وروستي خبرونه

Zhwandoon

ZhwandoonOctober 23, 2020
354.jpg

1200

 دوی چې په خوست ولایت کې له حکومته د ملاتړ غونډې په موخه راغونډې شوې وې وایي، د نظام ملاتړ کوو، خو په هغه صورت کې چې د سولې روان بهیر کې د دوی حقوقو ته ځانګړې پاملرنه وشي


ZhwandoonOctober 23, 2020
353.jpg

1530

 هلمند کې د مېشتو قومونو ګډې شورا د یوې غونډې په ترڅ کې له افغان حکومت او وسلوالو طالبانو د اوربند غوښتنه وکړه. دوی وایي افغانان په اور کې سوزي، نور دې د افغانانو په حال رحم وشي او د یوې تل پاتې سولې د راوستو لپاره دې اوربند اعلان کړي


ZhwandoonOctober 23, 2020
352.jpg

12960

 د نیمروز ځايي چارواکي وایي، چې په خاشرود ولسوالۍ کې طالبانو د ملي اردو ۲۰ سرتېري وژلي او شپږ نور یې له ځان سره بېولي دي. د والي ویاند بهرام حقمل وايي، دغه سرتېري د (دهمزنګ) په نوم پوسته کې و چې طالبانو پرې برید کړی دی. حقمل وایي، طالبانو له دغې پوستې نه ټول تجهیزات له ځان سره وړي دي


ZhwandoonOctober 23, 2020
351.jpg

1660

د پکتیا اوسېدونکي او ولایتي شورا وایي، طالبانو د ګردېز – پټان لاره له تېرو دریو میاشتو تړلې چې د دغه ولایت د شپږو ولسوالیو اوسېدونکي له سختو ستونزو سره مخ دي دوی وایي، د ګردېز – پټان لویې لارې په اوږدو کې وخت نا وخت د امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړې کېږي چې عام خلک هم په ډاډه زړه تګ راتګ نشي کولی د پکتیا اوسېدونکي له طالبانو او حکومت غواړي چې یاده لار خلاصه کړي او د تګ راتګ په مخ کې پرتې ستونزې هوارې کړي د پکتیا والي وایي، د دفاعي حالت له امله د طالبانو پر ضد عملیات نشي کولی خو طالبان بیا وایي، د عامو خلکو پر مخ یاده لار خلاصه ده


ZhwandoonOctober 22, 2020
348.jpg

3720

 هلمند ولایت کې د څو ورځو راهیسي جګړې پیل شوي چې ورسره دواړو لور ته د مرګ ـ ژوبلي راپورونه هم ورکول کېږي، په دغو جګړو کې په سلګونه ملکي وکړو ته مرګ ژوبله اوښي او په زرګونه خلک له خپلو مینو څخه بېځایه شوي دي، چې بیړنیو مرستو ته اړتیا لري


ZhwandoonOctober 22, 2020
347.jpg

2340

 ورسته له هغې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په ننګرهار کې د دغه هېواد د ویزې اخیستلو پر مهال د ډيري ګڼي ګوني له امله ۱۲ ښځو او په لسګونو نورو ټپی کېدو له امله خواشينې څرکنده کړي ده. د پاکستان صدراعظم عمران خان په خپل ټویټر لیکلي چې دې بوږنوونکې پېښې ډېر خواشینی کړی


ZhwandoonOctober 22, 2020
346.jpg

8880

 وسلوالو طالبانو په یو خپره کړي خبر پاڼه کې ویلي چې د افغان حکومت له زندانونو څخه ازاد شويو بندي ملګرو په کورونو چاپې وهل کېږي، چې ځینې يې وژل شوي ا و ځیني نور بیا ځورول شوي دي. خبر پاڼه کاږي چې ځینې بندیان د تداوۍ او نورو اړیتاو د پوره کولو لپاره ښارونو ته تګ پر مهال بیرته د حکومت له لوري نیول شوي دي


ZhwandoonOctober 22, 2020
345.jpg

3140

 پخواني امریکایي پوځي جنرال مارک کیمت ویلي چې په دې ورستیو کې وسلوالو طالبانو جګړې ته زور ورکړی او د دوحې له هوکړې سرغړونه کوي. نوموړی وایي که طالبان جګړو ته زور ورکوي نو امریکا به له افغانستانه د خپلو ځواکونو پر ایستلو له سره غور وکړي


ZhwandoonOctober 22, 2020
344.jpg

6730

 د اسلامي علماوو نړیواله ټولنه وايي چې په افغانستان کې روانه جګړه غیر اسلامي او هېڅ ډول شرعي جواز نه لري. د دغې ټولنې مشر په خپله تازه مرکه ویلي چې باربار یي ویلي چې په افغانستان روانه جګړه جرم او مسلمان وژنه ده، او له کلونو راهیسې د افغانستان وضعیت څاري، نوموړی له دې وړاندي هم د افغان جګړې په اړه څرکندوني کړې دي


ZhwandoonOctober 21, 2020
343.jpg

1470
په جلال اباد کې د پاکستان ویزو د اخیستو په موخه د ټوکن د وېش پر مهال د زیاتې ګڼې ګوڼې له کبله ۲۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې زیات برخه کې عمر خوړلې مېرمنې دي

ZhwandoonOctober 21, 2020
342.jpg

1630
 ولسمشر اشرف غني وايي، طالبانو جګړه شدېده کړې او لا هم د فتحې په کاذب روایت باور لري، چې هېڅکله به په دې روایت بریا ته ونه رسېږي. ولسمشر غني، چې ولسي جرګې ته يې د کابینې معرفۍ مراسمو کې خبرې کولي، ځینو وکیلانو يې پر څرګندونو غبرګون وښود، چې ولسمشر يې په ځواب کې وویل، د افغانانو د وژنې پوښتنه دې له ملا هیبت الله څخه وشي، چې ولي افغانان وژني

ZhwandoonOctober 21, 2020
340.jpg

1760

 د سپوټنیک اژانس د خبر له مخې، چې د اذربایجان ولسمشر الهام علی اف ویلي، له هغه وروسته چې په نګورنو قره باغ سیمه کې بیاځلې جګړو زو واخیست او اوربند مات شو هېواد یې له ارمنستان نه د خپلو سیمو د ازادولو لپاره پراخ عملیات په لاره اچولې دي



زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008