افغانستان کې د جګړو او تاوتریخوالي کمولو او د ملکې مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره باید د سولې هڅې چټکې شي.

د ملګرو ملتونو مرستندویه اداره یا یونما مشرې له ولسمشر غني سره په لیدنه کې د افغانستان روانه جګړه اندېښمنوونکې بللې او ویلي دې چې افغانستان کې د جګړو او تاوتریخوالی کمولو او د ملکې مرګ ژوبلي د مخنیوي لپاره باید د سولې هڅې ډیرې او چټکې شي.
د نوموړې په خبره د وسلوالو طالبانو له لوري د جګړو شدت او پر ښارونو بریدونه د جدي اندیښنې وړ دي او ملګري ملتونه غواړي چې ښکېل لوري د جګړو پرځای پر سوله او مذاکراتو تمرکز وکړي.
په یاده لیدنه کې ولسمشر غني هم ویلي چې سوله او د تاوتریخوالي کمول د حکومت لومړیتوب دی او افغان امنیتی ځواکونو له خپل خلکو د دفاع حق لري، نو ځکه وسلوالو طالبانو ته په کار ده چې له جګړو لاس واخلي او د مذاکراتو میز ته راوګرځي.

اړونده مطالب