قطر کې د افغان سولې مذاکراتو چټکولو او تاوتریخوالي کمولو په اړه درې ورځنۍ غونډه کېږي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري وايي، ټاکل شوې، چې د افغانستان د سولې په اړه د قطر په کوربتوب، ملګرو ملتونو او د امریکا په همکارۍ دوحه کې د سولې مذاکراتو چټکوالي او په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي د بندیدو په هدف درې ورځنۍ غونډه جوړه شي.
انوري ویلي، چې دغه غونډه د افغانستان سولې کې ښکېل هېوادونو سره د همغږۍ په موخه نن د سې شنبې په ورځ پیل کېږي او درې ورځې به دوام وکړي.
مېرمن انوري زیاته کړې، چې په دغې غونډه کې به د افغان حکومت په استازیتوب د ملي مصالحي عالي شورا مشر عبدالله عبدالله، د مذاکراتي پلاوي مشر معصوم ستانکزی او د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري ګډون وکړي. داسې ویل کېږي، چې په دې ناسته کې به د طالبانو استازي هم ګډون وکړي.

اړونده مطالب