مجاهد: ډېر ژر به له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي هم پرانيستل شي

د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستيال او د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد له رسنيو سره يادې خبرې وکړې.

مجاهد وايي وايي پر داسې يو طرزالعمل کار روانی دی، چې نجونو په خوندي توګه ښوونځيو ته لاړې شي او په مصونه فضا کې خپل درسونه ووايي.

د تېرې شنبې پر ورځ طالبانو اعلان وکړ چې د هلکانو ټول دولتي او خصوصي ښوونځي تر دولسم ټولګي پورې کولای شي خپلو درسونو ته حاضر شي. خو د نجونو د ښوونځيو د پرانيستلو په اړه يې کومه پرېکړه ونه کړه.

د اسلامي امارت دې کار ته ډېری خلکو غبرګونونه ښودلي او نړيوالې ټولنې هم پر طالبان غږ کړی چې ژر دې د نجونو ټول ښوونځي پرانيستل شي.

اړونده مطالب