وروستي خبرونه

Sabawoon Niazi

Sabawoon NiaziJanuary 19, 2021
138673923_3656316701116157_3892783572266757882_n.jpg

120
د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح یو ځل بیا د بندیانو د اعدامولو خبره کوي او زیاتوي، چې په عامه ځایونو کې ماین چاودنې او د مدني فعالانو وژنه د طالبانو کار ده.
نوموړی زیاتوي چې په دې وروستیو کې د هدفي وژنو او نورو ترهګریزو فعالیتونو په تور يې لسګونه طالبان نیولي دي.

Sabawoon NiaziJanuary 19, 2021
.jpeg

130

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، افغانستان کې يې د ځواکونو حضور د شرایطو پر اساس دی او د افغان ځواکونو ملاتړ ته تر هغې پورې دوام ورکوي، ترڅو، چې ډاډه شوي نه وي، چې افغانستان بیا د ترهګرۍ پر خوندي ځای نه بدلېږي. د مشرانو جرګې غړي هم له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د ناټو د مرستو له دوام هرکلی کوي او ترې غواړي، چې له افغانستانه په بېړه ونه وځي. په ورته مهال سناتوران د امریکا له نوي ولسمشر جوبایډن څخه غواړي، چې له افغانستان سره امنیتي تړون ته ژمن پاتې شي او د افغانستان لپاره خپل سیاست کې بدلون راولي. که څه هم امریکا له طالبانو سره د دوحې د تړون له مخې افغانستان کې د خپلو سرتېرو شتون ۲ زره ۵ سوه ته راښکته کړی، خو ناټو افغان امنیتي ځواکونو سره د خپلو مرستو دوام ته ټټر وهلی دی. د ناټو عمومي منشي په یوه ټویټ کې زیاته کړې، افغانستان کې يې د ځواکونو شتون پر شرایطو پوړې تړلی او تر هغې د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام کوي، ترڅو ډاډ تر لاسه کړي، چې افغانستان بیا د ترهګرۍ خوندي ځای نه شي. (د افغانستان د سولې پروسې په اړه د ناټو دریځ نه دی بدل شوی او زموږ شتون د شرایطو پر اساس دی. موږ له افغان امنیتي ځواکونو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوو، ترڅو ډاډ ترلاسه شي، چې افغانستان بیا هېڅکله د نړیوال تروریزم خوندي ځای نه شي.) په ورته مهال د جرګي ځیني غړي بیا د امریکا له نوي حکومته غواړي، چې نه یواځې افغانستان سره د امنیتي تړون له مخې مخته لاړ شي، بلکې د افغانستان لپاره د خپل سیاست بدلون سربېره د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ناکامه سیاست او تجربې تکرار نه کړي. مشرانو جرګه داسې مهال د امریکا له نوي ولسمشر جوبایډن څخه د افغانستان لپاره د ښه دریځ هیله لري، چې ټاکل شوې وه د راتلونکې چهارشنبې په ورځ امریکا کې د جوبایډن د لوړې مراسم ترسره شي، خو د امنیتي ګواښونو او د کانګرس له ودانۍ لرې د بې سرپناه کسانو په کمپ کې د اور لګېدنې له امله دغه مراسم وځنډېدل

خبریال نذیر شینواری


Sabawoon NiaziJanuary 19, 2021
140001366_457292242322234_5534245318659562168_o-1.jpg

150

د ملي مصالحې عالي شورا وايي، طالب پلاوي ته يې خپل لومړیتوبونه سپارلي، خو یاد ټیم نه تر اوسه خپل موضوعات افغان پلاوي ته ورکړي او نه هم بحث کولو ته حاضرېږي. فریدون خوځون زیاتوي، د اجنډا په لومړیتوبونو يې کار کړی او هیله لري، چې طالب پلاوی هم خپل چمتوالی وښيي، ترڅو پر موضوعاتو اساسي بحثونه پیل شي. قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر تازه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو وړاندې يې زیاته کړې وه، چې خپلو کې پر بحثونو بوخت دي. مشرانو جرګه بیا د مرکچي ټیمونو پر سړو بحثونو اندېښمنه ده او له دواړو ټیمونو غواړي، چې پر اساسي موضوعاتو بحثونه پیل او مذاکرات چټک مخته بوځي. د افغان دولت او طالبانو مرکچي پلاوو د بحثونو د سړښت په دوام د مصالحې شورا خبر ورکوي، چې د اجنډا په لومړیتوبونو يې کار وروستی کړی او له طالب پلاوي د چمتوالي هیله کوي. د دغې شورا ویاند فریدون خوځون وايي، خپل لومړیتوبونه يې طالب پلاوي ته سپارلي، خو مقابل لوری نه خپل موضوعات ورته سپاري او نه هم بحثونو کولو ته غاړه ږدي. د مشرانو جرګې غړي بیا د مرکچي ټیمونو ترمنځ پر سړو بحثونو اندېښمن دي او له دواړو پلاوو غواړي، چې پر اساسي موضوعاتو بحثونه پیل او مذاکرات چټک کړي. د سناتورانو په وینا که طالب پلاوی د مذاکراتو پیل په بېلابېلو پلمو ځنډولو ته دوام ورکوي، نو افغان پلاوی دې خپل تصمیم ونیسي. د جرګې غړي زیاتوي، دوحه کې روان مذاکرات مبهم دي او نړیوال او ملګري ملتونه باید پر طالبانو فشار راوړي، ترڅو نه یواځې خبرو کې رېښتېني اوسي، بلکې روان تاوتریخوالی ودروي. په دې وروستیو کې داسې مهال په کور دننه او بهر د تاوتریخوالي کمښت او د مذاکراتو پر چټک کېدو ټینګار کېږي، چې هېواد کې تاوتریخوالی، هدفي وژنې او بریدونه تر بل هر وخته ډېر شوي دي

خبریال نذیر شینواری


Sabawoon NiaziJanuary 19, 2021

100
د مالیې وزارت وایي بیاځلې د تصویب په موخه پر هغو مواریدو کار روان دی چې د ولسي جرګې له لوري ورته وړاندي شوي، په وینا یې ممکن به نه وي چې دغه موارید دې سل په سلو کې حل شي.
خو د ولسي جرګې مالي او بدیجوي کمېسیون وایي بودیجه د هېڅ ډول سیاسي او شخصي موخو له مخې نه ده رد شوې او دوی هیله کوي، چې ژر دغه وزارت وړاندې شوي موارید حل او بیاځلې دوی ته د تصویب په موخه چمتو کړي.
همداراز یو شمېر شنونکي او تجاران وایي د بودیجې نه تصویب ستونزې رامنځته کړي او نه دې سیاسي کېږي په وینا یې د شخصي او سیاسي موخو له مخې دې ولس ته ستونزې نه جوړیږي.

Sabawoon NiaziJanuary 9, 2021
135251000_3629955587085602_8912520127825924042_n.jpg

310
د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي:” دتابیعت کاغذي تذکرې چې د نفوسو د احوال ثبتولو قانون د احکامو له‌مخې هېوادوالو ته صادرې شوي، د اعتبار وړ او تاییدي ته‌ کومه اړتیا نه‌لري.
د کاغذي تذکرو د تاییدي خدمتونه د احصایې او معلوماتو ملي ادارې له خواد دوشنبې له ورځې (۲۲ مرغومی ۱۳۹۹) دروي او له‌دې وروسته هېڅ‌ډول تذکره چې د دې ادارې له‌لوري صادره شوې وي، نه‌تاییدوي.

Sabawoon NiaziJanuary 9, 2021
135547839_3629998647081296_655427061666631996_n.jpg

330
د افغانستان برښنا شرکت وايي، چې د ازبکستان برښنا پنځو دستګاوو کې تخنیکي ستونزې رامنځته شوي، چې له امله یې افغانستان ته په صادراتي برښنا کې کموالی راوړی. د دوی په خبره ازبکستان افغانستان ته خپله برښنا له ۳۰۰ میګاواټو څخه ۱۵۰میګاواټو ته راښکته کړې ده.
د برښنا شرکت چارواکي له هېوادوالو غوښتنه کوي، چې د برښنا په لګښت کې دې کموالی رامنځ ته کړي، تر څو د نورو هېوادوالو اړتیا هم پوره کړي.
دا په داسې مهال ده، چې د پلازمینې کابل په ګډون د هېواد د بېلابېلو ولایتونو اوسېدونکي په دې وروستیو کې د برښنا له نشتون شکایت کوي

Sabawoon NiaziJanuary 7, 2021

450

د ولسي جرګې غړي وايي، د سرپرستۍ لړۍ دوام، د ولایتي شورا ټاکنو نه ترسراوی، د امنیت په نیونه کې د حکومت ناکامېدل او لسګونه نور هغه موارد دي، چې حکومت په کې قانون نقض کړی


Sabawoon NiaziJanuary 7, 2021
52079607_401.jpg

1410

د وروستیو راپورونو له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په ټویټ پيغامونو کې ویلي دي. چې د خلکو له مدني حقونو ملاتړ کوي؛ خو هغه اقدام چې یوه ملت او یوه هېواد ته سپکاوی کوي او ملي ګټې تر پښو لاندې کړي باید وځپل شي


Sabawoon NiaziJanuary 7, 2021

4040

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وايي، چې د ثنا اعجاز په ګډون د دې غورځنګ ۴۱ نیول شوي غړي پاکستاني پولیسو بېرته خوشې کړي دي، د هغه په خبره څلور نور غړي یې لا تر اوسه پاکستاني پولیسو سره دي. د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي وایي، چې د ثنا اعجاز په ګډون د دې غورځنګ ۴۵ غړي وروسته له هغې پولیسو ونیول، چې د ډاکټر سید عالم مسید د خوشې کېدو په تړاو یې یوه لاریون کې ګډون کړی و


Sabawoon NiaziJanuary 5, 2021
unnamed-1.jpg

730

د وروستیو راپورونو له مخې، د بریټانیا حکومت ویلي هېواد کې د کورونا ویروس نوې بڼه په چټکۍ د خپرېدو په حال کې ده نو له همدې امله، چې د دغو پېښو مخنیوی وکړي د سرتاسري قرنطین امر یې کړی


Sabawoon NiaziJanuary 5, 2021
2137536.jpg

830

د ملي مصالحې عالي شورا څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې تېر ماښام د دې شورا مشر عبدالله عبدالله په ګډون یو شمېر سیاسیون او د افغان حکومت مذاکره کوونکي پلاوي غړو پکې ګډون درلود



زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008