ژوندون

راډیو ټلوېزیون

هېواد کې د کرونا ویروس ضد واکسین د وېش لومړی پړاو پيل شو

ولسمشر غني په همدې مناسبت په جوړو شوو مراسمو کې د خبرو پر مهال د دې واکسین د عادلانه وېش ډاد ورکړ، نوموړی افغانستان کې له کورونا ویروس سره مبارزه بریالی بولي او زیاتوي، افغان حکومت و کولای شول، چې د یاد ویروس له امله رامنځته شوی وضعیت په ښه دول مدیریت کړي. په همدې حال کې د عامې روغتیا وزارت سرپرست وحید مجروح وایي، چې دا واکسین به په لومړي پړاو کې پر امنیتي او دفاعي ځواکونو، د رسنیو کار کوونکو او روغتیاپالانو ته تطبیق شي. کابل کې د هند سفارت مرستیال هم زیاته کړه، چې په لومړۍ مرحله کې یې له افغانستان سره پنځه سوه زره دوزه واکسین ورکړې مرسته کړې او په وینا یې د یاد ویروس د ختمولو په موخه به له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي. له یو کلن ځنډ وروسته د لومړي ځل لپاره افغانستان کې د کورونا ضد واکسین د وېش لړۍ پیل او د هندوستان هېواد له لوري ۵۰۰ زره دوزه مرسته شوی واکسین به په افغانانو و وېشل شي. ولسمشر غني په همدې مناسبت په جوړو شوو مراسمو کې د دغه واکسین د عادلانه وېش ډاد ورکوي او په وینا یې افغانستان کې په داسې مهال یاد واکسین تطبیق کېږي، چې لاهم د نړۍ ۱۷۲ هېوادونو کې یاد واکسین ته لاسرسی نه لري. د هغه په خبره افغان حکومت وکولای شول، چې له دغه ویروس سره بریالۍ مبارزه وکړي. روغتیا وزارت وايي افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې کرونا يې په سمه بڼه مدیریت کړې ده. د ده په خبره په لومړي سر کې به دغه واکسین روغتیاپالانو، امنیتي سرتېرو او خبریالانو ته تطبیق شي. بل لور افغانستان کې د هند سفیر بیا وايي هڅه کوي، څو په لرو پرتو او کیلوالي سیمو کې له روغتیایي، خدماتو محرومو کسانو ته روغتیایي مرکزونه جوړ کړي، د نوموړي په خبره لومړۍ مرحله کې یې له افغانستان سره پنځه سوه زره دوزه واکسین ورکړي مرسته کړې او په وینا یې د یاد ویروس د ختمولو په موخه به له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي. د کورونا ویروس ضد واکسین د تطبیق لړۍ په داسې حال کې پيلیږي چې دې وروستیو کې د کورونا ویروس مثبتې پېښې د پام وړ کمې شوي خو لاهم وېره شته، چې که حکومت او خلک یې د مخنیوي په موخه لازمه پاملرنه و نه کړي ښایي د یاد ویروس ګواښ او مثبتې پېښې باځلې ډېرې شي. صاحب الدین صمیم