وروستي خبرونه

ټولنیزي لیکنې

ZhwandoonAugust 23, 2020
696.jpg

2420

 لیکنه: محمدخان ذهین

تاته غېرت څۀ شی ښکاري؟ لویې خبرې؟ وژنې؟ کنځلې؟ او کۀ لاپې_شاپې؟

یا ځان دروند او بل سپک ګڼل؟ کۀ پۀ وړه خبره جنګ او ټوپک ته لاس کول؟

هن؟

ستا غېرت همدا دی، چې د یوې روپۍ او څوکۍ بدل کې محافظه کاري او چاپلوسي وکړې؟

ورشه! غېرت پۀ سمه معنا وپېژنه!

غېرت د مـلي فکر پالل دي! د ویدو فکرونو بېدارول دي! پر کرښه د اغزن تار مخه نیول دي! د هـر چا خـبره د فـکر پر تـله تلل دي! خپل ورور ته د نفرت پرځای خندل دي! غېرت د ځان، مـال او نوامیسو ساتل دي! غېرت پۀ ټـوله معنا پر ځـان بسیا کېدل دي! غېرت د پوهې پۀ ځواک پر نورو ځان منل دي! غېرت د غټ ټوپک پرځای د کوچني قلم چلول دي! د بریا پر لوري تلل، ستونزې زغمل، نفرت شړل او مینه کول دي! غېرت منزل ته د رسېدو ډیوه ده! کۀ غېرتي یې، نو ډاکټر شه، انجېنیر شه، ژورنالېست شه! کۀ غېرتي یې، نو صابر شه، د ورور یو څو خبرې وزغمه! کۀ غېرتي یې، رښتینی شه، د ژبې او زړۀ خبره یوه کړه! کۀ غېرتي یې، نو ولس پرځان راټول کړه! کۀ غېرتي یې، نو بل افغان ته لۀ ضرره او شره ځان بچ کړه! له نورو ټولو تېر شه! کونړ ته ورشه! هلته د سیند اوبه مهار کړه!

درته کنځلې کوي. ته یې چې خواته ورشې او سېلفیانې اخلې، نه پرې پوهېږې؟ تۀ یې د اوبو د شرار پرځای کنځلو څخه خوند اخلې

دا شور نۀ دی پېغور دی. کنځلې دي. رټل دي. سپکول دي. په کومو سترګو د دغو اوبو ننداره کوې؟ پوهېږې؟ ستا غرونو کې پر تنکو مماړو څڅېدلې اوبه بل ملک کې رقیب لوبوي. ترېنه برېښنا جوړوي. کارخانې چلوي. پای کې د ستا د اوبو تولید هم بېرته پر تا خرڅوي

وشرمېږه! څو چې دې ریښتینی غېرت نه وي پیدا کړی، ځان غېرتي مۀ بوله. د کونړ سیند لوري ته مۀ ورځه! پر هغې لارې چې تلې، سترګې پټوه! څو چې خپله ټکنالوژي ونه پنځوې، څو چې د پوهې پۀ ځواک دا ثابته نۀ کړې، چې جنګ د سپیو او مینه د سړیو کار دی. دا د غېرت او بې غېرتۍ جوت توپیر دی! غېرتي شه؛

ځکه:

غېرتي یو ښځه ترې ښه ده ———– د بې غېرتو کۀ لښکر وي څۀ پرې کړمه؟


ZhwandoonJuly 18, 2020
399.jpg

1920

# ټولو خلکو پر یو بل غونډاري ویشتل، خو دا غونډاري د حافظ په څېر نالیدلي وارېدل. د دې ځای ډېری خلک نابینا وو، خو په همدې نابیناتوب یې بیا هم پر بیناوو رهبریت کاوه؛ ځکه په دوی کې به چې کوم یو لیدونکی پیدا شو او د شته نندارو لیدلی حال به یې ویلې، د ړندو له لوري به ورته سپکې_سپورې ویل کېدې او له هرې خوا به د خندا، سپکاوي او کرکې په ډزو ویشتل کېدۀ.


ZhwandoonMay 28, 2020
36.jpg

1790

لمړی به مورنۍ ژبه وپیژنو:

 مورنۍ ژبه هغي ژبي ته ویل کیږي کومه چې یو انسان یې په لمړي ځل له خپل مور او پلار څخه زده کوي. ترڅو له خپل شاه او خوا سره په هغې خبرې وکړي او خپلې غوښتنې پرې بیان کړي.

که تاسو فکر کوئ چې د یوه انسان مورنۍ ژبه هغه ژبه ده په کومه چې د نوموړي مور خبرې کوي، دا تعریف یې بلکل غلط دی، ځکه د (مورنۍ ژبې) اصطلاح په حقیقت کې د (مور) له کلمې را اخیستل شوي چې اصل معنی یې د انسان د زیږیدو ځای یا هیواد دی. یعنې هیڅکله په دې معنی نده چې د چا مور دې په کومه ژبه خبرې وکړي هغه دي دهغه مورنۍ ژبه واوسي ځکه ښځې وروسته له واده کولو د میړه کور ته ځي هلته دې امکان ولري چې میړه یې ددې په ژبه خبرې ونه کړي نو اولادونه یې د هغه ځای په محلي (یعنی د پلار) په ژبه خبري کول زده کوي. چې همدغه یې مورنې ژبه ګڼل کیږي.

دوهم به دا ووایو چې مورنۍ ژبه څه اهمیت لري؟

د دې پوښتني په ځواب کې به ووایم چې: مورنۍ ژبه ده چې د یوه قوم کلتور او عنعنات ساتي، خان عبدالغفار خان وایې: کوم قام ته چې خپله ژبه سپکه شي، نو هغه قام سپک شي، خو د کوم قام چې ژبه ورکه شي، نو هغه قام ورک شي.

نو ویلای شو چې، مورنۍ ژبه زمونږ کلتور او عنعنات ساتي، مورنۍ ژبه کلتور له یو نسل څخه بل نسل ته لیږدوي.

هغه پلاران چې بچیان یې په مورنۍ ژبه روانې خبري نشي کولای او یا هغه والدین چې بچیان یې له مورنۍ ژبې فاصله پیدا کوي په دې نه توانیږي چې خپل عقاید، ارزښتونه، عنعنات، د کارډول، اخلاق، اداب او نور خپلو بچیانو ته ولیږدوي.

نېلسن منډېلا وایی، که له یو چا سره په داسې ژبه خبرې وشي چې هغه پرې پوه شي، نو ستا خبره به د هغه مغزو ته ولوېږي، خو که له هغه سره د هغه په مورنۍ ژبه خبرې وکړې نو دا به د هغه زړه ته ولویږي.

د ټورنټو پوهنتون پروفیسر داکټر جیم کیومنز وایي٫ هغه کوچنیان چې خپله مورنۍ ژبه یې ښه زده وي، په ښوونځي کې د نورو ژبو د زده کولو ښه استعداد لري.

یو ماشوم به ځان د هغه کلتور او ژبې وګڼي چې ښه پرې پوهېږي.

کله چې ماشوم په خپله مورنۍ ژبه ښه نه پوهېږي، موږ ویلای شو چې هغه له خپل کلتور او د پېژندګلوۍ له ارزښته خبر نه دی.

ژبه او پېژندګولي له یو بل سره نه بېلېدونکی تړاو لري.

په نړۍ کې د ژبو شمېر، او د لمنځه تللو عوامل يې:

که وپوښتو چې په نړۍ کې د شمیر له پلوه څومره ژبې شته، ځواب به یې یوازې یو اټکل وی. ژبپوهان د سیمه ییزو لهجو څخه پرته په نړۍ کې د ژبو شمیر ۶۰۰۰  ښیي خو د میڅلر د ژبو دائرة المعار ف د نړۍ د ژوندیو ژبو شمیر له  ۳۰۰۰ څخه تر  ۵۰۰۰ پورې ښیي، چې یوازې څو سوه یې لیکل کیدای شي او له لیکل شوو ژبو څخه یوازې یو کم شمیر یې پرمختللې لیکل شوې ژبې ګڼل کیدای شي. خو د براک هاوس  دایرة ا لمعارف په نړۍ کې له  ۲۵۰۰ څخه   تر  ۵۵۰۰ پورې ژبې مني. همدا شان په نړۍ کې د ۲۰۰ څخه ډیرې ژبې یو ملیون او یا تر دې هم ډیر ویونکې لري.

یونسکو وایي چې په نړۍ کې د  ۶۰۰۰  موجودو ژبو څخه کابو نیمایي ژبو ضرر لیدلی دی.  ښاغلی  پیتر اوستین چې  د لندن  په یوه پوهنتون کې پروفیسر دی او د ژبو په هکله یې په زړه پورې څیړنې کړې، دی دا ویره لری چې په راتلونکو سلو کلونو کې به د نړۍ د ژبو له خزانې څخه نیمایي ژبې له منځه لاړي شي. 

د یونسکو د څیړنو په حواله د نړۍ د ټولو ژبو څخه  ۹۶ فیصده ژبې کابو د  نړۍ د  څلور فیصده  وګړو له خوا کارول کیږي. همدا سازمان وایي چې په هرو دوو اونیو کې له نړۍ څخه یوه ژبه خپله کډه باروي او مړه کیږي. د فرانسي د  پویترس  پوهنتون  استاد رنکه بیلیک بابک  په کال کې د لسو ژبو د له منځه تلو اټکل کوي. نوموړی استاد وایي هغه ژبه ژوندۍ پاتې کیدای شي چې سل زره انسانان ورباندې خبرې وکړي. حال دا چې د نړۍ د  ۶۰۰۰ ژبو څخه یوازې پر نیمایي ژبو یې د لس زرو څخه لږ  کسان خبرې کوي او یو پر څلورمه برخه ژبې له زرو تنو څخه لږ ویونکې لري. په ورته وخت کې بیا سل میلیونه وګړي یوازې شل مختلفې ژبې کاروي.

په خواشینۍ سره باید وویل شي چې د ژبو مړینه کومه نوی پدیده نه ده. ژبه د تمدن مانا لري، لکه څنګه چې بې شمیره تمدونونه له منځه تللي دي او هیڅ کومه نښه یې نده پاتي، لکه د آسوریانو او بابلیانو تمدونونه. همداسې ډیرې ژبې هم له منځه تللي دي. دا هم باید هیر نه کړو چې د یوي ژبي له منځه تلل لکه له بیولوژیکي پلوه د یو ځناور او یا بوټي د له منځه تلو په شان یوه جدي او خطرناکه ضایعه ده.

څنګه پښتو ژبه ژوندۍ وساتو؟

د پښتو خور، سانسکریت ژبه هغه ژبه وه چې پښتو ته د ډیري نږدیوالي له امله ورته د پښتو خور ویل کیده، خو له بده مرغه چې پښتو خپله دا خور هغه وخت له لاسه ورکړه چې ورو ورو یې د ویونکو شمیر کم شو.

ځیني څیړنې ښیي چې پښتو هم د افغانستان په غرونو کې د ځینو اوسیدونکو ژبه وه، خو کله چې د افغانانو له هغوي سره اړیکې زیاتي شوي، او د هغوي زیاتې پیغلي یې خپلو ځانونو ته په نکاح کړي. نو د وخت په تیریدو سره یې پښتو زده کړه، دا چې پښتو نسبت د دوي ژبي ته خوږه او اسانه ورته ښکاره شوه، نو خپله ژبه چې ابراهمي یا عبري ژبه ورته ویل کیدل، هغه یې پریښوده، د وخت په تیریدو سره عبري ژبه مړه او په ځای یې پښتو ژبه منځته راغله.

پښتو اوسمهال په افغانستان او پاکستان کې د ډیرو وګړو مورنۍ ژبه ده.

نشنل انسایکلوپیدن په ۲۰۰۷م کال کې د پښتو ژبې په تړاو دوه شمېرنې لري، په یوه کې د هغو کسانو شمېر چې مورنۍ ژبه یې پښتو ده او اوس هم پرې خبري کوي، ۳۹ میلیونه  ښېې چې د نړۍ د نفوسو ۰٫۵۸ سلنه جوړوی خو په بله شمېرنه کې د هغو کسانو شمېر چې مورنۍ ژبه یې پښتو ده خو اوس له بده مرغه په نورو ژبو خبرې کوي تر شپیتو میلیونو ښودلی دی.

څنګه چې مو مخکې هم یادونه وکړه، خان عبدالغفار خان وایي: هغه قام ته چې خپله ژبه سپکه شي، نو هغه قام سپک شي، او له کوم قام نه چې خپله ژبه ورکه شي نو هغه قام ورک شي.

نو یوه ژبه هغه وخت ضعیفه کیږي، یا له منځه ځي، کله چې د هغي ژبي ویونکې خپلي ژبي ته په سپک نظر وګوري، او یا یې هیره کړي، چې تر ډیره حده پښتو ژبه اوس له همدي ستونزو سره مخ ده. خو دا په ډاګه ویلای شو، چې د یوي ژبي سره د یوه قوم ټول کلتور او عنعنات له منځه ځي.

مخکې مو هم یادونه وکړه چې: د لندن د یوه پوهنتون پروفیسور استاد ښاغلی پیتر اوستین وایې چې په راتلوکې سلو کلونو کې به د نړۍ نیمایي ژبي له منځه لاړي شي.

دا په دې معنی ده چې، یویشمته پیړۍ د معلوماتو پیړۍ ده، نو په دې پیړۍ کې یوازي هغه ژبي زیات ارزښت لري کومې چې د معلومات په لحاظ غني وي.

نو په راتلونکو سلو کلونو کې به هم هغه ژبي له منځه لاړي شي، په کومه چې معلومات نه پیدا کیږي، نو ویونکي به یې مجبوریږي تر څو د معلوماتو پیدا کولو په خاطر نورې ژبي زده کړي، او له خپلي مورنۍ ژبي نه تیر شي.

پښتو که څه هم زیات ویونکې لري، خو بیا هم له دې امله په خطر کې ده چې، د معلوماتو په لحاظ غني نده، او لا ډیرو ژباړو او لیکنو ته اړتیا لري.

دا لیکنې او ژباړي زمونږ لپاره د نورو ژبو کسان نه کوي، دا به مونږ خپله یو چې د خپلي ژبي د ژوندي پاتي کیدو په خاطر دې ژبي ته ژباړي کوو، او کتابونه ورته لیکو.

د ډیرو ژبو د زده کړي ګټې:

هر انسان ته مهمه ده چې نورې ژبي هم زده کړي، ځکه په ډیرو ژبو کولای شي، د بیلابیلو سیمو له وګړو سره اړیکې ولري.

بله دا چې د معلوماتو پیدا کول به ورته اسانه وي.

او دریمه دا چې کولای شي، خپل کلتور او عنعناتو ته د خدمت په خاطر خپله ژبه د معلومات په لحاظ غني کړي.

مونږ هم د خپلي ژبي د غني کولو لپاره اړتیا لرو چې بیلابیلي ژبي زده کړو، او خپلي ژبي ته ژباړي وکړو.


ZhwandoonMay 26, 2020
100797487_734297080440971_9132515452566634496_n.jpg

3510

ليکوال: محمد اسمعيل يون| زموږ په ټولنه کې چې کومه نامتو څېره تر خاورو لاندې شي ، نو موږ فکر کوو ، چې ټولنه تباه شوه او هر څه متزلزل او متضرر شول ، خو پر هغو خلکو مو کم ژړلي ، چې په ټولنه کې ډېر مشهور نه دي ، خو ډېر ګټور، موثر او ډېر د حساب او کتاب خلک دي . نن مو همداسې یوه څېره له لاسه ورکړه. تېمور منګل یادوم ، د مرحوم باز محمدخان د مشهورې کورنۍ یوه ځوانه څېره. تېمور لا د خاپوړو ماشوم و ، چې پلار او تره یې د پیل شوي ناورین لومړني قربانیان شول ، دی د خپل مشر ورور ؛ حاجي خان محمد باز منګل او نورو ترونو د مینې په سیوري کې را لوی شو. حاجي خان محمد باز زما د پوهنتون د دورې ټولګیوال او انډیوال دی،(۳۳)کاله کېږي ، لکه د یو ورور په شان ور سره کورني اړیکي لرم . د حاجي صیب خان محمد په ګډون د مرحوم بازمحمد خان د کورنۍ ټولو پتمنو غړو ؛ قاسم باز منګل ، ډاکتر صیب کریم باز ، حاجي صیب عمر ، حاجي صیب اکرم ، حاجي صیب خان وزیر او نورو هریو په تېرو دېرشو کلونو کې زما د کلتوري او ملي مبارزو دومره ملاتړ کړی او شخصاً یې زما دومره لاسنیوی کړی ، چې زه یې د ښېګڼو پور هېڅکله نه شم ادا کولای. نږدې لس کاله متوار مې د اختر لومړۍ او یا دویمه ورځ غرمه د دوی کورته رسوله ، د اختر مبارکي به هم وه او د غرمې بنډار به هم و. تېمور نو اوس د کور منځنی غړی و، هغه په دردونو کې را ستر شو ، خو ورو ورو یې له پلار او نیکه څخه د ور پاتې خانۍ خویونه خپل کړل ، هغه نه یوازې کاروباري مسایل زده کړل ، بلکې د پلار او نیکه دسترخوان یې هم غوړېدلی وساته، کله چې به زموږ پیسې په کار شوې ، نو تېمور ورور ته به مو وویلې ؛ تېموره وروره غم خوره ، یوه چاره کوه ، ده به ویلې ته بې غمه شه ، بیا به په میاشتو او کلونو د ده حسابونه پاتې وو ، څو چې موږ به خپله ورته مراجعه نه وه کړې ، نو ده به له حیا نه غږ نه کاوه. کور ته چې به ورغلو ، نو لاس په نامه به ولاړ و، تر هغه پورې به دی ولاړ و ، چې ټولو مېلمنو ډوډۍ ته لاس نه و ور وړی ، د ټولې کورنۍ په تېره بیا د حاجي صیب خان محمد ښي مټ و، تر روژې وړاندې کور ته ورغلو ، ډېر عزت یې زموږ وکړ ، تېمور نو دا مهال د سړیتوب او انسانیت داسې یو پړاو ته رسېدلی و ، چې نه یوازې یوه لویه قومي او سیاسي کورنۍ پرې ودانه وه ، بلکې په لسګونو نورې کورنۍ هم ور سره ښېرازه وې . سږ کال چې اختر د کرونا وبا تر اغېز لاندې ډېر مړاوی و ، نو د اختر پر لومړۍ ورځ مې چېرته د تګ اراده و نه کړه ، ټولو دوستانو ته مې په ټلېفون مبارکي ورکړه. د اختر دویمه ورځ ماسپښین دوه نیمې بجې مې حاحي صیب خان محمد ته تلیفون وکړ ، نو زړه مې و چې ورته ووایم سږ کال د کرونا له وجې کېدی شي تاسو کره زموږ اختریز بنډار و نه شي، نو ځکه مې اوس یوازې همدا تلیفوني مبارکي ومنه ، تلیفون درې څلورځله زنګ تېر کړ ، وروسته غلی ځواب راغی، ځواب نا اشنا و ، غږ غلی و، ما ویل حاجي صیب خان محمد مې په کار دی، ده وویل زه خپله یم ، ما ویل غږ دې ولې ، خو ځواب یې سم را نه کړ، بیا ما و ویل چې اختر دی ځکه مې درته زنګ وواهه ، د اختر کلمې سره نو له اخوا د ژړا او سلګیو غږ راغی ، اختر خو پر موږه غم.. تېمور تېمور په حق ، حق …. جمله تکمیله نه شوه ، خو پوه شوم چې د غم ټکه را پرېوتې ، عاجل مې ډرېور را وغوښت ، لارې هم بندې وې ، د ډاکتر صیب کریم باز کور ته مې ځان و رساوه ، هلته د غم خاموشي خپره وه ، یو تن وویل چې جنازه یې همدا اوس د (( باغ داود )) څنګ ته یوړه ، چټک هلته لاړو ، د جنازې لمونځ تېر شوی و، خو د تدفین مراسم پاتې وو ، خلک پر قبر راټول وو ، يو ګلاب ځوان په سپین کفن کې را تاو و، ما ته خلکو لاره راکړه ، د حاجي عمر او حاجي خان وزیر چې پر ما سترګې ولګېدې ، نو را غږ یې کړ ، یون صیب راشه د ورور او ملګري وروستی دیدن دې وکړه ، له مخه یې ورته کفن لرې کړ ، یوه ګلاب ځواني په کې پر خوب ویده وه ، سلام مې ورته وکړ ، سلام وروره سلام ، د خبرو مجال نه و ، ژر تورې اوږدې تختې پر قبر را تېرې شوې، هلته لرې شپږ اوه متره وړاندې حاجي صیب خان محمد په خړو خاورو کې ناست دی ، د حاجي صیب تېمور ځوان زوی یې هم تر څنګ ناست دی ، زه یې هم تر څنګ کېناستم، په خاورو ککړ ، ژړا یې الوتې ، حاجي خان محمد ورو ورو سلګۍ وهي او خپل وراره ته په سلګو سلګو کې وایي ؛ بچیه ژاړه مه ! ته نور زما وراره نه یې ، ته نور تېمور یې تېمور ، تاته زه نور تېمور وایم تېمور ، بیا یې په ژړغوني غږ ورته وویل : ستا نوم څه شی دی ؟ وراره یې په سلګو سلګو کې وویل تېمور دی تېمور ، دې سره نو د ژړا او سلګیو یو دردوونکې څپه راپورته شوه، د تره او وراره د سلګیو څپې لا غلې نه وې ، چې پر قبر خاورې انبار شوې ، تره او وراره دومره سلګیو نیولي وو ، چې د قبر خواته یې له ډېره درده نه شول کتلای، په همدې سلګو سلګو کې د قبر ډبرې هم ودرېدلې او تېمور هم د ابد لپاره له موږه جلا او فنا شو او د خپل دایمي سفر لمن یې ونیوله. پر مخه یې ژېړي ګلونه.


ZhwandoonMay 25, 2020
qiam.jpg

970

ليکوال: محمد اسمعيل يون / سفردلغمان ولایت د الینګار ولسوالۍ په ښکلې او ښېرازه سیمه کې یې دې نړۍ ته سترګې و غړولې. له ماشوتوبه یې خدای د خپل کتاب مینه په زړه کې ور ټوکولې وه ، همدا مینه یې د خدای د کتاب په پاڼو کې ومیندله ، پسې تعقیب یې کړه ؛ کابل دارالعلوم یې ولوست ، دولتي دندې ته یې مخه کړه ، له ماموریته، تر مدیریته ،

ریاسته او وزراته ټولې دولتي پوړۍ یې یوه په بلې پسې تر لاسه کړې ، مهاجرت ته اړ شو، هلته یې هم خلکو ته د دین اصلي جوهر ( د سړیتوب پیغام) و رساوه ، ماشې ته یې ګوته ور نه وړه، ټول عمر له کتاب او قلم سره پاتې شو، د خلکو د پوهاوي راپوهاوي لپاره یې (( تفهیم القران)) په روانه او بلیغه پښتو وژباړه ، (( خوږې کیسې )) یې ولیکلې ، د اسلام د اقتصادي سستم او اصولو په باب یې اثار ولیکل، د حق د لارې د لارویانو په باب یې (( حقپالونکي)) ولیکل. او ګڼ شمېر نور اثاریې و پنځول. (اویا )کاله یې د یو ستر قلموال په توکه د خدای د دین د مستقیمې لارې خدمت وکړ، د کینې ، بغض، سمتپالنې او توکمپالنې دېوالونه یې ونړول او د زړه په وینو یې د اسلام بله ډیوه روښانه وساتله.هم د قلم خاوند و , هم د فصاحت او بلاغت ، هم د جرګې سړی و او هم د مرکې، هم د قانون سړی و ، هم د قضا ، هم قانونپوه و او هم قضاوتپوه، هم ژبور و هم زړور.څو ورځې وړاندې یې ځوان زوی شهید شو ، فاتحې ته ورغلم، د اولاد او هغه هم د ځوان زوی د ناڅاپي شهادت زغمل اسانه کار نه دی، غم یې دروند ، خو استقامت یې پر ځای و. راته یې وویل ژوندون ټلوېزیون کې دې په روژې مبارکې میاشت کې اسلامي خپرونې ښې ډېرې کړې دي، هغه شپه مې کاته ، زړه مې درته دعاوې وکړې. یاد خو به دې وي چې یو وخت مې درته ویلي وو ، چې د ملتپالنې برخه دې ډېره درنه ده ، د اسلامپالنې برخې ته دې هم توجه زیاته کړه ، چې توازن برابر شي ، تا راته وویل چې اندېښنه مه کوه ؛ اسلام به هم یو وخت موږ ته پاتې وي او دې نورو به نور کارونه شروع کړي وي، اوس چې دې نشراتو ته ګورم او په الکترونیکي تذکرو کې د اسلامیت او افغانیت د کلمو د درج لپاره ستا بې دریغه او زړورې مبارزې ته ، نو ما ته هغه ستا خبرې را په یاد شي. رښتیا هم دا نور خو پر نورو لارو سر شول.فاتحه کې د غم فضا خوره وه ، ما نه غوښتل چې ده سره خبرې وغځوم ،خو دومره مې ورته وویل چې که یاد دې وي ؛ یو ځل مې مخکې هم درته ویلي وو ، چې پر ژوند هېڅ اعتبار نه شته ، ستا ټول متفرق اثار (کلیات ) باید راټول او چاپ شي، څو موده وړاندې مې قاضي صیب نسیم کشاف ته هم وویل چې د کشاف صیب ټول اثار ( کلیات) باید راټول شي او دی یې خپله یو ځل له نظره تېر کړي ، ژوند ډېر بې باوره شی دی، نو که بیا خدای مه کړه کشاف صیب زموږ په منځ کې نه وي هم ، نو دا ټول اثار به یې سباني نسل ته خوندي وي، نو که لږ دې هم صحت ښه شي ، دا ځل به دې کار ته ملا تړو .تر چاپ وروسته به ستاسو د ژوند او دې اثارو په باب ژوندون کې یوه درنه غونډه هم جوړوو. ده وویل کور دې ودان همېشه دې غټو او مهمو کارونو ته پام کړی دی. دې سره ترې موږ خدای پاماني واخیسته ، خو نن سهار لس بجې خبر شوم چې د حق د لارې دې ستر حقپالونکي قلموال د تل لپاره له دې نیمګړې نړۍ څخه خدای پاماني واخیسته او د حق د لارې د ابدي سفر لمن یې ونیوه، لاره یې روښانه ، پر مخه یې ژېړي ګلونه او ځای یې جنت شه !


ZhwandoonMay 17, 2020
976.jpg

1370

کله چې په یو هېواد کې جګړه روانه وي او سیاستوال یې هم پر لویو ستونزو او خپلمنځي لانجو اخته وي ، پر داسې یو مهال په هېواد کې دسترو پرمختیایي او پراختیایي پروژو تر سره کول عملي نه برېښي، خو دا په دې مانا نه ده چې موږ هر څه ته لاس تر زنې کېنو او هېڅ کار شونی و نه ګڼو . یو له هغه کارونو څخه چې هم مهم دی او هم د حالاتو له ترینګلتیا سره سره عملي برېښي ، هغه د هر ولایت د پرمختګ لپاره د یو جامع ماسټر پلان جوړول دي.ماسټر پلان باید لږ تر لږه د دېرشوکلونو زماني بهیر اړتیاوې را ونغاړي.

د هر ولایت سکتوري ریاستونه کولای شي د مرکز په همغږۍ خپل پرمختیايي ماسټرپلان جوړ کړي.په دې پلان کې باید د یو ولایت د نفوسو د ودې اټکل ، چاپېریال ساتنه، د ځنګلونو پراختیا، د ښوونیځیو او تحصیلي موسساتو، جامع جوماتو ، صنعتي او تفریحي پارکونو، کرنیزو او حیوانی فارمونو جوړول او نور ټول اړتیا وړ تاسیسات شامل وي.طبیعي خبره ده چې د دې ډول کارونو د سرته رسولو لپاره نه اوس امکانات شته او نه هم دا د یوې ورځې کار دی.کله کله بیا داسې هم پېښ شي چې د یو کار لپاره امکانات هم پیدا شي ، خو چې پلان نه وي هغه کار له امکاناتو سره سره پر خپل ځای پاتې شي. کرزي صیب یو وخت د خپلې واکمنۍ په پیل کې عربي متحده اماراتو ته سفر وکړ، هغه وخت د نړۍ زیات شمېر هېوادونه افغانستان سره مرستې نه ډېر لېواله وو، د اماراتو شیخ کرزي صیب ته وویل ، ووایه څه خدمت درته وکړم؟ راکړه هر ډول پروفوزل جې لرې درته منظور یې کړم، خو افغاني هیات سره هېڅ ډول لیکلی پلان او پروفوزل نه و چې د اماراتو شیخ ته یې وړاندې کړی وای. دوی ورته وویل بل ځل .

هغه بل ځل بیا لاړ پر خپله مخه. هدف دا دی چې کله کله دغسې وړیا او طلایي مرستې هم تر لاسه کېدلای شي ، خو که دلته پلان وای او د ملک لومړۍ درجه چارواکي هر هېواد ته له پلان او پروفوزل سره تللای ، نو هېواد ته راغلی طلایي فرصت به مو له لاسه نه ورکاوه . هغه کومې بې درېغه مرستې چې دلته راغلی هغه هم د یو منظم پلان د نشتوالي له امله پنځه سلنه هم پر خپل ځای و نه لګېدلې.کله چې نړیوالې مرستې دلته را ماتې شوې ، نو هر ولایت او ولسوالۍ کې په بیړه کارونه پیل شول ، سړکونه او ودانۍ جوړې شوې ، ځینې ودانۍ یې د ښاري پلان د نشتوالي او یا هم له هغه سره د ټکر له امله دوه درې ځله جوړې ، بیا ویجاړې او بیا و رغول شوې، سړکونه د پلان مطابق حوړ نه شول، ځینې یې ډېر لنډ او تنګ جوړ شول. خلکو یې تر څنګ کورونه اږ مارکېټونه جوړ کړل، اوس چې غواړې سړکونه لوی او پراخ کړې ، مجبور یې شاوخوا ټولې ودانې یې ونړوې، چې دا خپله یوه لویه ستونزه او مالي زیان دی.ښارونو منظم انکشاف ونه کړ ، اکثره واړه ښارګوټي په خپل سر او په نا منظم ډول جوړ شول، د کورونو تقاضا پورته شوه ، ځکمې خپل قېمت لوړ کړ ، دې کار د ځمکې مافیا او زورواکان دې ته وهڅول چې د ځمکو پر غصب لاس پورې کړي، لږ تر لږه (څلور نیم ملینوه جریبه) دولتي ځمکه غصب شوه ، نا منظم ښارګوټي په کې جوړ شول او خپل سرې ابادۍ په کې وشوې ، د ټولې غصب شوې ځمکې مجموعي قېمت تر ( اتیا ملیاردو ډالرو) اوړي، اوس نو که دولت دا ځمکه بېرته راګرځوي ، هم سخت او نا شونی کار برېښي ، هم له زورواکو سره مخامخېږي او هم د سرپناه له خاوندانو سره، که دولت بېرته دا ځمکه خپل اصلي حالت ته ګرځوي ، نو لږ تر لږه همدومره لګښت به زغمي چې پورته مو یادونه وکړه.

خو که دولت له پخوا څخه دې ځمکو ته ماسټر پلان درلودلای ، نو هم به یې ( اتیا ملیارده ډالر ) تر لاسه کړي وو، هم به یې ( اتلس ملینونه) افغانان د کور خاوندان کړي وو او هم به هېواد اوس د منظمو ښار ګوټو څښتن وای. اوس د دې لپاره چې پر پاتې دولتي ځمکو دا تېره ترخه تجربه تکرار نه شي ، نو په کار ده چې ژر تر ژره ( د یو کال په بهیر کې) هر ولایت خپل ولایتي ماسټر پلان جوړ کړي ، ځینو ولایتونو لا وار دمخه خپل دا ډول پلان تر یوه حده جوړ کړیهم دی ، خو نور هم باید پراخه شي. پر دې هم ټول پوهېږو چې د ماسټرپلان پلي کول د یوې ورځې کار نه دی ، ګام پر ګام به تطبیقېږي ، خو د هغه د هندسي شکل د تثیبت لپاره د یو ولایت خپل امکانات هم تر یو حده بسنه کوي او کنه له مرکزي بودجې څخه هم مرسته غوښتلای شي، د ساري په توګه په یو ولایت کې یو (۴۰) متره ، (۳۰) متره او یا هم ( ۲۰) متره سړک په پلان کې دی ، د ولایت اړوند چارواکي کولای شي ، د یو لښتي آو یا نورو نښو په واسطه د سړک حریم معلوم کړي ، شا وخوا ته یۍ نیالګي هم کېنوي ، په ړاسې یو حالت کې تر ډېره حده څوک د دې جرات نه کوي چې د سړک حریم ته داخل شي، هلته غصب وکړي او یا ابادي وکړي ، همدا ورته عملیه د ماسټرپلان پر نورو ساحو هم د تطبیق وړ ده. په ډول مخکې تر دې چې موږ د ماسټر پلان د تطبیق مرحلې ته ورسېږو ، لومړی باید د تثیبت پړاو بشپړ کړو.

نوي ماسټرپلان باید نه یوازې داچې نوې ساحې تر خپل پوښښ لاندې راولي ، بلکې ټولو زړو ودانیو او نا منظمو ښارګوټو ته هم د سمون لاره پیدا کړي او ټول د نوي نوي ماسټر پلان برخه کړي ، که د هر ولایت لپاره یو ښه ماسټرپلان ولرو ، خدای ج مهربان دی یو وخت به راته امکانات هم برابر شي او ګران افغانستان به د راتلونکو دریو لسیزو په بهیر کې د پرمختګ او سوکالۍ لوړو پوړیو ته ورسېږي. د همداسې یوې ورځې په ارمان


ZhwandoonMay 14, 2020
961.jpg

1140

لیکنه: عصمت تره کی

غزنی د غزنه او غزنین، په تاریخي نومونو پیژندل کیږي، په اصل کې د غزني په ولایت کې د ښار نوم دی. د دې ښار نفوس ۱۴۱۰۰۰ تنه اټکل شوی. دا ښار د بحر له سطحي په ۲۲۱۹ متره لوړوالي کې پروت دی. د کابل – کندهار لمړی نمبر لویه لار چي د افغانستان یوه برخه له بلې برخې سره نښلوي، له دې ښار څخه تیریږي.

غزنی د تاریخ په اوږدو کې د غزنویانو د لويي امپراطورۍ پلازمینه پاتي شوي. غزنی تاریخي ښار دی، ګڼ زیارتونه، منارونه او تاریخي ځایونه لري. د ابوریحان البیروني په څېر پوهان او د حکیم سنايي په څېر شاعران په کې خښ دي.

د غزنویانو امپراطوري غزني ته یو ځانګړی تاریخي ارزښت وربښلی. څرنګه چي تاریخ، فرهنګ زیږوي؛ څومره چي تاریخ اوږدیږي، همدمره فرهنګ غني کیږي. نو د غزني تاریخ ته په کتلو سره غزنی له یو غني فرهنګ څخه برخمن دی. غزنی د افغانستان تاریخي او فرهنګي شتمني ده، چی په دې وروستیو کې د اسلامي نړۍ پام ورته را واوښت. په کال ۲۰۱۳ کال کې د اسلامي تمدن د پلازمیني په توګه ونومول شو.

د ځینو تاریخي روایاتو په بنسټ د غزني تاریخ تر میلاد شپږ پيړۍ اوړي. یو یوناني- رومي پوه بطلیموس ویلي، غزنی یو کوچنی ښار و. له میلاد څخه شپږ پيړۍ مخکي د هخامنشي کورنۍ د وخت بادشاه دوهم کوروش تر خپلي ولکي لاندي راوستل ااو د خپلي شاهنشاهۍ برخه یې وګرځول.

تر اوومي میلادې پيړۍ پوري غزنی په مرکزي آسیا کې د بودایي مذهب مهم مرکز و. له هغه وروسته عرب مسلمانو لښکرو په دې ښار برید وکړ، خو د بودا د مرکز نیول ساده خبره نه وه. په دې ښار کې له نوي دین سره مخالفتونه هغه څه و، چي یعقوب لیث صفاري یې له ډير مقاومت وروسته له زرنج څخه دا ښار تر خپلي ولکې لاندي راوستل. اسلامي قوانین او مسلماني لښکرې له دې وروسته باندې واکمني شوي.

په کال ۳۴۱ هـ ل کې غزنی د غزنویانو لويي امپرواطورۍ د پلازمیني په توګه وټاکل شو. په ۱۱ مه میلادي پيړۍ کې یاد ښار یو مهم فرهنګي او ادبي مرکز و. د غزنویانو د امپراطورۍ بنسټګر سلطان محمود غزنوي له ادب او پوهې سره میني د دې لامل شوي وه، چي دربار ته يې مهم او نامتو شاعران، پوهان او فیلسوفان راغونډ شي.

د تاریخي روایاتو له پلوه غزنی تر اسلام مخکي د زابلستان پلازمینه وه، چي زابلستان د فردوسي د شاهنامي له مخي د پهلونانو ځای یاد شوی، چي تر دې نوم لاندي له یو ځانګړي اهمیت څخه برخمن دی.

له اسلام څخه را وړاندي هم غزنی د خراسان یو مشهور او لوی ښار و. په آسیا کې د وخت تر ټولو ښکلی او ودان ښار یاد شوی دی. په دې ښار کې تر زرو زیاتي مدرسي وي او د ابو ریحان البیرونی، فردوسی، حکیم سنايئ، ابو الفضل بیهقي، عبدالحی ګردیزی، مسعود سعد سلمان، عنصری او فرخي سیستاني ته ورته پوهانو د راټولیدو په مرکز بدل شوی و.

د تاریخ په اوږدو کې غزنی کله د آبادۍ، سلطي، پوهي او ادب اوج خپل کړی، د ښارونو ناوې یاده شوي. کله بیا هم د علاوالدین غوري په څير جهان سوځونکو ترحم ته پاتي شوی، هر څه یې خاورې ایرې شوي. کله په دې ښار کې ژوند یو امتیاز بلل کېدو، خو کله هم بیا په دې ښار کې ژوند جرم بلل شوی او د انسانانو په ګډون ټول ژوندي موجودات قتل عام شوي.

بلاخره غزني ډير ټیټ او هسک تاریخي پړاونه شاته پریښي، هر څومره چي ټیټ شوی، همدومره هسک شوی. څومره ځله چي وران شوی، همدومره ځله ودان شوی. مګر نن غزنی یو ځانګړی تاریخي ارزښت لري. تاریخ له خپله ځانه آثار پریښي، غزني لپاره یې یو غني فرهنګ زیږولی. چي د خپل تاریخي ارزښت له مخي د نن په ګډون له دې وړاندې هم وخت په وخت د نړیوالو د پام وړ ګرځيدلی.

دا ښار د اوسني غزني ولایت په شمال کې پروت دی. د افغانستان د نورو سیمو په څېر وړې تپې او غرونه باندې را چاپیر دي. په ژمي په سړه هوا او ډیرو واورو کې نوم لري. خو په اوړي یې بیا هوا معتدله وي. د غزني د ښار په ګډون د غزني ولایت ډیری سیمي په ژمي ډیري یخي وي او ډيري واورې په کې اوریږي.

د دې ولایت خلک د اوسیدو په خونو کې تر غولي لاندې په ځمکي کې تونل ته ورته سوري باسي، چي تاوخانې ورته وايي، په ژمي اور په کې بلوي او ټوله خونه ګرموي. همدارنګه په ژمي کې د مږانو غوښي وچوي، چي لاندی ورته وايي. د افغانستان د ګرمو سیمو خلک له تاوخانو سره نابلده دي. ما چي ډيری وخت د افغانستان د نورو سیمو هغه خلک لیدلي، چي په ژمي غزني ته تللي، د غزني د لاندې له غوښو او تاوخانو څخه ډیري جالبي او ښې خاطرې لري.


ZhwandoonMay 13, 2020
953.jpg

920

لېکنه: عصمت تره کی

پښتونوالي د پښتني تولنې ارزښت دی، پښتونوالي پښتني خویونو او پښتني اخلاقو ته وايي. هر هغه څوک چې همت، جرئت، مېلمه پالنه، شجاعت، سخاوت، مېړانه او باتوري ولري ورته وايي فلانی سړی پښتون دی. هر هغه څوک چې پر وعهده وفا ولري، پر بېوزله زړه سوی ولري، د حق پلویتوب وکړي، خلک وايي فلانی سړی پښتون دی. هر هغه څوک چې غیرت ولري او د خپلو نوامیسو ساتنه وکړي، خلک وايی فلانی سړی پښتون دی. هر هغه څوک چې د غلیم په وړاندي جګړه وکړي، یا به کومه جګړه کې د ویاړ کارنامه تر سره کړي، خلک وايي فلانی سړی پښتون دی. هر هغه څوک چې د شرف، عزت، حیثیت، وقار او انساني کرامت د درناوي لپاره کار وکړي، خلک وايي فلانی په رښتیا پښتون دی. شرم کولو حیا او عزت النفس ته پښتونوالي وايي.

سړیتوب، غیرت تورزنتوب او به خپلو افتخاراتو ویاړل پښتونوالي ده. که دې د یو ظالم پر وړاندې د مظلوم ننګه وکړه، د پښتو کار دې وکړ. که دې یو چاته پناه ورکړه، نو د پښتو کار دې وکړ. پښتونواله پښتون ته د دې اجازه نه ورکوي چې بې غیرته کار وکړي، یا داسې کار وکړي چې انسان ته د شرم خبره وي. پښتونواله په پښتون انسان کې د وجدان جوهر ته وايي. د وجدان مثبتي فیصلې ت وايي، د وجدان قضاوت ته وايي، انساني ارزښت ته وايي، معنویت ته وايي، د سړیتوب او شخصیت جوهر ته وايي، سرلوړۍ ته وايي، دیانت ته وايي، اکرام او خلوص ته وايي، هغه جوهرته وايي چې انسان ته ارزښت او قیمت بخښي، هغې کړنې ته وايي چې انسان ورباندي د سرلوړۍ احساس کوي.

هره هغه کړنه چې د سلیم عقل او پاک وجدان په اساس تا ترسره کړه او اروا دې د راحت احساس وکړ، پښتونوالي ده. هره هغه بریا چې تا د ځان لپاره سرلوړي وګڼله، پښتونوالي ده. د معنویت هر تاج چې تاته ستا د کړنې له مخې ټولنې درپه سر کړ، پښتونوالي ده. پښتونوالي په پښتون انسان کې یو معنوي ځواک دی، یو داسې ځ،اک چې په نیکو امر کوي او له بدو دې منع کوي. یو داسي ځواک چې سم له ناسمو بېلوي، یو داسي ځواک چې له انسان او انسانیت سره د مینې په فلسفه تا د هغه ملاتړ ته رابولي. پښتونوالي انسان پت او درنښت ته راوبولي او ژوند ته وده ورکوي اوپه انسان کې د رهبریت، قاطعیت، صمیمیت او عدالت خویونه پنځوي.

پښتونوالي د انسان په وجدان کې د عالي افکارو نه په الهام اخېستنې سره هغه جوهر دی، چې پښتون انسان ته د سرلوړۍ دستار تړي او د عظمت له خزاني ورته ډېر څه په برخه کوي. پښتونولي په ځآن کې د نېکو اخلاقو د مدیریت ځواک دی، چې انسان ته د ښه او بد کار توپیر په ګوته کوي او ښو چارو ته یې رابولي.

پښتونوالي په پښتون انسان کې د ناخوداګاه ضمیر پټ او مرموز ځواک دی، چې د انسان په خوداګاه ضمیر حکومت کوي او پښتون انسان نه پریږدي چې د بې شرمۍ، بې همتۍ او پستۍ نړۍ ته پناه یوسي.

یو کس چې ظلم او ناروا کړي، خلک وايي بې پښتو کار یې وکړ، یو کس چې د بل حق وخوري، خلک وايي بې پښتو کار یې وکړ، یو کس چې بې غیرتۍ ته غاړه کېږدي، خلک وايي بې پښتو کار یې وکړ.

پښتونوالي د پښتني ارزښتونو نوم دی، یو څوک به پښتو خبرې کوي، خو پښتونوالي به نه لري، یو بل کس به په پښتو خبري نه کوي د پښتونوالۍ کار به وکړي، خلک وايي د پښتونوالۍ کار یې کړی دی. که درنه جامه دې واغوستله، خلک وايي پښتنوالۍ ته ژمن انسان دی. که دې دخلکو د ناموس د ساتنې لپاره توره پورته کړه، خلک وايي، په پښتو ولاړ سړی دی. که دې له بد  اخلاقیو، بي شرمیو، بي حیثیتیو ډډه وکړه او خپله لاره دې له بدعملیو بېله کړه، خلک وايي د پښتونوالۍ په لاره روان دی. پښتنوالي د اخلاقو او لوړو ټولنیزو خویونو تولګه ده، پښتونوالي د پښتني تولنې روح دی، پښتونوالي د پښتنو زینت او جامه ده. پښتنوالي بشرپالنه ده، پښتنوالي مینه ده، محبت دی، صداقت دی، عدالت دی، ایماني قوت دی، سرلوړي ده، او سربازي ده. سړیتوب هم ورته وايي او نارینه توب هم یې بولي. دغه د پښتونوالۍ صفتونه دي، هر پښتون چې خپله شمله له نازه کړه وړي، نو دا صفتونه باید په کې وي. شخصیت به یې له دې مرغلرو جوړ وي او د ژوند تیارې به یې په دې رڼاګانو ښایسته وي. نو په لنډه توګه ویلای شو چې پښتونوالي د پښتني ټولني ستر او له عظمته ډک ارزښت دی.


ZhwandoonMay 11, 2020
931.jpg

1120

زه داسې افغانستان غواړم ، چې نه په کې جنګ وي نه په کې عداوت، نه په کې فقر وي نه په کې غربت ، نه په کې بدمرغي وي نه په کې جهالت ، نه په کې رزالت وي نه په کې شیطانت، نه په کې ظالم وي نه په کې مظلوم، نه په کې تعصب وي او نه هم د تعصب په نوم د چا توهین، نه په کې کینه وي نه په کې قهر او غوصه، نه په کې له منبره د تکفیر اوازې پورته کېږي او نه د ښار له واټونو د منکراتو انګازې. ملا له ښوونکي سره پوخلا وي او طالب له زده کوونکي سره، مسجد د دین د تبلیغ روزنځی وي او هوجره د کلتور، خان خپله خاني کوي او ملا خپله ملايي ، ښار د کلي مخالف نه وي او کلی د ښار.

هر افغان له بل افغان سره بشپړ برابر حقوق ولري ، د قوم ، ژبې ، مذهب ، جنس او سمت توپیر حرام وي، د ګومارنې معیار یوازې او یوازې سړیتوب او لیاقت وي . غرونه مې بېرته په شنو ونو پوښلي وي او سیندونه مې د تل لپاره له اوبو ډک وي، نه مې چا ته لاس و غځېږي او نه رانه مظلوم بېنوا لاړ شي، حیوانات او مرغان مې په خپل وطن کې له انسانانو څخه و نه ډار شي ؛ ټول خوښ او خوشاله وي او څاروي مې په شنو ورشوګانو کې سوکاله، د دایمي ثبات لپاره مې ولس د خپلو طبیعي حدودو او سرحدونو خاوند وي ؛ امو مې له اباسینه سره وصل وي ، یو دنګ ډبرین دېوال مې له خپل وطنه راتاو وي ، نه پر چا تېری وکړم او نه څوک تېري ته پرېږدم ، دین مې د پرمختګ خنډ نه شي او دنیا مې د دین د تقدس مخالفه ؛ دواړه سره غاړه غړۍ وي ، ورونه او خویندې مې سره برابر حقوق ولري ؛ پر یو مهال ډوډۍ وخوري او ښځینه د نارینه وو د لاس پاتې شونو ته کېنني، سیاستوال او ولس مې دواړه د سواد له نعمته برخمن وي، پوځ مې پر خپلو مټو ډاډمن وي ، د هېواد د بشپړ امنیت د خوندیتابه او په نړۍ کې د مظلومانو د ډاډ جوګه وي، پر ټول هېواد مې د قانون د واکمنۍ لمن خوره وي، ملي کرنسۍ مې په نړۍ کې د ارزښت وړ او د چارواکو خبره مې له وزن څخه برخمنه وي ، درې رنګه ملي بیرغ مې مو په هېواد او نړۍ کې رپانده او ملي هویت مو ځلانده وي، لنډه چې هېواد وال مو دومره سوکاله وي چې د نړۍ په هر ګوټ کې ، چې کوم ملا وعظ کوي او خپل ذهن کې د جنت ذهني انځورنه کوي ، نو زما افغانستان دې ورته د عیني انځور په توګه د مثال په ډول ور یادوي.


زه دې په ټول وطن کې یوه کوډله و نه لرم ، یو ملنګ دې یم، زه به د وطن پر هر کلي او بانډو ګرځم ، سندرغاړی به را سره وي ، پر خبرو او سندرو به بندیز نه وي، شاعر او هنر مند ته به په سپکه سترګه نه کتل کېږي ، زه به ورته د سوي بلبل په شان شعرونه لیکم ، هنر مند به ترې سندرې جوړوي ، د و طن پر ګوټ ګوټ به ګرځو ، سندرې به ویشو ، خبرې به وېشو ، مینې او شکرې به وېشو.


د خیالو همدا لړۍ مې ځان سره زمزمه کوله چې یو دم یوه درنه چاودنه وشوه ، له درانه خوبه را ویښ شوم ، په خپلو خولو کې خیشت پیشت وم ، پر ځان مې کلمه تېره کړه ، یو ځل بیا په خیال کې ډوب شوم او دا لنډۍ را په یاد شوه :
په تصور مې ځان باچا کړ
چې سر مې پورته کړ ملنګ د دنیا ومه…


ZhwandoonMay 7, 2020
896.jpg

820

همدا اوس څه احساس لری؟ ښه یاست که بد؟ اجازه راکړئ یوه بله پوښتنه هم درنه وکړم، نن ورځ مو څنګه پيل کړې؟ که تاسې ښه یاست، حتمي به مو ورځ هم ښه پيل کړې وي، که تاسې ښه نه یاست، ټوله ورځ به مو ګډوډه وي. دا چې زموږ  ښه او بد چلند زموږ  پر ژوند دومره ژور اغېز لري، بيا نو څنګه هڅه نه کوو چې چلند مو ورځ تر بلې ښه کړو؟

له شخصي کړنو  پرته زموږ د چاپېریال یا شاوخوا کړنې زموږ په کنټرول کې نه دي، نو مهمه هم نه ده چې څنګه مخ ته ځي یا څنګه ژوند کوي. ځينې وختونه له داسې خلکو سره مخ کېږی چې تاسې ته ازار درکوي، دا وخت ممکنه ده ستاسې چلند تغير وکړي یا په اصطلاح د هغوی د چلند په مقابل کې تاسې هم د هغوی مخالف برخورد وکړی.

په همدې مقاله کې غواړو  هغه لارې چارې در وپېژنو چې له نورو سره ستاسې د بد چلند په مخنيوي یا په اصطلاح پر هغو د کنټرول لرلو کې درسره مرسته کوي.

څنګه مو خپل بد چلند کنټرول کړو؟ تر اوسه مو دې ته پام کړی چې څو ځله مو یوڅه مخ ته راغلي او ستاسې د بد چلند سبب شوي؟

که غواړی چې همدا څه یا د بد چلند لامل مو وپېژنی، کېدای شي دا شيان مو ذهن ته راشي:

کله مو چې د شپې خوب نه وي کړی

کله چې هوا سمه نه وي

کله چې په ساعتونو په لارو کې بند پاتې وی

کله مو چې همکار  ښه کس نه وي

کله چې یوڅوک درناوی نه درته کوي.

او ډېر نور کېدای شي داسې مسایل وي چې هغه ستاسې د بد برخورد یا د حواسو د ګډوډېدو لامل شي.

بدې پېښې تل پېښېدونکې دي او  ژوند هغسې لکه موږ یې چې غواړو، سل په سلو مخ ته نه ځي. حتی د نړۍ تر ټولو خوشاله، شتمنو او بریاليو کسانو هم داسې پېښې ليدلې چې هغوی ترې ځورېدلي دي.

د هر کار د ښه والي لپاره مجبور  یو چې لومړی د هغه په اړه پوه شو. که غواړو چې پر خپل بد حالت کنټرول ولرو، نو لومړی باید د هغه رامنځته کېدونکی لامل وپېژنو.

د بدو پېښو رامنځته کېدل اصًلا بد نه دي، بلکې باید پوه شو څو له هغو شيانو ځان وساتو چې زموږ د بد چلند لامل کېږي.

دا په یاد لری چې کېدای شي بد احساسات مو ګټور وي، هغه څه چې ستونزې پيداکوي د احساساتو تجربه کول نه دي، بلکې په هغه کې د اوږد وخت لپاره پاتې کېدل بد حالت دی.

هغه کار چې باید سرته یې ورسوی، کنټرول یې کړی. مانا دا چې سرته یې ورسوی، څو مو ورسره بد حالت یا چلند هم له منځه لاړ شي. د دغه کار لپاره یوازې دا هم کاپي ده چې له ځان سره د یاددښت کتابچه ولری او ټول هغه څه پکې یاداښت کړی چې غواړی راتلونکو دوو اونيو کې یې سرته ورسوی.

په یاد لری د دغه کار سرته رسول د بدې تجربې له تجربه کولو بد نه دي، بلکې له دې مو موخه یوازې د خپلې پوهې او تجربې زیاتول دي.

ځکه یوازینۍ هغه لاره چې موږ  په بدو احساساتو کې له ډوبېدو بچ ساتي، هغه د همغو بدو احساساتو په اړه ډېر معلومات او پوهه درلودل دي.

څنګه له نورو سره ښه چلند وکړو؟ وروسته له هغې چې مو خپله پوهه د هغه په نسبت چې تاسې ناارامه کوي، زیاته کړه؛ باید پر بل ګام اخيستو تمرکز وکړئ.

بل ګام د خپلو لومړنيو غوښتنو تعقيبول دي. کېدای شي ځينې وختونه له خپلو نږدو ملګرو او دوستانو بد خبر واوری. خو پام مو وي،  احساساتي چلند ونه کړئ، ځکه زموږ  لومړنۍ غوښتنې تر هرّڅه مهمې دي، باید څو دقيقې حوصله وکړو او د خبرې هر اړخ ښه وسنجوو.

مهمه دا ده چې خپل احساسات کنټرول کړو او احساساتو ته مو اجازه ور نه کړو چې اړیکې مو خرابې کړي. که مو اړیکې ارزښتمنې او مهمې وي، په تونده لهجه خبرې مه کوی، حتی که په دغه کار سره تاسې ارامېږی هم.

د خپل چلند مهارول اسانه کار نه دی. دا هغه ځانګړنه ده چې ډېرې هڅې ته اړتيا لري. که مو خپل ځان ته وخت ورکړی او هغه تمرین کړی، پر هغه څه به لاسبري شی چې ستاسې د حواسو په کنټرول کې درسره مرسته کولای شي.

هغه کار چې تاسې یې باید د بدې پېښې په وخت کې سرته ورسوی، د ښو شيانو په اړه فکر کول دي. باید داسې کار وکړی چې ستاسې د مغز په ارامولو کې درسره مرسته وکړي. داسې موخه مو د ځان لپاره وټاکئ چې له لسو دقيقو زیات په بد حالت کې د پاتې کېدو اجازه در نه کړي.

ماتې مه منئ هېڅوک دا ادعا نه شی کولای چې مو تر اوسه یې کومه بده پېښه نه ده تجربه کړې. ژوند ناممکنه وړاندوېينه ده. تل داسې لټونه خوري چې د بدو پېښو د پېښېدو چانس پکې ډېر وي، خو هغه څه چې د ښو او بدو خلکو ترمنځ د توپير لامل کېږي، دا دي چې ښه له هغو یې په بد حالت کې نه پاتې کېږي او بد هغه یې په بد یا منفي حالت کې پاتې کېږي. ښه هغه یې ورځ تر بلې له بد حالت څخه د وتلو لارې چارې لټوي.

ژوند له هغې ډېر لنډ دی چې تاسې یې په بد حالت کې تېر کړی او له ښو هغو یې هېڅ خوند وانه خلی. بس نو تر هغه چې ژوندي یاست او ژوند کوی، کوښښ وکړئ چې ژوند مو ورځ تر بلې ښه شي. 


ZhwandoonMay 1, 2020
837.jpg

1820

څلوېښت کلنې جګړې د افغانستان ځنګلونو او ښکلي طبیعي چاپېریال ته سخت زیانونه اړولي دي . د نورستان ولایت ځنګلونو ته هم ډېر زیان اوښتی ، خو بیا هم غرونه لا هم په خپل خدایي غرور ولاړ دي او زیاته ځنګلیزه برخه یې تر دې دمه روغه پاتې ده. نورستان دومره طبیعي ښکلا لري چې د ځمکې پر مخ د جنت تمثیل او ننداره وړاندې کوي. اوس د ټو ل هېواد په کچه داسې لویه سیمه نه شته چې ټول هېوادوال دې هلته د تفریح لپاره لاړ شي ، خو نورستان داسې یوه سیمه ده چې د ټول افغانستان د یو تفریحي پارک حیثیت لري ، که پر دې سیمه لږ کار هم وشي د افغانستان لپاره به د یو ستر ملي او تفریحي پارک بڼه خپله کړي. ځکه خو جمهور رییس ته وړاندیز کوو چې دې سیمې ته ځانګړې او جدي پاملرنه وکړي .

د جمهور رییس ډاکتر محمد اشرف غنی سیاسي تګلوری او ټولنیز چلند به د چا خوښېږي او کنه ؟ دا یو بېل بحث دی، خو لکه څنګه چې دی خپله وایي (( هېواد سره لېونۍ مینه لرم))، دا خبره له حقیقته لرې نه ده. د دارالامان، پغمان، جبل السراج، چهلستون، تاجېګ ماڼیو، عیدګاه جومات او ګڼ شمېر نورو تاریخي ځایونو بیا رغونه یې د هېواد له ابادۍ سره د مینې څرګندې بېلګې دي. جمهور رییس غني خو وایي چې زه له هېواد او په تېره بیا د هېواد له ابادۍ سره لېونۍ مینه لرم خو زه بیا وایم چې زه د هېواد له ابادۍ او د ولس له سوکالۍ سره د عبادت تر سرحده مینه لرم ، نو ځکه خو د همدغې شریکې مینې پر اساس جمهور رییس ته وړاندیز کوم چې نورستان ته ځانګړې پاملرنه وکړي ؛ د یو ځانګړي فرمان له لارې دې نورستان د افغانستان د یو ملي پارک په توګه منظور کړي.سر له همدا اوسه دې د دولت ټول اړوند ارګانونه راټول او دنده دې ورته وسپاري چې ژر تر ژره دې د نورستان د ابادۍ او پرمختګ لپاره یو پراخ ماسټر پلان جوړ کړي. په دې ماسټر پلان کې باید د نورستان د لویو لارو او برېښنا بندونو جوړول، د ځنګلونو ساتنه، پالنه او پراختیا، د طبیعي چاپېریال خوندیتوب،د وړو هوایي ډګرونو جوړول، د مالدارۍ وده، د لبنیاتو تولیدات او نور پرمختیایي پلانونه شامل وي.سر له اوسه باید د نورستان ټولې لارې داسې کنترول شي چې له نورستان څخه د سترګو صلاحي لپاره هم لرګی بهر نه شي.

د ځنګلونو د غوڅولو په برخه کې باید داسې سزا و ټاکل شي چې د هېواد د جزا په قانون کې تر هغې بله سخته سزا نه وي.جمهور رییس باید تر ماسټر پلان وروسته په نورستان کې د پانګونې او پراختیا لپاره څو کورني ،سیمه ییز او نړیوال سیمینارونه جوړ کړي. نړیوال او بهر مېشتي افغانان باید و هڅول شي چې نورستان کې ځانګړې پانګونه وکړي.نورستان کې باید داسې کورونه او پارکونه جوړ شي چې یوازې تفریحي بڼه ولري او چاپېریال ته زیان پېښ نه کړي.د هر ولایت لپاره باید د همغه ولایت په نامه د تفریحي پارک لپاره یوه ځانګړې ساحه بېله او د همغه اړوند ولایت په بودجه دې ودانه شي.د تفریح پر مهال به دا سیمه د همغه ولایت د خلکو لپاره د لومړي تمځي او استوګنځي بڼه خپله کړي.

هر بهرمېشتی او کورمېشتی افغان چې وس لري باید دې ته و هڅول شي چې له سیمې او نړۍ څخه د تفریحي کورونو، هوټلونو او پارکونو لپاره ښکلې نقشې راوړي او نورستان کې دې پرې ځان ته ښکلي ځایونه جوړ کړي.بانکونه او هوټلونه باید د خپلو څانګو جوړولو ته و هڅول شي .

نورستان ددې ظرفیت لري چې یوازې د منرالي اوبو د تولید لسګونه فابریکې ولري. هر څوک چې په هره برخه کې پانګونه کوي باید د حکومت له خوا ورته ځمکه په وړبا ډول ور کړل شي او تر یو ټاکلي وخته له هر ډول مالیې څخه معاف شي.نورستان کې باید داسې فابریکو او کارونو ته اجازه ور نه کړای شي چې د سیمې ښکلي چاپېریال ، هوا او فضا ته زیان ورسوي. دولت باید نورستان د یونسکو سازمان د تاریخي او طبیعي میراثونو په نوملړ کې شامل کړي.لنډه دا چې د نورستان لپاره دا او دېته ورته نور کارونه کولای شي دا سیمه د ځمکې پر مه د یو ممثل جنت په توګه بدله کړي.

زه خو د همدغسې یو خیالي او بیا عملي جنت لپاره دعاګانې کوم ، خدای ج دې داسې وخت راولي چې زموږ دا دعاګانې قبولې شي او زه عملاً د خپل جنت وطن په غېږ کې خپل ځان او ټول هېوادوال ووینم. د همداسې یوې ورځې د لیدو په هیله.


ZhwandoonApril 6, 2020
587.jpg

800

څنګه بریالی شم؟

 آیا تر اوسه مو په دې اړه فکر کړی؟، په دې اړه زیات کتابونه لیکل شوي او چاپ شوې دي، د نړۍ په کچه زیاتو کسانو په دې اړه څیړنې کوي، او همدارنګه د نړۍ مشهور استادان هم دا موضوع تر نورو زیاته تدریسوي، نوموتي او بریالي کسان هم په دې اړه مهم سیمینارونه جوړوي، په زیات احتمال سره ویلای شم چې په دې اړه به تاسو هم زیات اورېدلي وي، او کتابونه به مو هم مطالعه کړې وي، مګر ولې بیا هم له دومره معلوماتو، سرچینو، تخنیکونو او زده کړو سره سره مو داسې خاص بریالیتوب نه دی تر لاسه کړی؟  لاندې مې دې پوښتنو ته داسې ځوابونه موندلي:

د بریالي کېدو لپاره د نویو لارو موندل

څنګه چې مو پورته وویل: د بریالي کېدو لپاره موږ ډېرې سرچینې، معلومات، تخنیکونه او لارې لرو، خو د نه بریالي کېدو یو دلیل د ډېرو لارو، معلوماتو او تخنیکونو موجودیت هم کېدای شي. ځکه کله چې مونږ خپل ټاکلي هدف ته د رسېدو په موخه په یوه لار حرکت کوو، زحمت کاږو او کار کوو، خو په دې موده کې ښایي مونږ ته د بریالي کېدو لپاره یوه نوې لار پیدا شي او معمولاً چې نوې لار مونږ ته لږ څه اسانه ښکاري. نو په دې سره مونږ خپله تېره لار په نیمه کې پرېږدو او نوې لار ته مخه کوو، چې له څه مودې وروسته زمونږ لپاره نور همدا نوې لار هم زړه ښکاري او زمونږ په نظر چې تر دې نوې او اسانه لار هم شتون لري، نو په دې سره مونږ یو ځل بیا خپله دويمه لار هم په نیمه کې پرېږدو، چې په دې کار سره مو ټول زحمتونه له منځه لاړ شي. نو که چېرته په کومه لار حرکت کوئ، په نیمه کې یې مه پرېږدئ!.

ښه نو که چېرته مونږ زیات وخت په دې اړه فکر وکړو چې (څنګه بریالی شم؟)، په دې اړه مو مخکې هم وویل چې د بریالي کېدو لپاره زیاتې لارې شتون لري او مونږ به هره لحظه له یوې نوې او ښې لارې سره مخ کېږو، چې په دې سره به له مونږ څخه نور کارونه پاتې وي، فقط د بریا لپاره به نوې لارې پیدا کوو او وخت پر وخت به د لارې په بدلولو سره خپل تېر ټول زحمتونه له لاسه ورکوو.

نو ویلای شو چې: هر هدف ته د رسېدو لپاره زیاتې لارې شتون لري. هر انسان په هره لار ورته رسیدای شي، خو چې یوه لار وټاکي او بیا یې تغیر نکړي.

زیات کسان بېلابېلې موخې او غوښتنې لري، خو دوی د دې پر ځای چې خپلې موخې ته ځان ورسوي، تل په دې اړه مطالعه کوي چې څنګه خپلې ټاکلې موخې ته په یوه اسانه او راحته لار ورسیږي. دوی اصلاً د بریا لپاره کار نه کوي، بلکې د بریا د لارو د پیدا کولو لپاره مطالعه کوي. کومه چې اصلاً هېڅ پایله نه ورکوي.

که تاسو هم د دې ډول خلکو له ډلې څخه یاست نو همدا اوس د بریا تر لاسه کولو لپاره د لارو پیدا کول پرېږدئ، لمړی په دې فکر وکړئ چې په تېر وخت کې مو څومره بریاوې تر لاسه کړي، او لامل یې څه وو. نور د (څنګه بریالی شم؟) پوښتنې پر ځای (څنګه بریالی شوی یم؟) پوښتنه ځواب کړئ. او په تېر وخت کې ټولې بریاوې لیست کړئ، او ټوله توجه مو د تېرو بریاوو لاملونو ته واړوئ.

ښایي تا تر اوسه تېرې لس بریاوې ځان سره لیست کړي وي، نو اوس د هغوی په اړه فکر او څېړنه وکړه، چې څنګه بریالی شوی ووم؟.

ښایي اوس مو فکر شوی وي چې تېر ځل به مو له بریا مخکې یو قاطع تصمیم ونیول، یا به مو له څو کسانو سره مشوره وکړه او یا به مو هم د کار له پیل څخه تر پایه پورې خپل ټول پام په خپل کار باندې وو.

 اوس فکر وکړه: چې له تېرو څو ذکر شویو لاملونو څخه، کوم یو یې ډېر اغېزمن وو، چې ستا په ټولو بریاوو یې اغېز کړی وو؟، مثلاً ستاسو ځواب: خپلو کارونو ته خپل ټول پام اړول دي. نو په اصل کې ستاسو د راتلونکې بریاوو لپاره هم د بریا کیلي خپل کار ته د ټول پام اړول دي.

 د هر انسان د بریا کیلي فرق کوي، لمړی هڅه وکړئ چې خپله د بریا کیلي پیدا کړئ، له هغه وروسته تاسو په هر ممکنه لار خپل هدف ته رسېدای شئ.

هدف ټاکل او په بریا یې اغېز

مثلاً: یو کس د افغانستان په بلخ ولایت کې دی، غواړي هرات ته لاړ شي. له بلخ څخه هرات ته د تګ لپاره زیاتې لارې شتون لري لکه: له بلخ – کابل – هرات طیاره کې، بلخ – هرات طیاره کې، بلخ – کابل – هرات موټر، بلخ – هرات موټر، شخصي موټر کې، کرایه کرولا موټر کې، کوم لوی موټر کې یا هم کیدای شي پلي یا بایسکل باندې لاړ شي. ستونزه نه شته که دی په هر څه کې ځي خو هدف معلوم دی چې له کوم ځایه حرکت کوي او چېرته ځي. نو د هدف له ټاکلو وروسته به دې خپلو امکاناتو او ذوق ته په کتو سره داسې لارې ټاکي چې وس یې ورته ورسېږي.

نو دی کولای شي په هره لار هرات ته لاړ شي، خو چې حرکت وکړي او د لارې په منځ کې د لارې بدلولو هڅه ونه کړي.

نو ویلای شو چې د یو کار تر سره کولو لپاره باید لومړی هدف وټاکو، مثلاً که یاد کس د ځان لپاره کوم مشخص ولایت نه وای ټاکلی، نو که یې هر څومره هم حرکت کړی وای، بیا به هم هر څه بې ګټې وو.

نو که چېرته مونږ کوم هدف ونه لرو، که د نړۍ ټول علوم هم زده کړو، په ورځ کې ۲۴ ساعته کار هم وکړو او د هغه تر څنګ د نړۍ تر ټولو قوي امکانات هم ولرو نو بیا هم نشو بریالي کېدای.

د بریا لپاره هدف لومړی شرط، د لارې ټاکل دوهم شرط، حرکت کول درېیم شرط او د لارې نه بدلول بیا څلورم شرط دی.

ستونزه نه شته که تاسو کوم هدف ته د رسېدو لپاره د مستقیمي لاري وس یا وړتیا نه لرئ، نو کولای شئ خپل هدف ته په غیر مستقیمه لار ځان ورسوئ.

هر هدف سلګونه مستقیمي او زرګون غیری مستقیمي لارې لري، نو ویلای شو چې هر انسان هر هدف ته ځان رسولای شئ.

پایله

ښه اوس دې پایلې ته ورسېدو: ښه خبره به وي چې پوه شو (څنګه بریالی شم؟)، مګر اړتیا نه شته چې تل بریا ته د رسېدو په موخه خپلې لارې تغیر کړو.

ښه خبره ده چې خپله د بریا کیلي پیدا کړو، یعني هغه لار چې مونږ ته د بریا رسېدو لپاره اسانه ده باید پیدا یې کړو.

خپلي پخوانۍ بریاوې مو وڅېړئ، لاملونه یې پیدا کړئ او له هغه وروسته ځان ته یوه لار په یوه قاطع تصمیم سره وټاکئ.

همدارنګه مشوره، قاطع تصمیم او خپل کار ته د ټول پام اړول د بریا کیلي ده.

هدف ټاکل (مهم نده، که لوی وي او که کوچنی وي)، د لارې ټاکل (باید خپل ذوق، امکاناتو او وړتیا ته په کتو سره وټاکل شي)، حرکت کول (مهم نده چې تیز حرکت وکړئ، مهمه دا ده چې دوامداره حرکت وکړئ) او د لاري نه بدلول (که تاسو یو ځل په یوه لار حرکت وکړ، او له هغه وروسته مو یاد هدف ته تر دې هم ښه او اسانه لار پیدا کړه، نو مه یې بدلوئ) د بریا شرطونه دي.


ZhwandoonMarch 28, 2020
ccc.jpg

1880

مخکې له دې چې ناورین رامنځته ته شي، د کرونا وایرس ساده درملنه، بې له درملو!که پر کرونا آخته شو، باید څه وکړو.؟ لومړی روغتون ته مه ځئ، حتی د ټست لپاره هم، فکر وکړئ ټست مثبت ده. دلیل یې د لیکنې په آخر کې ویل شوی. درملنه اساساً د وایرس د ضعف پر بنسټ صورت نیسي چې د جاوتز د مکروب پېژندنې په کتاب کې د وایرسونو د ضعف ټکي ته اشاره شوې ده چې د ډیري وایرسي ناروغېو درملنه حتی هغه سرطانونه چې د پاپیلوما وایرس او هرپس سیمپلکس او… وایرسونو سره تړلې ده. “اکثره وایرسونه په 56 درجې تودوخه کې له منځه ځي.”د جاوتز د مکروب پېژندنې کتابولې د ناروغۍ په وخت کې تبه کوو.؟ ځکه له 36,5 او 37 درجو څخه 38 او بیا 40 درجو ته د وجود د حرارت پورته کېدل دا مانا ورکوي چې حرارت د بدن د بکتریاګانو، وایرسونو او د ناروغېو ټولو عواملو د رشد محیط محدود کړی او د ایمني سیستم په مرسته هغوی له منځه وړي. نو یوازې په ماشومانو او هغه مسنّو خلکو کې چې له مخکې نه د زړه ناروغي لري، لوړه تبه خطرناکه او د تشویش وړ ده. بناً، لطفاً د تبې له کموونکو وسیلو، مسّکنونو او کورتونونو(د بدن د ایمنۍ سرکوب کوونکي) څخه استفاده مه کوئ؛ تر څو بدن وشي کړای چې د مکروبونو سره مقابله وکړي. که وتوانېږئ چې د بدن د ځینو اندامونو لکه د تنفسي غړیو حرارت په مصنوعي او موضعي ډول پورته بوزئ، نو ناروغي به په چټکۍ سره کنترولیږي. د عملي درملنې هغه مراحل چې د کرونا وایرس ښکر ماتوي او له پښو یې غورځوي. 1- په ستوني کې د سوی د لومړي احساس سره باید د وایرس د تکثیر مخه ونیسو، باید د بدن سره مرسته وکړو تر څو ډیر زر درمان شو، خو څه ډول.؟ د ګرمو اوبو یو مقدار مالګوبی غړغړه کړئ او تر خپلې وسې دا ګرمې اوبه په خپل ستوني کې وساتئ تر څو د اوبو ګرموالی پر وایرس اثر وکړي. که دا چاره د یوې دقیقې لپاره تر سره شي، نو په دو یا څه ډیر ساعتونو کې د ستوني له سوي څخه خلاصیږئ او په ورځ کې درې ځلې د همدې غړغړې په دوام ورکولو سره د وایرس فاتحه په همغه لومړۍ ورځ کې اخیستل کیږي. 2- که د غړغړې سره، سره بیا هم د ستوني سوی دوام کوي، نو یوه غوزه اوږه په غاښونو کې ونیسئ، کله، کله فشار ورکوئ تر څو په اوږه کې موجود آلیسین آزاد شي او بخار یې ستاسو تنفسي مجارې او سګو ته ورسیږي چې د خپل بکتریایي ضد خاصیت سره کولای شي د ستوني د درد بېلابېل مکروبونه له منځه ویسي. په همدې حالت کې مو نَفَس د 10 ثانیو لپاره قید ونیسئ تر څو د عفونت مسیر پاک کړي. د %80 په اطمینان سره ستاسو درملنه کیږي. 3- که عفونت دوام وکړ او ټوخی پیل شو؛ دا ځل باید د اوبو تبخیر صورت ونیسي، داسې چې د سرو اوبو دا بخار باید تنفسي مجارو او سګو ته ورسیږي. په %90 ډاډ سره د سرو اوبو د بخار دا معامله په لومړیو اول او دوهمو ورځو کې به د وایرس ریښې دړې وړې کړي. 4- که ناروغي شدیده وه او چا پاس موارد مخکې نه وي ترسره کړي او ناروغ شي؛ د ذکر شویو درېګونو مرحلو په علاوه، لاندې مرحله دې هم عملي کړي: یوه کاچوغه د ترش تازه لیمو اوبه دې د یوه کاچوغې عسل سره مخلوط کړي او و یې دې خوري. دا د وایرسونو د درملنې لپاره تر ټولو قوي انتي بیوتیک دی. نری چای او محلي ګرم سوپونه د روغتیا د سرعت لپاره موثره دي. په اتاق کې پر بخارۍ د بخار د تولید په موخه د اوبه یو ظرف ایښودل د تنفسي ناروغېو ډیره موثره مداوا ده. د استخر بخار سونا مخصوصاً مرطوب ډول یې نو بیخي غوغا کوي. د کوتیزول، هایدرو کورتیزون، دګزامتازون، بتامتازون او داسې نور د بدن د ایمنۍ سرکوب کوونکو درملو تزریق او کارونه جداً منع دي؛ ځکه د مرګ خطر پکې بیخي ډیر دی. د %99 په اطمینان سره د ذکر شویو 4 مرحلو په تطبیق سره د وایرسونو ټول ډولونه لکه کرونا نابودیږي او پر همغه لومړۍ ورځ پرې غلبه کوئ. روغتون ته مه ځئ، هغه ځای د مرګ لامل دی؛ هلته وایتکس ډیر مصروفوي او د وینځلو مواد ساړه تولیدوي چې سګي او ماغزه له کاره غورځوي. روغتون ته لاړ شئ، خو هغه وخت چې کومه بله ناروغي ولرئ یا هم پر دې وایرس په ککړېدو سره جدي مراقبت ته اړتیا پېښه شي. د کرونا وایرس مخکې له دې چې سګو ته ورسیږي، د 4 ورځو لپاره په ستوني کې پاتې کیږي او د ستوني درد او ټوخي باعث ګرځي. په دې وخت کې په محض د دې چې د ستوني درد یا ټوخی پیل شي، که ګرمې اوبه ډیرې وڅښل شي، د بخار اقدام وشي او همدا راز د مالګې یا سرکې غړغړه تر سره شي، په دې طریقه کولای شو سګو ته د وایرس له نفوذ څخه مخنیوی وکړو او هغه له منځه ویسو.


ZhwandoonMarch 21, 2020
1_01742-1024x576.jpg

1740

زه دوی څنګه پوهـ کړم، چې په ورځو کې نن نوې ورځ پیل شوې!؟ تېر یادونه او زاړه فکرونه له ذهنه وېستل غواړي؛ د ژړا ځای خندا، جفا ځای وفا او د ښکنځلو ځای دعا ته ورکول غواړي. د انتظار په دغه لار کې له ځانه دنګ چینار جوړول غواړي، څو ترې لاندې هر بزګر، خټګر او اهنګر، سوالګر او زرګر د امن یو دوکاندار اوسي. خو دلته نوې ورځ کومه ده؟ موږ ته خو لا نوې ورځ په ذره بین هم نه ښکاري. هغه پښې نه لري، چې خپله راشي او نه هم په داسې چغو، چې اوس وهل کیږي، رابه شي. دغه لاروي خو هسې لېوني دي: په خولې نوروز لمانځلو ته اړتیا نشته، نوې ورځې راتلو او راوستو ته اړتیا ده. ورځې نشته؛ پر موږ لا هماغه تورې شپې دي؛ دغو شپو رڼا کولو ته اړتیا ده.


ZhwandoonMarch 19, 2020
492.jpg

1530

نن په افغانستان کې د جګړې پر سلسلې يو بل کال هم زيات شو، جګړه تر څلوېښتو کلونو واوښته او نيمې پېړۍ ته نږدې شوه، دا تر صليبي جګړو وروسته د نړۍ په کچه يوه ډېره اوږده جګړه ده، په دې جګړه کې دوه لويې امپراتورۍ راګير شوې، يوه په کې په بشپړ ډول دړې وړې شوه او يوه بله هم په کې له خپل عزت او برمه پرېوته.



زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008