ژوندون

راډیو ټلوېزیون

روبوټان د بزګرانو دندي هم ترسره کولای شي؛ بزګران به ډېر ژر خپلي دندي له لاسه ورکړي

په لمړیو کې کرنیز سیستم بیخي سنتي و، خو د صنعتي انقلاب په راتګ سره په دې برخه کې ماشین له انسان سره ډېره همکاري وکړه. د ماشین په مرسته انسانان وتوانیدل تر څو کرنیز سیستم عصري کړي. په کم کوښښ او کار سره ډېر محصولات لاسته راوړي.

له دې وړاندي به په کرنیز ډګر کې انسان د ځینو ځواکمنو حیواناتو په مرسته کار کول، چې اغیزمنتیا به یې ډېره کمه وه او محصولات به یې هم کم و. خو د ماشین په راتګ سره کرنیز سیستم عصري شو او په کرنیز ډګر کې د ماشین کارونه زیاته شوه.

خو اوس له یوې پيړۍ وروسته د روباتیک سیستم په رامنځته کېدو سره روبوټان له انسان څخه دا دندې هم نیسي. ځکه اوس داسي روباتیک وسایل رامنځته شوي چې، د انسان په کمې مداخلي سره کرنیز محصولات وکرې، و یې پالي او تر لاسه یې کړي.

له دې وړاندي ډېری وګړي په کرنه بوخت و، خو د ماشین په رمنځته کېدو سره په کرنیز ډګر کې دندې کمې شوي، خو د روباټیک سیستم په فعالیدو سره به د انسان مداخله په کرنیز سیستم کې نوره هم کمه شي او د دې برخې ډېری کسان به خپلي دندي له لاسه ورکړي.

داسي وړاندوینه شوي چې یوازي هغه کسان به په کرنیز ډګر کې پخپلو دندو پاتي شي چې ځمکي یې خپلي وي او یا هم د روباټیک سیستم د کارونې وړتیا او اړین مهارتونه ولري. ځکه هغه کسان چې په دې برخه کې کارګري کوي، د هغوۍ کارونه به روبوټان ترسره کړي.

د دوۍ کارونه به روبوټان په چټکتیا او دقت سره ترسره کړي. هیڅ د ستړیا احساس به هم ونکړي او هیڅ کرنیز پټي او محصولاتو کې به ستونزه هم رامنځته نشي. د افغانستان هم ډېری وګړي په کرنه بوخت دي. موږ فکر کوو، ښايي زموږ په ژوند کې په افغانستان کې کرنیز سیستم حاکم نشي، خو دا اټکل ناسم دی، ځکه په څومره کم وخت کې انسانانو د ماشین کارولو ته مخه کړه. خو اوس نړۍ تر پخوا هم په چټکۍ سره پرمختګ کوي، تر ماشین به هم روباټیک سیستم ژر په کرنیز ډګر حاکم شي.