خیبر پښتونخوا په کوهاټ ولسوالۍ کې د اورکزي ادبي ټولنۍ په مرسته پسرلنۍ مشاعره او د شاعر ښاغلي نور قاسم ـ قاسم کتاب “چې دف غږېږي” نومېږي مخکتنه ترسره شوه.په یاده ادبي غونډه کې د خیبر پښتونخوا نومیالي شاعرانو او د پښتو ادب استادانو ګډون درلودد یادې غونډې مشروالي د پښتو ادب ځلانده ستوری او استاد ښاغلي اسیر منګل او مشر مېلمه د جنوبي پښتونخوا له کوټې څخه راغلی د پښتو ادب استاد ، وتلی لیکوال او په لر او بر کې د پښتو ژبې پېژندل شوی شاعر ښاغلی محمود ایاز صاحب ویاد شویو مشرانو د نور قاسم ـ قاسم پر کتاب خپل ادبي شننې وړاندې کړلې او نوموړي شاعر ته یې د کتاب مبارکي ورکولو سره د لا نورې ادبي هلوځلو ډاډګېرنه ورکړله د یادې غونډې نظامت چارې د اورکزي ادبي ټولنې عمومي سیکتر او د پښتو ژبې استاد او شاعر ښاغلي شاکر اورکزي ترسره کړلې.
راپور: نعمت الله افغان