د امریکا،بریټانیا او کاناډا له لورې پر بیلاروس باندې سوداګریز او مالي بندیزونه لګول شوې دي:

د وروستیو راپورونو له مخې، د بیلاروس د ولسمشرۍ د ترسره شویو ټاکنو د یو کلني کلېزې په ترڅ کې د امریکا،بریټانیا او کاناډا له لورې پر دغه هېواد باندې سوداګریز او مالي بندیزونه لګول شوې دي.
دغه هېوادونو داسې مهال پر بیلاروس باندې بندیزونه لګوي چې د تېر کال د اګسټ په نهمه په دې هېواد کې د ولسمشرۍ ټاکنې ترسره شوي چې نتیجه کې یې الکساندر لوکا شینکا بیا ځان ګټونکی اعلان کړ.
د نوموړي د مخالفانو په خبره، په دې ټاکنو کې پراخه درغلي شوې او پر ضد یې پراخ لاریونونه پيل شول چې تر اوسه ددغو لاریونونو په پایله کې له 33 زرو نه ډېر کسان نیول شوې دي.

اړونده مطالب