تېره ورځ زلمی خلیلزاد پاکستان ته په سفر تللی، نوموړي په خپله تازه مرکه کې ویلي چې مذاکراتي ټیمونه دې پر ټاکلې وخت بېرته دوحې ته ستانه او د سولې روانې پاتې خبرې دې مخته بوځې
تېره ورځ زلمی خلیلزاد پاکستان ته په سفر تللی، نوموړي په خپله تازه مرکه کې ویلي چې مذاکراتي ټیمونه دې پر ټاکلې وخت بېرته دوحې ته ستانه او د سولې روانې پاتې خبرې دې مخته بوځې
د راپورونو له مخې چاودنه نن سهار د پېښور په دې دېر نومې یوه مدرسه کې شوې، چې ۷۷ کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې. پیښور کې دولتي روغتون مسوولینو رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې تر اوسه د پېښې له ځایه ۷۰ ټپیان او اووه تنه مړي وروړل شوي دي. ځايي امنیتي چاوراکي وايي، چې د پېښې په اړه پلټنې پیل شوي دي
د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې د راپور په اساس، د امریکا یو شمېر ایالتونو سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې د کرونا ویروس د پراختیا د مخنیوي لپاره به له یو شمېر زندانونو څخه په زرګونو زندانیان خوشې کړي. په راپور کې راغلي، چې کالیفورنیا، نیویارک، تګزاس او لس نورو ایالتونو کې د هغو مجرمینو د خوشې کولو لړۍ پیل شوې، چې د کوچنیو جرمونو له امله زنداني شوي دي.