وروستي خبرونه

سیاسي لیکنې

ZhwandoonJuly 4, 2020
328.jpg

118421

 پرون دوستم مارشال شو او نن غضنفر مړ شو. په سیاست کې ډېری او دومره سره تړلي پېښي تر ډېره تصادفي نه، بلکي پلان شوي وي.

دوستم په افغانستان کې د ازبک قوم مشر دی او په هیڅ قیمت بل چاته اجازه نه ورکوي، تر څو دا مشر توب ځیني ونیسي او یا یې هم رقیب پيدا شي.

خو غني بیا په تیره دوره کې هم په ځینو ازبک ځوانانو او مشرانو پانګونه وکړه، ترڅو په ازبک قوم کې د دوستم بدیل او رقیب پيدا کړي.

د ایشجي له قضيي، بیا د قیصاري تر موضوع او بیا د متین بیګ تر ریاسته؛ دا هرڅه د دې لپاره وشول تر څو غني په ازبک قوم کې د دوستم بدیل او رقیب پیدا کړي. خو دوستم تر هر څه د خپلو رقیبانو په وړاندي جدي دی. لمړی ځل چې ایشجي د دوستم د رقابت خوبونه لیدل، هغه پیښه ورسره وشوله. دوستم ته هم د ایشجي ځپل د ولسمشرۍ د معاونیت، دوه کاله تبعید او نړیوالي بدنامۍ په قیمت تمام شول.

وروسته قیصاري د دوستم په وړاندي راپورته شو، چې دا کار هم د ولسمشر غني په ملاتړ وشو. له دې وروسته د ولسمشرۍ د ټاکنو په مهال غضنفر هم د ولسمشر غني په ملاتړ د خپلواک سیاسي لوبغاړي په توګه صحني ته راغی. خو دوستم ته تر هر څه وړاندي د ازبک قوم په استازیتوب د ولسمشر غني له لوري د قیصاري، ایشجي، متین بیګ او غضنفر ملاتړ د منلو وړ نه و. خو کله چې ټاکني وشوي او د ډاکټر عبدالله ټیم ولسمشر غني ته سرخوږی جوړ کړ او په دې ټیم کې مهم رول هم د جنرال دوستم و. په ازبک قوم کې د قیصاري، ایشجي، متین بیګ او غضنفر رول له هر څومره ملاتړ سره په صفر کې ضرب شو. نو لسمشر غني بیرته هڅه وکړه تر څو له دوستم سره مستقیم معامله وکړي.

ولسمشر غني د ټاکنو په مهال یو پلاوی د دوستم دربار ته ولیږل او له هغې لیدني وروسته دوستم له رسنیو سره په خبرو کې وویل، چې ټاکنو کمیسون دې پایلي اعلان کړي او خلک دې نور نه په تمه کوي. له دې وروسته کورنیو چارو وزارت په مزار کې د قیصاري په کور برید وکړ، قیصاري له ‌ډېري مجبورۍ وروسته بیرته دوستم ته پنا یوړه. له دې سره د ایشجي قضیه او غږ هم چوپ شو.

په دې سربیره چې دوستم دوسیه لري او له دې وړاندي به د دوستم هرې نیوکي ته دا ځواب ورکول کېده، چې دوستم دوسیه لري. خو له دې وروسته چا د دې دوسيي نوم هم وانخیستل. کله چې سیاسي هوکړه وشوله، له دې هوکړي څه موده وړاندي متین بیګ هم خپله استعفا وړاندي کړله. متین بیګ هم د ازبک قوم په سهم کې ګمارل شوی و، چې له دې وروسته به دا سهم یوازي دوستم ته ورکول کیږي. د متین بیګ له استعفا وروسته دوستم مارشال شو او ماښام غضنفر هم مړ شو.

ویل کیږي چې دوستم به د مارشالۍ تر څنګ د اعلی سرقوماندانۍ مرستیال هم وي. نو دې کار هم امکان نه درلود، چې هم دې غضنفر د ولسمشر ځانګړی استازی وي او بل لورې دې دوستم هم مارشال، هم د اعلی سرقوماندانۍ مرستیال وي. ځکه له یو خوا خو دوستم د ازبک قوم ټیکدار ځان بولي او له بل لوري ازبک لږکیو ته په افغانستان کې دومره سهم ورکول هم نا ممکن دی. په دې سربیره دې هم امکان نه درلود،چې ولسمشر غني دې غضنفر ګوښه کړي.

ځکه هغه په ټاکنیز ټیکټ کې ورسره و. نو تر ډېره بریده امکان لري چې د غضنفر مړینه د دوستم له مارشالۍ سره مستقیمه اړیکه ولري او یوه دسیسه واوسي. خو دا یوازي یو احتمال دی، ممکن واقیعت بل څه واوسي.


ZhwandoonJuly 2, 2020
311.jpg

1150

لیکنه: عصمت تره کی

څو اونۍ وړاندي د سوداګرۍ او صنعت وزارت پخوانی سرپرست وزیر د افغانستان بانک د سرپرست رئیس په توګه وټاکل شو. اجمل احمدي چې اوس د افغانستان بانک سرپرست رئیس دی، د پخوانۍ دندي په مهال هم ډېري نیوکي باندي شوي وي، چې ګواکي نوموړی د هېواد له ملي ژبو سره نابلده دی. د هغه ترڅنګ د هویت په تړاو یې ډېري پوښتني له خلکو سره وي.

خو د افغانستان بانک کې یې ځیني لوړپوړي چارواکي د لمړي مرستیال په ګډون له دندو ګوښه کړل. د افغانستان بانک په یوه خبر پاڼه کې ویلي، چې دا لوړپوړي کسان په فساد تورن دي او له همدي امله ګوښه شوي، خو بل خوا د خلکو اندیښني او د ګوښه شویو کسانو ادعاوي بل څه دي.

لمړی: که چیرته د افغانستان بانک خبر پاڼه ومنو، چې دا څلور کسان د فساد په اوو دوسیو کې تورن دي. نو کله چې یو څوک په فساد تورن کیږي، دوسیه یې باید څارنوالۍ ته ولیږل شي او له هغه وروسته محکمه حکم باندي وکړي. د محکمي له حکم مخکي هر مجرم تورن وي، نو له تورن سره د مجرم په څیر چلند نشي کېدای. که باندي لګول شوي تور ډېر لوی وي، یوازي دنده يې په تعلیق کې لویږي. خو د افغانستان بانک مخکي تر دې چې دوسيي څارنوالۍ ته ولیږي او محکمه حکم باندي وکړي. یاد کسان له دندو ګوښه کړي او امنیتي مسوولینو ته یې سپارښتنه کړي چې دې کسانو ته باید د افغانستان بانک ته د ننوتلو اجازه ورنکړل شي. دا خپله یو ډول زورواکي او د ټولو قوانینو خلاف کړنه ده. که چیرته یاد کسان په فساد تورن هم وي، خو د افغانستان بانک اوسنۍ رهبري په ټوله مانا د بشر حقونو او افغانستان د نافذه قوانینو خلاف کړنه ترسره کړي. انساني کراماتو ته یې سپکاوی کړی او د قانوني پروسیجر خلاف چلند یې ورسره کړی.

دوهم: ګوښه شویو کسانو ادعا کړي چې، د افغانستان بانک نوي رهبري یو څو کسیز ټیم ورسره راوستلی او ټولي چارې یې دې نوي ټیم ته ورسپارلي دي. د دوۍ په خبره د بانکي قوانینو له مخې غیر مسوولو کسانو ته د ځینو راپورونو ورښکارول او هلته اوسیدلو اجازه باید ورنکړل شي. همدارنګه د ټولو قانوني پروسیجرونو خلاف منفک شوي او ادارو ته ندي پریښودل شوي. په ټوله کې دا یو ډول پوښتني راولاړوي، چې څرنګه نوي رهبري دومره په عجله سره داسي کلیدي کسان منفک کړل او حتی دفتر ته د تللو اجازه یې ورنکړله، موخه یې څه وه؟ په دې وروستیو تحولاتو سربیره د دې بانک د نوي سرپرست رئیس ناڅرګند هویت دا پوښتني او اندیښني نوري هم زیاتوي. اجمل احمدي چې د هیواد په ملي ژبو نه پوهیږي، د هویت په اړه یې ډېر کم معلومات شتون لري. یوازي د سوداګرۍ او صنعت وزارت په ویبپاڼه کې دومره لیکل شوي، اجمل احمدي د غزني په ښار کې زیږیدلی او له ښوونځي څخه هم هلته فارغ شوی. وروسته د امریکا له هارډوارډ پوهنتون څخه ماسټري اخیستي. د نړیوال بانک او د امریکا د ذخایرو په وزارت کې یې دندې ترسره کړي.

دا چې اجمل احمدي د غزني د کومي ولسوالۍ، کومي ناحيي او کوم کلي اوسیدونکی دی؟ د چا زوی دی؟ کوم ښوونځي څخه فارغ شوی؟ په کوم کال بهر ته تللی؟ نور خپلوان او کورنۍ یې څوک دي؟ ولي د هېواد په ملي ژبو نه پوهیږي؟ دا لا هغه پوښتني دي چې د جمل احمدي د هویت په تړاو ګونګي پاتي دي. دا چې د افغانستان بانک د افغانستان د ټولو اسعاري ذخایرو، پولي سیاست د طرحي او مالي برخه کې نور مهم صلاحیتونه لري، نو د افغانستان بانک چارې داسي یو مجهول الهویته کس ته سپارل د اندیښني او پوښتني وړ دي. په دې سربیره دومره پراخ صلاحیتونه ورکول څه مانا درلودلای شي. کیدای شي، اجمل احمدي د نړیوالي یا کورنۍ اقتصادي مافیا مهم غړی وي. د دې تر شا نورې موخي ولري او د افغانستان شتمني لوټ کړي.

یو احتمال؛ که چیرته کومه کورنۍ مافیا وي، موخه یې دا وي چې د اړتیا په مهال د افغانستان بانک څخه پیسي نورو بودجوي کوډونو ته ولیږدي او حکومت مشر تابه د دې لپاره ګمارلی وي چې دا کار بې جنجاله وکړي. دوهم احتمال؛ کېدای شي اجمل احمدي د کومي نړیوالي مافیا غړی واوسي او وغواړي د افغانستان شمتني پخپل لاس کې واخلي. خو دا تر اوسه احتمالات دي، کېدای شي هر څه برعکس واوسي او حکومت د اجمل احمدي د هویت په اړه پوره جزئیات خپاره کړي او خپله احمدي خلکو ته خپله ژمنتیا ثابته کړي. پورته هغه اندیښني دي، چې له خلکو سره شته او تر اوسه یې ځواب ندی پيدا شوی.


ZhwandoonJuly 2, 2020
309.jpg

1230

چا چې د خپلې واکمنۍ په بهیر کې څو څو واره د اساسي قانون پر سر معامله کړې وي او په زرګونو ځله یې تر پښو لاندې کړی وي، هغه راپاڅي ، خپلو سیالانو او مخالفانو ته بار بار وايي چې اساسي قانون زما سرې کرښې دي ؛ له دې څخه تېرېدونکی نه یم ، دا به منئ او دا به درباندې تطبیقوم، دا داسې مثال لري ، لکه یو هندو چې مسلمان ته و وایي چې اسلامي شریعت زما سرې کرښې دي ، دا به درباندې تطبیقوم او کنه جنګ ته به ادامه ورکوو. له بلې خوا بیا د مسلمان په سر کې دومره منطق نه وي چې هندو ته ووايي لالا مې شې اول خو ته کلمه تېره کړه ، مسلمان شه بیا به دواړه په ګډه پر یو بل شریعت تطبیقوو.

اوس نو د ډاکټر غني او ډاکټر عبدالله په سیاسي سیالانو ، طالبانو او نورو مخالفانو یو لوري کې هم داسې سیاسي منطق نه شته، چې دې دوو ډاکټرصاحبانو ته و وايي چې راځئ اول به همدا اساسي قانون پر تاسې دواړو ښاغلو تطبیق کړو، د سولې خبرې او نور مسایل به بیا وروسته څېړو.

که اساسي قانون به اساسي مانا پر دې دواړو قانون ماتوونکو ښاغلو او نورو چارواکو تطبیق شي ، نو دوی به لاس تړلي زندان ته ځي ، حقیقت دا دی چې د اساسي قانون تطبیق غني ، عبدالله او ځینو نورو چارواکو ته په دومره لوړ قېمت تمامېږي ، لکه هندو ته او یا یو شمېر جهادي ډلو ته چې د اسلام له نامه څخه یې ناوړه ګټه پورته کړې ، هغوی ته د شریعت تطبیق په ډېره لوړه بیه پرېوزي.

دا نو اوس زموږ په وطن کې یو دود دی چې اکثره سیاسیخېل عملاً د خپل شعار په مقابل کې ولاړ دي ، خو دومره سپین سترګي هم دي چې له دې ټولو دروغو سره سره د ولس په سترګو کې ورننوزي. های های قانونه نو…


ZhwandoonJuly 2, 2020
308.jpg

1310

د غزني په اصطلاح وکیلان یادوم ، چې نه انتخابي دي ، نه انتصابي ، خو تر دواړو ډلبنديو معتبر دي، دوی پر ۱۳۸۹ل/۲۰۱۰م کال، د نظار شورا او وحدت حزب د ایتلاف له امله د انتخاباتو په نامه د غزني د ولس د استازو په توګه ولسي جرګې ته ور وپېژندل شول ، هغه وخت ، که د غزني اکثریت پښتنو هر څومره فریاد وکړ، خو د ایران سپاه پاسداران ، د هغوی روزل شوې ډلې او د ټاکنو په کمېسیون کې فضل احمد معنوي دومره د زور او ځواک خاوندان وو ، چې د وخت ځانساتي جمهور ؛رییس ښاغلي کرزي یې پر وړاندې هېڅ قانوني چلند و نه کړ.

زه خپله جمهور رییس کرزي ته دوه ځله ورغلم ، ورته ومې ویل چې د غزني له ولس سره ظلم مه کوئ ، دا خلک نه یوازې د غزني اکثریت ولس استازي نه شي کولای، بلکې اکثریت یې د ایران له استخباراتو سره اړیکې لري او له اکثریت پښتنو سره څرګنده دښمني هم پالي . فضل احمد معنوي ته مې هم وویل ، چې تر دې انتخاباتو مو چې انتصابات هم کړي وای د ولس یو څه نسبي استازولي خو به شوې وه .

انتخابات خو پر ځای پرېږده چې دې ته خو موږ انتصابات هم نه شو ویلای. د خوار ملا په اذان څوک روژه نه ماتوي ، زموږ خبره چا وا نه ورېدله، خو د هېواد له بېلابېلو سیمو هزاره ګان سره راټول شول او (( جامعه هزاره افغانستان )) په نامه یې غونډې او احتېجاجونه وکړل او دا یوولس تنه یې د غزني د استازو په نوم ولسي جرګې ته داخل کړل. کله چې پر۱۳۹۳ / ۲۰۱۴ م کال د جمهوري ریاست ټاکنې وشوې، نو اکثرو فکر کاوه چې د ډاکتر غني په حاکمیت کې به قانون تر پخوا یو څه ښه تطبیق شي.
د ولسي جرګې ټاکنې نږدې دوه کاله وځنډې ، خو کله چې د تلې پر میاشت ټاکنې وشوې ، د غزني ټاکنې د وري میاشتې ته محول شوې. نوې ولسي جرګې ته نوي وکیلان راغلل ، خو غزني کې د دې پرځای چې یا نوې ټاکنې وکړي ، یا د دې وکیلانو دنده تعلیق کړي ، یو ځل بیا غني هم لکه د کرزي په شان دې نازولو ته د غزني د استازو او د پوره وکیلانو په توګه داسې ډول امتیاز ور کړ چې نه یوازې د افغانستان په ټول انتخاباتي بهیر ان په نړۍ کې یې هم ساری نه دی لیدلی شوی.

دوی د غني تر واکمنۍ وړاندې په اصطلاح منتخب وکیلان وو، د غني پنځه کلنه دوره یې هم په کې و خوړه ، بیا هم وکیلان دي ، د غني د دویمې دورې نږدې پنځه ویشت سلنه زمانه تېره شوه ، بیا هم وکیلان دي، د غني ټوله دوره به هم تېره شي ، خو دوی به بیا هم وکیلان وي . د ټاکنو کمېسیون له خوا د دې ښاغلو د باورلیک لومړی پنځه کلن معیاد هم پای ته رسېدلی ، نوی باور لیک هم نه لري ، نه انتخابي اسناد لري ، نه انتصابي ، نه کوم ځانګړی فرمان او نه هم کوم بل حقوقي سند.، یوازې همدا خبره یې ټینګه کړې چې تر هغه وخته موږ وکیلان یو چې غزني کې نوې ټاکنې نه وي شوې، و ښاغلو د ولسي جرګې وخت چې یو څه وځنډېد ، هلنه خو د هغوی د نشتوالي په حالت کې د بشپړې مقننې قوې خلا رامنځته کېدله ، سره له دې چې دا دلیل هم قانوني نه و ، پر وخت باید ټاکنې شوې وای، خو دا د هغوی د پاتې کېدو لپاره یو دلیل کېدی شو . اوس سړی حیران شي چې د دې مدام العمر وکیلانو درجه تر کوم حده و ټاکي ؟ دوی صحابه کرام دي؟ اولیای کرام دي ،؟ کرام الکاتبین دي ؟ او که د بلې کومې لوړې مرتبې خاوندان؟ اوس سړی چاته شکایت وکړي ؟ د ټاکنو کمېسیون ته ، سترې محکمې او لویې څارنوالۍ ته ؟ پر اساسي قانون د تطبیق د څار کمېسیون او که خپله د قانون د تطبیقولو لومړۍ درجه مسول ؛اعلی سر قومندان جلالتماب زرکلن دوکتو محمد اشرف غني احمدزي او که کومې بلې مرجعې ته؟اوس چې دې دا خبره وخوځوله د دې پر ځای چې څوک د دې معضلې قانوني حل وڅېړي ، هر یو به در باندې د تعصب زرګونه ټاپې و وهې او د جمهور رییس روزل شوي او کرایي کنځلماران به هم د ایراني فاشیزم د توجیه لپاره کنځلو ته اړم شي.

زما په نظر خو تر ټولو غټ تعصب او فاشیزم همدا دی چې څوک د اتیا سلنې مظلومو خلکو حق په څو تنو مزدورو او پردیپالو اشخاصو وخوري. اوس په لنډیز سره وړاندیز کوم چې د دې په اصطلاح وکیلانو د کار د ناعادلانه دوام د مخنیوي لپاره لنډه لاره دا ده چې جمهور ربیس ژر تر ژره د ټاکنو کمېسیون ته امر وکړي چې په معین وخت کې د عادلانه استازیتوب د تضمین له لارې د غزني ټاکنې تر سره کړي ، تر هغه پورې چې نوې ټاکنې کېږي هېڅوک د غزني د ولس استازیتوب نه شي کولای، د پخوانیو وکیلانو دنده ختمه ده او کولای شي خپلو کمپایني مبارزو او یا نورو کارونو ته لاړ شي.

دا خبره د یادولو وړ ده چې که دا ناقانونه وکیلان هزاره نه وای ، نو نه به جمهور رییس، نه د ټاکنو کمېسیون او نه به کوم بل قانوني ارګان دومره ناز او عشرت ته پرې ایښي وای! دېته وایي د قومي تعصب او نوي فاشیزم څرګندې بېلګې.


ZhwandoonJune 30, 2020
285-1024x724.jpg

1330

دلته نه چنګېز حاکم دی، نه هلاکو ، نه اسمعیل ساماني حاکم دی، نه ګوډ تېمور ، نه د سقاو واکمني ده ، نه د برهان الدین رباني، نه د احمدشاه مسعود غږ پورته کېږي ، نه د عبدالعلي مزاري او نه د نورو لنډغرمشرانو ، خو باج او راج یې چلیږي. دلته ددې شنډلي جهموریت په بهیر کې څوارلس کاله حامد کرزی د احمدشاه بابا د میراثخور په توګه د واک پر ګدۍ ناست و او بیا د همدې نومیالي بابا بل میراثخور اشرف غني احمدزي ته نوبت ورسېد. حقیقت دا دی چې د دې دواړو ښاغلو د دواکمنۍ په بهیر کې پښتون د یو قوم په توګه دومره وځپل او دومره توهین شو ، چې نه د چنګېز په وخت کې دومره توهین شوی ، نه د هلاکو او نه هم په لومړۍ او دویمه سقاوۍ کې، د کرزي په حاکمیت کې د دوو جنګي ډلو مشرانو ته د (( ملي اتل)) او د (( د ملي وحدت شهید)) القاب ډالۍ شول او د غني په حاکمیت کې بیا د ده ښاغلي له خوا د (( مسعود پېژنندنې او مزاري پېژندنې)) د (( ملي بحثونو)) موضوع مطرح شوه، دا خبره د غني د مرستیالانو له خوا بار بار یادونه و شوه چې غني ، احمدشاه مسعود او مزاري د یوه فکر او یوې نظریې پلویان وو .

غني هم د مزاري مصلی او د مسعود تلین غونډو ته د بیت المال د لګښت په منظورۍ او په حکومت کې د دغو غټو جګړه مارانو پلویانو ته د غوښنې برخې په ورکړې سره دا خبره تر یوه حده ثابته کړه ، چې رښتیا هم یادو دوو جنګسالارانو سره مشترک افکار لري . د کرزي او غني په واکمنۍ کې پښتون پر یو عکس العملي ، شکایتي او مظلوم قوم بدل شو، د دې قوم سیاسي مخالفین له حکومتي امکاناتو ګټه اخلي او د پښتنو پر ضد ډول ډول ناوړه عملونه تر سره کوي ، خو کله چې یې پښتون پر وړاندې د مظلومیت غبرګون وښیي ، نو بیا دا غبرګون هم هغوی ته د ملي وحدت د زیانمنولو د ضربتي تورونو او ملامتیا په بیه تمام شي.

پښتون لا د یو ظلم او توهین په مقابل کې له غبرګونه خلاص نه وي ، چې د ظلم او غم بله ټکه پرې راپرېوزي، د لنډغرو ان یو وړوکی مامور ، ملېشه ، وکیل ، سیاستوال او نور پلویان دومره یو غټ ضرر پېښ کړي ، چې ټول ملت له ستونزو سره مخ کړي ، د دې علت دا دی چې د پښتون په ونډه او نامه راغلي پښتون ضد چارواکي خپله پښتنون ضد حرکتونو کې شریک دي ، که مخالفین پر دې پوه شي چې د خپل هر ناوړه عمل په مقابل کې د سزا معقول غبرګون ویني، نو هېڅکله یې دومره سپین سترګي نه شوه کولای.

خبره را لنډوم، د ستر امپراتور احمدشاه بابا په باب په افغان دولت کې د یو ایرانپالي دولتي چارواکي سرور جوادي وروستي ناوړه چلند ته راګرځم. دا کار له دولتي مقام څخه د ناوړه کارونې له امله را منځته شوی دی، نو باید په دولتي کچه سزا ورکړای شي، په حکومت کې خو ماته ډېر د تورې سړي نه سترګو کېږي ، خو د سیمه ییزو ارګانونو د ادارې له ځوان رییس (شمیم کټواري ) څخه جدي غوښتنه کوم، چې دې فاشیست ایرانپالی سرور جوادي ته تر سبا دولسو بجو پورې خپله سزا ورکړي ؛ له غوږه یې ونیسي او له دفتره یې د غوږ په تاوولو په داسې ډول وباسي ؛ لکه څنګه چې احمدشاه بابا د دوی د بادارانو غوږونه تاو کړي وو، دا خبره دې د جمهور رییس اجازې او معاملې ته نه پرېږدي .

سرور جوادي هم کېدی شي له خپلو مشرانو سره ددې ناوړه کار لپاره مشوره نه وي کړې، نو شمیم کټوازی هم ضوروت نه لري چې د جوادي د شړلو لپاره چا سره مشوره وکړي ، تر ټولو خبرو دمخه باید دی ژر تر ژره له دندې منفک او د نورې سزا لپاره عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژني.

شمیم کټوازي باندې مې ځکه ځانګړی غږ وکړ ، چې دا ناوړه کار دده د مسولیت په اداره او دایره کې تر سره شوی دی ، تر ټولو وړاندې ددې ناوړه کار مسولیت ده ته راجع کېږي ، بله خبره دا ده چې شمیم زما مستقیم شاګرد پاتې شوی، د استاد درس شاګرد ته د مور د شیدو حیثیت لري ، نو که شمیم اجراات و نه کړي ، نو فکر وکړئ هغه درس مې چې د مور د شیدو په شان ورکړی ، هغه مې ور ته نه دی بښلی. نو شمیم باید خپل ملي ، تاریخي او وظیفوي مکلفیت په غوڅه توګه ادا کړي او تر سبا دولسو بجو پورې ستر افغان ولس ته د خپلو اجرااتو خبر ورکړي.


ZhwandoonJune 30, 2020
279.jpg

300

لیکنه: عصمت تره کی

روستي بریدونه د اندیښني وړ دي. له یو خوا د ټولني کارنده انسانان وژني، بله مهمه دا چې په خلکو کې د سولې د راتګ هېلي وژني. وروسته له ډېرو کلونو افغانانو ته د سولې د راتګ هېلي پیدا شوي وي، خو په دې وروستیو کې د تاوتریخوالي زیاتوالی او پیچلي بریدونه د خلکو هغه د سولې دا هېلي وژني. دا چې په کابل او ځینو مهمو ښارونو کې دا بریدونه څوک کوي؟ موخه یې د کارنده انسانانو، که د سولې د هېلو وژل دي؟ ولې یې ترسره کوي؟ ولې یې مسوولیت څوک په غاړه نه اخلي؟ تر اوسه نږدي د ټولو بریدونو مسوولیت طالبانو په غاړه اخېستل، که اوسني بریدونه طالبان کوي نو ولې یې مسوولیت په غاړه نه اخلي؟ که یې طالبان نه کوي، نو په دا شل کلونو کې د دا ډول بریدونو مسوولیت ولي طالبانو په غاړه اخیستل؟ ممکن له دې وړاندي هم دا بریدونه او جګړه بل چا په مخ وړي وي، طالبانو یې یوازي مسوولیت په غاړه اخیستی وي.

د دې وروستیو هدفي او پيچلو بریدونو تر شا یوازي درې احتمالي لاملونه شتون لري، خو دا چې کوم یې ډېر بارز دی او کوم یو یې کم اغیز لري، نه پوهیږم.

لمړی: طالبان بریدونه ترسره کوي، خو مسوولیت یې په غاړه نه اخلي. طالبان د دوو لاملونو په موخه دا کار ترسره کوي؛ لمړی، دا چې طالبانو یو ډول د بریا احساس خپل کړی، نو له اوسني حکومت او سیاستوالو سره تر ډېره د خبرو کولو لیوالتیا نلري، بلکي غواړي چې د زور له لارې اوسنی نظام ړنګ او د خپلي خوښي نظام په افغانستان کې رامنځته کړي.

دوهم، طالبان نه غواړي چې جنګیالي یې له جګړي لاس په سر شي، ځکه طالبانو جوړښتونه د جګړې د په مخ وړلو لپاره رامنځته شوي، نو که جګړه دریږي ممکن په اتومات شکل د دوۍ ډلې سره وپاشل شي. د هغه تر څنګ تر ټولو مهمه هم دا چې د جنګیالیو په منځ کې به یې د جګړې روحیه کمزوري شي او د اړتیا په مهال به د جګړې بیا پیل ورته ستونزمن وي. خو دا چې مسوولیت یې په غاړه نه اخلي، نو لامل یې دا کېدای شي، دوۍ له امریکا سره د تړون په مهال د تاوتریخوالي د کمښت ژمنه کړي نو د دې لپاره چې تر ملامتیا لاندي رانشي، مسوولیت یې په غاړه نه اخلي.

دوهم: ځیني حکومتي چارواکي په دې بریدونو کې لاس لري. ځیني حکومتي چارواکي په ښکاره د سولي د روانې پروسي مخالف دي. یا خو د دې پروسي د ځینو ابهاماتو او بدو عواقبو څخه اندیښمن دي، یا یې هم خپلي شخصي، ګوندي او سمتي ګټي ممکن تر ګواښ لاندي واوسي. نو د دې لپاره چې د سولې رامنځته شوي هېلي ووژني او طالبان په دې ملامت کړي، چې ګواکې جګړه یې تیزه کړي او تاوتریخوالی یې ډېر کړی دی. د اورکم په اونۍ کې ځیني کوچني بریدونه د کابل په ښار کې ترسره کېدل، چې د ډېرو به تلفات هم کم و، خو یوازي موخه به یې دا وه، چې د رسنیو پام راواړوي او وښيي چې طالبان په خپلو ژمنو ولاړ ندي.

دریم: نورې ترهګریزي او مافیايي ډلې دا بریدونه ترسره کوي. په دې کې هيڅ شک نه و، چې طالبانو د ډېرو مافیايي او ترهګریزو ډلو لپاره بستر برابر کړی و. له دې وړاندې هم ډېری بریدونه نورو ترهګریزو او مافیايي ډلو ترسره کول، چې کله کله به هم ښايي طالبانو د هغو بریدونو مسوولیت هم په غاړه اخیست. نو اوس هم امکان لري، ځیني ډلي بریدونه ترسره کړي، خو طالبان به یې اوس مسوولیت په غاړه وانخلي. خو تر ټولو اساسي پوښتنې دا دې، طالبانو ولې له دې وړاندي د ټولو بریدونو مسوولیت په غاړه اخیست، په داسي حال کې چې اوس طالبانو جګړه درولي او بریدونه ترسره کیږي؟ څوک دا بریدونه ترسره کوي او څوک د دومره پيچلو بریدونو د ترسره کولو توانايي لري؟ که نوري ډلي هم عملا په په صحنه کې وي، نو بیا له طالب سره سوله څه مانا؟ که طالبان سوله کوي نو جګړه خو به حتمي دوام کوي، ځکه عملا نورې ډلي په صحنه کې په ډېر قوت شتون لري او دا جګړه به په مخ وړي.


ZhwandoonJune 29, 2020
274-1024x576.jpg

6521

لیکنه: عصمت تره کی

ولسمشر غني د خپلي واکمنۍ په لمړۍ دوره کې ډېری سیاسي ګوندونه او شخصیتونه له ځانه خفه کړې وه، له همدي امله د ولسمشر غني دوهم ځل بریالي کېدل څه ناڅه ستونزمن کار بلل کیدل. په نړۍ کې ډېر کم ولسمشران په دې برخلیک تر اوسه پوري اخته شوي و، چې د دوهم ځل بریالي کېدو چانس یې کم و.

دا چي غني ولي او څنګه په دې برخلیک اخته شوی و؟ څنګه یې وکولای شول، چې د دوهم ځل لپاره بیا ځان بریالی اعلان کړي؟ دا بیل بحث دی. خو اوس لپاره د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم په ورته برخلیک اخته شوی. دا چي ټرمپ به د غني له تجربو نه استفاده وکړي او کنه؟ دا چې ټرمپ به د دوهم ځل لپاره د امریکا ولسمشر شي او کنه، تر اوسه پوري لا څرګنده نده.

اوس چې د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته میاشتي پاتي دي، د ولسمشر ټرمپ سیال ډېر ځواکمن دی. د هغه ترڅنګ په امریکا کې عامه افکار تر ډېره د ټرمپ په زیان روان دي. په دې وروستیو کې د تورپوستي جورج فلویډ وژل کېدل او د جان بولټن له لوري د ټرمپ د پټو رازونو افشا کېدل به په امریکا کې د ټرمپ ولسمشر کېدل نور هم سخت کړي. بل خوا ولسمشر ټرمپ د (تر هر څه لمړی امریکا) شعارونه او ژمني هم عملي نشوي. له افغانستانه د امریکايي سرتیرو وتل د ټرمپ یوازینۍ کمپایني سوژه وه، خو اوس د دې کار برخلیک هم څرګند ندی. امریکایان له ملایانو سره د معاملو تجربه نلري، په دې کار کې هم فکر نه کوم بریالي راووځي.

څو ورځي وړاندي ولسمشر ټرمپ په داسي حال کې انځورونه خپاره شول، چې نا هېلی او ستړی له یوې کمپایني غونډې راګرځیدلی و. په دې غونډه کې د خلکو کم رنګه ګډون او په ټوله کې د ناکامۍ احساس فکر کوم ځوراوه. د ټرمپ له دا ډول تصویرونو سره مې جوخت د غني د کمپاین په مهال د وزیر اکبر خان په کمپایني دفتر کې هغه صحنه یاد ته راغله، چې غونډه کې کسان نه و، غوړه مالانو یې د دفترونو کارکوونکي ورته کښینولي و.

ولسمشر غني هم د خپل همیشني عادت له مخي په احساساتي انداز وینا وکړه، ډېري ژمني يې هم وکړي. خو د غونډې ناستو کسانو ورته د زړه له اخلاصه چکچکي وکړي. ولسمشر غني له دې غونډې ځکه خوشاله ستون شو، چې ګډونوالو په ډېرو چکچکو نازولی او هڅولی و. خو بیچاره له دې نه خبر نه و، چې دا یې ټول د کمپایني دفتر معاش خواره کارکوونکي دي. د دې ډول غږ یې له ټاکنو وروسته واورید، چې د رایو د کموالي له امله به یې کله د ټاکنو کمېسون د ګدام قلفونه مات کړي و، کله به یې هم بله نادوده کړې وه.

د اوه سوه میلیونه ډالرو په لګښت سربیره یې یوازي اوه سوه زره پخي او شفافي رايي ونه ګټلي. جان بولټن هم پخپل کتاب کې لیکلي چې، د افغانستان د ۲۰۱۹ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې هیڅ نوماند بریالی نه و، بلکی ټاکني دوهم پړاو ته تلي.

خو دا چې ولسمشر غني څنګه ځان بریالی اعلان کړ، دا مهارتونه ممکن د ټرمپ زده ونه اوسي او نه هم په امریکا کې څوک دومره فرصت ورکړي.


ZhwandoonJune 29, 2020
272.jpg

1230

تر اوسه مې هېڅکله هڅه نه ده کړې ، چې اشخاص د لیکنې محور کړم او هېوادني مسایل څنډې ته کړم. خو دا لومړی ځل دی چې د یو مبهم شخص د هویت څېړنې ته اړکېږم او بیا ملي بحث ته داخلېږم. پر دې شخص ځکه دلته بحث کوم چې دا د یوې هغې پراخې کتلې استازولي کوي چې په دې تېرو څو کلونو کې د متخصص ، تکنوکرات او نورو ډول ډول نومونو زموږ پر ملت تحمیل شوي دي. دلته د دوه تابعیته موضوع ته هم نه داخلېږم ، ځکه هغه موضوع هم په قانون کې واضح ده. عجیبه خبره دا ده چې مسله تر دې هم ترخه شوې ؛ یو تابیعته او هغه هم د بل هېواد یو تابیعته پر موږ تحملېږي او هغه هم د یو داسې ملي اداري په راس کې چې هم ټول اقتصادي تعاملات ور سره تړلي او هم زموږ پولي او ملي هویت.
دلته غواړم د دغه ښاغلي (اجمل احمدي ) پر وړاندې څو پوښتنې کېږدم ، چې ټول هېوادوال یې باید پسې تعقیب او له اړوندو ادارو یې ځواب تر لاسه کړي:
۱-اجمل احمدي د چا زوی او د چا لمسی دی؟ د هغوی د هویت تذکرې چېرته دي؟
-۲ اجمل احمدي د هېواد د کوم ولایت او کومې سیمې اوسېدونکی دی؟
۳- کله چې لومړی ځل افغاستان ته راغلی، له کوم ځایه او د کوم هېواد په پاسپورت راغلی دی؟
۵- د افغانستان د تابیعت تذکره او پاسپورت لري او کنه؟
۶- که د تابیعت تذکره او پاسپورت لري ، کله یې اخیستي او له کومې ادارې یې اخیستي دي؟
۷-أیا په تېرو دوو دورو ټاکنو کې ګډون کړی کنه؟
۸-ایا په افغاني پاسپورت یې د افغانستان په استازۍ کوم رسمي سفر کړی او کنه؟
۹- ایا د افغانستان په رسمي ژبو پښتو او دري پوهېږي که نه؟
۱۰- ایا جمهور رییس حاضر دی د مطرحو هېوادوالو پر وړاندې خپل دا نازولی پاڅوي او ورته و وایي چې د خپل ځان د سپیناوي ځوابونه و وایه!
دا خبره هم باید واضح شي چې زموږ هغه هېوادوال ، چې د غلو ، مفسدینو ، لنډغرو او تنګنظرو دزورزیاتي له امله په بېلابېلو هېوادونو کې مهاجرت او بیا دویم یا درېم تابیعت اخیستو ته اړ شوي او اوس بېرته د هېواد پر ابادۍ بوخت دي ، هغوی د دې هېواد نه جلاکېدونې برخه ده ، خو دلته خبره د اجمل احمدي په شان د هغو مبهمو په اصطلاح افغانانو په باب ده چې نه یوازې هویت یې مبهم دی ، بلکې د افغانستان کلتور او ملي ګټو پر ضد واقع دي. دا ډول خلک ان که یو تابیعت هم ولري او له هېواده بهر یې یو ورځ هم نه وي تېره کړې، پر داسې مقاومونو یې پرېښودل ، له دې ملت سره یو لوی خیانت دی. نو راځئ لومړی د دې ډول مبهمو پرديپالو پر وړاندې رسنیزه مبارزه وکړو او که دې کار نتیجه ور نه کړه، بیا مظاهرې وکړو او د قانون ټولې دروازې ور وټکوو. راځئ د سمون دا لړۍ له همدې اجمل احمدي پیل کړو او په هره مهمه اداره کې دا لړۍ پسې تعقیب کړو.


ZhwandoonJune 27, 2020
261.jpg

530

لیکنه: عصمت تره کی

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځیني هغه هېوادونه چې انساني قاچاق په کې زیات دی او حکومتونه یې د دې کار په وړاندي جدي اقدامات نکوي، په تور لیسټ کې شامل کړل. د انساني قاچاق په کلني راپور کې افغانستان هم یو له هغه هېوادونو څخه بلل شوی چې انساني قاچاق په کې زیات دی او حکومت یې په وړاندي اړین اقدامات ندي ترسره کړي.

په دې سربیره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په راپور کې راغلي چي د افغان امنیتي ځواکونو په لیکو کې له کم عمره ماشومانو څخه جنسي سؤ استفاده کیږي او د بچه بازۍ کچه په کې لوړه ده. په دې تور لیسټ کې له وړاندي د ایران، چین، روسيي، سوريي او وینزویلا په ګډون ۱۵ هېوادونه و.

خو سږ کال دې لیسټ ته د انساني قاچاق سره د نه مبارزې له امله افغانستان، اجیریا، لیسوتو او نیکاراګوا هېوادونه ور زیات شوي دي. په دې کې هم هېڅ شک نشته چې دا لیسټ به تر ډېره سیاسي وي او امریکا به د لیسټ په جوړولو خپلي سیاسي عقدې او سلیقي په نظر کې نیولي وي.

ځکه په دې لیسټ کې ډېری د امریکا مخالف او رقیب هېوادونه شامل دي. خو د افغانستان لپاره دا ښه خبر ندی، چې تر ټولو نږدي متحد او ملاتړی ځواک یې د خپلو سرسختو مخالفینو او سیالانو په لیسټ کې لیکي. اوسنی حکومت لا هم په ټوله مانا د امریکا په مالي، نظامي او سیاسي ملاتړ پايي او افغان امنیتي ځواکونه هم د امریکا په مالي او نظامي ملاتړ رامنځته شوي او پايي.

خو له بده مرغه د دې تور لیسټ په ګډون د امریکا د سیاستونو له وروستیو نښو نښانو څخه داسي ښکاري چې د اوسني افغان حکومت له ملاتړ څخه ستړي شوي. له یو خوا یې له طالبانو د را خپلولو هڅه کړي او بل خوا د اوسني تور لیسټ په څېر د افغانستان په حکومت باندي د مرستو او ملاتړ د قطع کېدو لپاره بهاني لټوي. هغه هېوادونه چې د انساني قاچاق سره د نه مبارزې له امله تور لیسټ کې شاملیږي، په ډېریو یې امریکا بندیزونه لګوي او د پیسو د نړیوال صندوق په ګډون د ځینو نړیوالو سازمانونو له لارې مرستي باندي بندوي یا کموي.

نو په دې لیسټ کې د افغانستان له شاملیدو وروسته که امریکا له افغانستان سره ډېر ښه وکړي، نو یوازې بندویزونه به باندي ونه لګوي، د نړیوالو سازمانونو له لوري خو به مرستي حتمي باندي کمي یا بندي کړي. خو تر ډېره بریده امریکا هم ملامته نده، د افغان حکومت اوسنیو او پخوانیو مشرانو د سلګونو میلیارده ډالرو په راتګ او د نړیوالي ټولني په ملاتړ سربیره ونه توانیدل چې په افغانستان کې ځواکمن حکومت رامنځته کړي.

له شلو کلونو وروسته، د نړیوالي ټولنې په بیساري نظامي، سیاسي او مالي ملاتړ سربیره هم دوۍ ونشوای کولای تر څو په افغانستان کې یو ځواکمن نظام رامنځته او ځان د امریکا په متحد بدل کړي.

بلکي تر اوسه نه یوازي د امریکا د اوږو بار دي، بلکي په فساد او ناکامیو کې یې هم لمړی مقام ګټلی دی. د یو متحد په توګه د امریکا لپاره چې کوم رول طالبان ادا کولای شي، اوسنی افغان حکومت یې ظرفیت نلري. ښايي امریکایان اوس په دې پوهیدلي وي، چې په اوسني حکومت یې پانګونه تر ډېره بې ځایه او له طالبانو سره معامله باندي ګټوره ده.

نو له همدې امله ورو ورو افغان حکومت منزوي کوي او طالبانو ته په ډېره لوړه کچه کمپاین کوي. چې اوسنی د انساني قاچاق په وړاندي د نه مبارزې تور لیسټ یې هم ښايي د افغان حکومت د منزوي کولو د پلان یوه برخه واوسي.




ZhwandoonJune 27, 2020
255.jpg

950

لیکنه: ایمل نیازی

څه موده وړاندي طالبانو ادعا وکړه، چې د داعیش ډلي دوو تنو غړو د زلمي خلیلزاد د وژنې پلان درلود، چې د دې ډلي له لوري نیول شوي دي. دوۍ یوه ویډیو هم خپره کړي او په هغه ویډیو کې دوه کسان چې مخونه یې پټ دي، وايي؛ د داعیش ډلي غړي دي او د خلیلزاد د وژلو ماموریت یې درلود.

د هغه ترڅنګ دې کسانو اعتراف کړی، چې د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست ځیني اوسني او پخواني مهم کارمندان هم په دې پلان کې ورشریک دي. په دې ویډیو کې یې د ملي امنیت ریاست د پخواني مشر رحمت الله نبیل نوم هم اخیستی. طالبانو ادعا کړي چې ګواکې د افغانستان ملي امنیت ریاست او داعیش ډلي په ګډه سره غوښتل زلمی خلیلزاد ووژنې او د سولي روانه پروسه سبوتاژ کړي.

یوه ورځ ټاکل شوي وه، زلمي خلیلزاد په کابل کې د پيرصاحب کور ته ولاړ شي او دوۍ هم هلته خلیلزاد باندي برید وکړي او له منځه یې یوسي، خو خلیلزاد په دې ورځ هغه ځای ته ندی تللی، له همدې امله د داعیش د همدې غړو پلان هم له ناکامۍ سره مخ شوی دی.

د ملي امنیت پخواني رئیس رحمت الله نبیل بیا پخپله ټویټر پاڼه لیکلي چې، دا ویډیو جعلي ده او د نوموړي د بدنامولو لپاره د طالبانو دسیسه ده. نوموړي زیاته کړي، چې په دې تړاو به ډېر ژر مؤثق معلومات له خلکو سره شریک کړي.

آیا رښتیا هم دا ویډیو جعلي ده؟ ولي ملي امنیت ریاست او داعیش ډلي غوښتل خلیلزاد ووژني؟ آیا رښتیا هم د آین ډې اېس او داعیش ډلي اړیکي دومره نږدي دي، چې په ګډه پلانونه جوړوي. دا هغه پوښتنې دي چې لا هم بې ځوابه پاتي دي.

ممکن دا د پورته ټولو پوښتنو ځواب هو وي، خو قوي احتمال بل څه دی. په دې وروستیو کې چې کله طالبانو او امریکا په قطر کې تړون لاسلیک کړ. له دې سره سم په سیمه کې طالبان د امریکا په متحدینو بدل شول. د طالبانو او امریکا لسګونو کلونو دښمني باید اوس په دوستي بدله شي. خو د دې دښمني په دوستي بدلولو لپاره امریکا او طالبان دواړه خپل مکلفیتونه لري.

دوۍ به لمړی یو بل ته ثابتوي چې خپل مکلفیتونه یې په ښه شکل ترسره کړي او وروسته به یې تر منځ یوه د خواخوږۍ او باور فضا رامنځته کیږي. امریکایانو خو وخت په وخت خپل مسوولیتونه ترسره کړل. هوکړه یې ورسره لاسلیک کړه، د طالبانو سیاسي پرسټیج یې آسمان ته ورساوه، طالب زندانیان یې ورخوشي کړل، راتلونکي حکومت کې به لویه ونډه ولري، همدارنګه دا چې لا د پردي تر شا یې نوري څه معاملي کړي، څرګنده نده.

طالبانو هم تر ډېره له امریکا سره پخپلو کړیو ژمنو عمل وکړ. په امریکايي ځواکونو یې بریدونه ودرول، امریکا ته یې د دې ژمنه ورکړه چې په راتلونکي کې به د افغانستان خاوره د امریکا په زیان نه کاریږي، نورو ترهګریزو ډلو سره به اړیکي پرې کوي او مهمه لا دا چې په وړاندې به یې هم جنګیږي.

مګر امریکا لا هم په طالبانو شک لري او هغه د باور فضا چې باید د دوو متحدینو تر منځ رامنځته شي، نده رامنځته شوي. څو ورځي وړاندي د ملګرو ملتونو راپور چې لا هم طالبان له داعیش او القاعده ډلي سره نږدي اړیکي لري، په طالبانو د امریکا شک نور هم زیاتوي. اوس نو طالبان مجبوریږي تر څو امریکا ته خپل ښه نیت ور وښيي او د باور د فضا رامنځته کولو هڅه وکړي.

د دې ویډیو په تړاو تر ټولو قوي احتمال هم دادی چې طالبان غواړي له امریکا سره د خپلي خواخوږۍ د ثابتولو او باور د فضا د رامنځته کولو په موخه ورته یو کار وکړي. د هغه ترڅنګ په دې وروستیو کې یو ځل بیا په طالبانو شک کیږي، چې له داعیش سره نږدي اړیکي لري. نو بل خوا طالبان غواړي ثابته کړي چې له داعیش سره اړیکي نلري، بلکي داعیش د افغانستان د حکومت نږدي متحد ثابت کړي.


ZhwandoonJune 3, 2020
81.jpg

140

لیکنه: رحمت الله محمد

په امریکا کې وروسته له هغه چې یو تورپوستی په رڼا ورځ د یوه سپین پوستي پولیس له لورې په ډېر وحشیانه ډول ووژل شو، نو تورپوستو هم د تاوتریخوالي په وړاندې پراخ لاریونونه تر سره کړل. تر څو نړۍ ته وښایي چې اوس دوي ویښ دي او د تیر په څېر اوس څوک ورباندې د حیواناتو په څېر تجارت نشي کولای.

په امریکا کې د نژاد پالني (نژاد پرستي) تاریخ:

تور پوستي د نړۍ په تاریخ کې په بېلابېلو سیمو کې له بېلابېلو ستونزو سره مخ وو، د امریکا په تاریخ کې هم دوي له زیاتو ستونزو، کړاوونو او ظلمونو سره مخ و. تر ټولو خراب او کثیف ځای به دوي ته ورکول کیدل، کم حقوق، له لویو امکاناتو څخه ګټه اخیستل او مهمو ځایونو ته په تګ  بندیز، د سپین پوستو په بسونو کې په سپریدو بندیز او دې ته ورته نورې بېلابېلي ستونزې دي چې تورپوستي یې ځورولي دي.

خو په دې اوږده تاریخ کې له ۱۹۶۰مو کلونو راهیسي د دوي وضعیت یو څه ښه شو، او هغه وخت چې د مالکوم ایکس او مارټین لوترکینګ غوندي رهبرانو مبارزه پیل کړه، وکولای شول تر څو تور پوستو ته زیات ټولنیز او کاري حقوق تر لاسه کړي. او له هغه وروسته تورپوستي هم په امریکا کې له انساني مکملو حقوقو  برخمن شو.

خو له دې وړاندې تور پوستي د نژادي تبعیض قانون تر اغیز لاندې و. کاري تبعیض، غیر قانوني او د هغه تر څنګ تور پوستو د رای حق نه درلود.

که څه هم د دې قانون له مخې به تور پوستانو او سپین پوستانو یو ځای درس لوستلای شول، خو تأکید په دې و تر څو د تورپوستانو لپاره بېل ښوونځي جوړ شي.

د هغه تر څنګ تور پوستي له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ وو. د ځینو څېړنو له مخي چې د تورپوستو ۵۰ سلنه ماشومان له فقر سره مخ و.

په ۸۰مو او ۹۰مو میلادي کلونو کې ۶۰ سلنه تور پوستي له سخت فقر سره مخ وو، په داسي حال کې چې یوازي ۱۲سلنه سپین پوستي له ورته ستونزو سره مخ و.

په امریکا کې د تورپوستو غلامانو تاریخ:

۱۵۰۳م کال: هغه وخت چې د امریکا لویه وچه تازه د کریستف کولمپ له لورې کشف شوي وه، پرتغالي او اسپانوي کښتیو د غلامانو لمړني افریقایان دې لويې وچي ته ولیږدول.

۱۶۴۱م کال: ماساچوست د لمړی ځل لپاره د غلامانو قانون تصویب کړ.

۱۶۲۷م کال: د انګلیس پادشاه په افریقا کې د غلامانو د مالکیت لمړی شرکت جوړ او په رسمیت وپیژندل.

۱۷۷۵م کال: بنجامین فرانکلین په فلادلفیا کې د غلامۍ له منځه وړلو په موخه لمړی جمعیت رامنځته کړ، او په ورته وخت کې لیکوال او متفکر توماس باین د غلامۍ په وړاندې کتاب ولیکل.

۱۸۰۸م کال: په نړیواله کچه د غلامۍ تجارت بند شو، خو په امریکا کې لا دې تجارت دوام درلود.

۱۸۲۲م کال: په ښوونځیو کې تورپوستو ته سپکاوی، او له هغوي سره بد چلند کول، دوي دې ته مجبور کړو تر څو په فلادلفیا کې د تور پوستو لپاره بېل ښوونځی جوړ کړي.

۱۸۵۷م کال: عالي اساسي قانون اعلان وکړ چې تورپوستي که غلام وي او که ازاد، د ښاروند له حقوقو څخه برخمن ندي.

۱۹۵۵م کال: د تورپوستانو د مدني حقوقو لپاره د جنبش جوړېدل ( کله چې د رزا بارکز په نوم یوي تورپوستي ښځي په توبوس کې خپله صندلۍ سپین پوستي ته ورنکړه، نو پولیسو هغه ونیوله، دا دې لامل شو تر څو تور پوستي په پراخو اعتراضونو لاس پورې کړي).

۱۹۶۶م کال: په دیټرویټ کې د تورپوستو لاریونونه، په دغو لاریونونو کې ۴۳ تورپوستي ووژل شول.

۱۹۶۸م کال: له سلهاوو کلونو وروسته د مدني حقوقو داسې قانون تصویب شو، چې په هغه کې تورپوستي او سپین پوستي یو ډ‌ول ښودل شوي و، او د دوي تر منځ په هر ځای کې توپیرونه له منځه لاړل.

 د دغه قانون له تصویب وروسته په آمریکایي ټولنه کې د تورپوستو ژوند لږ څه ښه شو، خو بیا یې هم په هر ځای کې توپیر کیږي. د لویو شرکتونو مالکان زیات وخت نه خوښوي تر څو په خپلو شرکتونو کې تورپوستي وګماري. او د هغه تر څنګ د ژوند په هر ځای کې تورپوستي ته د سپین پوستي په پرتله په ټیټ نظر کتل کیږي.

سره له دې چې په امریکایي ټولنه کې له تورپوستو سره دوګونی چلند کیده، خو بیا یې هم له ۱۹۶۰مې لسیزي را پدېخوا حالت ښه وو، آن تر دې چې تر ولسمشرۍ پورې ورسېدل.

خو بیا هم ځیني وخت تورپوستي د سپین پوستو له لورې وژل کیږي چې څوک یې زیاته پوښتنه نه کوي. خو تور پوستو هغه وخت یو ځل بیا د خپل پوره حق غوښتنه وکړه کله چې څو ورځې وړاندې د امریکا په مینیا پولیس ښار کې د سپین پوستي پولیس له لورې یو تورپوستی په ډېر وحشیانه ډول ووژل شو. یاده پېښه د امریکا په مینیاپولیس ښار کې د څلورو پولیسو له لورې په داسي حال کې رامنځته شوه چې یوه پولیس د جورج فلوید په نوم د ۴۶کلن تورپوستي په غاړه پښه ایښي وه، په یوه ویډیو کې ښکاري چې نوموړی تورپوستی یاد پولیس په ډیري عاجزۍ وایې چې ساه نشم اخیستلای خو له دې سره سره یې بیا هم پنځه دقیقې وروسته یاد تورپوستی ووژل.

دا ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوه، او له پراخو غبرګونونو سره مخ شوه.

خو د امریکا حکومت له فشارونو وروسته یوازي همغه څلور پولیس له دندو لرې کړل، او هغوي ته يې هيڅ سزا ورنکړه.

نو له هغه وروسته په یاد ښار کې زیات شمېر تورپوستو د دې تاوتریخوالي په وړاندې پراخ لاریونونه پیل کړل، ان تر دې چې ځیني تعمیرونو ته یې اورونه واچول. او د یاد ښار والي هم د زیات فشار له امله په یاد ښار کې بیړنی حالت اعلان کړل.

پایله:

  • تورپوستانو خپل تیر له تاوتریخوالي ډک تاریخ ته په کتو پراخ لاریونونه وکړل تر څو نړۍ ته وښایي چې له دې وروسته هیڅوک نشي کولای مونږ سره د حیواناتو څېر چلند وکړي.
  • تر هر وخته چې تور پوستي همداسي بیدار وي، نو څوک به ورته په سپکه سترګه ونه کتلای شي.
  • که دوي همداسې ویده پاتي شوي وای، نو ښایي د وخت په تیریدو سره د دوي په وړاندې بیا هم تاوتریخوالی زیات شوی وایې، او ځیني حقوق ترې اخیستل شوي وای.
  • هغه ملتونه چې ویښ وي څوک ورباندې هیڅ نشي کولای.
  • د یوه ملت لپاره نور حق نه اخلي او نه یې اخیستلای شي، تر څو چې خپله را ویښ نشي، تر هغو به ظلمونه ورباندې کیږي.
  • په اوسنۍ نړۍ کې هر څوک کولای شي، له سوله ایزي لارې خپل حق واخلي.
  • د هر تاوتریخوالي په سر کې لا باید خپل غږ پورته شي، ځکه که ناوخته شي بیا ښایي د غږ پورته کول هم زیاته ګته ونه کړي.
  • هغه ملتونه چې ویښ وي، او د تاوتریخوالي په وړاندې ژر غبرګون ښيې، نو تل به سر لوړي او له ظلمونو لرې وي.
  • د تور پوستو لپاره د دوي په تاریخ کې هم سپین پوستو د دوي لپاره ازادي نده اخیستي، بلکي دوي خپله مبارزه وکړه او ازادي یې واخیسته. نو له دې معلومیږي چې د هیڅ ملت لپاره نور څوک ازادي نه اخلي، بلکې خپله به راویښیږي او د ځان لپاره به حقوق او ازادي اخلي.

ZhwandoonMay 17, 2020
998.jpg

261

سیاستوال خپل مجبوریتونه او تکلیفونه لري ، ځینې یې یوازې حال ته ګوري ، له ماضي څخه عبرت نه اخلي او راتلونکي تاریخي قضاوت ته یې هم پام نه وي. د تاریخ قضاوت ډېر بې رحمه دی ، هلته پر نتیحو بحث کېږي نه د چا پر ورځنیو نفسي غوښتنو او محبوریتونو .

ځواکمن او مدبر سیاستوال هماغه دی، چې دمجبوریتونو پر وړاندې مفاومت وکړي. کرزي صیب د خپلې واکمنۍ په بهیر کې د ګڼو تېروتنو تر څنګ یوه تاریخي تېروتنه دا وکړه چې د لنډغرو ملېشو د یوې ډلې قومندان ته یې د (( مارشالۍ)) رتبه ډالۍ کړه . له دې رتبې څخه د نظار شورا د دې مشر هدف دا و چې له مارشال شاه ولي خان سره ځان په تله کې واچوي او په دې ډول د بچه سقاو د ماتې غچ تداعي کړي. د هغې رتبې له نامه څخه فهیم خان هره میاشت د((۱۴۰۰) سرتېرو امتیازات اخیستل ، د خپل ژوند تر پایه یې دومره لوټ او تالان وکړ ، چې تاریخ کې یې ساری نه و لیدل شوی. کله چې فهیم خان مړ شو ، په مړینه یې هم غصب وکړ، کرزي صیب وویل چې دلته په کابل کې یې د بادام باغ د غونډۍ پر سر ښخ کړئ ځکه چې دی خو د ټول افغانستان مارشال (!؟) و.

ما د یو اففان په توګه د محمد قسیم فهیم د ناقانونه مارشالۍ پر وړاندې پر خپل وخت خپل غبرګون ښودلی؛ (مارشال په کابل او کابل په مارشال پلان کې )، (مارشال او بیت المال ) او ځینې نورې لیکنې مې هماغه مهال خپرې کړي دي ، خو له ښاغلي غني څخه مو دا هیله نه وه چې دی دې هم د کرزي صیب پر ګام ، ګام کېږدي او یا دې ان تر هغه هم وړاندې لاړ شي! ښاغلي غني سره به په سړه سینه منطقي بحث وکړو ؛ د کوم علت له مخې ده عبدالرشید دوستم د خپل لومړي مرستیال په توګه میاشتې او کلونه خپل دفتر ته پرېنښود؟ کومه ګناه او خطا یې وه؟ ایا هغه جرم تذکیه شو ؟ محکمې برات ورکړ؟ له دې پرته ایا دوستم د دې رتبې لپاره ټول شرایط پوره کړي دي ؟ لوړې پوځي زده کړې او ارکانحربي لري؟ ایا اوس هم له بریدمن څخه تر همدې مارشالۍ پورې د ټولو پوځي پوړیو یا رتبو یوازې نومونه په ترتیب سره اخیستلی شي؟ ایا بشري جرمونه یې نه دي کړي ؟ په زرګونو افغانان یې نه دي وژلي؟ د کابل په ورانۍ او دهېواد د نورو سیمو په ویجاړۍ کې یې لاس نه درلود ؟ ایا ته خپله ور سره په تکلیف نه وې؟ کله چې دې تر اوسه ملي پوځ د پوخوالي بشپړې پوړۍ ته نه وي رسېدلی ، مخالفین دې د ارګ په شل مترۍ کې درته ګواښ پېښولای شي ، نو په داسې یو ترینګلي امنیتي حالت کې چا ته د مارشالۍ رتبې ور کړه څه مانا؟ د مارشالۍ رتبه خو هغه چا ته ورکول کېږي چې خپل هېواد کې یې داخلي بغاوتونه ارام کړي وي، بشپړ امنیت یې ټینګ کړی وي او په څو نورو هېوادونو کې یې هم عسکر پراته وي او له دې ځایه خپلو عسکرو ته د امر او نهې قومنده ورکوي، خو نه داسې شخص جې په خپله وخت پر وخت د بغاوت سبب شوی وي او ملک یې له کورنۍ جګړې او تاو تریخوالي سره مخ کړی وي .

ښاغلی غني ! کله چې د شپې په خپله خونه کې یوازې شوې ، تر خوب وړاندې له خپل ضمیر سره یوه غلې مشوره وکړه ، چې دا کار دې سم کړی که ناسم؟ پوره باور لرم چې خپل ضمیر ته به خجالته وې ، نو کله چې ستا خپل ضمیر داسې یوه ظالمانه پرېکړه نه مني ، نو دا ستر ملت یې ولې ومنی؟ څو ورځې وړاندې دوستم ته د همدې مارشالۍ رتبې د ورکړې په باب پژواک خبري اژانس یوه دقیقه سروې او نظر پوښتنه کړې وه ، (۹۱) سلنه خلکو ویلي وو چې دوستم ته د دې رتبې له ورکړې سره مخالف یو . کله چې له طالبانو سره د سولې خبرې مطرح کېږي ، نو بیا د وخت د ضایع کولو په خاطر جرګه جوړه شي، مشوره وشي ، جهادي او الحادي رهبران را وړاندې شي، شورا شي ، ستراتېژي شي ، طرحې مطرح شي، د پنځو کلونو مسیر او بهیر وڅېړل شي، دوه سوه پلمې جوړې شي او د سولې له خبرو د پندانۍ کیسه جوړه شي، خو کله چې له عبدالله ، جمعیت او نورو جګړه مارو سره د ټول نظام او بیت المال د وېش معامله کېږي ، هغه وخت بیا نه ولس وي ، نه یې مشوره وي ، نه طرحه وي ، نه کومه ستراتېژي !؟ ان ټاکنیز شریکباڼي دې هم خبر نه وي .

عمر او پاچاهي دې تېرېږي ، خو تاریخي پېغورونه به پاتې کېږي ، د هغه نسل پر حال خواشیني په کار ده چې د خپلو مشرانو د دې ډول تېروتنو کفاره به ورکوي : کرزی صیب لاړ ، خو د لاس د تېروتنو نښې یې د تاریخ پر دېوال پاتې شوې. غني صیب به هم لاړ شي ، خو د تاریخ پر مخ به یې د تېروتنو دا تور داغونه پاتې شي . تر سیاستوالو را وروسته لا بل بې ضمیره مخلوق هغه دی چې د هغوی هرې تېروتنې او جنایت ته د مصلحت پرتوګ ګنډي، دوی داسې ماهرانه بخۍ وهي چې اصلي واکمن یې هم د خپلې تېروتنې د پټونې لپاره دومره سپینسترګي نه کوي ، دا نو د ټولنې تر ټولو خطرناک مکروب دی چې ولس ته ستونزې پیدا کوي او سیاستوالو ته د نورو خیانتونو جواز او جرات ورکوي .

په دې ډله کې یو شمېر پښتانه کنځلمار فیسبوکیان هم شامل دي ؛ هر کله چې موږ پر ډاکتر صیب غني د هغه د کارونو د ښه والي لپاره سمونپاله نیوکه کړې ، نو دوی د کنځلو خولې خلاصې کړي دي ، د صالح ، دانش، عليپور، قیصاري او نورو سره یې د غني په معامله کې هغوی حق په جانب ګڼلي ، فیسبوکي ملاتړ ته یې ور دانګلي او موږ ته یې کنځلې کړي دي ، اوس به نو یو ځل بیا له عبدالله سره د ګډوله حکومت د جوړونې او دوستم ته د مارشالۍ رتبې د ورکړې لپاره هم سپېرونی برابروي ، دلایل به تراشي او د دې ناقانونه کارونو مخالفینو او منتقدینو ته به کنځلې حواله کوي، په تاریخ کې باید دا بې ضمیره طبقه هم په تورو کرښو ولیکل شي.


ZhwandoonMay 17, 2020
980.jpg

91

لیکنه: سید خالد سادات

طالبان امريکا سره د يو مشروط توافق وروسته د مشروعيت ستر بحران سره مخ دي. هغه طالبان چې امريکا او ورسره ايتلافي ځواکونو ته به يې اشغالګر لفظ کاروه، نن يې پر وړاندې جګړه غير اسلامي بولي. پداسې حال کې چې د امريکا سره تر توافق ورورسته افغان وژنه د طالب له لوري خپل اوج ته رسيدلې. تر اوسه د طالبانو له لوري هيڅوک داسې پيدا نه شو چې دغه ټکی تفسير کړي او د خپلې جګړې مشروعيت پرې تکمیل کړي چې ايا د غير مسلمان سره د توافق په حالت کې د مسلمان وينه ولې توی شي؟ د طالبانو له اړخه هيڅ ديني نص را ونه وت چې د امريکايانو مقابل هغه څوک چې حد اقل کليمه وايي مباح الدين دي که نه؟ ښه مې ياد شي د طالبانو او امريکا تر منځ د قطر توافقنامې لږ وروسته د باګرام پر هوايي اډې بريد وشو.

طالبانو د بريد مسوليت رد کړ او زياته يې کړه چې مونږ پر خارجی عسکرو بريد ندی کړی. جالبه وه، نولس کاله يې د خارجی عسکرو پر وړاندې يې حتی پردي بريدونه‌ هم منل او نوموړی عمل به يې جهاد باله. اما هماغه طالب نن د خارجيانو پر وړاندې بريدونه نه يوازې مسوليت يې نه اخلي بلکې غندي يې. اوس سوال دا دی ، که د خارجيانو مقابل کې حملې جهاد وي نو بيا ولې ورڅخه منکر ياست؟ پدې مانا چې طالبان له جهاده سترګې پټوي او پدې حساب حتی خپل شخصيت د اسلام له دایرې وتو سره مخ کوي. که طالبان وايي چې د بهرنيو ځواکونو سره جګړه جهاد ندی لکه اوس چې بريدونه پرې نه کوي ، نو بيا خو د افغان حکومت مقابل کې په هيڅ صورت جګړه روا نده. چې بهرنيانو سره جګړه کومه شرعي صبغه نلري نو د افغان حکومت مقابل کې خو يې بيخي نلري. نو اوس سوال دا دی که طالبان خپل عمل پخپله جهاد نه بولي نو بيا يې ولې دا شل کاله خلک وژل. د وطن ورانی، د سرتيرو شهيدول ،د ويرې خپرول او روانه بدبختي بيا څه مانا لري؟ نو لدې معلومه شوه چې طالبان خپله په خپله ادعا کې بند‌ راغلي او د جګړې مشروعيت يې خپله له سوال سره مخ کړی. تيره اونۍ ننګرهار کې د جنازې په مراسمو کې بريد وشو ، عينې ورځ د کابل په لويديځه برخه کې د نويو زيږول شويو ماشومانو په روغتون بريد وشو. طالبانو په ظاهره د بريد مسوليت وانخيسته او داعش يې د نوموړو بريدونو تر شا مسول وباله. اوس څو سوالونه راولاړيږي چې د طالبانو مشرعيت ننګولی شي. لمړی دا چې طالبان انتحاري بريدونه استشهادي بريدونه بولي او د جهاد لوړه مرتبه يې عنوانوي. اوس که چيرته داعش او يا هم د طالبانو د‌ ادعا له مخې ملي امنيت دا بريدونه ترسره کړي وي نو بيا خو د طالبانو په اصطلاح استشهادي بريدونه د جهاد لوړه مرتبه ده، نو بيا طالبان څنګه د افضل جهاد مقابل کې خپله جګړه روا بواي؟ دا پدې معنی چې تر طالبانو ښه او بهتره مجاهدين شته چې جهاد او استشهادي حملې کوي. نو بيا طالبان څنګه د استشهادي حملو مقابل کې جهاد کوي هغه څه چې طالبانو يې د مشروعيت خبره کوي.

عمل عينې عمل دی ، اما داسې نه شي کيدای چې طالبان خپل عمل جهاد بولي او د داعش او يا هم ملي امنيت همدغه عمل غير مشروع بولي. بله نقطه چې د طالبانو اوسنۍ جګړه په خورا سخت شکل ننګولی شي هغه دا چې په اسلام کې اصول او فروع دوه متمم او يو د بل تکميلونکي عناصر دي چې هم د يوې مسلې په مشرعيت او غير مشروعيت کې اساسي بحث جوړوي. اصول د يوې موضوع فروعاتو ته د شارع او يا هم مشروعيت لاره پرانيزي، همدارنګه بالمقابل اصول د فروعاتو لپاره د يوې موضوع غير مشروعيت تصديقوي. طالبان تر ننه افغان دولت د امريکايانو جز بولي او تل ورته د اجير او غلام په سترګه ګوري. پدې لحاظ امريکا د طالبانو لپاره د اصل ځای لري او افغان دولت د فرعې ځای نيسي.

اوس چې طالبانو د اصل يعني امريکا سره جګړه درولې او خپل عمليات ورباندې نه کوي، نو په افغان حکومت چې د فرعې ځای لري پر وړاندې يې جګړه هيڅ شرعي او منطقي دليل او توجيه نلري. کله چې اصول مشروع شول فروعات خپله مشروعيت پيدا کوي. نو پدې لحاظ د طالبانو له لوري امريکايانو سره د يارۍ تارونه غځول او پر وړاندې يې جګړه نه کول ددې مانا ورکوي چې افغان حکومت سره په هيڅ صورت جګړه د مشروعيت تر حده نه شي رسيدای. خبره را لنډوم، دلته يوه قوي استخباراتي جګړه روانه ده چې طالب د‌کرايي قتل او قتال لپاره سينه ډبولې. که جهاد وي نو تر مونږ خو ستر او غټ مرتدين هغه څوک دي چې طالبان یې پر امريکايانو خرڅ کړل، هوايي اډې يې ورکړې او عملا د اشغال برخه وګرځيده.

جهاد د فتنو مقابل کې صورت مومي ، نو فتنه هلته ده چې د لاهور هيرا منډيي فاحشانو خانو څخه ټکس اخلي او د اسلام په نوم يې کابل او کشمير کې يې اور بل کړی. نن طالبان د خپل سياسي قدرت ترلاسه کولو لپاره هماغه چا سره ولاړ دي چې تر پرونه يې اشغالګر او مباح الدم ګڼل. طالبان هر څه ته د خپل سياسي هوس له عينکو ګوري او د پنجاب جمع نورو توطيه ګرو موخو ته د رسيدو لپاره د بليک واټر رول لوبوي.


ZhwandoonMay 14, 2020
959.jpg

90

لیکنه: عصمت تره کی

ډېری باورنه دا و، چې د دوحې هوکړه نه لاسلیک کیږي او د امریکا – طالبانو ترمنځ مذاکرات به پایلي ته ونه رسیږي. د نه لاسلیک دلیل یې هم د طالبانو کاذب غرور او سخت دریځي ښودل کېدله، چې هیڅ انعطاف یې نه ښودل. خو د دې ټولو باورونو او شننو برعکس دا هوکړه لاسلیک شوه. د دې هوکړې عمده ټکې او تر شا وضعیت یې داسي بریښي، چې امریکا به خپل سرتیري باسي او طالبانو ته به یو ځل بیا په افغانستان کې د حکومت کولو فرصت په لاس ورځي.

دا هوکړه طالبانو د خپلي بریا او امریکا د ماتي په نوم ونوموله. خو اوس طالبان هم تر ډېره بریده اندیښمن دي، چې دا هوکړه به یوازې د کاغذ په مخ پاتي شي. تر اوسه پورې هیڅ بند د دې هوکړې ندی عملي شوی. د طالب زندانیانو د خوشي کېدو پروسه هم ټکنۍ او د طالبانو د خوښي خلاف روانه ده، بل خوا د امریکايي سرتیرو د وتلو اړوند ضد و نقیض خبرونه خپاره شوي، چې تر اوسه پورې لا هم څرګنده نده، آیا بهرني سرتیري وتلي او کنه؟ که وتلي، نو څومره وتلي او څومره نور وځې؟ د کومو هېوادونو سرتیري وتلي؟

بل خوا په طالب جنګیالیو د بهرنیو ځواکونو بریدونه، د طالب زندانیانو د آزادیدو ټکنۍ پروسه او د بین الافغاني مذاکراتو ځنډېدل له دې هوکړې څخه ښکاره سرغړوني دي. چې په دې وروستیو کې طالبانو په امریکا باندي د همدې سرغړونو له امله نیوکي هم کړي، بل خوا امریکایانو بیا د افغان ځواکونو په وړاندې د تاوتریخوالي د زیاتوالي له امله طالبانو ته ګوتڅنډنې کړي دي.

د دوحې تړون د طالبانو لپاره برخلیک ټاکونکی بریښي؛ له عملي  کېدو سره یې ممکن طالبان بریا ته ورسي، خو که چیرته عملي اړخ پید نکړي، نو د طالبانو د سیاسي خودکشۍ په مانا هم تمامیدای شي. ځکه له یو خوا یې طالبان له متذلذل حالت سره مخ کړې، خپل منځي اختلافات او بي باورۍ یې په کې رامنځته کړي او په دا ډول حالت کې د دې ډلې د پاشل کېدو احتمال تر بل هر وخت ډېر دی. بل خوا یې له بهرنیو ځواکونو سره اوربند کړی او د افغان حکومت په وړاندې یې جګړه جارې ساتلي، چې دا کار یې د جګړې نیمی نیم ښوره مشروعیت او توجیه هم تر پوښتني لاندي راوستلي.

تر اوسه لا هم د دې هوکړې برخلیک څرګند ندی، آیا دا چې عملي جنبه به پیدا کړي او که به یوازې د کاغذ په مخ پاتي شي؟ هغه پوښتنه ده، چې په کمه موده کې به یې څرکند ځواب تر لاسه شي. خو د اوس لپاره یې د عملي کېدو او نه عملي کېدو اړوند یوازې دوه احتمالي بحثونه مطرح کېدای شي.

لمړی: د افغان سولې پروسي اړوند لمړني دوه باورونه دادي،  لمړی؛ دا پروسه د امریکا ولسمشر ټرمپ لپاره کمپایني ارزښت لري. دوهم؛ امریکا غواړې دا پروسه په افغان حکومت باندې د فشار په توګه وکاروي، تر څو د خپلې خوښي حکومت رامنځته کړي او امریکا ته ټول ژمن سیاستوال چې وخت په وخت امریکايي پروژې ورسپارل کېږي، په حکومت کې شریک کړي.

په دې وروستیو کې د ګډ حکومت په رامنځته کېدو د امریکا پرلپسي تأکید او د خپل منځې اختلافاتو د نه حل کېدو له امله د مرستو کمولو ګواښ هغه څه دې چې دا احتمال په یقین بدلوي. که چیرته د امریکا موخه دا وي، چې د سولي پروسې او مرستو د کمولو په ګواښ سره افغان ولسمشر جوړجاړې ته مجبور کړي او یو ځل بیا وکولای شي، ګډ حکومت رامنځته کړي. بل خوا ټرمپ د دې پروسي تر نوم لاندې یو شمېر امریکايي فوځیان وباسي او ځانته یوه ټاکنیزه سوژه پيداکړی. نو بیا د دې هوکړې د عملي کېدو چانس یوازې صفر دی او امریکا به په مختلفو بهانو د دې هوکړې عملي کېدل د خپلو موخو تر لاسته راوړلو پورې وځنډوي او وروسته به یې ماته کړي.

د دې سناریو د رامنځته کېدو یو دلیل هم دادی، که د سیمي په کچه وروستي تحولات وارزول شي، د ټولو امریکايي سرتیرو وتل هم ناممکن بریښي. ځکه له یو خوا د روسيي – امریکا، چین – امریکا تر منځ رقابتونه او له بل خوا امریکا – ایران ترمنځ اختلافات مخ په زیاتېدو دي. چې د دې اختلافاتو د کابو کولو او رقابتونو د ګټلو لپاره د امریکا حضور بیخي اړین بریښي او بل خوا امریکا په هغو طالبانو چې له روسيي او ایران سره د همکارۍ او دوستۍ اړیکي لري، باور هم نشي کولای.  

 دوهم: دوهم احتمال دادی، چې امریکا له طالبانو سره معامله کړي وي او په افغانستان کې طالبانو ته د خپل یو متحد په توګه واک ته د رسېدو چانس ورکړي. په دې صورت کې امکان شته چې د دوحې هوکړه عملي جنبه پیدا کړي او طالبان بریا ته ورسوي.

خو په دې صورت کې به تر هرڅه لمړی د امریکا لپاره دا ستونزمنه وي، چي په طالبانو باور وکړي. دوهم دا چې، که په افغانستان کې د یو جریان په توګه د طالبانو شتون نشي نفي کېدای، نو د طالبانو په وړاندې موجود حساسیتونه او مخالفتونه هم له پامه نشو غورځولای. طالبان به هیڅکله ونه توانیږي، چې د نورو اړخونو له ګډون پرته په افغانستان واک وچلوي. خو د طالبانو خودخواهي او کاذب غرور ته په کتلو سره به دا هم ډېره سخته وي، چې له نور اړخونو سره خبرو ته کښېني او هوکړې ته ورسره ورسیږي.

نو که چیرته امریکا وغواړي، افغانستان طالبانو ته تسلیم کړي. ممکن لمړۍ برخه د دې هوکړې چې د امریکا او طالبانو ترمنځ کومې ژمني شوي، عملي شي. خو دوهم پړاو چې بین الافغاني مذاکرات او توافقات دي، هیڅکله به پایلي ته ونه رسیږي. مګر په هغه صورت کې د سولې پروسي دوهم پړاو او د یو ګډ حکومت د رامنځته کېدو توافق شونی کیږي، چې طالبان په خپل دریځ کې د افغان لوریو په وړاندې د پام وړ بدلون راولي او انعطاف وښيي.


ZhwandoonMay 13, 2020
308-1024x576.jpg

110

لیکنه: عصمت تره کی

په افغانستان کې له ټاکنیزو لانجو سره ډېری هېوادونو د ګډ حکومت غوښتني وکړي. د ځینو هېوادونو دا ډول غوښتنو د خلکو لپاره پوښتنې راولاړې کړي دي، چې ولي دوۍ په افغانستان کې ګډ حکومت ته دومره لېواله دي؟ له دې جملي څخه یو هم د افغانستان ګاونډی هېواد ایران دی، چې د لوړې د مراسمو په ورځ یې هم ځیني ډیپلوماټانو د ډاکټر عبدالله عبدالله د لوړې په مراسمو کې ګډون کړی و، او تر اوسه پورې لا هم د ګډ حکومت غوښتونکی دی.

سیاسي شننونکي په دې اند دې، ځیني هیوادونه چې له څلویښتو کالونو راپه دې خوا په افغانستان کې لوبې پخپله خوښه څرخولي او لاسوهنې یې په کې کولي، هغوۍ یو ځل بیا په ټول توان سره هڅه کوي تر څو په افغانستان کې د خپلي خوښي سیاستوال واک ته ورسوي. د ایران په ګډون ډېری نورو هېوادونو لکه، امریکا، اروپايي اتحاديي … چې په افغانستان کې د ګډ حکومت غوښتونکي دي، په دې بهانه غواړي په ځان پورې تړلي سیاستوال واک ته ورسوي او د هغوۍ په شتون کې خپلي ګټې خوندي کړي.

د هغه ترڅنګ سیاسي شننونکي په دې اند دي، چې ایران د ثبات او همپالني په ټیم پانګونه کړي وه، چې اوس د سقوط په حال کې دی. دې حالت ته ایران سخت اندېښمن دی، چې له یو خوا یې د افغانستان له اوسني حکومت سره اړیکي خرابي دي او بل خوا یې ټوله پانګونه او هڅي په اوبو لاهو شوي. په دې وروستیو کې د افغانستان لپاره د ایران د بهرنیو چارو استازي طاهریان په مشرۍ یو هئیت افغانستان ته راغلی و، له ګڼ افغان مشرانو سره یې لیدني ترسره کړي دي او په دې لیدنو کې یې دمشارکتي حکومت د رامنځته کولو غوښتنه کړي.

د شننونکو په خبره، ایران په دې کار سره غواړي یو خوا خپله سقوط شوي جبهه (ثبات او همپالني ټیم) راپورته او فعاله کړي او بل خوا د افغانستان له اوسنی حکومت سره اړیکي بیرته له سره ورغوي. خو د دې غوښتني له امله د افغان حکومت له توند غبرګون سره مخ شوی دی. د ولسمشر غني ارشد سلاکار د ایران د بهرنیو چارو وزارت د استازي په ځواب کې د پيغور په بڼه لیکي، ګډ حکومت که ګټور وای، احمدې نژاد به د میرحسین موسوي او مهدي کروبي لپاره غوښتی وای.

ایران ته د ملا اختر محمد منصور د تګ او طالبانو سره د ایران نږدي اړیکو له امله په دې وروستیو کې د افغانستان دحکومت او ایران اړیکي ترینګلي شوي وي. له دې وړاندي ایران هڅه کړې وه، تر څو په طالبانو پانګونه وکړي او نږدي اړیکي ورسره جوړي کړي. د طالبانو او امریکا له هوکړې سره ایران د طالبانو له اړیکو او په دې ډله له پانګونې څخه هم ناهېلی شوی دی.

په دې وروستیو کې د ایران پلوه سیاستوالو له واک څخه ګوښه کېدلو دا هېواد سخت وارخطا کړی دی. له دې سره يې ګټې هم په افغانستان کې له ګواښ سره مخ دي. نو د دې لپاره چې خپلي ګټې خوندي وساتي، پخپل ټول توان سره غواړي تر څو ایران پلوه سیاستوال په افغان حکومت کې شریک کړي.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر راتګ کومه پایله ورنکړه، چې د ګډ حکومت د رامنځته کولو او جوړجاړې هڅه یې وکړه، د فشار لپاره یې یو میلیارد ډالر مرسته وځنډوله، مګر بې پایلي بیرته ستون شو. نو د ایران د بهرنیو چارو وزارت د استازي په راتګ، لیدنو او غوښتنو هم فکر نه کوم څوک غوږ وګروي، یا هم د جوړ جاړي لپاره په افغان حکومت فشار رامنځته کړای شي. 



زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008