ژوندون

راډیو ټلوېزیون

هېواد کې لا هم څه باندې یو میلیون جرببه ځمکه د زورواکو په لاس کې ده

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د لومړنیو موندنو له مخې په ټول هېواد کې ۱،۶ میلیونه جریبه ځمکه زورواکو غصب کړې ده. په ورته مهال د عدلیې وزیر وايي، هڅه یې پیل کړې چې هغه ټولګټې، دولتي او شخصي ځمکې چې د زورواکو له لوري غصب شوې دي، بېرته را ورګرځوي. د دوی په خبره، د جینوا کنفرانس له هغې غوښتې سره سم، چې د ۵ زره زورواکو دوسيې له څېړلو سره يې خپله مرسته مشروط کړې په دوسیو څېړلو يې کار پیل کړی، ترڅو د دې دوسیو له څېړلو سره خپل هدف ترلاسه کړي. بل لور د کابل ښاروالۍ مسوولین وايي، چې اوسمهال په کابل ښار کې په زر ګونه جرېبه ځمکه او غرفې یې د زورواکو له منګولو خلاصې کړي دي، په وینا یې سلګونه هغه سیمټې دېوالونه چې ولسي وګړو ته یې ستونزې جوړولې لرې کړي دي. دغه غونډه د دولت قضایاوو ملي کنفرانس تر نامه لاندې جوړه شوې، چې د عامه شتمنۍ څخه د دفاع، د دولت د اداري اړوندو تقنیني اسنادو او په ټولو ولایتونو کې د زوراکو له لوري غصب شویو ځمکو په تړاو بحث او حل لارو خبرې کیږي.