وروستي خبرونه

روغیتایي لیکنې

ZhwandoonMarch 11, 2020
387.jpg

1510

د شپې لخوا ښه خوب ته به د چا زړه نه کیږي!؛ دا خوب نه یوازې ستاسې طیبعت خوشاله ساتي بلکې د سترګو تر غاړو تورې حلقې هم نه در جوړوي.

معلومه اندازه خوب د زړه، ذهن او وزن تر څنګه د هر څه  صحت له پاره ګټور ثابت شوی دی؛ خو د اوسني دور  مصروفیتونو  د طبي څېړونکیو هغه اندازه( چې باید له اووه تر اتو ساعتونو خوب وشي) تر شپږو ساعتونو پورې راټيته کړې ده.  


ZhwandoonMarch 10, 2020
377-1.jpg

1450

د صحي ادارو له څېړونکو به مو اوریدلي وي چې وايي د سهار ناشته کول تر ټولو غوره خواړه دي او د وزن په کمولو کې هم ګټور تمامیږي خو اوس تازه یوې څېړنې دا ثبته کړې چې د سهار ناشته او د وزن په کمولو کې یې ونډه؛ دا دواړه یو بل سره هیڅ تړاو نه لري.


ZhwandoonMarch 8, 2020
365.jpg

1450

پښې زموږ د بدن تر ټولو خواریکښ غړی دی. پښې ټوله ورځ له سهاره تر ماښامه د ټول وجود پيټی وړي او له موږ سره په تګ راتګ، منډو ترړو، ناستې پاستې او نورو برخو کې مرسته کوي.

۲۶ هډوکي او له سلو زیات عضلاتو تر څنګه نور غړي د پښو سره یوځای د یوه ټیم په څېر  د کارولو له امله زموږ د ورځني ژوند د هلو ځلو باعث ګرځی.


ZhwandoonFebruary 11, 2020
188.jpg

2070

د ژمي په را رسیدو سره په ښاریو کې د وچې مېوې بازار تود شي دا ځکه چې وچ میوه جات د ذهني او بدني قوت لپاره ګټور دي. بادام، پسته، چار مغز، کاجو، ممپلي، جلغوزي، کوپره، ممیز، انځر او نور د وچو میوه جاتو له ډلې څخه شمېرل کیږي، چې نه یوازې ذهني قوت لپاره ګټور دي بلکې د سرطان ناروغۍ لپاره هم ګټور تمامیږي.


ZhwandoonFebruary 3, 2020
157.jpg

2260

د عامي روغتیا وزارت په دې څو ورځو کې نظارتي ډلې د کابل په هواېې ډګر کې ځای په ځای کړي.

نن هم ۲۶۲ تنو افغانانو له چین څخه کابل ته سفر کړی، چي عامي روغتیا وزارت ورسره په اړېکه کې دی. په هېڅ یو کې يې د کرونا ویروس نښي نښاني نه لیدل کیږي.


ZhwandoonJanuary 30, 2020
126.jpg

5950

په نوي ویروس اخته کسانو شمېر په یوه اونۍ کې له ۴۰ کسانو څخه ۴۴۰ کسانو ته رسیدلی دی. مګر حقیقت دادی چي په دې ویروس ډیری اخته کسان له څو ورځو وړاندي په دې ناروغۍ اخته شوي دي، چي ناوخته پېژندل شوي دي. د دې ویروس د انتقال د سرعت اړوند لږ معلومات وجود لري. خو کارپوهان به دې اند دي چي په دې ویروس د اخته کسانو شمېر احتمالا تر ثبت شویو کسانو زیات دی.


ZhwandoonJanuary 30, 2020
124.jpg

7630

د چین په ووهان ښار کې نوی ویروس پيدا شوی، چي تر دې دمه يې (۱۳۲) تنه وژلي. چینايي چارواکو له خپلو خلکو غوښتي ترڅو د ووهان ښار ته سفر ونکړي او د ښار اوسېدونکو ته يې هم توصیه کړې تر څو پخپل ښار کې پاتي شي.



زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008