ژوندون

راډیو ټلوېزیون

ولسي جرګې له دوځلې رد وروسته د ۱۴۰۰ مالي کال بودیجه په اکثریت رایو سره تصویب کړه

د جرګې مشر میر رحمان رحماني وايي، له شاوخوا یوه میاشت جنجالونو وروسته حکومت د ولسي جرګې غړو ټولې غوښتنې او وړاندیزونه بودیجه کې شاملې کړې، چې د دې تعدیلاتو په راوستو سره يې تصویب کړه. د جرګې مالې او بودیجې کمېسیون په خبره، د ښوونکو، اجیرانو او ټیټ رتبه مامورینو معاشونو ډېروالي، د ملي دسترخوان پروګرام او پر وزیرانو او مرستیالانو د دسترخوان پیسو بندیدل او ۱۶ نورو مواردو کې تعدیلات راوستل حکومت ورسره منلي دي. ولسمشرۍ ماڼۍ په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې زیاته کړې، چې ولسي جرګې بودیجه د هېواد ګټو ته په کتو تصویب کړې او د پراختیايي پروژو د تطبیق لپاره يې مهمه بللې. د ۱۴۰۰ مالي کال بودیجه، چې ۴۷۳ میلیارده افغانۍ ده، وکیلانو پکې د خپلو غوښتنو شاملېدو لپاره حکومت سره شاوخوا یوه میاشت اوږده جنجالونه وکړل، چې بالاخره د دوشنبې په ورځ د ولس استازو بودیجې ته د تایید رایه ورکړه. د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني وايي، له اوږدو نانندریو وروسته حکومت د دوی ټولې غوښتنې بودیجه کې شاملې کړې، چې د دې تعدیلاتو په راوستو سره يې بودیجه د تایید رایو ته وړاندې کړه او په اکثریت رایو سره تصویب شوه. د جرګې مالې او بودیجې کمېسیون زیاتوي، بودیجه کې د ښوونکو، اجیرانو او ټیټ رتبه مامورینو معاشونو ۲ زره لوړوالی، د ملي دسترخوان پروګرام بندیدل، پر وزیرانو او مرستیالانو د دسترخوان پیسو قطع کول، د تېر کال پراختیايي پروژو راوستل، د سرپرستانو له لوري اداره کېدونکو ادارو ته د بودیجې نه ورکړه او نورې ټولې غوښتنې حکومت بودیجه کې ځای پر ځای کړي دي. د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند مرستیال دوا خان مینه پال په وینا، ولسي جرګې د ۱۴۰۰ مالي کال ملي بودیجه د هېواد ګټو ته په کتو تصویب کړې او ولسمشر غني د وکیلانو د دې تصمیم د ستایلو سربېره د پراختیايي پروژو د تطبیق لپاره مهمه بللې. د جرګې غړو له دې وړاندې دوه ځلې بودیجه د ناانډولۍ له امله رد کړې وه، خو اوس يې د حکومت له لوري د غوښتنو په منلو سره د بودیجې په تصویب ټینګار کوي او په خبره يې ولسي جرګه باید د هېواد اوسنی وضعیت درک کړي. د ولسي جرګې غړو له تېرې یوې میاشتې راهیسي حکومت سره د بودیجې پرسر اوږده جنجالونه وکړل او له همدې امله يې شاوخوا یوه میاشت رخصتي هم په نانندریو کې تېره کړه، چې بالاخره اوس د بودیجې له تصویب وروسته د ژمني پر رخصتۍ لاړل.