپیوټر قوي پروسیسر او ښه عامل سیستم لري چې د قوي کارونو لپاره هم ترې ګټه اخیستل کیدای شي. چې قیمت یې ۱۴۰۰ امریکایې ډالر ټاکل شوی دی.

دا لپټاپ ټچ سکرین، ماوس، کیبورډ او د یوه کمپیوټر نورې ټولي ځانګړتیاوې لري، خو کله چې په یوه ټابلیټ بدل شي بیا یې کاروونکی کولای شي د هغه له ټچ سکرین څخه ګټه واخلي.

تر دې وړاندې د کمپیوټر جوړولو ډیل کپمنۍ هم دا ډول کمپیوټرونه بازار ته وړاندې کړي وو، خو د سامسونګ دغه ډول کمپیوټرونه نسبت نورو ته ډیري په زړه پورې ځانګړتیاوې لري. سامسونګ کمپنۍ تر دې وړاندې یو ډول مبایلونه هم بازار ته وړاندې کړي وو، چې د قاط کولو وړتیا یې لرله او دا د مبایلونو په تاریخ کې لمړی ځل وو چې داسي مبایلونه بازار ته وړاندې کیږي.


ZhwandoonMay 10, 2020
923-1024x542.jpg

1800

ژباړه: رحمت الله محمد

په سپوږمۍ د انسان له قدم ایښودلو نیمه پیړۍ وروسته د تکنالوژي شرکتونو مریخ ته د انسان لیږلو لپاره له یو بل سره سیالي پیل کړه. خو مخکې له دي داسي هڅې روانې دي تر څو د مریخ په اړه د څیړنو په موخه هلته سټلایټونه ولیږدوي.

د یويشتمي په پيړۍ له پیل راهیسي د فضایي شرکتونو پام ټول مریخ ته شوی، او د سپوږمۍ په اړه څیړنې کمي شوي دي. د امریکا د فضاء ملي اداري تر څنګ ګڼ نور شرکتونه هم هڅه کوي تر څو د مریخ د مدار او سطحي په اړه له څیړنو وروسته هلته د لمړي ځل لپاره انسان ولیږدوي.

د امریکا د فضاء ملي اداري د مریخ په هکله زیاتې څېړنې کړي دي او د دوي په خبره چې تر ۲۰۲۵م کال پورې به یادي خاوریني سیاري ته د لمړي ځل لپاره انسان ولیږدوي، او تر ۲۰۳۰م کال پورې به له یادي سیاري څخه ډبرې د ښي څیړنې په موخه ځمکې ته راوړي.

په ورته وخت کې بیا چین هم هڅه کوي تر څو د یادي سیاري په هکله څیړنې وکړي، د چین د فضایي څیړنو مرکز ویلي وو چې په ۲۰۲۰م کال کې به د مریخ د مدار او سطحي په اړه هلته سټلایټونه ولیږدوي، او د دې سیاري په هکله به څیړنې وکړي، خو په روان کال کې د کورونا ویروس له خپریدو وروسته فضایي څیړنې کمي شوي دي.

همدارنګه د اروپا او روسیي فضایي څیړنو مرکزونو هم په ګډه د مریخ په اړه د څیړنو په موخه د اکسزو مارس په نوم یو ماموریت پلان کړی دی، او ټاکل شوي چې په روان کال کې به یې پیل کړي.

د هغه تر څنګ د عربي متحده امارات هم غواړي چې د روان کال په جولای میاشت کې د لمړي ځل لپاره یو سټلایټ فضاء ته ولیږدوي. د عربي اماراتو د فضايي څیړنو له مرکز څخه شیخه المذکري وایې چې دا سټلایټ به لمړی عربي او اسلامي سټلایټ وي چې مریخ ته به د څیړنو په موخه ولیږل شي.

اوسمهال دوه سټلایټونه د مریخ په سطح او شپږ سپوږمکۍ د مریخ په مدار کې په څیړنو بوختي دي. خو تر دي مهاله یوازي د امریکا متحده ایالات توانیدلي دي تر څو د مریخ په اړه په بریالیتوب سره څیړنې وکړي.


ZhwandoonMay 9, 2020
907.jpg

870

د کورونا ویروس له خپریدو وروسته ناروغان او ډاکټران ډیر کم سره ویني او زیات وخت په آنلاین ډول له یو بل سره ویني، او ډاکټران هم له لرې فاصلي څخه د انټرنیټ د ځینو آپلیکیشونو له لاري خپل ناروغان ګوري او د هغوي تداوي کوي.

له دې طریقو څخه ګټه اخیستنه دوه ګتې لري: لمړی دا چې روغتونونو ته نه تګ به ناروغان له کورونا ویروس څخه وساتي، او بل دا چې په روغتونونو کې به بیروبار کم شي او په ډاکټرانو به هم څه نا څه فشار راکم شي.

د دې نظريي عمليي کوونکې وایې چې له دې لاري به ډاکټران د ویډیو، غږیز او یا هم ایمیل له لارې د ناروغانو تداوي کوي.

یوه ګټه یې همدا ده چې ناروغان په ډیري اسانۍ سره کولای شي له ډاکټرانو سره ملاقات وکړي، او حتا هغه خلک چې په لریو سیمو کې پراته وي هم په ډيري اسانۍ سره به له متخصصو ډاکټرانو سره مشوره کولای شي.

خو د دې نظريي مخالفان بیا وایې چې ډاکټر د ویډیويي کنفرانس له لارې نشي کولای تر څو مریض په سم ډول تشخیص کړي، نو کله چې مریض په سم ډول تشخیص نشي، تداوي یې هم سخته او یا خطرناکه ده. خو ځیني کارپوهان بیا وایې چې د کورونا ویروس تر ختمیدو پورې دا یوه ښه او ګټوره لار ده.

له دې لاري ډاکټران له هغو ناروغانو سره چې له نږدي اړتیا ورته نه وي په انلاین ډول تداوي کوي خو هغه ناروغان چې باید له نږدي وکتل شي، هغوی روغتون او یا هم معاینه خاني ته ورغواړي.

د آنلاین تداوي لپاره ډاکټران له ناروغانو څخه په انلاین ډول فیس هم اخلي.

د امریکا متحده ایالاتو د روغتیا اداري هم د موقت وخت لپاره ډاکټران دي کار ته تشویق کړي دي.



زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008