ژوندون

راډیو ټلوېزیون

نور وخت د دې را رسېدلی، چې ناټو افغانستان پرېږدي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکین تازه په یوې خبرې غونډه کې وویل، چې موږ له ناټو سره ګډ افغانستان ته راغلي وو او په ګډه به وځو، نوموړی زیاتوي، نور د دې وخت را رسېدلی، چې ناټو هم له افغانستانه ووځي.انتوني بلېنکین همداراز وويل، چې امریکا په افغانستان کې خپل اهداف او موخې تر لاسه کړې دي.په همدې وخت کې نن بهرنیو رسنیو راپورونه خپاره کړل، چې امریکا، بریټانیا، المان او فرانسه د افغانستان په اړه خبرې پیلوي افغانستان کې د ناټو شاوخوا اته زره سرتېري مېشت دي.