ژوندون

راډیو ټلوېزیون

ملي دفاع وزارت: سږ کال ۸۰ تنه افغان میرمنې د نظامي زده کړو لپاره اماراتو او هند هېوادنو ته لیږل شوي دي

د افغانستان د ملي دفاع وزارت لمړي مرستیال ملت ته د حکومت د حساب ورکولو په برنامه کې ویلي، په تېر یو کال کې ۳۹۰ میرمنو د افغان ځواکونو په لیکو کې د دندي اخیستو په موخه مراجعه کړي. دا میرمنې اوس هم د افغان ځواکونو په لیکو کې دندي ترسره کوي او له دې جملي څخه یې ۸۰ تنه د هند او عربي اماراتو هېواد ته د نظامي زده کړو په موخه لیږدول شوي دي. افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې، په ښځو باندي محدودیتونه زیات دي او په افغاني ټولنه کې ښځو ته د کار او تعلیم کولو اجازه نه ورکول کیږي.

د هغه ترڅنګ د حکومت په نظامي او ملکي تشکیلاتو کې هم د ښځو ګډون په بیساري توګه کم وو. خو په تېرو دوو لسیزو کې دې برخې ته ځانګړې پاملرنه شوي او په مختلفو برخو کې د ښځو د ګډون لپاره زمینه برابره شوي ده. چې اوس د افغان ځواکونو په لیکو کې هم ګڼ افغان میرمنې دنده ترسره کوي. د هغه ترڅنګ په تېرو دوو لسیزو کې ډېرو میرمنو ته اجازه ورکړل شوه، ترڅو زده کړي وکړي، ښوونځیو او پوهنتونونو ولاړې شي او په همدې تړاو پراخه ذهنیت جوړونه وشوه.

اوس مهال د افغانستان په کابینه کې هم له دریو تر څلورو پورې وزیرانې میرمنې دي او د ملي شورای د دواوړو مجلسونو هم ټاکلي برخه سهم د ښځو لپاره ځانګړی شوی دی. چې ځیني یې په انتصابي او ځیني یې هم په انتخابي ډول دې موقفونو کې ټاکل شوي دي. د بهرنیو هېوادونو تحصیلي بورسیو ته تګ هم په دې وروستیو کې زیات شوی دی. دا هغه څه وو چې، له دې وړاندي افغان میرمنو ته اجازه نه ورکول کېده ترڅو د بهرنیو هېوادونو تحصیلي بورسیو ته ولاړې شي، خو اوس ډېری کورنۍ اجازه ورکوي او ډېری افغان میرمنې په بهرنیو هېوادونو کې په زده کړه بوخت دي.