ژوندون

راډیو ټلوېزیون

حکومتي ادارې له رسنیو سره معلومات نه شریکوي

ګڼ خبریالان شکایت کوي، چې دولتي ادارې ورسره په اطلاعاتو ورکولو کې دوه ګونی چلند کوي او له دوی سره اړوندې ادارې د معلوماتو له ورکړې ډډه کوي. اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسون چارواکو د خپلې برنامې په وړاندې کولو کې بیا وايي، چې په روان ۱۳۹۹ لمریز کال کې یې له ۴۲ ویبسايټونو څخه څارنه کړې، په وینا یې دا ویبسایټونه د وزارتونو، مستقلو کمېسیونونو او نورو دولتي ادارو څخه وو. دوی همداراز وايي، چې د تېر ۱۳۹۸ کال په پرتله په روان کال کې یې ډېر شکایتونو ته رسېده ګي کړې ده. ملت ته د دولت حساب ورکولو په لړ کې د اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون چارواکو، خپلې لاسته راوړنې، راتلونکي پلانونه او ستونزې له رسنیو سره شریکې کړې. اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسون مشر عین الدین بهادري وايي، چې په روان کال کې یې له ۴۲ ویبسایټونو څخه څارنه کړې، په خبره یې یاد ویبسایټونه د وزارتونو، مستقلو کمسیونونو او نورو دولتي ادارو پورې اړوند دي. بهادري همداراز وايي، چې په ۱۳۹۹ لمریز کال کې یې اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې ۱۵۱ شکایتونه ثبت کړي او یادو شکایتونو ته یې رسېدنه کړې ده. خو په ورته مهال بیا ګڼ خبریالان اطلاعاتو ته د لاسرسي پر کمیسیون نیوکه کوي او وايي، چې ډېری وزارتونه او ګڼې دولتي ادارې له خبریالانو سره دوه ګونی چلند کوي او پر وخت خبریالانو سره معلومات نه شریکوي. شاوخوا درې کاله کېږي، چې اطالاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون رامنځته شوی، ګڼ خبریالان ترې شکایت کوي، چې دا اداره نه ده توانېدلې، څو نورې ادارې د معلوماتو ورکولو ته وهڅوي او په سمه توګه ترې څارنه وکړي. فضل الرحمن سیرت