ژوندون

راډیو ټلوېزیون

افغان حکومت د امریکايي ځواکونو د وتلو هر کلی کړی


له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر غني د امریکايي پوځيانو د وتلو په اړه د امریکا ولسمشر جوبایډن سره خبرې کړې دي. خبرپاڼه زیاتوي، چې ولسمشر غني د سرتېرو د وتلو هرکلی کړی او زیاته کړې یې ده چې افغان امنیتي ځواکونه د دې وړتیا لري، چې له خپل هېواد او خاورې دفاع وکړي.
بلخوا د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار، حمدالله محب هم په تازه څرګندونو کې ویلي ، چې له څو کلونو راهیسې افغان ځواکونه په یوازې ځان د خپلې خاورې دفاع کوي او په دې برخه کې به خپلو سرښندنو ته ادامه ورکوي. هغه ویلي امریکایي ځواکونه له افغانستان وځي او دا به له هېواده د دفاع پر پروسې هېڅ راز منفي اغېز و نه کړي.
دغه څرګندونې په داسې مهال کېږي، چې د امریکا ولسمشر جوبایډن د خپلو ځواکونو د ویستلو پرېکړې سره سم، ناټو، بریټانیا او جرمني هم اعلان وکړ، چې له امریکايي ځواکونو سره به په ګډه ووځي.