ژوندون

راډیو ټلوېزیون

د تېر مالي کال په جریان کې یې سلګونه لویې او اوړې پروژې پلي کړې دي

د پکتیکا والي ملت ته د دولت حساب ورکونې په غونډه کې وویل چې په تېر مالیې کال کې د مختلفو دولتي ادارو او موسیساتو له لوري ګڼې پروژې بشپړي شوي دي. د والي په خبره، د ۳۲ غیر دولتي داخلي او نړیوالو موسساتو له لوري ۲۶ پروژې د څه باندې درې میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت ګټې اخېستې ته سپارل شوي دي. د پکتیکا والي ډاکتر مجیب الرحمن څمکني ولس ته د حساب ورکونې په یوه غونډه کې وویل، چې د تېر یو کال په جریان کې د مختلفو دولتي ادارو او موسساتو له لوري سلګونه لويي او وړې پروژې پلې شوي او د ډېری نورو کارونه روان دي. پدغه غونده کې د پکتیکا والي وویل، چې په یاد ولایت کې د ۳۲ غیردولتي داخلي او نړوالو موسساتو له لوري د ۲۵۹۴۲۰۵ امریکايي ډالرو په ارزښت ۶۲ پروژې تر کار لاندې دي. د والي په خبره، چې د تېر یو کال په جریان کې د هوايي میدان د رادار او مخابراتي سیسټم فعال شوی او همدارنګه د دغه ولایت د کرهنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري په دوو نقطو کې د هوا پېژندنې ماشینونه نصب او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي. د هغه په خبره، چې د تېر یو کال په دوران کې د پولیس، ښوونکي او د ټولو دولتي ادارو کار کوونکي بایومټریک شوي او له پلټنې وروسته یې خیالي کار کوونکي له منځه وړي دي. په یاده غونډه کې څمکني همدارنګه وویل، چې په همدغه موده کې سلګونه پکتیکاوال ځوانان د پولیسو او اردو په لیکو کې جذب شوي، په زیات شمېر سیمه ئیز پولیس د ملي پولیسو په لیکو کې ځای پر ځای شوي او د پکتیکا- پکتیا لویه امن شوې ده. د پکتیکا والي ډاکتر مجیب الرحمن څمکني وویل، چې د پوهنې او روغتیا په برخه کې د پام وړ اصلاحات راغلي دي او سلګونه ځونان پر دندو شوي او څلور غیررسمي ولسوالۍ یې رسمي شوې دي. هغه زیاته کړه، چې د تېر کال په جریان کې ۳۰۰ زره جریبه ځمکه تثبیت شوې او د ځمکو د غاصبینو پر وړاندې هم جدي مبارزه شوې ده. ډاکتر مجیب الرحمن څمکني د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې ولایتي ادارې د فساد مخنیوي په موخه جدې مبارزه کړې او کوښښ به کوي چې د هر ډول فساد مخه ونیسې. د یادونې وړ ده، چې هر کال د هېواد په پلازمېنه او ټولو ولایتونو کې د دولتي ادارو کارکوونکي ولس ته د تېرو کړنو حساب ورکوي او د هغوی پوښتنو ته ځوابونه ووايي.