د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د جګړو له امله په زرګونه کورنۍ خپلو مینو پرېښودو ته اړ شوي دي:

په دې وروستیو کې په هرات، کندهار، هلمند، کندز، جوزجان،سرپل، تخار، بغلان او په یو شمېر نورو ولایتونو کې د جګړو له امله په زرګونه کورنۍ بيځایه شوې دي او د خپلو مینو پرېښودو ته اړ شوي دي.
له دغو کورنیو څخه یې یو شمېر کورنۍ امن سیمو ته کډه شوې چې له ډلې یې یو شمېر کورنۍ کابل ته پناه وړې ده.
د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مسوولین وايي چې وروستیو ۱۵ ورځو کې شاوخوا پنځه زره کورنۍ او په تېرو پنځو میاشتو کې له ۵۰ زره ډېرې کورنیو خپلې اصلې مېنې پرېښې او بې ځایه شوي دي
په کابل کې بیا بيځایه شوې کورنۍ وايي، چې د سرپنا لپاره هېڅ شی نه لري او اوس مهال پارکونو او په ازاد فضا کې ژوند کوي د دوی په وینا چې له دوی سره تر اوسه هېڅ ډول مرستې نه دې ترسره شوي.

اړونده مطالب