وروستي خبرونه

Zhwandoon

ZhwandoonSeptember 20, 2020
974.jpg

770
د کابل امنیه قوماندانۍ د یوې خبرپاڼې په نشرولو سره ویلي، چې دغه مرکز په یوه کور کې دننه جوړ شوی وو، چې نږدې پنځوس میله قلمي وسلې او ۱۴ مقناطیسي ماینونه پکې ترلاسه شوي دي. د دغه مرکز اصلي سیمه په راپورنو کې نه ده ښودل شوې او دا هم نه دي ویل شوي، چې په تړاو یې څوک نیول شوي او کنه

ZhwandoonSeptember 20, 2020
973.png

540

 د پکتیکا ولایت امنیه قوماندانۍ ویاند شاه محمد آرین وایي، چې یاده چاودنه د دې ولایت په جاني خېلو سیمه کې رامنځ ته شوې، چې پایله کې یې شل تنه ټپیان شوي دي، د آرین په خبره ټپیانو کې ډېر ماشومان او مېرمنې شاملې دي او په خبره یې، له ډلې یې د اوو تنو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ دی


ZhwandoonSeptember 20, 2020
971.jpg

1400

 د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي په یوه تازه مرکه کې ویلي، چې امریکا د افغانانو لپاره زمینه برابره کړې او افغانان دې له دې ستر فرصت څخه ګټه واخلي، د نوموړي په وینا خپلمنځي خبرې باید په افغانستان کې د جګړې پای ته رسېدو سبب شي


ZhwandoonSeptember 19, 2020
967.jpg

1200
د نفوسو د احوال د ثبت په قانون کې د ولسمشر دویم مرستیال په مشرۍ په پېژندپاڼو کې تعدیل را منځ ته کولو طرحه تصویب کړه، چې موخه یې په پېژندپاڼو کې د مور نوم لیکل وو، یاده طرحه د ولسمشر محمد اشرف غني په ګډون د کابینې غړو هم تاييد کړه، چې اوس ولسمشر دا فرمان توشیح او لاسلیک کړ

ZhwandoonSeptember 19, 2020
963.jpg

1570

 تېره ورځ کابل کې د امریکا سفارت د یوې اعلامې په خپرولو سره د کابل په ګډون د هېواد په یو شمېر لویو ولایتونو کې د احتمالي بریدنو خبرداری ورکړ. د سیاسي چارو یو شمېر څارونکي وایي، چې دغه خبرداری پر افغان حکومت یو ډول فشار دی



زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008