ژوندون

راډیو ټلوېزیون

خبریالان به ډېر ژر خپلي دندې له لاسه ورکړي او ځای به یې روبوټان ونیسي

روبوټان کولای شي، تر لیکوالانو په ښه کیفیت او چټکۍ سره لیکني وکړي. دوۍ د دې توانایي لري تر څو په ډېري چټکۍ سره معلومات را ټول کړي او له اېډېټ وروسته یې خپاره کړي.

په رسنیز ډګر کې یوازي د دوو اصولو رعایت ډېر زیات مهم دی، لمړی؛ دقت او دوهم؛ چټکتیا. انسانان په چټکتیا او دقت کې په هیڅ صورت له روبوټانو سره سیالي نشي کولای. ځکه روبوټان هیڅ تېروتنه نه کوي او د هغه ترڅنګ خپل کارونه هم په ډېري چټکۍ سره ترسره کوي.

د ۲۰۱۴ م کال د مارچ په میاشت په لس انجلیس کې یوه زلزله ترسره شوه، د دې زلزلي معلومات یو روبوټ راټول کړل، لیکنه یې باندي وکړه او خپاره یې کړل. له دې وړاندي په ۲۰۰۸ م کال کې یو چیني روبوټ ورځپاڼې لیکونکي د پکن د المپیک سیالۍ د Toutioa خبرې اژانس لپاره تر خبرې پوښښ لاندي ونیولي.

روبوټان به ډېر ژر د خبریالانو دندي هم ونیسي. ځکه هغوۍ ډېر ژر معلومات راټولوي، لیکنه باندي کوي او خپروي یې. په رسنیز ډګر کې دقت او چټکتیا دوه مهم اصول دي. د دې اصولو په رعایت کې روبوټان تر انسانانو مخکي دي. روبوټ املايي او لفظي تېروتنه نه کوي او د هغه تر څنګ خپل کار په ډېري چټکۍ سره ترسره کوي.

په افغانستان کې هم په تېرو دوو لسیزو کې ډېری رسنۍ رامنځته شوي دي، ډېر زیات کسانو د ژورنالیزم په برخه کې زده کړي کړي او په همدې برخه کې په کار بوخت دي. خو د نوي ټکنالوژۍ په پرمختګ سره به د دوۍ دندې روبوټان اشغال کړي او لوی شمېر کسان به بې دندو شي.

په دې برخه کې عملي روباټیکي تجربي بریالۍ وي او تر یو بریده له روبوټانو څخه کار هم اخیستل شوی دی. خو دا چې د ژورنالیزم په ډګر کې به تر کومه وخته پوري روباټیک سیستم حاکم شي، تر اوسه پوري وړاندوینه نده شوي، خو بیا هم دا کار ښایې تر لسو کلونو ډېر وخت ونه نیسي.