ژوندون

راډیو ټلوېزیون

د مشرانو جرګې ټولو سناتورانو خپله شتنمي ثبت کړې

د مشرانو جرګې د دارالانشا عمومي مشر وايي، چې د دې ادارې کارکوونکو او د مشرانو جرګې سناتورانو او غړو خپله ټوله دارايي او شتمني ثبت کړې، نوموړی همداراز وايي، چې د دولتي ادارو د څار په موخه سناتورانو د هېواد نهو ولایتونه ته سفرونه کړي دي. د دې ادارې عمومي مشر د خپلو لاسته راوړنو په لړ کې وویل، چې له نقلیه وسایطو د ناوړه ګټې اخیستنې په موخه یې د مشرانو جرګې اړوند ټول موټرونه یې په gps سیسټم سمبال کړي او یو نوی سیسټم یې په لاره اچولی دی. ملت ته د دولت حساب ورکولو په لړ کې د مشرانو جرګې د دارالانشاء عمومي ریاست خپلې لاسته راوړنې، ستونزې او راتلونکي پلانونه له رسنیو سره شریک کړل. د مشرانو جرګې د دارالانشا عمومي مشر عبدالمقتدر ناصري وايي، چې د دې ادارې کارکوونکو، د مشرانو جرګې سناتورانو او غړو خپله ټوله دارايي او شتمني ثبت کړې ده. هغه همداراز وايي، چې د دولتي ادارو د څار او ارزونې په موخه د مشرانو جرګې سناتورانو د هېواد نهو ولایتونو ته سفرونه کړي دي. ناصري همدراز وايي، چې له نقلیه وسایطو د ناوړه ګټې اخیستنې په موخه یې د مشرانو جرګې اړوند ټول موټرونه په gps سیسټم سمبال کړي او یو نوی منظم سیسټم یې په لاره اچولی دی. یاده اداره زیاتوي، چې په ۱۳۹۹ مالي کال کې ورته مختص شوې بودیجه څه باندې پنځه سوه او شپیته میلونه وه، چې له ډلې یې ۹۸ سلنه عادي او ۹۹ سلنه يې انکشافي بودیجه مصرف کړې ده.