وروستي خبرونه

مالوماتي لیکنې

ZhwandoonMay 7, 2020
895.jpg

2910

ژباړه: رحمت الله محمد

په ۱۹۱۸م کال کې د دوهمي نړیوالي جګړي په مهال په سرتیرو کې ویروس پیل شو، چې وروسته یې نړیواله بڼه خپله کړه او په اسپانوي زکام مشهور شو.

ځینې څېړنې وایی چې دا ویرس لومړی د “کانسس” ایالت نه نیویارک او نورو ځایونو ته خپور شو او بیا امریکایی عسکرو اروپا ته انتقال کړ.

 دا ویروس چې د لمړۍ نړیوالي جګړي په مهال د فرانسي په پوځ کې هم خپور شو، داسي ویل کیدل چې دا په چین کې پیدا شوی او بیا نورو هېوادونو ته انتقال شوی، خو داسي شک هم وو چې دا ویروس په اتریش هېواد کې پيدا شوی دی.

د ۱۹۱۸م  کال په پېل کې ډاکټرانو دغه ناروغي کولرا- ټایفایډ (لویه تبه) ملاریا یا “نمونیا” ګڼله او مریض ته به يې د انفکشن دارو ورکول. خو د مریض له پوزې، غوږونو او کولمو نه به وینې راوتلې. او ځینو به بیا ساه نشوای اخیستلای. نو دا دارو ورته لا زیانمن شو، او  اخر د ناروغانو شمېر دومره زیات شو چې روغتیا پالان ورته نشوای رسېدلی. د مړو خښولو څوک پاتې نه و او په لویو کندو کې به یې بې کفنه خښول.
د اسپانوي زکام له امله له ۵۰ څخه تر ۱۰۰ میلیونه پورې کسان ووژل شول، چې هغه وخت یې د نړۍ ۳ سلنه وګړي تشکیلول. تر ټولو زیات خلک هند کې ۱۲-۱۷ میلیونه، چین ۸-۹ میلیونه، اندونیزیا یونیم میلیون، ایران یو نیم میلیون، امریکا ۵-۷ لکه، بریتانیا ۲ لکه، جاپان ۴ لکه، فرانسه ۴ لکه، ګهانا یو لک او په برازیل کې ۳ لکه خلک مړه شول. همدارنګه په اسپانیا کې دوه لکه او ۶۰ زره خلکو په دغه وبا کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د ۱۹۱۸م کال تر پایه د دې وبا زور کم شو او له کبله يې جنګ هم ژر ختم شو ځکه چې دا وبا د دواړو لوریو په پوځیانو کې هم خپره شوه، او زیات پوځیان د دې وبا له امله مړه کیدل.
په تیرو سلو کالو کې د دغې وبا په اړه د امریکا او اروپایي هېوادونو سربیره په چین کې هم څېړنې وشوې چې پکې د وبا دویم پړاو د لومړني نه زیات وژونکی وګڼل شو ځکه چې په دوهم پړاو کې ویروس خپله بڼه بدله کړي او لا زیات توان یې پیدا کړی وو.
د دې ویروس دوهمه بڼه هم په همدي ۱۹۱۸م کال کې پیل شوه، په دې دوره کې دا ویروس لا زیات قوي شوی وو.

دې ویروس په خپله لمړۍ دوره کې زیات هغه کسان ووژل څوک چې به له مخکې ناروغ وو او یا یې د ډېر عمر لرونکې کسان وژل. خو په دوهمه دوره کې چې په امریکا او اروپا کې پیل شوه، لا زیات توان موندلی وو، او په دې دوره کې یې زیات ځوانان ووژل.
دا ویروس چې سل کاله وړاندې په نړۍ کې خپور شوی وو، هغه وخت هم داسي فکر کېده چې دا ویروس یو پلان شوی ویروس دی. او هغه ته ورته حالت اوس هم دی، ځکه خلک اوس هم فکر کوي چې کووید ۱۹ هم یوه پلان شوي ناروغي ده.


ZhwandoonMay 6, 2020
883.jpeg

3280

ژباړه: رحمت الله محمد

په دې وروستیو کې په ځینو ټولنیزو رسنیو کې داسي شایعات خپاره شوي چې د روان کال په وروستیو کې به د یوي بلي سیاري په هکله ډاروونکې معلومات په انټرنیټ باندې خپاره شي، دوي وایې چې د نیبیرو په نوم دا سیاره په چټکۍ سره ځمکي ته د نږدي کیدو په حال کې ده، او له ځمکي سره د ټکر په صورت کې به په ځمکه کې ژوند کولو ته د پای ټکی کیږدي. آیا دا نظریه ریښتیا کیدای شي؟

ولي خلک په ټولنیزو رسنیو کې داسي شایعات خپروي؟

د نیبیرو ټکر له ځمکې سره، له څو کلونو راهیسي هر کال د ډسامبر په میاشت کې په ټولنیزو رسنیو کې خپریږي.

په هر حال، لرغوني ساینس پوهان په دې نظر وو چې د ځمکې پای به په ۲۰۱۲م کال کې هغه مهال رامنځته شي، کله چې ځمکه له یوي بلي سیاري سره ټکر وکړي. د دوي د نظریې له مخي چې د دې ټکر په صورت کې به په ځمکه کې آتشفشانونه، زلزلې او تیز بادونه رامنځته شي، چې په پایله کې به یې په ځمکه کې ژوند پای ته ورسیږي. خو ۸ کاله کیږي چې د دې نظریي تیر شوي او ځمکه لا په خپل حال پاتي ده.

له پیړیو راهیسي انسانان فکر کوي چې ځمکه به له بلي سیاري سره د ټکر په صورت کې له منځه لاړه شي، او په دې ډول شایعاتو سره د خلکو په ذهنونو کې ویره خپروي.

امریکایي لیکوال زکریا سیچین د یوي غیري علمي نظریي له مخي وایې: د نیبیرو سیاره چې د لمریز نظام یوه بله سیاره ده، په ډیري چټکۍ سره ځمکې ته د نږدي کیدو په حال کې ده، او ژر به له ځمکې سره ټکر وکړي.

خو په حقیقت کې دا نظریي او خبرونه ټول دروغ دي، او په دې اړه هیڅ ثبوت شتون نلري، چې کومه بله سیاره دې ځمکې ته د نږدي کیدو په حال کې وي.

ناسا په دې اړه وایې:

ناسا په دې هکله وایې: که چیرته کومه سیاره ځمکې ته نږدي کیږي نو دا به په یوه ډیر عادي تلسکوپ د لیدو وړ وي. خو په کهکشانونو کې د سیارو تاریخچو ته په کتو سره ویلای شو چې له بلي سیاري سره د ځمکې د ټکر احتمال ډیر کم دی، او یا هیڅ نشته.

نو هغه څه چې په ټولنیزو رسنیو کې خپریږي په مکمل ډول دروغ دي.

د ځمکې ټکر له بلي سیاري سره، یوه افسانه ده:

که کومه سیاره ځمکې ته نږدي شي، کیدای شي هغه څو میاشتي او یا هم څو کال وړاند لا د ډیرو عادي تلسکوپونو په وسیله هم ولیدل شي، کله چې کومه سیاره د زحل تر مدار د ځمکې لورې ته رانږدي شي، نو په اسمان کې د لیدل کیدو وړتیا لري.

دا په دې معنی چې که کومه اسماني ډبره یا هم سیاره ځمکې ته د نږدي کیدو په حال کې وي، نو نه یوازي دا چې د آماتور ستورې پیژندونکې به یې وویني، بلکې هغه څوک چې یو عادي تلسکوپ هم ولري نو دا آسماني جسم به ولیدلای شي.

خو نیبیرو هغه سیاره ده چې د ستور پيژندونکو په خبره د لمریز نظام برخه نده او په هرو ۳۶۰۰ کلونو کې یو ځل د لمر په شاوخوا څرخیږي. نو د دوي په خبره چې که یادي سیاري د نورو سیارو په مدار اغیز کولای شوای، نو میلیاردونه کاله وړاندې به لا دا پېښه رامنځته شوي وای.

د نهمي سیاري شتون:

ساینس پوهان وایې چې تر دې مهاله په لمریز نظام کې نهمه سیاره نده کشف شوي، خو که نیبیرو د لمریز نظام نهمه سیاره وي، نو بیا به د دې سیاري مدار له لمر څخه د نپتون تر مدار ۴-۵ برابره لوی وي، نو دا سیاره به له ځمکې څخه تر نورو سیارو ډیره لري وي او د ځمکې مدار ته به هیڅ تاوان ونه شي رسولای.

نو په دې اړه هیڅ ثبوت شتون نلري چې کومه سیاره یا آسماني ډبره دي ځمکې ته نږدي شي، د تایید شویو راپورونو له مخي به ځمکې ته په ۲۰۷۹م کال کې یو آسماني کاڼی را نږدي شي او ۰.۰۱ سلنه امکان لري چې له ځمکې سره ټکر وکړي.

دا شایعات زیاتره وخت په ټولنیزو رسنیو کې د بیلابیلو موخو لپاره خپریږي، چې هيڅ حقیقت نلري او فقط د خلکو د ویرې سبب کیږي.


ZhwandoonApril 10, 2020
8-Copy.jpg

1140


انسانان د تاریخ په اوږدو کې له بېلابېلو دښمنیو سره مخ شوي دي، او په راتلونکي کې هم له بیلابېلو دښمنیو سره مخ کیدونکې دي، چې باید ورته چمتو اوسي.

لمړني انسانان چې زیاتره وخت به یې په ځنګلونو کې د ښکار په لټه کې تیرول، نو د دوي بهرني دښمنان هم ټول د ځنګلو لوی لوی وحشي حیوانات وو، چې د ځینو پوهانو په نظر د انسانانو دا بهرني دوښمنان د دې لامل شو تر څو انسان له هغوي څخه د ځان ساتني په موخه څو نفري ډلې جوړي کړي، چې وروسته بیا دا د پیژندګلوۍ انقلاب د رامنځته کېدو لامل شو.

کله چې انسانانو لويي لويي ټولنې جوړي کړي نو له یو ډول بهرنیو دوښمنانو څخه یې ځان وساتل. خو بیا وخت په وخت د انسانانو لپاره بېلابیلي ناروغۍ د دې لامل کیدې چې انسانان به یې په مقابله کې پاتي راتلو او په میلیونونو انسانان او ټولنې به یې له منځه وړي. دې ډول ناروغیو ته به اوبا ویل کیده چې کله به په کومه سیمه کې خپره شوه نو په میلیونونو انسانان به یې وژل. دا وباوې د انسانانو په مقابل کې تر اوسه لا شته چې کرونا یې ښه مثال دی.

نو ویلای شو چې کرونا د انسانانو یو بهرنی دوښمن دی. او باید په ګډه د دې بهرني دوښمن دفاع وکړي.

معمولاً کله چې یو ډله له بهرنیو دوښمنانو سره مخ کیږي نو هغه وخت اسانه بریالۍ کېدای شي، کله چې خپل داخلي اختلافات پریږدي او په ګډه یې په وړاندې مبارزي وکړه. نو له دي امله حقوق بشر او روغتیا نړیوال سازمان هم څو ځله اعلان وکړ چې له کورونا سره د مبارزي په موخه باید په ټوله نړۍ کې اوربند اعلان شي. تر څو انسانان په ګډه د خپل بهرني دوښمن په وړاندې مبارزه وکړي.

خو د ساینس پوهانو په نظر چې د بهرنیو دوښمنانو یو ډول لا پاتي ده چې ښایي زمونږ راتلونکي نسلونه ورسره مخ شي.

د بریتانیا مشهور فزیکپوه او کهکشان پیژندونکی استفین هاوکینګ وایې: فضاء ته باید د فضايي څېړنو په موخه سګنالونه ونه لیږدول شي، ځکه د ده په خبره چې ښایي په فضاء کې نور ژوندي موجودات په ځمکه کې زمونږ له اوسیدو څخه خبر شي، او زمونږ نسل د له منځه وړلو په موخه راپسي راشي. دی زیاتوي چې ښایي په فضاء کې نور اوسیدونکې سوله غوښتونکي نه وي، نو که کومه پیښه رامنځته شي مونږ ورسره د مقابلي توان نه لرو.

دا په داسي حال کې ده چې هاوکینګ د یوي بلي نظریي له مخي وایې: انسانان یوازي ۱۰۰۰ کاله نور وخت لري تر څو په ځمکه کې ژوند وکړي، د ده په خبره چې تر راتلونکي ۱۰۰۰ کلونو پورې به د ځمکي اقلیم او حرارت درجه تغیر وکړي او دا به د انسانانو د نسل د له منځه وړلو لامل شي. نوموړی زیاتوي: که انسانان غواړي چې نسل یې په میلیونونه کاله نور هم پاتي شي نو باید په فضاء کې د ځان لپاره بله مناسبه سیاره پیدا کړي.

زیاتره ساینس پوهان په دې نظر دي چې د انسانانو تر منځ که هر څومره لوی لوی اختلافات هم رامنځته شي خو بیا هم د انساني نسل د له منځه تللو لامل نه کیږي، خو که له بهرنیو دوښمنانو سره په یووالي مقابله ونه کړو، نو ښایي هغوي زمونږ نسل له منځه یوسي.

نو له بهرني دوښمن سره باید په ګډه مبارزه وشي، تر څو نړۍ او انسانان زیانمن نه کړي.



زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008