وروستي خبرونه

مالوماتي لیکنې

ZhwandoonSeptember 10, 2020
IMG_02671-1280x1129.jpg

2690
رحمت الله محمد
له کله چې زه پیدا شوی یم، ځمکه شل ځله په لمر راڅرخېدلي، لمریز نظام هم په خپل مدار کې په سلهاوو میلیارده کیلومټره حرکت کړی، او شیدو لار کهکشان هم د نورو کهکشانونو په څېر زیات مزل کړی.
شل کاله کیږي، چې د پراخو کهکشانونو منځ کې په یوه ډېره کوچنۍ خاورینه سیاره کې ژوند کووم، یوه ورځ مې فکر شو، چې دلته یوازې زه، زما کورنۍ، خپلوان او زما همفکره ژوند نه کوي، بلکي دلته په میلیاردونو انسانان، له بېلابېلو فکرونو، مذهبونو او منطقونو سره ژوند کوي.
یوه ورځ مې بیا دې ته هم فکر شو، چې دلته یوازې په میلیاردونو انسانان ژوند نه کوي، بلکې په میلیاردونو ډوله ژوندي موجودات هر یو له بېلابېلو ځانګړتیاوو سره ژوند کوي.
ښاااا !!!
دا له کومه سوي؟ ولې دلته ژوند کوي؟ ولې هر یو یې له بل سره توپیر لري؟ ولې هر ډول یې له بل ډول نه نفرت کوي؟.
ښااااا !!! انسانان خو ټول له بیولوژیکي لحاظه یو ډول دي، نو دوی بیا ولې له یو بل سره جنګیږي؟ کله کله مې لا داسې انسانان هم لیدل، چې له یوه مور او پلار نه به زېږېدلي وو، خو بیا به یې هم له یو بل نه نفرت کاوه، نو دا بیا ولې؟ انسانان ولې یو بل نه شي زغملی؟ ولې له یو بل سره دښمني لري؟
یوه ورځ مې یو ځای د انساني غرور او فکري اختلاف په هکله یو څه معلومات ولوستل، پوه سوم چې د انسانانو د ټولو دښمنیو یوازینی لامل انساني غرور او فکري اختلاف ده.
ډېر وخت په دې فکر کې وم، چې انسانان ولې له یو بل سره فکري اختلاف لري، ځکه هر څوک باید حق ومني او حق حتمن یو وي؛ نو کله چې حق یو وي اختلاف منځ ته نه راځي.
تر ډېره په دې فکر کې وم، چې انساني غرور د دې لامل شوی، تر څو ځینې خلک د خپل غرور په خاطر له حق تېر شي او په ناحقه ځان په حق وبولي، خو تر یوه حده زما دا خبره هم سمه وه، ځکه چې ځینې ثبتونه مې ولیدل او ځینې مې په کتابونو کې ولوستل.
یوه ورځ مې له یوه کس سره، چې په فکري او مذهبي لحاظ له ما سره مخالف وو، د ټولنیزې رسنۍ له لارې اوږد بحث وکړ، ده ځان په حقه باله او ما ځان.
خو ما له ځان سره فکر وکړ، چې دا ښایي ګمارل شوی کس وي، ښه پوهیږي چې دی یعني (زه) په حقه دی، خو فقط د څو پيسو لپاره غواړي په ما هم ناحقه خبر ومني، ځکه هغه څه چې ماته حق ښکاري دا ټول منطقي دي او د ده خبرې ټولې غیرې منطقي.
ما داسې فکر کاوه، چې ټول انسانان یو ډول منطق لري، نو ځکه هغه څه چې ماته منطقي ښکاري، باید د هر چا لپاره منطقي وي، نو دا چې دوی یې نه مني، دا د دوی د انساني غرور له امله ده او دا چې دوی له حق څخه تېر شوي باید سخته سزا وویني.
خو یوه ورځ مې یوه بله مقاله ولوسته، هلته ویل شوي وو، چې منطق د هر انسان لپاره د هغه د معلوماتو او لیدلوري په اساس توپیر کوي، یعنې هر انسان د خپلو معلوماتو، باورونو او فرهنګ مطابق بېل منطق لري.
د همدې خبرې په فکر کې وم، چې یو انځورمې ولید، انځور داسې رسم شوی وو، چې د دوو کسانو په منځ کې د انګلیسي ژبې (6) شپږ لیکل شوي وو، یو کس له پورته ورته ګوري هغه ته دا عدد د انګلیسي ژبې (9) معلومېږي، خو بل کس بیا له لاندې نه ورته ګوري، هغه ته بیا دا د انګلیسي ژبې د (6) شپږو عدد ښکاري.
پوښتنه دا ده، چې دلته کوم کس ملامت او کوم په حقه دی؟
په دې اړه مې فکر وکړ او دې پایلې ته ورسېدم، چې دلته په ځینې موضوعاتو کې هېڅ انسان ندی تېروتی، ځکه چې ځینې کسان یې د ثبوت په اساس څېړي او زیات یې بیا د خپلو معلوماتو او کلتور مطابق د خپل منطق په اساس څېړي، نو دلته هر انسان په حقه دی، خو دا چې معلومات او لید لوری یې له بل سره توپیر کوي، نو همدا یې د اختلافاتو او دښمنیو لاملونه دی.
خو له دې پایلې وروسته مې بېرته خپلې لمړۍ خبرې ته هم فکر شو، نو بیا مې خپلې دواړه نظریې سره یو ځای کړې او دا پایله مې تر لاسه کړه:
هغه کسان چې واک نه غواړي او یوازې جنګونه کوي، هغوی هر یو د خپلو باورونو پر اساس ځان په حقه بولي او تېروتي دي، خو هغه انسانان چې د واک تږي دي، هغوی په دې پوهیږي، چې انسانان په ناحقه له یو بل سره جنګیږي، خو د انساني غرور او ځان واک ته د رسولو له امله بیا هم په بېلابېلو نومونو خپل تر لاس لاندې انسانان د یو بل پر وړاندې جنګونو ته هڅوي.
هر انسان بېل فکر او بېل منطق لري او هر یو یې د خپل منطق پر اساس په حقه دی، نو له دې امله باید د هر انسان نظر ته احترام ولرو.
یوه ورځ مې انساني غرور ته فکر سو، ما ویل ښااااا!!
دا انساني غرور بیا څه مانا؟ ولې هر څوک انساني غرور لري؟ ولې یوه ډله انسانان د خپل غرور له مخې بلې ډلې ته په ټیټه سترګه ګوري او مقابله ډله هم همدارنګه؟!
بیا پوه سوم، چې هر څوک د خپلو دلایلو او معلوماتو په اساس ځان ته قناعت ورکوي، چې یوازي دی په حقه دی، نو کله چې په ټوله نړۍ کې یوازي یو کس په حقه وي، نو هغه خو باید مغرور واوسي.
نو دا چې هر انسان له بل نه بېل فکر لري او هر یوه د خپلو دلایلو په اساس ځانته دا قناعت ورکړی، چې یوازې دی په حقه دی، نور ټول ناحقه، نو له دې امله ټول انسانان مغروره دي.
بیا مې ځانته فکر سو، نو ایا زه هم بې ځایه مغرور یم؟ ایا ما هم یوازې خپل ځانته د ځینو دلایلو په پیدا کولو سره دا قناعت ورکړی، چې یوازي زه په حقه یم؟ ایا زه ریښتیا هم په حقه نه یم؟!
کله چې مې خپل کارونه د نورو انسانانو سره پرتله کړل، نو زه هم د نورو په څېر بد وم، ما هم د نورو انسانانو په څېر د یو څو دلایلو په اساس چې یوازې ماته منطقي وو، ځانته دا قناعت ورکړی و، چې یوازې زه په حقه یم!
له هغه وروسته دې پایلې ته ورسېدم، چې ټول انسانان په حقه دي، هر انسان انساني غرور لري، چې باید ورته احترام ولرو، لنډه دا چې هر انسان د یو دلیل په اساس یو منطقي او پوه انسان دی.
له څه مودې وروسته مې له ځان سره وویل، چې زه باید له نورو متفاوت واوسم، زه باید له نورو غوره واوسم، زه باید ځانګړی واوسم، خو څنګه؟!
د څنګه په ځواب پسې زیات وګرځېدم، د ډېرو هغو کسانو ژوند لیکونه مې ولوستل، چې غوره او ځانګړي انسانان وو او په پای کې یوه ورځ دې پایلې ته ورسېدم چې:
که وغواړم چې له نورو څخه غوره وګڼل شم، باید د نورو لپاره رښتینی کار وکړم، ځکه د ځان لپاره خو ټول کار کوي او بل هغه کسان، چې د نورو په نوم ځانته کار کوي، هغوی په لومړیو کې لویې بریاوې خپلَوي؛ خو یوه ورځ افشا کیږي او ماتې خوري.
یوازې هغه انسانان، چې د نورو لپاره په رښتیني ډول کار کوي، هغوی په لومړیو کې ماتي خوري او په پای کې بریا ته رسېږي او په تاریخ کې یې نوم د یوه ځانګړي او غوره انسان په ډول په زرینو کرښو لیکل کیږي.

ZhwandoonAugust 11, 2020
583.jpg

10810

ژباړه او راټولونه: رحمت الله محمد

اتومي وسلې د نننۍ نړۍ تر ټولو خطرناکي وسلې دي، چې د هر ډول تخریب وړتیا لري.

له دې وسلو څخه د نړۍ په تاریخ کې یوازي دوه ځله ګټه اخیستل شوې، چې د دوهمي نړیوالي جګړې د پای ته رسېدو لامل شو.


ZhwandoonAugust 6, 2020
532.jpg

9430

ژباړه: رحمت الله محمد

د لبنان چارواکي وایې چې په بیروت کې د لویي چاودني لامل هغه نیترات امونیم وو چې په بیروت بندر کې ساتل شوي وو. د نیترات امونیمو انبار یو خطرناک شیمیایي ترکیب ده چې له امله یې زیاتي خطرناکې پېښې رامنځته شوې دي. خو دا لا معلومه نده چې په بیروت بندر کې د نیترات امونیمو ۲۷۵۰ټنه انبار ولي ساتل شوی وو.


ZhwandoonMay 28, 2020
36.jpg

2970

لمړی به مورنۍ ژبه وپیژنو:

 مورنۍ ژبه هغي ژبي ته ویل کیږي کومه چې یو انسان یې په لمړي ځل له خپل مور او پلار څخه زده کوي. ترڅو له خپل شاه او خوا سره په هغې خبرې وکړي او خپلې غوښتنې پرې بیان کړي.

که تاسو فکر کوئ چې د یوه انسان مورنۍ ژبه هغه ژبه ده په کومه چې د نوموړي مور خبرې کوي، دا تعریف یې بلکل غلط دی، ځکه د (مورنۍ ژبې) اصطلاح په حقیقت کې د (مور) له کلمې را اخیستل شوي چې اصل معنی یې د انسان د زیږیدو ځای یا هیواد دی. یعنې هیڅکله په دې معنی نده چې د چا مور دې په کومه ژبه خبرې وکړي هغه دي دهغه مورنۍ ژبه واوسي ځکه ښځې وروسته له واده کولو د میړه کور ته ځي هلته دې امکان ولري چې میړه یې ددې په ژبه خبرې ونه کړي نو اولادونه یې د هغه ځای په محلي (یعنی د پلار) په ژبه خبري کول زده کوي. چې همدغه یې مورنې ژبه ګڼل کیږي.

دوهم به دا ووایو چې مورنۍ ژبه څه اهمیت لري؟

د دې پوښتني په ځواب کې به ووایم چې: مورنۍ ژبه ده چې د یوه قوم کلتور او عنعنات ساتي، خان عبدالغفار خان وایې: کوم قام ته چې خپله ژبه سپکه شي، نو هغه قام سپک شي، خو د کوم قام چې ژبه ورکه شي، نو هغه قام ورک شي.

نو ویلای شو چې، مورنۍ ژبه زمونږ کلتور او عنعنات ساتي، مورنۍ ژبه کلتور له یو نسل څخه بل نسل ته لیږدوي.

هغه پلاران چې بچیان یې په مورنۍ ژبه روانې خبري نشي کولای او یا هغه والدین چې بچیان یې له مورنۍ ژبې فاصله پیدا کوي په دې نه توانیږي چې خپل عقاید، ارزښتونه، عنعنات، د کارډول، اخلاق، اداب او نور خپلو بچیانو ته ولیږدوي.

نېلسن منډېلا وایی، که له یو چا سره په داسې ژبه خبرې وشي چې هغه پرې پوه شي، نو ستا خبره به د هغه مغزو ته ولوېږي، خو که له هغه سره د هغه په مورنۍ ژبه خبرې وکړې نو دا به د هغه زړه ته ولویږي.

د ټورنټو پوهنتون پروفیسر داکټر جیم کیومنز وایي٫ هغه کوچنیان چې خپله مورنۍ ژبه یې ښه زده وي، په ښوونځي کې د نورو ژبو د زده کولو ښه استعداد لري.

یو ماشوم به ځان د هغه کلتور او ژبې وګڼي چې ښه پرې پوهېږي.

کله چې ماشوم په خپله مورنۍ ژبه ښه نه پوهېږي، موږ ویلای شو چې هغه له خپل کلتور او د پېژندګلوۍ له ارزښته خبر نه دی.

ژبه او پېژندګولي له یو بل سره نه بېلېدونکی تړاو لري.

په نړۍ کې د ژبو شمېر، او د لمنځه تللو عوامل يې:

که وپوښتو چې په نړۍ کې د شمیر له پلوه څومره ژبې شته، ځواب به یې یوازې یو اټکل وی. ژبپوهان د سیمه ییزو لهجو څخه پرته په نړۍ کې د ژبو شمیر ۶۰۰۰  ښیي خو د میڅلر د ژبو دائرة المعار ف د نړۍ د ژوندیو ژبو شمیر له  ۳۰۰۰ څخه تر  ۵۰۰۰ پورې ښیي، چې یوازې څو سوه یې لیکل کیدای شي او له لیکل شوو ژبو څخه یوازې یو کم شمیر یې پرمختللې لیکل شوې ژبې ګڼل کیدای شي. خو د براک هاوس  دایرة ا لمعارف په نړۍ کې له  ۲۵۰۰ څخه   تر  ۵۵۰۰ پورې ژبې مني. همدا شان په نړۍ کې د ۲۰۰ څخه ډیرې ژبې یو ملیون او یا تر دې هم ډیر ویونکې لري.

یونسکو وایي چې په نړۍ کې د  ۶۰۰۰  موجودو ژبو څخه کابو نیمایي ژبو ضرر لیدلی دی.  ښاغلی  پیتر اوستین چې  د لندن  په یوه پوهنتون کې پروفیسر دی او د ژبو په هکله یې په زړه پورې څیړنې کړې، دی دا ویره لری چې په راتلونکو سلو کلونو کې به د نړۍ د ژبو له خزانې څخه نیمایي ژبې له منځه لاړي شي. 

د یونسکو د څیړنو په حواله د نړۍ د ټولو ژبو څخه  ۹۶ فیصده ژبې کابو د  نړۍ د  څلور فیصده  وګړو له خوا کارول کیږي. همدا سازمان وایي چې په هرو دوو اونیو کې له نړۍ څخه یوه ژبه خپله کډه باروي او مړه کیږي. د فرانسي د  پویترس  پوهنتون  استاد رنکه بیلیک بابک  په کال کې د لسو ژبو د له منځه تلو اټکل کوي. نوموړی استاد وایي هغه ژبه ژوندۍ پاتې کیدای شي چې سل زره انسانان ورباندې خبرې وکړي. حال دا چې د نړۍ د  ۶۰۰۰ ژبو څخه یوازې پر نیمایي ژبو یې د لس زرو څخه لږ  کسان خبرې کوي او یو پر څلورمه برخه ژبې له زرو تنو څخه لږ ویونکې لري. په ورته وخت کې بیا سل میلیونه وګړي یوازې شل مختلفې ژبې کاروي.

په خواشینۍ سره باید وویل شي چې د ژبو مړینه کومه نوی پدیده نه ده. ژبه د تمدن مانا لري، لکه څنګه چې بې شمیره تمدونونه له منځه تللي دي او هیڅ کومه نښه یې نده پاتي، لکه د آسوریانو او بابلیانو تمدونونه. همداسې ډیرې ژبې هم له منځه تللي دي. دا هم باید هیر نه کړو چې د یوي ژبي له منځه تلل لکه له بیولوژیکي پلوه د یو ځناور او یا بوټي د له منځه تلو په شان یوه جدي او خطرناکه ضایعه ده.

څنګه پښتو ژبه ژوندۍ وساتو؟

د پښتو خور، سانسکریت ژبه هغه ژبه وه چې پښتو ته د ډیري نږدیوالي له امله ورته د پښتو خور ویل کیده، خو له بده مرغه چې پښتو خپله دا خور هغه وخت له لاسه ورکړه چې ورو ورو یې د ویونکو شمیر کم شو.

ځیني څیړنې ښیي چې پښتو هم د افغانستان په غرونو کې د ځینو اوسیدونکو ژبه وه، خو کله چې د افغانانو له هغوي سره اړیکې زیاتي شوي، او د هغوي زیاتې پیغلي یې خپلو ځانونو ته په نکاح کړي. نو د وخت په تیریدو سره یې پښتو زده کړه، دا چې پښتو نسبت د دوي ژبي ته خوږه او اسانه ورته ښکاره شوه، نو خپله ژبه چې ابراهمي یا عبري ژبه ورته ویل کیدل، هغه یې پریښوده، د وخت په تیریدو سره عبري ژبه مړه او په ځای یې پښتو ژبه منځته راغله.

پښتو اوسمهال په افغانستان او پاکستان کې د ډیرو وګړو مورنۍ ژبه ده.

نشنل انسایکلوپیدن په ۲۰۰۷م کال کې د پښتو ژبې په تړاو دوه شمېرنې لري، په یوه کې د هغو کسانو شمېر چې مورنۍ ژبه یې پښتو ده او اوس هم پرې خبري کوي، ۳۹ میلیونه  ښېې چې د نړۍ د نفوسو ۰٫۵۸ سلنه جوړوی خو په بله شمېرنه کې د هغو کسانو شمېر چې مورنۍ ژبه یې پښتو ده خو اوس له بده مرغه په نورو ژبو خبرې کوي تر شپیتو میلیونو ښودلی دی.

څنګه چې مو مخکې هم یادونه وکړه، خان عبدالغفار خان وایي: هغه قام ته چې خپله ژبه سپکه شي، نو هغه قام سپک شي، او له کوم قام نه چې خپله ژبه ورکه شي نو هغه قام ورک شي.

نو یوه ژبه هغه وخت ضعیفه کیږي، یا له منځه ځي، کله چې د هغي ژبي ویونکې خپلي ژبي ته په سپک نظر وګوري، او یا یې هیره کړي، چې تر ډیره حده پښتو ژبه اوس له همدي ستونزو سره مخ ده. خو دا په ډاګه ویلای شو، چې د یوي ژبي سره د یوه قوم ټول کلتور او عنعنات له منځه ځي.

مخکې مو هم یادونه وکړه چې: د لندن د یوه پوهنتون پروفیسور استاد ښاغلی پیتر اوستین وایې چې په راتلوکې سلو کلونو کې به د نړۍ نیمایي ژبي له منځه لاړي شي.

دا په دې معنی ده چې، یویشمته پیړۍ د معلوماتو پیړۍ ده، نو په دې پیړۍ کې یوازي هغه ژبي زیات ارزښت لري کومې چې د معلومات په لحاظ غني وي.

نو په راتلونکو سلو کلونو کې به هم هغه ژبي له منځه لاړي شي، په کومه چې معلومات نه پیدا کیږي، نو ویونکي به یې مجبوریږي تر څو د معلوماتو پیدا کولو په خاطر نورې ژبي زده کړي، او له خپلي مورنۍ ژبي نه تیر شي.

پښتو که څه هم زیات ویونکې لري، خو بیا هم له دې امله په خطر کې ده چې، د معلوماتو په لحاظ غني نده، او لا ډیرو ژباړو او لیکنو ته اړتیا لري.

دا لیکنې او ژباړي زمونږ لپاره د نورو ژبو کسان نه کوي، دا به مونږ خپله یو چې د خپلي ژبي د ژوندي پاتي کیدو په خاطر دې ژبي ته ژباړي کوو، او کتابونه ورته لیکو.

د ډیرو ژبو د زده کړي ګټې:

هر انسان ته مهمه ده چې نورې ژبي هم زده کړي، ځکه په ډیرو ژبو کولای شي، د بیلابیلو سیمو له وګړو سره اړیکې ولري.

بله دا چې د معلوماتو پیدا کول به ورته اسانه وي.

او دریمه دا چې کولای شي، خپل کلتور او عنعناتو ته د خدمت په خاطر خپله ژبه د معلومات په لحاظ غني کړي.

مونږ هم د خپلي ژبي د غني کولو لپاره اړتیا لرو چې بیلابیلي ژبي زده کړو، او خپلي ژبي ته ژباړي وکړو.


ZhwandoonMay 27, 2020
23.jpg

2670

ژباړه: رحمت الله محمد

د فضایي څېړنکو تازه څېړنې ښيې: هغه څوک چې غواړي له ځمکي بهر په مریخ یا کوم بل چاپیریال کې د ډېر وخت لپاره پاتي شي، نو لمړی باید د جنتیکي انجنیر په وسیله خپل جنوم اصلاح کړي، او په هغه کې باید څه تغیرات راولي.

وروسته له هغه چې د امریکا ملي فضایي څېړنو اداري (ناسا) له ۲۰۳۰م کال وروسته مریخ ته د ډلیزو انسانانو د لیږلو پروژه پلان کړه، فضایي څیړونکو هم هڅې شروع کړي، تر څو له ځمکي بهر د انسانانو د ژوند د څرنګوالي په هکله لا زیات معلومات پیدا کړي.

د دې څېړنو په پایله کې داسي ویل کیږي چې په نورو سیارو کې مضري پرتو او د جاذبي متفاوتي قوي کولای شي هلته د مېشتو انسانانو ژوند وګواښي.

نو هغه کسان چې غواړي په مریخ یا کومه بله سیاره کې د زیات وخت لپاره پاتي شي، نو باید خپلي جنتیکي ځانګړتیاوې تغیر کړي، تر څو د نورو سیارو بېلابېل مشخصات یې په روغتیا بده اغیزه ونه کړي. خو هغه کسان چې غواړي د کم وخت لپاره په مریخ کې پاتي شي، د هغوي لپاره بیا کومه ستونزه نسته.

د فضايي چاپیریال پیژندني متخصص کندا لینچ په خپله وروستۍ ناسته کې چې په نیویارک آکاډمي کې یې د (مریخ ته سفر: د فضایي مهاجرت ستونزې) تر نوم لاندې تر سره کړي، ویلي: که انسانان غواړي چې مریخ د خپل استوګنځي په توګه وټاکي، او په دې سیاره کې کار وکړي یا هلته کورنۍ جوړه کړي، نو باید خپلي جنتیکي ځانګړتیاوې تغیر کړي.


ZhwandoonMay 27, 2020
22-1024x498.jpg

2560

لیکنه: رحمت الله محمد

فلسفه له تجربي علومو سره زیات توپیرونه لري، چې مهم یې په لاندې ډول دي:

۱. یو علم د کشف شویو مسائلو او قوانینو مجموعه ده، چې تقریباً ټول د هغه په اړه یو نظر لري، او معمولاً د هغه علم نور څېړنکې په نوموړي علم کې د نويو مسائلو او قوانینو د کشف په لټه کې وي.

خو فلسفه یوازینی علم ده چې د هغي د هیڅ یوي موضوع په هکله هم داسي نظر نشته چې ټول فیلسوفان ور باندې باور ولري، یانې هر فیلسوف د هرې فلسفي موضوع په هکله بېل نظر لري، چې ښایي د نورو فیلسوفانو له نظریاتو سره توپیر ولري.

د فلسفي تاریخ له بېلابېلو نظریاتو څخه ډک ده، چې حتی داسي نظریات هم پکې شته چې له یو بل سره په ټکر کې وي.

لنډه دا؛ تر څو چې د یوي موضوع په هکله تجربه نه وي شوي، او د هغه په هکله قطعي پریکړه نه وي شوي، هغه یوه فلسفي موضوع ده، خو کله چې د یوي موضوع په هکله تجربه تر سره شي، او یا یې هم په هکله قطعي پریکړه وشي، نو بیا د فلسفي له دایري څخه وزي، او هغه په یوه علمي موضوع بدلیږي.

۲. علم لمړی د یو څه وجود پیدا کوي، او له هغه وروسته د هغه په اړه څېړنه کوي، خو فلسفه بیا حتی د خپلو ډېرو نږدي موضوعاتو په هکله هم شک کوي.

د مثال په ډول: د تفکر څرنګوالی؛ که څه هم د فلسفي اساس دی، خو په عین حال کې بیا فلسفه د همدي په اړه هم څېړنه کوي.

خو ماده، انرژي، مکان، وخت او داسي نور چې د تجربي علم موضوعات دي، یو عالم د هغه د شتون او نه شتون په هکله فکر نه کوي، د هغه د څرنګوالي په هکله څېړنه او تجربې تر سره کوي.

مثلاً: یو فیلسوف د وخت، مکان او مادي د شتون او جوړښت په اړه پوښتنې ځوابوي؟

خو یو عالم بیا د مادې، وخت او مکان د څرنګوالي په هکله عملي څېړنې کوي.

۳. د فلسفي مسائل عام دي، په داسې حال کې چې د علم مسائل ځانګړي او جزئي دي:

تجربي علوم تل د یوي ځانګړې مسئلې په هکله څېړنه او تجربې تر سره کوي، او هغه څه چې د نوموړي موضوع څخه خارج وي، ور سره کار نلري.

خو فلسفه بیا د کوم هدف په هکله چې څېړنه کوي، نو څېړنه یې کلي، پراخه او د ټولي نړۍ په کچه وي.

هغه پوښتنې چې فلسفه ورته ځواب وایې، آړتیا ده چې فیلسوف ورته د ټولي نړۍ په کچه یو پراخ انځور وړاندې کړي، او د هغه تر څنګ کولای شي، هغه له یوي بلي موضوع سره هم پرتله کړي.

۴. په علمي موضوعاتو کې واقیعتونه څېړل کیږي، خو په فلسفي موضوعاتو کې په واقیعتونو سر بیره ارزښتونه هم تر څېړني لاندې نیول کیږي.

علم د دې په هکله څېړنه نه کوي، چې ولي نړۍ په اوسني حالت کې ده؟، یا هم د نړۍ او په نړۍ کې زمونږ د شتون موخه څه ده؟؛ په داسې حال کې چې دا د فلسفي له مهمو موضوعاتو څخه ده.

علم هڅه کوي تر څو د مادي نړۍ په هکله څېړنه وکړي، او د هغه قوانین کشف کړي. او د خپلي موضوع اخلاقي اړخ او ارزښتونه هم په نظر کې نه نیسي، مثلاً کله چې یو څه په اثبات رسوي، دې ته یې نه ګوري چې د دې واقیعت خو به له اخلاقي اړخه کومه ستونزه نه لري.

خو فلسفه بیا په دې اړه څېړنه کوي چې آیا ریښتیا هم نړۍ او په نړۍ کې زمونږ شتون کومه موخه لري؟ او یا هم؛ ایا یو نظر یا کار چې په اړه یې څېړنه کوي، ښه ده که بد؟

مثلاً علم د اتومي هیروشیمیایي بمب د جوړولو په هکله هم څېړنې کوي، په داسي حال کې چې یاد بمب یوازي په څو ثانیو کې کولای شي تر څو په دولس زره کیلومتره مربع ځمکه کې ټول موجود انسانان ووژني. خو په دې موضوع کې د یو عالم اصلي موخه د اتومي هستي او اتومي فزیک په هکله څېړنه کول وي.

۵. د علم موخه دا ده تر څو انسانان په طبیعت واکمن شي، او په نړۍ کې له موجودو نعمتونو څخه ګټه واخلي، په داسي حال کې چې د فلسفي موخه دا ده تر څو په نړۍ کې د موجودو شیانو په هکله رڼا واچوي، او انسانان هر څه په سم ډول درک کړي، تر څو سمه لار وټاکي.

یانې علم هڅه کوي تر څو دا واضع کړي چې په نړۍ کې څه شي شتون لري، او څنګه ترې ګټه اخیستل کیږي، خو فلسفه بیا کوښښ کوي تر څو واضح کړي چې په نړۍ کې یاد موارد د څه لپاره شتون لري؟، ولي باید ګټه ترې واخلو؟، یا ولي باید ګټه ترې وانخلو؟.

۶. د علمي څېړنو لارې: نظریې ورکول، آزمایښت، بیا ځل کتنه او پایله؛ په داسي حال کې چې دا موضوعات په فلسفه کې هیڅ شتون نه لري.

د فلسفي څېړنو لارې: تفکر او له عقل څخه ګټه اخیستل.

سرچینې:

  1. https://fa.wikipedia.org
  2. سیر فلسفه (کتاب)
  3. تاریخ فلسفه غرب (کتاب)

ZhwandoonMay 18, 2020
10-1.jpg

2740

ژباړه: مصطفی مشال

زیاتره ارواپوهان په دې باور دي چې د یو شخص اکثره رواني حاالت له هغو افکارو او تصوراتو څخه ریښه اخلي چې د پیښو او مسایلو پر وړاندې یې د ده ذهني غبرګونونه منځته راوړي. د مثال په ‌ډول: د موفقیت السته راوړل چي د هر شخص یوه هیله او یو ښه ذهني تصویر دی، ښایي د هر چا په ذهن کې یو ښه رواني حالت منځته راوړي او د دي په مقابل کې ماتي او شکست چې هر شخص ورڅخه په ذهن کې ویره لري او د خپلو هیلو خلاف عمل ورته ښکاري، ممکن انسان له یوه ناسم او بد رواني حالت سره مخ کړي.

د کالیفرنیا په پوهنتون کې د اروا پوهني استاد رابرټ ټایر وایي: د انسان رواني حالت نه یوازې د هغه په افکارو، انګېزنو او ذهني انعکاساتو پورې اړه لري، بلکي د ټول بدن او غړو په سلامتۍ او روغتیا، په غذایي حالت، د کار په څومره والي او څرنګوالي، د سپورټ په کولو یا نه کولو، د خوب په اندازه او نورو ورته حالتو پورې هم اړه لري. رابرټ ټایر زیاتوي: موږ که د رواني حالاتو او احساساتو تر منځ یو څه توپیر ته ځیر شو، احساسات تل یو مالوم علت لري، مګر رواني حالت داسې ندي، احساسات معمولاً له هغه څه سره تړاو لري چې په مغزو کې تیریږي، خو رواني حالت هم په هغو څه پوري تړاو لري چې په مغزو کې تیرېږي او هم په هغه څه پوري چې په بدن کې تیرېږي. په دي توګه موږ نشو کولاي خپل جسمي احساس له خپل ذهني احساس څخه جلا او بیل وګڼو.

که چېري موږ له جسمي نظره ستړي او ستومانه وو، تر ډیره احتماله به مضطرب، سست او بې حوصلې هم یو. په همدي دلیل که چیرته زړه تنګي وو. نو زړه مو نه غواړي، چې سپورت وکړو، بیرته راوغړیږو اوتازه او فعال حالت ته راشو… ( موږ چې په ځان کې څومره پوره انرژي ولرو او روغ رمټ وو. په همغه اندازه د خوشبختي او پر ځان د باور احساس کوو او که چیرې له جسمي لحاظه ستړي، ناروغه او بي سېکه وو، نو د یو ډول ذهني اضطراب، اندیښني او منفي فکرۍ سره به لاس او ګرېوان وو.

د رابرټ ټایر په اند: زموږ لپاره د یوه مناسب رواني حالت درلودل، تر ورځنیو معمولي فعالیتونو، پیسو، شخصي روابطو او نورو څخه زیات مهم دي، دا ځګه چې زموږ ټول کړه وړه، تمایالت او احساسات، زموږ د رواني حالت له فیلټر څخه وځي. که چیري موږ یو ناوړه رواني حالت ولرو، نو هیڅ ډول موفقیت او شتمنۍ موږ لپاره ارزښت نلري او که چیرې له یو سم او مثبت رواني حالت څخه برخمن وو، حتي تر ټولو ناوړه پېښې او واقعات هم راته د کنترول وړ ښکارېږي.


ZhwandoonMay 17, 2020
979.jpg

2340

له زرهاوو کلونو را پدېخوا انسانان په ځمکه کې ژوند کوي، زیات انساني نسلونه تیر شوي، په زرهاوو میلیارده انسانان ځمکي ته راغلي او بیرته تللي. نو حتمن به هر انسان په دې اړه فکر کړی وي چې ځمکه څنګه پیدا شوي؟، ولي پیدا شوي؟، مونږ ولي پیدا شوي یو؟، څنګه پیدا شوي یو؟، چیرته ځو؟، کائیانات به کله پای ته رسیږي؟ ځمکه او انساني نسل به کله او څنګه له منځه ځي؟ چې مړه شوو، بیا له څه حالت سره مخ کېږو؟ په ځمکه او نورو سیارو کې له مونږ پرته نور څوک هم ژوند کوي؟، زمونږ پيدا کوونکی څوک دی؟ له مونږ څه غواړي؟، ولي یې ځمکي ته راوستلي یو؟

دا هغه پوښتنې دي چې د انسانانو په اوږده تاریخ کې ورته په بېلابېلو ادیانو کې بېلابېل ځوابونه موندل شوي دي. او د هغه تر څنګ فیلسوفانو هم په دې اړه بېلابېل نظریات ورکړي دي. او ساینس هم په دې هکله څېړنې کړي او ځیني ځوابونه یې ځواب کړي.

چې په دې لېکنه کې به په دې اړه د بېلابېلو ادیانو او فیلسوفانو باورونه وارزوو:

له ساینسي څېړنو او ورسره نظریاتو نه یې پيلوو:

کله چې په ۱۹۲۰م لسیزه کې ادوین هابل د خپل ۱۰۰ اینچه تلسکوپ په مرسته د لاس انجلس ایالت د ویلسون له غرونو څخه فضاء ته پورته شو، له څه مودي څېړنو وروسته یې دا معلومه کړه چې په نامحدوده فضاء کې کهکشانونه له یو بل څخه د لرې کېدو په حال کې دي. نو دا په ډاګه کوي چې کهکشانونه یو وخت سره نږدي وو. بیا د کهکشانونو له یو بل څخه د لرې کېدو سرعت ته په کتو سره دا معلومه شوه چې میلیاردونه کاله وړاندې کهکشانونه په یوه نقطه کې وو.

په دې اړه بیا زیات کهکشان پيژندونکې وایې چې د کهکشانونه دا یو ځای والی ۱۳.۵ میلیارده کاله وړاندې د یوي چاودني په پایله کې (چې نوم یې بیګ بنګ یا لویه چاودنه ایښودل شوی) منځته راغلل او د وخت په تیریدو سره له یو بل نه بېل شول.

 او له هغه بیا میلیاردونه کلونه وروسته په ځمکه کې د شرایطو له برابریدو وروسته ژوندي موجودات منځته راغلل.

مشهور فزیک پوه او کهکشان پیژندونکی استیون هاوکینګ وایې:

بریتانیایي فزیک پوه او کهکشان پيژندونکی استیون هاوکینګ وایې: د کائیناتو پیدا کیدو لپاره خالق ته اړتیا نشته، او دا کائینات هیڅ خالق نلري، د ده په نظر د کائینات پیل لویه چاودنه یا بیګ بنګ ده. نوموړی په دې باور دی چې کائینات د فزیک قوانینو په مرسته رامنځته شوي دي، او دا هر څه چې داسي منظم دي دا د علمي قوانینو په اساس ولاړ دي.

له هغه نه پوښتنه وشوه: له بیګ بنګ مخکې په فضاء کې څه وو؟، هاوکینګ یې په ځواب کې وایې: له بیګ بنګ مخکې، وخت او ماده نه وه، نو کله چې وخت او ماده نه وي دا په دې دلالت کوي چې هیڅ هم نه وو.

نوموړي په دې اړه زیات کتابونه هم لیکلي دي چې له زیاتو نیوکو سره مخ شوي دي:

دان پیچ په کاناډا کې د فزیک استاد او کهکشان پيژندونکې د هاوکینګ د دې نظریي په خلاف اته مقالې نشر کړي دي. نوموړی وایې: (د کائیناتو د پيدا کېدو لپاره خالق ته اړتیا شته، ځکه خپله قوانین هم باید یو څوک رامنځته او منظم کړي. نوموړی وایې چې دا به ډېره غیري منطقي خبره وي چې د کائیناتو پیدایښت د خالق له شتون پرته تصور کړو)

د هاوکینګ همکار او زده کړیال بیا وایې: ( د هاوکینګ دا نظریه هیڅ علمي اړخ نه لري، دا یوه فلسفي نظریه ده، نوموړی وایې زما لپاره ډیره جالبه دا وه چې هاوکینګ د خپل کتاب (لویه طرحه) په سر کې لیکلي وو چې نوره فلسفه مړه شوي ده، خو بیا د ده کتاب او نظریات ټول فلسفي وو).

جان لینوکز په اکسفورډ کې د ریاضیاتو استاد وایې: ( قوانین یو څه نشي رامنځته کولي، بلکې د قوانینو لپاره باید تر مخکې لا ماده شتون ولري. د مثال په ډول: د ریاضي تر ټولو ساده فورمول ۱+۱=۲ خو که یو جسم موجود نه وي نو دا فورمول هیڅ هم نشي کولای. که زه خپله بانکي اکاونټ ته یو ځل ۱۰۰۰ پونډه جمع کړم، یو ځل بیا ۱۰۰۰ پونډه جمع کړم، نو له هغه وروسته د ریاضي فورمول یوه معنی لري. خو د ریاضي فورمول د پیسو له شتون پرته زما اکاونټ ته یوه پیسه هم نشي اضافه کولای. نو له دې امله د قوانینو لپاره باید ماده شتون ولري او قوانین نشي کولای ماده رامنځته کړي. نو ماده حتمن خالق لري).

د یویشتمي پېړۍ مشهور تاریخپوه او فیلسفو نوح هراري وایې:

نوموړی وایي: ۱۳.۵ میلیارده کاله وړاندې بیګ بنګ یا لویه چاودنه وشوه، چې په پایله کې یې ماده، انرژي او وخت منځته راغلل. نږدې ۳.۸ میلیارده کاله وړاندې د ځمکې په نوم سیاره کې معین مالیکولونه سره یو ځای شول چې ستر او پیچلي ترکیبات یې را منځ ته کړل چې ژوندي موجودات (اورګانیزم) ونومول شول. همدارنګه هغو موجوداتو چې له اوسنیو انسانانو سره یې ډېر ورته والی درلود ۲.۵ میلیونه کاله وړاندې ژوند پیل کړ.

نوموړی وایي، ۶ میلیونه کاله وړاندې بیزو دوه لوڼې وزېږولې چې یوه د شامپازیانو انا او بله زموږ انا شوه.

هغه ډولونه چې ګډ نیکونه لري د جنس (genus) تر عنوان لاندې ډلبندي کېږي. زمری، پلنګ او جګوار متفات ډولونه دي چې د پینترا جنس پورې اړه لري. همدارنګه عقلمند انسان یانې عقلمند(sapiens)  ډول د انسان(Homo)  په جنس پورې اړه لري.

هر جنس په کوچنیو کورنیو ویشل شوی مثلاً د ګیدړي کورنۍ (زمری، پلنګ او کورنۍ پیشو) یا فیل کورنۍ (فیل، ماموت او ماستودون).

عقلمند انسان هم په یوه کورنۍ پورې اړه لري. که څه هم عقلمند انسان غوښتل تر څو له نورو حیواناتو ځان بیل کړي، او ځان بې کورنیه وښیې. خو داسې نه ده که وغواړو یا نه د بیزوګانو په ستره کورنۍ پورې اړه لرو. نږدې خپلوان مو ګوریلان او شامپانزیان دي. شامپازیان مو بیخې خپلوان دي.

موږ نه یوازې نږدې خپل خپلوان لرل بلکې یو وخت مو وروڼه او خویندي هم لرلې. مونږ بیخې له دې خبرې سره عادت شوي یو چې مونږ په هیڅ حیواني کورنۍ پورې اړه نه لرو. ځکه لس زره کاله کیږي چې زمونږ نورې حیواني کورنۍ یا له منځه تللي او یا له دې امله چې مونږ تر هغو ځان غوره وبولو، ځان مو ترې بېل کړی.

انسان ۲.۵ میلیونه کاله وړاندې د افریقا په شرق کې د اوسترالوپیتکوس (Australopithecus) په نوم پخوانۍ بیزو چې د جنوبي بیزو په مانا ده منځ ته راغی. ۲ میلیونه کاله وړاندې لومړنیو انسانانو خپل ځایونه پرېښودل او د افریقا، اروپا او اسیا په پراخو سیمو کې میشت شول.
د اسیا په غرب او اروپا کې انسان په هومو نیاندرتالنسیس (Homo neanderthalensis) یانې د (نیاندر درې انسان) باندې بدل شو. چې په (نیاندرتال) مشهور دی او له موږ عقلمندو انسانانو غوټ او چاغ دي.
د اسیا شرقي سیمې هومو ارکتوس (Homo erectus) یانې (نېغ قامته انسان) اشغال کړې او ۲ میلیونه کاله په کې میشت شو چې تر اوسه لا دوام لرونکي انسانان دي.
هومو سولوینسیس (Homo soloensis) د (سولو درې انسان) د اندونزیا په جاوه ټاپو کې ژوند کاوه.
څو نسلونه وروسته فلورس انسانان ښکاره شول، دې بېساري ډول په علمي نوم هومو فلورسي ینسیس (Homo floreseinsis)  یو متري قد او ۲۵ کیلو ګرام وزن درلود.
څېړنکو په ۲۰۱۰ کال د سابیریا په دنیسوا کې د غار په کیندلو سره زموږ د ورڼو او خویندو یو بل ډول کشف کړ او هغو ته یې (Homo denisova) یانې د ونیسوا انسان نوم ورکړ.

او اخیراً زموږ ډول چې په سپین سترګي مو د هومو سپینس (عقلمند انسان) نوم ورباندې کېښود.
بل حقیقت دا دی چې ۲ میلیونه کاله وړاندې تر ۱۰ زره کاله وړاندې پورې نړۍ په یوه وخت کې د څو ډوله انسانانو د ژوند کولو ځای وو.

ټول انساني ډولونه د ډېرو توپیرونو سره سره بیا هم څو ګډې ځانګړنې لرلي چې له نورو موجوداتو یې بېلوي. ستره ځانګړنه یې دا ده چې د نورو موجوداتو په پرتله فوق العاده لوی مغز لري.

واقعیت دا دی چې د سولویانو د پاتې شونو وروستی تاریخ ۵۰ زره کاله مخکې ته ور ګرزي، دنیسویان لږ وروسته له هغه له منځه لاړل، نیاندرتالان ۳۰ زره کاله وړاندې ورک شول او ټیټ قدي انسانان ۱۲ زره کاله وړاندې فنا شول، چې په پایله کې د ټولو انساني ډولونو له ډلي یوازي مونږ عقلمند انسانان پاتي شو. بیا مو نړۍ فتحه کړه او ځان مو اشرف المخلوقات وبلل.

نوموړی زیاتوي: دا چې موږ څنګه وکولای شول په تیزۍ سره په لرې پرتو سیمو کې له بېلابېلو بیولوژیکي ځانګړنو سره میشت شو؟ څنګه مو وکولای شول نور انساني ډولونه له مخې لرې کړو؟ ولې حتی ځواکمنو او ځيرکو نیاندرتالانو ونه شوای کولای زموږ له حملې ژوندي ووزي؟ دا بحثونه تر اوسه ګرم دي.
د منلو وړ ځواب هم دا دی چې دا بحث ته امکان ورکوي: عقلمند انسان له هر څه ډېر د ځانګړې ژبې په مرسته دا نړۍ فتح کړه.

*(په لنډ ډول ویلي شو چې ۴.۶ میلیارده کاله وړاندې ځمکه هغه وخت چې یو ډول مواد سره یو ځای شول، منځ ته راغله. په ځمکه کې لمړني ژوندي موجودات ۳.۸ میلیارده کاله وړاندې او لمړني ډایناسوران ۱۵۰ میلیونه کاله وړاندې راښکاره شوو.

خو ډایناسوران بیا ۶۵ میلیونه کاله وړاندې بیرته له منځه لاړل، دا چې ولي ډایناسوران له منځه لاړل په دې اړه بېلابېل نظریات موجود دي.)

د آبیوژنس یا خپله پیدا کیدلو نظریه:

په دې نظریه کې داسې ویل کېږي چې دا ټول موجودات خپله پیدا شوي دي. د دې نظریې تاریخچه له میلاد مخکې د یونان باستان تمدن ته رسیږي. په هغه وخت کې عامه ذهنیت په دې باور وو چې ټول موجودات د یو ډول نورو موادو څخه جوړیږي. د مثال په ډول: چنجي له خرابي غوښي نه منځته راځي، یا هم مچ، میږيان او ځیني نور موجودات هم له همداسي موادو څخه رامنځته کیږي. دې نظریې تر ۱۹ پیړۍ پورې زیات پیروان درلودل، خو له هغه وروسته یې پيروان کم شوي دي.

په جنوبي افریقا کې د پخوانیو خلکو نظریې:

له مونږ مخکې یوازي تیاره، اوبه او د مومبا په نوم خدای شتون درلود. بیا یو وخت مومبا لمر رامنځته کوو لمر ځیني اوبه تبخیر کړي او وچه ځمکه هم پیدا شوه، بیا له هغه وروسته مومبا سپوږمۍ، ستوري او ژوندي موجودات چې انسان هم پکې شامل وو رامنځته کړل.

د ځمکي جوړښت یې دا ډول تشریح کول: (  په اوبو کې یو ماهی دی، په ماهی یو غویي ولاړ دی، چې د غویي په ښکر باندې نړۍ ایښودل شوي).

خو د کائیناتو د پیدایښت په اړه د اسلام په سپیڅلي دین کې څه ویل شوي؟

په دې سپیڅلي دین کې هر څه منطقي بیان شوي دي: کائینات ډېر پراخ دي او پیدا کوونکی یې هم ډېر لوی دی. دا ځمکې او اسمانونه یوه خالق په شپږو ورځو کې پیدا کړل.

له انسانانو مخکې نورو موجوداتو په ځمکه کې ژوند کول، چې بیا هغه د کائیناتو خدای له منځه یوړل او انسانان یې ځمکې ته راولیږل. په ځمکه کې نور ژوندي موجودات هم ژوند کوي. خو انسانان د عقل لرلو له امله په ځمکه کې اشرف المخلوقات دي، او نور موجودات هم د همدي انسانانو لپاره پيدا شوي دي.

إِنَّ رَبَّكُمُ اللَّهُ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ فِي سِتَّةِ أَيَّامٍ…

ژباړه: پرته له شکه چې رب مو هغه الله دی چې ځمکې او اسمانونه یې په شپږ ورځې کې پیدا کړل…
(قران، الاعراف، ۷: ۵۴)

دلته مفسرین څو بېلابېل نظریات لري: ځیني مفسرین وایې چې دلته له ورځي څخه هدف پړاو دی، یانې په شپږ پړاونو کې ځمکه او اسمانونه پیدا شوې.

د قرآن کریم په نورو ځایونو کې د یوم موده داسي ټاکل شوي:

… ثُم فِي يَوْمٍ كَانَ مِقْدَارُهُ أَلْفَ سَنَةٍ …﴿٥﴾

… په ورځ کې چې اندازه یې ستاسې د زرو کلونو ده…

بل ځای کورو:

تَعْرُجُ الْمَلَائِكَةُ وَالرُّوحُ إِلَيْهِ فِي يَوْمٍ كَانَ مِقْدَارُهُ خَمْسِينَ أَلْفَ سَنَةٍ ﴿٤﴾

ژباړه:

ملایکې او روح په ورځ کې چې اندازه یې ستاسې په کلونو پنځوس زره کاله کېږي، د هغه لور ته پورته ځي.

( قران، المعارج، ۷۰: ۴۴)

دواړو ځایونو کې ګورو چې یوم وخت دومره ټاکل شوی چې زموږ د ورځې په پرتله خورا اوږدې دي. نو د ایام وخت خو بیخې لوی او اوږد مهال کېږي.

په قران کې بل ځای لولو:

قُلْ أَئِنَّكُمْ لَتَكْفُرُونَ بِالَّذِي خَلَقَ الْأَرْضَ فِي يَوْمَيْنِ وَتَجْعَلُونَ لَهُ أَندَادًا ۚ ذَ‌ٰلِكَ رَبُّ الْعَالَمِينَ ﴿٩﴾ وَجَعَلَ فِيهَا رَوَاسِيَ مِن فَوْقِهَا وَبَارَكَ فِيهَا وَقَدَّرَ فِيهَا أَقْوَاتَهَا فِي أَرْبَعَةِ أَيَّامٍ سَوَاءً لِّلسَّائِلِينَ ﴿١٠﴾ ثُمَّ اسْتَوَىٰ إِلَى السَّمَاءِ وَهِيَ دُخَانٌ فَقَالَ لَهَا وَلِلْأَرْضِ ائْتِيَا طَوْعًا أَوْ كَرْهًا قَالَتَا أَتَيْنَا طَائِعِينَ ﴿١١﴾ فَقَضَاهُنَّ سَبْعَ سَمَاوَاتٍ فِي يَوْمَيْنِ وَأَوْحَىٰ فِي كُلِّ سَمَاءٍ أَمْرَهَا ۚ وَزَيَّنَّا السَّمَاءَ الدُّنْيَا بِمَصَابِيحَ وَحِفْظًا ۚ ذَ‌ٰلِكَ تَقْدِيرُ الْعَزِيزِ الْعَلِيمِ ﴿١٢﴾

ژباړه:ووایه: ایا تاسې له هغه انکار کوئ چې ځمکه یې په دوه پېره ( پېر د وخت لویې اندازې ته وایو) کې پيدا کړه، او هغه ته ساري لټوئ ؟ دی د عالمیانو رب دی. او په ځمکه یې محکم غرونه ودرول او پکې یې زیاتې کټې پیدا کړې او روزي یې په څلور پېره کې تقدیر کړه او (هغه هم) یو ډول او د اړمنو د اړتیا وړ. همدارنګه یې اسمان ته مخ کړ په داسې حال کې چې هغه دود ؤ. بیا یې هغه او ځمکې ته وویل: په خوښه یا ناخوښه راشئ. دواړو وویل: فرمان وړونکي راغلو. بیا یې هغه د اووه اسمانونو په توګه په دوه پېره کې تیار کړل او ټولو اسمانونو کې امرونه وحیه کړل. او د ځمکې اسمان یې په ستورو ښکلی کړ او حفظ یې کړ. داسې دی د عزیز او علیم رب تقدیر. (قران، فصلت، ۴۱: ۹-۱۲)

په دې ایت شریف کې زیاتو ټکو ته اشاره شوې ده، چې یو مهم ټکی یې د ځمکې اسمان له نورو نه توپیر کول دي. د اووه اسمانونو په کیفیت خبرې دلته نه کوو، کنه د ځمکې اسمان په اړه به مو خبرې کړې وې او اووه اسمانونه به مو څېړلي ول. څه چې دلته مهم دي او ما دا ایت شریفونه ذکر کړل دا دي چې ځینې کره کتونکي نیوکه کوي چې دلته په قران کې ټکر پیدا شو. ځکه قران کې وایي چې ځمکي او اسمانونه په شپږ ورځو کې پيدا شول خو دلته که ورځې سره ټوټل کړو، اته ورځې کېږي:

ــ ځمکه په دوه پړاوه کې پیدا کول ،،

ــ څلور پړاوه کې د ځمکې اوسېدونکو لپاره ( که انسانان دي، حیوانات، حشرات، او نباتات) د روزي بندوبست کول (ثم)،،

ــ دوه پړاوه کې اسمانونه جوړول.

په دې توګه ټول اته پړاوه شول.

ایت ته مراجعه وکړئ او وګورئ چې د ثم توری کارول شوی دی چې د (بیا/وروسته) او (همدارنکه/هممهال) مانا ګانې لري. یانې په دوه پړاوه کې ځمکه پيدا شوه، څلور پړاوه نور وخت یې ونیو چې د ځمکې ټولې اسانتیاوې پوره شوې او ورسره هممهال اسمانونه هم تیار شول. په دې توګه ټول شپږ کېږي.

قران د کایناتو پیدایښت لپاره Sequence نه دی اېښی. بلکې د Sequence په اړه مطالعه ښیي چې په پورته ایت کې قران د ثم له توري څخه د هممهال مانا ورکوي.

موږ وویل چې له یوم نه موخه پړاو/پېر ده او د ایام مانا خورا اوږد مهال کېږي چې ساینس هم له دې خبرې سره سراسر جوړ دی. البته دلته د شپږ پړاوه توضیح قران کې لولو، پوښتنه داده چې ساینس د شپږ پړاویز پیدایښت په اړه څه لري؟

ساینسي څېړنې ښیي چې د کایناتو پیدایښت خورا اوږده موده نیولې ده، خو د شپږ پړاوه پر کیفیت ساینس د خپل محدود پرمختګ پر درشل کې لا هم هیڅ مالومات نه لري. نو شپږ پړاویز پیدایښت په اړه ساینس نه پخلی کولی شي او نه یې ردولی شي. خو ساینس دومره پخلی کوي چې هوکې! د کائیناتو پیدایښت په اړه قران حق وایي چې خورا اوږد مهال یې نیولی دی.

سرچینې:

  1. انسان خرمند (نوح هراري کتاب چې د بشریت د تاریخ په اړه یې لیکلی)
  2. https://www.beytoote.com/scientific/chera/history3-earth-life.html
  3. https://www.hamshahrionline.ir/
  4. https://www.radiofarda.com/a/f2_world_stephen_hawking_how_man_came_about_universe_new_scientist/24277047.html
  5. انفجار بزرګ و کائینات (کتاب)
  6. https://www.radiofarda.com/a/taboo-e65-Genesis-creation-vs-Evolution/29028097.html
  7. https://www.radiofarda.com/a/f2_world_stephen_hawking_how_man_came_about_universe_new_scientist/24277047.html
  8. https://ir.voanews.com/a/discoverychanalnewserieshowking-2011-8-11-127562848/150979.html
  9. https://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=10422
  10. https://www.radiofarda.com/a/taboo-e65-Genesis-creation-vs-Evolution/29028097.html
  11. http://ensani.ir/fa/article/92167/%D9%85%D8%B1%D8%A7%D8%AA%D8%A8-%D8%AE%D9%84%D9%82%D8%AA-%D8%A7%D8%B2-%D8%AF%DB%8C%D8%AF%DA%AF%D8%A7%D9%87-%D8%A2%DB%8C%D8%A7%D8%AA-%D9%88-%D8%B1%D9%88%D8%A7%DB%8C%D8%A7%D8%AA

لیکنه: رحمت الله محمد


ZhwandoonMay 16, 2020
964.jpg

1880

هندی مبلغ ذاکر نایک چېرې او پر څه بوخت دی؟

اوس ډاکټر ذاکر نایک څه کوي او په مالیزیا کې ژوند څنګه تېروي؟ نو په اړه یې بي بي سي معلومات راټول کړي او له ده سره يي د مرکې هڅه کړې.

شاوخوا درې کاله دمخه د هند اسلامي مبلغ ډاکټر ذاکر نایک خپل هېواد پرېښود او مالیزیا کې یې خپل نوی ژوند پیل کړ.

کله نا کله پر نوموړي هغه وخت زیات بحث کېږي کله چې دی د هند پرصدراعظم نریندرا مودي او د دې هېواد پر چوپړتیا نیوکې کوي.

اوس ډاکټر ذاکر نایک څه کوي او په مالیزیا کې ژوند څنګه تېروي؟ نو په اړه بي بي سي معلومات راټول کړي او له ده سره یې د مرکې هڅه کړې.

د بي بي سي خبریال داسي لیکي:

د دې لپاره د ممبۍ د عامه اړیکو له کمپنیو (پي. ار. ایجنسیو) سره اړیکه ونیوه، خو دوی زموږ غوښتنه رد کړه.

سربېره پردې موږ تېره اونۍ د ذاکر نایک د لیدو لپاره د مالیزیار پلازمېنې کوالالمپور ته ولاړو.

له ذاکر نایک سره د لیدو لپاره مو شېبې شمارلې، له لږ ځنډ وروسته یوه سړي ټیلیفون وکړ چې ډاکټر ذاکر نایک به ماښام له تاسې سره وګوري.

موږ ته وویل شول چې ذاکر نایک په پتراجایا ښارګوټي کې اوسېږي، دا ښارګوټی له کوالالمپوره ۴۰ دقیقې لیرې دی.

دا ښارګوټی پر هغو ونو مشهور دی چې ربړونه ترې جوړیږي. دا ښارګوټی د دنګو ودانیو په درلودو سره ښکلې ښکاري.

موږ د جمعې په ورځ له ذاکر نایک سره د لیدو پرېکړه وکړه ځکه موږ ته ویل شوي وو، چې نوموړی د ښار جامع جومات ته ځي.

کله چې موږ د پتراجایا جومات ته ورسېدو، هلته له لمونځ کوونکو ګرځندویان ډېر وو، د جومات امنیتي ساتونکو موږ ته وویل چې ذاکر نایک به په یوه بجه هلته ورسېږي.

اوس هم موږ سره وخت وو، نو ځکه مو پرېکړه وکړه چې چېرته اوسیږي، هلته ولاړ شو.

له پنځو دقیقو وروسته موږ د تامارا سیمې ته ورسېدو، په دې سیمه کې څو اسمان څکې ودانۍ وې، خپل پیغام مو د ذاکر نایک د ښارګوټي امنیتي پرسونل پر لاس نوموړي ته واستوه. امنیتي مامورینو زموږ د پاسپورتونو عکسونه هم واخيستل.

له ذاکر نایک سره د لیدو لپاره مو شېبې شمارلې، له لږ ځنډ وروسته یوه سړي ټیلیفون وکړ چې ډاکټر ذاکر نایک به ماښام له تاسې سره وګوري.

ذاکر نایک په ۱۹۶۵ کال د ممبۍ په مسلمان مېشته سیمه ډونګري کې زیږېدلی.

موږ بېرته جومات ته ستانه شوو، شاوخوا یوه بجه وه چې ‌ډاکټر ذاکر نایک له خپل امنیتي ساتونکو سره راغی.

کله چې لمونځ کوونکو ذاکر نایک ولید، نوموړي ته یې سر ورټیټ کړ او پر لاس یې ورسره ستړي مشي وکړه، کله مو چې ولیده، ومو انګېرله چې دننه په جومات کې ذاکر نایک یوه مهمه سټه ده او په دې بیروبار کې له ده سره لیدنه ناممکنه برېښي.

ماخپل ملګري دیپک ته وویل، هېڅ ستونزه نشته ماښام پنځه بجې به ده سره وګورو.

له دې وروسته موږ بیا ماښام د نوموړي ښارګوټي ته ورسېدو، دا ځل امنیتي مسوولینو اجازه راکړه چې سیمې ته ننوځو. دې استوګنیز ښارګوټي ته رسېدو سره یوه کس موږ ته ځان د ذاکر نایک ملګری راوپېژاند، دې سړي موږ ته وویل هغه جومات ته ولاړ شئ چې د دوو ودانیو ترمنځ دی.

موږ ته وویل شول چې ذاکر نایک د ماسپښین لمونځ کوي، کله چې موږ جومات ته ورسېدو ګورو چې ډاکټر ذاکر نایک شاوخوا له ۵۰-۶۰ کسانو تر مخ ولاړ دی څنګه چې هند او د نور هېوادونو زرګونه خلک دده د وینا اورېدو ته راتلل.

موږ باور نه لاره ځکه که نوموړی موږ سره خبرو ته زړه هم ښه کړي، خو مالیزیا به د مرکې اجازه ورنه کړي.

له ډاکټر ذاکر نایک سره زموږ پېژندګلوي له لمانځه وروسته هغه وخت وشوه کله چې نوموړی له جوماته په وتلو و. موږ په دې فکر و، که نوموړی موږ ته په جومات کې دعوت راکړي نو خبرې به راسره وکړي.

خو ذاکر نایک نېغ په نېغه وویل ”ولې عارف (ممبۍ کې هغه څوک و چې له ذاکر نایک سره یې اړیکه نیولې وه” تاته نه وو ویلي چې ما ولې له مرکې ډډه کوله؟ پر بي بي سي باور نشته او نه پر تا کېدای شي، تاسې له ما سره توپیري چلن کوئ.”

ما اعتراض وکړ او ومې ویل ”بي بي سي له هېچا سره هم توپیري چلند نه کوي دا هغه ټکي وو، چې په ۳۰ کلونو کې کې مې د لومړي ځل لپاره واورېدل.”

ډاکټر ذاکر نایک چې دا واورېدل ویې ویل ”د دې لامل دا دی چې تاسې داسې سړی په لومړي ځل ګورئ چې رښتیا وايي.”

ما وویل، که څه هم تاسې له مرکې ډډه وکړه، خو زما د لیدو هڅه دا وه چې پر موږ د لګېدلو تورونو په اړه د دوی نظر اخیستل پکار دي.

له دې سره هممهاله نوموړي وویل چې له یوه نامسلمان سره به مرکه وکړم، خو تاسره نه.

نوموړي په خپل ښوونځي کې هغه کیسې ته اشاره وکړه چې په ۲۰۱۶ کال کې خپره شوې وه ویې ویل ”ما ځکه تاته خپل ښوونځي ته د تګ اجازه درکړه چې ته مسلمان یې او ما به ښه درک کړې.”

زما سره د لیدو پر وخت د نوموړي وروستۍ خبرې دا وې ”کله دې چې بي بي سي پرېښوده، بیا به درسره مرکه وکړم.”

زما دا لیدنه تر یوې دقیقې زیاته نه وه. زه پوه نه شوم چې نوموړی له ما خپه دی او که له بي بي سي؟

صدر اعظم مهاتیر محمد ته به دا کار دومره اسانه نه وي ځکه د ده نیکونه هندیان دي.

د برتانیا حکومت یو وخت په خپل هېواد کې پر ده بندیز لګولی و، ما فکر وکړ دی به ددې له امله له بي بي سي خپه وي.

زه دې خبرې هم هک پک کړم، چې په ۲۰۱۶ کې زه په دوبۍ کې وم، نوموړي له بي بي سي سره مرکې ته ولې زړه ښه کړ؟ دا جلا خبره ده چې ده هغه وخت له مرکې ډډه وکړه کله چې هوايي اډې ته تلو.

موږ باور نه لاره ځکه که نوموړی موږ سره خبرو ته زړه هم ښه کړي، خو مالیزیا به د مرکې اجازه ورنه کړي.

تېر کال کله چې ده د مالیزیا د هندوانو په اړه ویلي وو، نوموړی د دې هېواد له صدر اعظم مهاتیر محمد څخه زیات د هند صدراعظم نریندرا مودي ته درناوی لري، چې یو جنجال یې جوړ کړ او ورته وویل شول له داسې ویناوو تېر شه او د اسلام پر تبلیغ تمرکز وکړه.

مالیزیا کې له یوې اونۍ تېرولو وروسته موږ ته معلومه شوه چې ذاکر نایک په دې هېواد کې خپل ځان اغېزمن ثابت کړی. موږ ته د مالیزیا د پینانګ ایالت مرستیال وزیر وای بي کمارسامي وویل، چې ذاکر نایک په دې هېواد کې ”د اوتار حیثیت خپل کړی”.

د مالايي ټولنې ځوان کهول که نجونې دي یا هلکان نوموړي ته ډېر درناوی لري. موږ د مالیزیا په پلازمېنه کوالالمپور کې د ځوانانو له یوه ګروپ سره ولیدل.

ذاکر نائیک

له دوی څخه د خبرو په لړ کې موږ د مشهورو هندوانو نومونه وپوښتل.

یو هلک ناڅاپي وویل ”زه یوازې ذاکر نایک او ګاندي پېژنم” یوه بل هلک بیا د فلمي ستوري شاه رخ خان او ذاکر نایک نومونه یاد کړل. بل بیا ور زیاته کړه چې په هندیانو کې موږ یوازې ذاکر نایک پیژنو.

د هر عمر لرونکی له ذاکر نایک څخه اغېزمن دی.

د هزوان سایفک په نوم یوه تن د ذاکر نایک په اړه وویل ”نوموړی یو دیني عالم دی، ژور فکر او منطقي دلایلو یې د اسلام په اړه زما شکونه رالېرې کړل.”

سایفک د ذاکر نایک ستایونکی دی، وايي: ”ذاکر نایک نه یوازې په اسلام کې ژور معلومات لري، بلکې په نورو دینونو کې هم لاسبری دی، لکه بودايي، هندو او عیسوي دینونه.”

خو په مالیزیا کې ډېری خلک په ځانګړي ډول هندیان او بودایان پر ذاکر نایک ځکه نیوکه لري چې نوموړی ددوی مذهب له اسلام سره پرتله کوي او غوره یې نه بولي.

د یوه جنجالي مبلغ په څېر د ذاکر نایک سفر خورا حېرانونکی و، په هند او بنګله دیش کې د ده پر ټلوېزیون (پیس ټي وي) هم بندیزونه لګېدلي دي.

په خواله رسنیو کې د ذاکر نایک پلوی ‘اې کې ارون’ په دې فکر کې دی چې ذاکر نایک ”د مالیزیايي ټولنې ګڼ فرهنګي ارزښتونه له منځه وړي”.

هغه وايي: ”ذاکر په ښوونیز چاپیریال کې نورو مذاهبو ته سپکاوی کوي، زما په څېر خلک دا نه خوښوي ځکه موږ پر انساني برابرښت باور لرو.”

اې کې ارون یوه له هغو هندیانو څخه دی چې د ذاکر نایک د ملاتړو له خوا د افتراض په تور محکوم شوی دی.

ارون د قضیې له درې کلونو څېړنیزو جنجالونو وروسته ستومانه ښکاري.

هغه وايي: ”له ذهني پلوه ځان راته اغېزمن ښکاري او نورهم په همدې فکر دي. که په اسانه ټکو تاسو ځواکمن نه وئ، نو ستاسې ژوند خراب دی.”

د پینانګ ایالت مرستیال وزیر وای بي کمارسامي هم په دې ډله کې دی، دی هم د افتراضي قضیو سره مخ شوی دی.

دده پر ټکو نوموړی د اسلام د تبلیغ په اړه پر ذاکر نایک څه نیوکه نه لري، خو ”پر هندو مذهب د نیوکې حق ده ته چا ورکړی؟”

ذاکر نایک ډېر پلویان لري چې زدکړیالان یې یادیږي. په دې کې یو ۳۵ کلن ځوان زمری ونوت دی او نوموړی د سویلي هند اوسېدونکی دی.

ونوت په ۱۶ کلنۍ اسلام ومانه او په دې دین کې د لا زیاتې مطالعې لپاره یې د ممبۍ د ذاکر نایک په ښوونځي کې زدکړې پیل کړې.

ونوت وايي: ”هغه یا زه او یا هم د نوموړي هر زدکوونکی د هندوانو یا د کوم بل مذهب په اړه غلطې خبرې نه کوو. موږ ټول مذهبونه سره پرتله کوو او یوه بل ته د نږدې کېدو کوښښ کوو.”

ذاکر نایک په ۱۹۹۱ کال کې د طبي تمریناتو پرېښودو وروسته د اسلامي څېړنو یو بنسټ کېښود.

ذاکر نایک په ۱۹۹۱ کال کې د طبي تمریناتو پرېښودو وروسته د اسلامي څېړنو یو بنسټ کېښود.

زمری ونوت په خواله رسنیو کې په خپل ټول ځواک سره د ذاکر نایک دفاع کوي، دا داسې فکر کوي چې په مالیزیا کې له څو محدودو خلکو پرته، نور ټول د نوموړي هرکلی کوي.

دی ادعا کوي چې دلته ځینې خلک د هندو ټولنې یا ‘RSS’ له شالید سره مخالفت لري.

هغه وايي، د هغه کورنۍ لاهم د هندو مذهب پیروان دي او هندو ملګرو یې د مذهب په پرتله کولو سره پر ذاکر نایک اعتراض نه لري.

دا رښتیا ده چې په مالايي ټولنه کې ډېری خلک د ذاکر نایک ملاتړي دي. د مالیزیا په څه باندې ۳۲ میلیوني نفوس کې ۶۵ سلنه یې مالايي دي. په دې ټولنه کې ډېری یې مسلمانان دي. په مالیزیا کې ۲۰ سلنه چین الاصله دي چې د بودا مذهب پیروان دي. اوه سلنه یې هندي نژاده دي چې ډېری د سوېلي هند اوسېدونکي دي.

دا لږکي له ذاکر نایک څخه په وېره کې دي. دوی غواړي چې حکومت یې ذاکر نایک بېرته هند ته وسپاري، ترڅو دی په هند کې د هغه په وړاندې د لګېدلو تورونو سره مخ شي.

خو صدراعظم مهاتیر محمد ته به دا کار دومره اسانه نه وي ځکه د ده نیکونه هندیان دي.

داسې ښکاري چې مهاتیر ځان له هندي نسل څخه لېرې ساتي او له ملايي ټولنې سره د یوځای کېدو په هڅه کې دی.

کمارا سامي وايي داسې کار به صدراعظم لپاره اسانه نه وي ځکه دا به د ملايي ټولنې پر ضد وي.

سربېره پردې د مالیزیا د حکومت ځینې کړیو ادعا کړې چې د ذاکر نایک په اړه د هند د حکومت له خوا چمتو شوي شواهد ضعیف او جعلي دي.

د مالیزیا صدراعظم باور دادی چې هند کې به له ذاکر نایک سره عدالت ونه شي

په هند کې د ذاکر نایک پر وړاندې حکم صادر شوی او نوموړی په ټولنیزو بنسټونو کې د ځوانانو پر هڅولو تورن دی.

هند له مالیزیا غوښتي چې د لګول شویو تورونو پر اساس ذاکر نایک ونیسي او ورویې سپاري.

خو مالیزیا ته د ذاکرنایک راتګ په دې پورې اړه لري چې د دې هېواد صدراعظم به څوک وي؟

صدراعظمۍ ته بل نوماند انورابراهیم دی چې هند ته ډېر نږدې ګڼل کیږي، خو د دې کار لپاره ابراهیم هم ډېرسیاسي ځواک ته اړتیا لري.

هارون اېس چې د مالیزیا دولت ته کار کوي وايي، ‌ذاکر نایک له نږدې څارل کېږي او زیاتوي ‘نوموړي تراوسه د مالیزیا قانون نه دی مات کړی او نه د ده پر وړاندې د پیسو مینځلو کوم شواهد موندل شوي.’

د ذاکر نایک لنډ ژوند

د یوه جنجالي مبلغ په څېر د ذاکر نایک سفر خورا حېرانونکی و، په هند او بنګله دیش کې د ده پر ټلوېزیون (پیس ټي وي/سوله تلوېزیون) هم بندیزونه لګېدلي دي.

دی په ۱۹۶۵ کال د ممبۍ په مسلمان مېشته سیمه ډونګري کې وزېږېد. د ذاکر نایک د کورنۍ ډېری غړي ډاکټران دي، د نوموړي پلار او ورور هم ډاکټران دي.

په ۱۹۹۱ کال کې نوموړي د طبي تمریناتو پرېښودو وروسته د اسلامي څېړنو یو بنسټ کېښود. د حکومت له لوري د ده بنسټ او ښوونځی وتړل شو.

داسې فکر کېږي چې دده تلوېزیون (پیس ټي وي) په ټوله نړۍ کې دوه میلیارده لېدونکي لري او ملاتړي په دې باور دي چې د هند حکومت د ده پر وړاندې دروغ ویلي او نوموړي په هغه هېواد کې هېڅ قانون نه دی مات کړی.


ZhwandoonMay 16, 2020
902-1024x538.jpg

2410

نهه کلن وم، چې پلار مې د سږو په ناروغۍ مړ شو، که مور زما د ژوند او ان موجودیت لامل وه، نو پلار مې شخصیت و. د پلار تر مرګ وروسته راته مور وویل، چې له «کیونو» باید کډه شو. یو سهار موږ (ما او مور مې)د نوي منزل په لور سفر پیل کړ. ماښام مهال یوه کلي ته ورسېدو چې په یوه څه لوړه دره کې پروت  و. د کلي په منځ کې یو لوی او ښکلی کور و. دا کور تر ټولو هغو شیانو څخه چې ما تر دې دمه لیدلي وو، ښایسته او زړه راښکوونکی و. د دروازې دننه تر دوو ونو لاندې نژدې شل قبیلوي مشران ناست وو. د کور ټول شیان ډېر په زړه پوري، ښایسته او زما له تصوره پورته وو. دا کور نو د هماغه «مکهکزوني»یا لوی مقام و، چې د تمبو لینډ ( د تمبوانو د سیمو) مرکز بلل کېده. او د تمبوانود لوی مشر «جونګینتابا والینډیو» استوګنځی و. دا لوی مشر په وروستیو لسو کلو کې زما پالونکی او ولي نعمت و. کله مې چې جونګینتابا اود هغه ارګاه بارګاه ولیده؛ نو ځان راته یو تنکی نیالګی ښکاره شو چې سیند ته پرېوتی وي. بیوزله ماشومان چې ناببره ډېرو شتو سره مخ شي؛ نو دول دول وسوسې ورته پیدا کیږي، زما هم کټ مټ همدا حال و. داسې مې انګېرله چې ډېریه تثبیت شوي باورونه او هیلې مې ورو ورو له منځه ځي او هغه کمزوري اصول، چې مور او پلار راکې روزلي؛ لړزانده کیږي. هماغه شېبه پوه شوم چې ژوند له ما څخه د لرګلوبې له اتلولۍ پرته نور څه هم غواړي.

مور مې په مکهکزوني کې تر دوو ورځو تېرولو وروسته بېرته مخ پر کیونو شوه. جونګینتابا له ماسره د خبل اولاد «جاسټیس او نومانو» په څير چلند کاوه. له ورسره اسانتیاوو څخه یې زه هم برخمن وم. البته جونګینتابا نه وه هېره کړې، چې دی زما د پلار د مشورې له کبله دې مقام ته رسېدلی و.

ما د ماڼۍ څنګ ته په یوه ښوونځي کې چې یوازې یو ټولګی یې درلود، در ویل. انګلیسي، خوسا ژبه، تاریخ او جغرافیه زما په درسي مضامینو کې شامل وو. په ښوونځي زما د بري لامل وړتیا او ښه ذهن نه، بلکي دېرې او پرله پسې هڅې وې. جاسټیس تر ما څلور کاله مشر او تر پلار وروسته مې د ژوند لمړنی اتل و. زه او جاسټیس د ژوند په ډېرو چارو کې د نظر له اختلاف سره سره ښه دوستان وو. د اختلاف یو لامل مو دا و چې هغه مست، خوشاله او خندېدونکی و او زه غلی اوجدي وم.

په مکهکزوني کې زه اړ وم چې دوو شیانو، (قبیلوي مشرۍ مقام او کلیسا) ته ډېر ارزښت ورکړم. لوی مشر جونګینتابا پرمذهبي چارو ډېر ټینګ و. یادېږي مې چې یوه ورځ یې زه په دې ووهلم، چې د کلي له یوه هلک سره په جګړه راڅخه د یکشنبي دعا پاتي شوي وه، دا ګناه مې بیا هېڅکله ونکړه. د لوی مشر په کور کې زما لیدنو او کتنو زما پر نظریو [ چې وروسته مې د مشرۍ لپاره کارولي] ژور اغېز وښانده. ما به قومي جرګې کلکې څارلې او زده کړه به مې ترې کوله.

په هغو جرګو کې به چې د ملي مسایلو لکه وچکالي، کرنې قبیلوي اړیکو او نورو په اړه کېدې او مشران به په کې راټولېدل، لوی مشر به په جرګه کې د ګډون له امله د ټولو قومي مشرانو مننه وکړه، جرګه به یې پرانیستله؛ خو بیا به یې د جرګې ترپایه یوه کلمه هم له خولې نه رایسته.

په سر کې به زه پر لوی مشر دنیوکو له امله حیران وم. خلکو به پرې ډول ډول نیوکې کولې، خو لوی مشر به په سختو تورونو هم چوپ و او د جرګې تر پایه به یې ورته غوږ ایښی و. دهغوۍ د نیوکو پر وړاندې به یې له خپلې دفاع پرته، بل هېڅ ډول تېز او سخت غبرګون نه ښکاره کاوه. دا جرګې به هرو مرو به یوې پرېکړې پای ته ورسېدي، خو تل به هم داسې نه وه، کله کله به جرګه اوږده شوه او بې پرېکړې به پاڅېده چې د جرګې د نه خلاصېدو مانا به یې لرله. لوی مشر به زیاتره د جرګې په پای کې چې لمر به په لویدو و، خبرې پیل کړې د هغه هڅه به دا وه چې د جرګې بهیر سره راټول او یو ګډ نظر ترې راوباسي.

ما تل د یو مشر په توګه هڅه کړې، چې د مکهکزونې د لوی مشر همدا اصول خپل کړم، تل مې تر خپلو خبرو وړاندې د نورو اورېدلي دي. زیاتره وخت زما نظر په مجلس کې د ورکړل شویو نظرونو مجموعه وي د لوی مشر دا نصیحت مې همېشه په یاد وي چي ویل یې: « مشر تل د شپانه په شان تر رمې وروسته ځي، چالاکه کس پرېږدئ چې تر تولو مخکې شې، خو؛ په دې نه پوهیږي چې ګنې له وروسته څارل کېږي».


ZhwandoonMay 14, 2020
957.jpg

1790

ژباړه: رحمت الله محمد

ادګار میچل امریکایي فضانورد چې په ۱۹۷۱م کال کې یې د آپولو۱۴ ماموریت کې شتون درلود، شپږم انسان ده چې د سپوږمۍ په سطحه یې قدم ایښی. نوموړی ادعا کوي چې فضایي موجوداتو د روسيې او امریکا تر منځ د دریمي نړیوالي جګړې مخه نیولې.

میچل له Mirror Online وېب سایټ سره په خبرو کې وویل:

له څېړنو وروسته دې پایلي ته ورسیدم چې فضایي موجودات په ځمکه کې د دریمي نړیوالي جګړې د مخنیوي په لټه کې دي.

میچل له هغه وخته چې د سپوږمۍ په سطحه قدم ایښی د فضایي موجوداتو د شتون او د انسانانو په کارونو کې د هغوي د لاسوهني په اړه خبرې کوي.

میچل ادعا کوي چې هغه په نیومکزیکو کې د White Sands نظامي تاسیساتو تر څنګ لوی شوی دی، او په خپلو خبرو کې وایې:

تاسو سیمه زما په څېر نه پیژنئ، وایټ سنډس تاسیسات د اتمي وسلو د آزمایښت لپاره کارول کیږي، نو له همدي امله دلته فضایي موجودات هم شتون لري، هغوي تل زمونږ د نظامي پرمختګونو څارنه کوي.

هغه وایې چې د خپلو څېړنو په موخه یې له هغو کسانو څخه چې د سړې جګړې په وخت کې د امریکا په هوایي ځواک کې په دنده بوخت وو، هم پوښتنې کړي دي. د ده په خبره چې زیاتره هغو نظامیانو چې قوي وسلي به یې کارولي د فضایي موجوداتو له غبرګون سره مخ شوي دي.

خو د امریکا دفاع وزارت پخوانی څېړونکی نیک پوپ له Mirror Online وېب سایټ سره په خبرو کې وویل چې باوری دی هغه څه چې میچل وایې خپل لیدلی حال یې ندی بلکي د نورو سرچینو له قوله دا ډول خبرې کوي، کومې سرچینې چې تائید شوي ندي.

ادګار میچل په داسي حال کې په ځمکه کې د فضایي موجوداتو له سوله اییزو کړنو څخه خبرې کوي چې د نړۍ مشهور فزیک پوه او کهکشان پيژندونکي هاوکینګ ویلي چې ښايي یو وخت فضایي موجودات د انساني نسل د له منځه وړلو لپاره ځمکي ته راشي.

دا په داسي حال کې ده چې په رسمي ډول د فضایي موجودات شتون ندی تائید شوی، خو زیاتره څېړونکې او فضاء نوردان په دې باور دي چې ناسا او نور فضایي څېړنو مرکزونه د فضایي موجوداتو شتون پټوي.

خو د وروستیو څېړنو له مخې ساینس پوهان وایې چې په نامحدوده فضاء کې په احتمالي ډول ۴۰۰ میلیارده کهکشانونه شتون لري، چې په هر کهکشان کې له ۱۰۰ تر ۴۰۰ میلیارده ستورې شتون لري، نو څنګه به امکان ولري چې په دې دومره زیاتو سیارو کې دي ځمکه یوازنۍ سیاره وي چې په کې ژوند کول شتون لري؟

ساینس پوهان وایې: ښایي په فضاء کې نور موجودات وي، چې بیلابیل تمدنونه به لري، دوي وایې چې ښایي داسي موجودات هم وي چې تر مونږ زیات پرمختللي تمدنونه ولري. خو تر دې مهاله داسي دلیل نشته چې فضایي موجودات دي ځمکې ته دومره نږدي شوي وي چې حتا زمونږ په کارونو کې لا لاسوهنه وکړي.


ZhwandoonMay 11, 2020
926-1024x576.jpg

1920

ژباړه: رحمت الله محمد

مشهور فزیک پوه استیون هاوکینګ له مرګ نه څو ورځې وړاندې خپله وروستۍ مقاله د (د نړۍ د پای وړاندوینه) په موضوع سره نشر کړه.

توماس هرتوګ چې د دې مقالي په لیکلو کې د هاوکینګ همکار وو، د دې مقالي له اعلان وروسته وویل چې د هاوکینګ وروستۍ مقاله د ریاضي د یوه فرمول په اړه وه، په کومي کې چې د نورو جهانونو د شتون په هکله شواهد وړاندې شوي وو.

ستوري پیژندونکې دا خبره د موازي جهانونو شتون بولي. هاوکینګ په دې مقاله کې وایې چې له لویي چاودني (بیګ بنګ) وروسته ډیر جهانونه منځته راغلو، او زموږ جهان د هغوي له ډلي څخه یو ده.

هاوکینګ او همکار یې توماس هرتوګ په دې مقاله کې ویلي چې: له کلونو راهیسي فزیک پوهان په دې اړه فکر کوي چې له لویي چاودني (بیګ بنګ) وروسته زمونږ جهان څه ډول منځته راغی، خو دوي وایې چې لویي چاودني نه یوازي زمونږ بلکي نور جهانونه هم رامنځته کړي دي. هاوکینګ تاکید کول تر څو فزیک پوهان فضاء د ډیرو جهانونو لرونکې په توګه درک کړي، نو په دې موخه هغه په دې لټه کې وو تر څو خپلي دې نظريي ته یو علمي، منطقي او تضمین کوونکی چوکاټ رامنځته کړي.

که څه هم زیات ستورې پیژندونکې باور لري چې د موازي جهانونو شتون ندی اثبات شوی، خو ښاغلی هرتوګ وایې چې د هاوکینګ د موډل له مخې زمونږ جهان ته په کتو سره د نورو جهانونو شتون هم درک کولای شو.

په داسي حال کې چې د هاوکینګ د وروستۍ نظریي په هکله کوم ثبوت نشته او ستورې پیژندونکې یې هم نه تاییدوي خو هغه د دې تر څنګ یوه بله جالبه نظریه هم وړاندې کړي ده. د هغه په نظر چې د نړۍ پای به ډیر تیاره او یخ وي، ځکه چې د ستوریو انرژي به یو وخت کمیږي.

څېړونکې په دې باور وو چې ښایي هاوکینګ د خپلي وروستۍ نظريي په وسیله د نوبل جایزه تر لاسه کړي، په داسي حال کې چې هغه څو ځله د نوبل جایزي ته نوماند شوی وو، خو تر لاسه یې نکړه.

هاوکینګ له خپل مرګ نه دوه اونۍ وړاندې له هرتوګ سره ولیدل او له هغه سره یې د خپلي وروستۍ مقالي د بشپړولو او نشرولو په هکله خبرې وکړي.

هرتوګ د هاوکینګ له مرګ وروسته وویل چې هاوکینګ ته د سیاهچالو  په اړه د فضایي څېړنو او نسبیت په اړه څېړنو په خاطر باید د نوبل جایزه ورکړل شوي وای.

هاوکینګ د ۲۰۱۸م کال د مارچ میاشتي په ۱۴مه نیټه د ۷۶ کالو په عمر په کمبریج کې ومړ.


ZhwandoonMay 10, 2020
923-1024x542.jpg

1800

ژباړه: رحمت الله محمد

په سپوږمۍ د انسان له قدم ایښودلو نیمه پیړۍ وروسته د تکنالوژي شرکتونو مریخ ته د انسان لیږلو لپاره له یو بل سره سیالي پیل کړه. خو مخکې له دي داسي هڅې روانې دي تر څو د مریخ په اړه د څیړنو په موخه هلته سټلایټونه ولیږدوي.

د یويشتمي په پيړۍ له پیل راهیسي د فضایي شرکتونو پام ټول مریخ ته شوی، او د سپوږمۍ په اړه څیړنې کمي شوي دي. د امریکا د فضاء ملي اداري تر څنګ ګڼ نور شرکتونه هم هڅه کوي تر څو د مریخ د مدار او سطحي په اړه له څیړنو وروسته هلته د لمړي ځل لپاره انسان ولیږدوي.

د امریکا د فضاء ملي اداري د مریخ په هکله زیاتې څېړنې کړي دي او د دوي په خبره چې تر ۲۰۲۵م کال پورې به یادي خاوریني سیاري ته د لمړي ځل لپاره انسان ولیږدوي، او تر ۲۰۳۰م کال پورې به له یادي سیاري څخه ډبرې د ښي څیړنې په موخه ځمکې ته راوړي.

په ورته وخت کې بیا چین هم هڅه کوي تر څو د یادي سیاري په هکله څیړنې وکړي، د چین د فضایي څیړنو مرکز ویلي وو چې په ۲۰۲۰م کال کې به د مریخ د مدار او سطحي په اړه هلته سټلایټونه ولیږدوي، او د دې سیاري په هکله به څیړنې وکړي، خو په روان کال کې د کورونا ویروس له خپریدو وروسته فضایي څیړنې کمي شوي دي.

همدارنګه د اروپا او روسیي فضایي څیړنو مرکزونو هم په ګډه د مریخ په اړه د څیړنو په موخه د اکسزو مارس په نوم یو ماموریت پلان کړی دی، او ټاکل شوي چې په روان کال کې به یې پیل کړي.

د هغه تر څنګ د عربي متحده امارات هم غواړي چې د روان کال په جولای میاشت کې د لمړي ځل لپاره یو سټلایټ فضاء ته ولیږدوي. د عربي اماراتو د فضايي څیړنو له مرکز څخه شیخه المذکري وایې چې دا سټلایټ به لمړی عربي او اسلامي سټلایټ وي چې مریخ ته به د څیړنو په موخه ولیږل شي.

اوسمهال دوه سټلایټونه د مریخ په سطح او شپږ سپوږمکۍ د مریخ په مدار کې په څیړنو بوختي دي. خو تر دي مهاله یوازي د امریکا متحده ایالات توانیدلي دي تر څو د مریخ په اړه په بریالیتوب سره څیړنې وکړي.


ZhwandoonMay 9, 2020
905.jpg

800

عصمت تره کی

که د ویروس طبیعي اړخ ته ولاړ شو، نو دا هم لري خبره نده، چې دا ویروس دې په واقعي مانا یوه وبا واوسي. له دې وړاندې هم په مختلفو وختونو کې دې ته ورته ویروسونه په نړۍ کې خپاره شوي او وروسته په وباو بدل شوي دي.

 له دې وړاندې د سمال پاکس ویروس شا و خوا ۳۳ پيړۍ انسانان وژلي، د هغه ترڅنګ د تور مرګ په نوم یوې وبا په سلګونو میلیونونه انسانان وژلي دي. انفلونزا، ایډز او دې ته ورته نورې ناروغۍ هم د ډېرو انسانانو د مړیني لامل شوي دي.

د ۲۱ مې پيړۍ وبا به هم طبیعا د څوارلسمي پیړۍ له وبا سره توپیر لري. ځکه هغه وخت نړۍ په یو کلي نه وه بدله شوي. د نړۍ به کچه په دومره پراخه کچه تګ راتګ او نږديوالی نه و. د سمال پاکس ویروس تر میلاد دیارلس نیمي پیړۍ مخکې په مصر کې پيدا شوی و. وروسته یې د یونان تمدن هم لړزولی و. خو دا ویروس شاوخوا ۲۸ پيړۍ وروسته د اروپايي فوځیانو او کډوالو له لورې امریکا لويي وچې ته ورسېد. مګر کرونا د دې ویروس برعکس په همدومره ورځو کې له چین څخه امریکا ته ورسېد. خو هغه وخت له امریکا څخه چین ته تګ راتګ هم کم و، حتی امریکا لا کشف شوي نه وه. لا هم د اروپا او آسیا اوسېدونکې انسانان د امریکا لويي وچې له شتون څخه خبر نه و.

 د کرونا ویروس د مخکنیو وبا ګانو په نسبت په چټکۍ سره خپور شو، خو مړینه به یې کمه وي، ځکه که د ویروس ژر خپریدو ته زمینه برابره ده، د هغه ترڅنګ یې د مخنیوي لپاره ګڼ روغتیايي خدمات او امکانات هم شته. نو د ډېری کسانو د مړیني مخه به ونیول شي او د کرونا ویروس د واکسین په جوړیدو سره به یې عمر هم را لنډ شي.

د هغه ترڅنګ ویروس معمولا په عمر خوړلیو انسانانو ژر اغېز کوي، ځکه د هغوۍ د بدن دفاعي سیستم کمزوری وي. هغه کسان چې مخکي نورې ناروغۍ ولري، د هغوۍ د بدن دفاعي سیستم هم کمزوری شوی وي. نو ویروس په دا ډول انسانانو ژر اغیز کوي او د مړیني لامل یې هم ګرځي. نو دا حتمي دا مانا نلري، چې کرونا ویروس مصنوعي رامنځته شوی دی، ترڅو عمر خوړلي کسان له منځه یوسي.

له دې وړاندې ویروسونو او وباګانو پیړیو دوام کړی، مګر کرونا ویروس چې میاشتو ته ورسېد، نن په ساینس نیوکې کیږي، چې ولي یې ونشوای کولای واکسین ورته جوړ کړي. تاسو فکر کوئ، ساینس دومره پرمختګ په میاشتو او یا هم په ورځو کې کړی. د ساینس دومره کشفیاتو او پرمختګونو په پيړیو وخت نیولی. په تدریجي توګه ساینسي کشفیات او پرمختګونه بشپړه شوي دي.

نو د کرونا ویروس واکسین جوړول به هم لږ وخت ونیسي. ځکه تر اوسه پورې لا هم کرونا ویروس په ټوله مانا ندی پیژندل شوی. د کرونا ویروس اړوند کوم څه چې وړاندې کیږي، ډېری یې یوازي تیوري ګانې دي. ډېری معلومات چې د نړیوال روغتیايي سازمان له لورې خپاره شوي، بیرته رد شوي دي. ځکه وروسته تجربو بل څه ښودلي دي.

دا هم امکان نلري، چې ساینس دې د کرونا ویروس په مخنیوي کې پاتي راشي، مګر دا هم امکان نلري، چې دا کار دې په یوه ورځ یا یوه میاشت کې وشي. همدااوس ټوله نړۍ د کرونا ویروس د واکسین په جوړولو لګیا ده، خو بریالی آزمایښت یې لا ندی ترسره کړی. خو د واکسین تر جوړولو وړاندي د دې ویروس د مخنیوي لپاره یوازینۍ لار کرنتین دی. چې همدااوس د نړۍ ټول ښارونه کرنتین شوي دي. دا چې کرنتین د هوا له پاکوالي او د ځمکې د تودوخې درجې له کموالي سره مرسته کوي. حتمي دا مانا نلري، چې دا ویروس مصنوعي رامنځته شوی ترڅو ښارونه کرنتین شي. ممکن ویروس طبیعي واوسي، خو وروسته دولتونه له دې فرصت څخه د ګټې اخیستني هڅه وکړي.



زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008