هندوستان کې د جانسون انډ جانسون د کرونا ضد واکسین اضطراري تطبیق ته اجازه ورکړل شوې ده:

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، هندوستان د جانسن انډ جانسن په نوم د کرونا ضد واکسین اضطراري تطبیق ته اجازه ورکړي ده.
د هند روغتیا وزیر ویلي، ددغه واکسین تطبیق سره به یې هېواد کې له دې وبا په وړاندې مبارزه لا پیاوړې شي.
هندوستان کې د کرونا ضد دغه واکسین ته په داسې مهال د لګولو اجازه ورکول کیږي چې په دغه هېواد کې د جون له نیمايي د کرونا د نوې څپې پر مهال په دوو میاشتو کې نږدې ۲۰۰ زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

اړونده مطالب