محمد مخبر د ایران د ولسمشر د لومړي مرستیال په توګه ټاکل شوی:

د وروستیو راپورونو له مخې، د ایران د ولسمشرۍ دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي د ایران نوي ولسمشر ابراهیم رییسي د یوه حکم له مخې محمد مخبر د خپل لومړي مرستیال په توګه ټاکلی دی.
مخبر له تېرو نږدې 14 کلونو راپدیخوا د فرمان امام اجرایي ستاد مشر و چې د امریکا له لورې یې نوم د بندیزونو په لیست کې هم شامل شوی دی.
یوه اوونۍ وړاندې د ایران نوي ولسمشر ابراهیم رییسي لوړه وکړه او له امریکا یې وغوښتل څو پر دغه هېواد لګول شوي بندیزونه لمنځه یوسې.

اړونده مطالب