ژوندون

راډیو ټلوېزیون

د سولې هغو جدي مذاکراتو ته زمېنه برابروم، چې یو حل ته ورسېږي

ولسمشر اشرف غني په ارګ کې د ملي شورا له غړو سره په جوړې شوې غونډه کې وویل، افغانستان له بل هر وخته یوې تلپاتې او عادلانه سولې ته د رسېدو په حال کې دی. غني زیاتوي، د سولې جدي مذاکراتو ته به زمینه برابره کړي او په راتلونکو میاشتو کې به ملي شورا سره هم د سولې په اړه په دوامداره توګه مشورې پیل کړي. د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني زیاتوي، طالبان د سولې خبرو کې پلمې کوي او په دې هڅه کې دي، چې د خپلې ډلې منافع پر افغانانو تحمیل کړي. د ملي وفاق مشر احمد ولي مسعود، چې د پاکستان له سفره کابل ته راستون شوی وايي، د اوسني حکومت او طالبانو د ټوپک په وسیله د سولې راتلل ناممکنه ده او باید د روانې جګړې پای او سولې ته د رسېدو لپاره یو نوی تخنیکي ټیم جوړ شي. وروسته له هغې، چې د ولسي جرګې له لوري د بودیجې له دوه ځلې رد وروسته د اجرایه قوې او مقننه قوې ترمنځ جنجالونه رامنځته شول، اوس ولسمشر غني د ملي شورا غړو سره د اړېکو ښه والي لپاره په ارګ کې ناسته کړې. ولسمشر غني په دې جوړه شوې ناسته کې وویل، د سولې داسې جدي مذاکراتو ته زمېنه برابروي، چې یو حل ته ورسېږي او افغانستان یوې تلپاتې سولې ته د رسېدو په درشل کې دی. ولسمشر سره په غونډه کې د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني زیاته کړې، د طالبانو له لوري د سولې مذاکراتو کې پلمو او د جګړې شدت اندېښمن کړي او طالبان هڅه کوي، چې د خپلې ډلې منافع پر افغانانو تحمیل کړي. په ورته مهال د ملي وفاق مشر احمد ولي مسعود، چې د پاکستان له سفره تازه کابل ته راستون شوی وايي، حکومت او طالبان، چې افراطي ډلې دي هېڅکله سولې ته نه شي سره رسېدلی. د مسعود په خبره د افغانستان پر وړاندې د پاکستان سیاست بدل شوی او اوس په دې نظر دی، چې افغانستان کې له نظامي لارې سوله نه شي تامینېدلی. د نوموړي په وینا د افغان سولې پروسه کې پاکستان اغېزمن رول لوبولی شي او باید د دې هېواد له سیاسیونو، ملي شورا، مدني ټولنو او سیاسي ګوندونو سره نه یواځې ډیالوګ رامنځته شي، بلکې یو نوی میکانیزم جوړ شي، ترڅو افغانستان کې سوله تامین شي. د هېواد سیاسیونو په دې وروستیو کې داسې مهال په پرلپسې ډول پاکستان ته سفرونه کړي، چې د سولې برخه کې پاکستان په بار – بار تشې ژمنې کړي، خو لا تر اوسه يې په عمل کې څه نه لیدل کېږي. نذیر شینواری