ژوندون

راډیو ټلوېزیون

خبریالي جرم نه دی

ليکنه:

احسان سمون په افغانستان کې د خبريالانو د خونديتوب بنسټونه وايي، په تېرو شلو کلونو کې په ياد هيواد کې ۱۳۳ خبريالان په بېلابېلو سيمو او پېښو کې وژل شوي؛ سلګونه ټپيان، شوي، وهل شوي او په مرګ ګواښل شوي دي. د افغانستان غوندې وروسته پاتې او سنتي هيوادونو کې چې ډېری وګړي يې بې سواده او له خپلو حقه حقوقو نا خبره دي، د بيان او نظر پوره ازادي يو خوب او خيال دی. د بيان ازادي د بشري حقونو نړېوال فدراسیون، د افغانستان د ټوليزو رسنيو قانون او اساسي قانون په بشپړ ډول او ډېر وضاحت سره د انسانانو حق بللی دی. په افغانستان کې له ۲۰۰۱ زېږديز کال را وروسته چې نړیوالې مرستې په هره برخه کې زياتې شوې، د رسنيو او خبريالانو په برخه کې هم د پام وړ پانګونه وشوه، دا چې تر ډېره چا وکړه او څومره مؤثره وه په دې نه غږېږو. راځم دې ته چې دغو رسنيو او خبريالانو څومره خپل مسلکي رسالت او مسووليت ادا کړی. نړيوالو مؤسساتو او يو شمېر بنسټونو نويو رسنيو او خبريالانو ته يو شمېر نوي تحقيقات او د پلټنې وړ مسايل ور له غاړې کړل، خو د رسنيو او کارکوونکو کمې تجربې او نا مسلکيتوب له کبله دغه پروګرامونه په ډول ترسره نه شول، لکه څنګه چې زيات امکانات او اړتياوې موجودې وې. ورسره په څنګ کې په افغانستان کې د سيمې استخباراتو، سياسي کړيو، ګوندونو، ډلو ټپلو او زورواکو نه غوښتل خبريالان په تحقيقاتو او پلټنو کې زړور مخې ته لاړ شي؛ خبريالان يې ووژل، ټپيان يې کړل، و يې ګواښل، يو ښه مثال يې په هلمند ولايت کې د بي بي سي د خبريال عبدالصمد روحاني وژل وو، ور پسې د ازادي راډيو خبريال اجمل نقشبندي وو، چې هغه هم په ۱۳۸۷ ل ل کال د هلمند ولايت له مرکز لښکرګاه ښار نه له يوو فرانسوي خبریال سره يو ځای وتښتول شو، يوه مياشت وروسته يې فرانسوي خبریال خوشی او نقشبندي يې د يوې ويډيو په مخ کې وواژه. په دې وروستيو درې کلونو کې په ښارونو کې خبريالان په نښه شول، هدفي ځان وژونکي بریدونه او چاودنې پرې وشوې، همدارنګه هدفي وسله وال بريدونه ور باندې وشول، د دولتي ځواکونو له لوري ووهل شول، وسايل يې مات کړل شول، توهين ورته وشو او يا د ځينو رسنيو له کار کوونکو سره توپیري چلند وشو، چې دا هر څه تر هر چا ښه خبريالانو او د دوی ادارو وليدل. ددې حالت باوجود د رسنيو او خبريالانو د خونديتوب نړيوالو او سيمه ييزو بنسټونو هم ددې سترو را ټوکېدونکو ګواښونو په وړاندې خپله مقابله جاري وساتله، له هرې ډلې او اړخ سره يې اړيکې پراخې کړې، د خبريالانو ژوند يې لومړيتوب وګاڼه او خطرناکو سيمو ته د خبریالانو په تګ يې کلک بنديز ولګاوه، هم مهاله يې خبريالانو ته د ځان ساتنې او حفاظت په برخه کې ټرينينګونه، سيمينارونه او ورکشاپونه په لاره واچول. دوی په افغانانو کې د عامه پوهاوي له لارې دا پيغام ورساوو، چې خبريال په ټولنه کې د عام او بې وزلي ولس يوازينی رسا غږ دی. همدوی دي چې د ځبل شوي ولس غم ورسره دی، او نړۍ خبروي، چې له افغان انسان سره څه څنګه ظلمونه وشول او څنګه د پردۍ جګړې قرباني شول. هغه ولسواکې ټولنې چې درې ګونې قواوې يې ځواکمنې وي، د خبريال او رسنيو په يوو پلټونکي راپور د ډېر او لوی فساد مخه نيول کيدلی شي. پايله دا چې د افغانستان غوندې هيواد کې به خبریالي له ګواښونو او چلينجونو سره مل مسلک او ډګر وي، خو هيڅکله هم يو جرم زېږوونکی مسلک نه دی، افغان خبريال باید هم ځان وساتي او هم خپل مسلکي رسالت او مسوليت ادا کړي

. سمون