ژوندون

راډیو ټلوېزیون

په کندهار کې د خرقي شریفې، دروازه او قالیني ورکي شوي؛ برخلیک یې لا معلوم ندی

څه موده وړاندي په کندهار کې د اطلاعات او کلتور ریاست ادعا وکړه چې، د کندهار د خرقي شریفي د زیارت دروازه او قالیني ورکي شوي دي. خو هغه وخت د دې زیارت ساتونکو دا خبره رد کړي وه.

د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست ویلي، د دې زیارت دروازه د سپینو زرو څخه جوړه وه، چې له یو خوا یې قیمت لوړ و، بل خوا د تاریخي آثارو له جملي څخه وه. د هغه ترڅنګ د دې زیارت د قالینو هم تاریخي ارزښت درلود.

خو د دې زیارت درې ساتونکي بیا وايي، له موږ دریو سره کلي ګانې شته او د خلاصولو په مهال باید درې واړه شتون ولرو. که یو کس هم شتون ونلري، نو دوه ساتونکي د خرقې شریفي د زیارت دروازه نشي خلاصولای. د دوۍ په خبره چې د دروازي او قالینو د ورکېدلو موضوع دروغ دی.

له دې وړاندي په کندهار کې د ایران کنسولګرۍ یو ځل غوښتي و، تر څو د خرقي شریفي د زیارت د سپینو زرو دراوزه تبدیل کړي او په ځای یې په ایران کې جوړه شوي د مسو دروازه ولګوي، خو خلکو د دې کار مخالفت وکړ او اجازه یې ورنکړه.

خو څه موده وړاندي د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د دې زیارت د دروازي او قالینو د ورکېدو ادعا وکړه. که څه هم په هغه وخت کې د دې زیارت ساتونکو دا موضوع رد کړې وه، خو تر اوسه پوري بیا په دې اړوند هیڅ ډول څېړنې ندي شوي.

دا چې په رښتیا هم د دې زیارت دروازه ورکه شوي او کنه؟ مسوول کسان څوک دي؟ له هغوۍ سره څه ډول چلند شوی؟ آیا هغه تاریخي ارزښت لرونکي شیان بیرته خرقي شریفي ته وسپارل شول او کنه؟ دا ټولي هغه پوښتنې دي، چې تر اوسه لا پخپل ځای پاتي دي.